تاند – د حولای لسمه د افغانستان د معاصرو داستاني ادبیاتو د نومیالي لیکوال، ناوللیکوال او کیسهلیکوال ارواښاد نصیراحمد احمدي د مړینې پنځم تلین دی.
ارواښاد احمدي د خپلو ارزښتناکو ناولونو، کیسو او ادبي آثارو له لارې د پښتو معاصر ادب بډایه کړ او د زرګونو لوستونکو په زړونو کې یې ځانګړی ځای خپل کړ. د هغه اثار نه یوازې د ادبي ارزښت له پلوه مهم دي، بلکې د ټولنیزو، تاریخي او انساني موضوعاتو په انځورولو کې هم ځانګړی مقام لري.
ارواښاد نصیراحمد احمدي له تاند سره ځانګړې مینه او همکاري لرله. هغه به خپلې نوې کیسې لومړی د خپرېدو لپاره تاند ته رالېږلې او د خپلو ناولونو له چاپ او له خپرونکي سره د ټاکلي مودې له بشپړېدو وروسته به یې تاند ته د خپرېدو اجازه ورکوله.
دا باور، همکاري او لورېینه د تاند لپاره ستر ویاړ او نه هېرېدونکی احسان دی، چې تل به یې درناوی کېږي.
د ارواښاد نصیراحمد احمدي د پنځم تلین په مناسبت، او د هغه د یاد د درناوي په موخه، تاند د هغه د یو شمېر مهمو لیکنو او آثارو لینکونه په یوه ځای کې راټول کړي، څو مینهوال او لوستونکي د هغه ارزښتناک ادبي میراث په اسانه ومومي.
د ارواښاد نصیراحمد احمدي یاد به تل د پښتو ادب په تاریخ کې ژوندی وي او اثار به یې د راتلونکو نسلونو لپاره د الهام او مطالعې مهمه سرچینه پاتې شي.