Homeمقالېد نجونو پر زده­ کړو بنديزونه؛ د یوه ملت د راتلونکي پر...

د نجونو پر زده­ کړو بنديزونه؛ د یوه ملت د راتلونکي پر وړاندې سیستماتیکه بې‌عدالتي او تاوتريخوالی

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاين اعلامیه

د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده. په ټوله نړۍ کې په دې ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د بېلابېلو بڼو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي، ټولنیز مسؤولیت او ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کېږي. خو په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت تر دې هم ډېر ژور او د اندېښنې وړ دی؛ ځکه دلته د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې یوه ټولنیزه ستونزه نه ده، بلکې د واکمن نظام د سیاستونو او محدودیتونو په بڼه یې یوه سیستماتیکه بڼه خپله کړې ده.

د یوه ملت نیمایي نفوس د پوهې له رڼا څخه په کتلوي ډول محرومول، د هغوی د استعدادونو ځپل او د ناپوهۍ په زندان کې د یوه بشپړ نسل اسيرول، د تاوتریخوالي تر ټولو خطرناکه او ویجاړوونکې بڼه ده. د نجونو پر زده‌کړو بندیز یوازې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل نه دي؛ بلکې د میلیونونو نجونو د هیلو، راتلونکي او د یوه ملت د پرمختګ پر وړاندې د فرصتونو له منځه وړل دي.

په ولسواکو نظامونو کې منتخبو حکومتونو ته د يوې ټاکلې دورې لپاره وخت ورکول کېږي، چې د ولس د سوکالۍ، پرمختګ او د ملي ګټو د تأمین لپاره خپل پروګرامونه عملي کړي او بيا يې ولس په اړه قضاوت وکړي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه پنځه کاله اوړي، چې نه يوازې د ملت اراده او د سياسي مشارکت حق له پامه غورځېدلی، بلکې زموږ د ملت د نيمايي نفوسو پر ډېرو بنسټيزو انساني او اسلامي حقونو پښې ايښودل شوې دي. که یو حکومت په خپلو سیاسي، اقتصادي پروګرامونو کې پاتې راځي، د اصلاح او جبران فرصتونه لا هم شته؛ خو د یوه نسل له زده‌کړو محرومول داسې تاریخي زیان دی چې جبران یې کلونه، بلکې لسیزې وخت غواړي.

لا د اندېښنې وړ دا خبره ده چې دا ټولې نارواوې او محدودیتونه د دین په نامه توجیه کېږي؛ په داسې حال کې چې د علم زده‌کړه د اسلام له بنسټیزو لارښوونو څخه ده. د نجونو د زده‌کړو مخنیوی نه یوازې له ملي ګټو سره ښکاره دښمني ده، بلکې د اسلام د سپېڅلي دین له علم‌پالونکي روح او لارښوونو سره هم په ټکر کې دی. د دین په نامه د داسې بې‌عدالتۍ ترویج د اسلام سپېڅلي نوم او د مسلمانانو نړیوال اعتبار ته هم ډېر زیان رسولی او لا يې رسوي.

ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې د دې ناروا سیاستونو پر وړاندې په ښکاره او متحد ډول خپل مخالفت څرګند کړو؟

عامه پوهاوی، اعلامیې، غوښتنې او نیوکې هغه مهال اغېزمنې وي چې مقابل لوری د اورېدو غوږونه او د اصلاح اراده ولري. له بده مرغه، د ولس د غوښتنو او د نیوکو پر وړاندې د واکمنو چارواکو بې‌پروايي او د نه زغم سیاست د اصلاح عادي لارې بې‌اغېزې کړې دي. په داسې وضعیت کې یوازې د اعلامیو تکرار بسنه نه کوي؛ بلکې د سیاسي، ټولنیزو او مدني بنسټونو او د هېواد د خلکو ترمنځ جدي همغږۍ، ګډ فکر او منظم، سوله‌ییز او مدني اقدام ته اړتیا ده.

بله خوا، د ولس چوپتیا او له دې وضعیت سره د عادي کېدو روحيه هم د اندېښنې وړ ده. له زده‌کړو  څخه د یوه نسل د محرومیت پر وړاندې چوپتيا او د افغان لوڼو د راتلونکي په اړه بې­تفاوتي، ایا د بې‌عدالتۍ له دوام او مشروعيت سره يو ډول مرسته نه ده؟ د افغانستان د ښځو او نجونو برخلیک یوازې د هغوی شخصي موضوع نه ده؛ دا د ټول ملت ګډ مسؤولیت دی. د هېواد دننه او بهر مېشت افغانان باید د دې مسؤولیت د ادا کولو لپاره له انفرادي غبرګونونو څخه د ګډ او اغېزمن عمل پر لور حرکت وکړي.

زموږ بلنه او غوښتنه

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاين پر ټولو سیاسي، ټولنیزو، مدني او فکري بنسټونو، د دیني عالمانو، روڼ‌اندو، ځوانانو او په عام ډول د افغانستان پر ټول ولس غږ کوي چې د دې تاریخي ناروا د پای ته رسولو لپاره د ګډ فکر او عملي همغږۍ په موخه سره راټول شو.

راځئ، د اعلامیو او انفرادي غبرګونونو تر څنګ د اغېزمنو، سوله‌ییزو او منظمو مدني لارو چارو په اړه ګډ بحث او مشوره وکړو. راځئ، د خپلو لوڼو د انساني او اسلامي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د ګډ اقدام داسې لارې چارې وسنجوو چې د ولس پراخ ګډون، همغږي او دوام تضمین کړي.

موږ باور لرو چې د یوه ملت راتلونکی د هغه د ټولو وګړو په پوهه، اراده او مشارکت جوړېږي. د نجونو د زده‌کړو دفاع یوازې د ښځو د حقونو دفاع نه ده؛ دا د افغانستان د ملي ګټو، عدالت، انساني کرامت او راتلونکي نسل د برخلیک دفاع ده.

نور د چوپتیا، بې‌تفاوتۍ او انفرادي غبرګونونو وخت نه دی؛ د ګډ فکر، همغږۍ او سوله‌ییز مدني اقدام وخت دی!

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاين

د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۲۵مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انیل کپور په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره لیدلي دي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) د بالیووډ نوموتي او مخکښ لوبغاړي انیل کپور له فرانسوي ولسمشر امانوېل مکرون سره د لیدنې انځورونه...