Home+د اوسنۍ شاعرۍ په ابهام کې پټه ښکلا او هنري تخنیک

د اوسنۍ شاعرۍ په ابهام کې پټه ښکلا او هنري تخنیک

لیکنه: طالب منګل
زه په دې لیکنه کې د شعر ابهام د پخواني تعریف له مخې نه بیانوم ځکه پخوا ابهام عیب او پیکه هم بلل شوی خو په اوسنۍ شاعرۍ کې دا په تخنیک اوښتی دی٬  شاعران له نیغو خبرو کله کله ځان ساتي او خپل احساس، فکر او تجربه په داسې بڼه وړاندې کوي چې لوستونکی یې د یوې مانا پر ځای په څو ماناوو تعبیرولای شي.
په ادب کې شعر د خپلو دستګاوو له مخې د پرګنده او واضحې خبرې ځای نه دی او په شعر کې هره خبره باید مستقیمه او څرګنده نه وي. سره له دې چې ابهام د شعر نیمګړتیا هم بلل کیږي خو که په هنري ډول وکارول شي د شعر له مهمو ښکلاوو څخه ګڼل کېږي. ځکه شعر د خبر، راپور او ورځني بیان ژبه نه ده شعر د اشارې، رمز، احساس او کشف ژبه هم ده.
په شعر کې ابهام خوږ وي او حمزه بابا وایي:
اشنا وې چې خبره درته نن یوه کومه
ما وې چې مبارک شه خو ابهام لري که نه
په دې لنډو ورځو کې چې زه د اوسنۍ شاعرۍ ماډلونه مطالعه کوم د دوی په شعرونو کې ابهام ډېر لیدل کېږي.
کله مې چې د نایب بهار یو بیت ولوست همدا ابهام په کې و لکه:
ماته مې نشوه د عشق تنده، باید تللی نه وای!
په محبت پوښلیه ژونده، باید تللی نه وای!
که پورته بیت وګورئ نو شاعر ښکاره خبره نه کوي چې څوک تللی دی. ایا محبوب تللی؟ ایا د مینې وخت پای ته رسېدلی؟ ایا شاعر خپل پخوانی ژوند یادوي او یا خپل حضور یادوي؟.
همدا څو مانیزتوب د بیت ښکلا ده ځکه که شاعر په څرګندو ټکو ویلي وای چې محبوب مې لاړ، نو د بیت ډېره هنري فضا به له منځه تللې وای.
هدف دا دی چې د ابهام او مبهم تر منځ باید توپیر وشي٬ ځکه ابهام هغه وخت ښکلی وي چې لوستونکی له مانا څخه په بشپړه توګه محروم نه کړي. یعنې شعر باید دومره مبهم نه وي چې هېڅ تعبیر ترې و نه شي اخیستلای.
همدا راز ابهام د شعر عاطفي اغېز هم زیاتوي٬ ځکه مستقیمه خبره خو ژر پای ته رسېږي، خو مبهمه او څو مانیزه خبره د لوستونکي په ذهن کې دوام پیدا کوي.
دا ددې لپاره هم ښه وي چې هر ځل چې شعر ولوستل شي، کېدای شي نوې مانا ترې راووځي او نوې زاویه پکې وموندل شي.
خبره مې د عاطفي ښکلا وکړه که د نایب بهار لاندې شعر ولولئ نو په ابهام کې یې عاطفه هم اغیزمنه ده:
خلک که زما له اندرونه شي خبر
ماته به په کړي ګمان خاورې واړوي
په اوسنۍ شاعرۍ کې ډېر کم شاعران د تصویر له لارې ابهام وړاندې کوي خو دا ابهام دومره خوږ دی چې له لوستلو وروسته سم د لاسه د پوهیدو وړ ګرځي او علت یې د تصویر جوړولو دي لکه د رفیق مهران دا بیت:
دا خپلې شونډې په غاښونو نيسي
په ګلابونو يې ږلۍ وکړه
که وګورو په دویمه مصرعه کې ګلابونه د شونډو استعاره ده او ږلۍ د غاښونو لپاره خو شاعر مستقیم نه وایي چې محبوب خپلې شونډې وچیچلې،  دا صحنه یې په یوه طبیعي او هنري تصویر بدله کړې ده.
د شونډې نیول یو عادي عمل دی، خو شاعر هغه په هنري منظره بدل کړی نو ویلی شو چې شاعر د محبوب د شونډو چیچل په مستقیمه بڼه نه بیانوي او د ګلابونو او ږلۍ له سمبولونو کار اخلي. لوستونکی لومړی د طبیعت یوه منظره ویني، خو وروسته پوهېږي چې خبره د محبوب د ادا ده. همدا غیر مستقیم بیان او تصویري ابهام بیت ته هنري ښکلا وربښي.
کله کله په شعر کې  فعل هم ابهام رامنخته کوي لکه د زاهد زیري دا بیت:
ژړا مې څه وه؟ خو په باد و د پرهر جوړول!!
زاهده! لاړو، په قسم راسره پاتې نه شو
پرهر د وخت په تېرېدو او درملنه رغېږي، خو دلته شاعر وایي چې ژړا مې د پرهر جوړول وو، او هغه هم په باد٬ یعنې نه یوازې زخم جوړېده، بلکې پر داسې څه جوړېده چې ثبات نه لري او په یوه شیبه کې له منځه ځي.
په دویمه مصرعه کې چې وایي زاهده! لاړو، په قسم راسره پاتې نشو٬ دلته لاړو یو ډول ابهام لري. کېدای شي محبوب وي، یو دوست وي، یوه هیله وي، یا د ژوند کوم ښکلی پړاو وي. همدا نه ټاکل کېدل بیت ته پراخ تعبیر ورکوي.
بیت نوې استعاره هم لري لکه (په باد د پرهر جوړول) خو د لوستونکي ذهن د لاړو د مصداق په موندلو بوخت ساتي.
ومان نیازی وایي:
زهٔ ویښ یم
باڼه مې
ویدهٔ شوي.
د ازاد شعر په دې کرښو کې شاعر په څرګنده نه وایي چې ولې ویښ دی، د څه په تمه دی، او یا ولې باڼه ویده شوي دي. همدا نه ویل شوي اړخونه د شعر د مانا ساحه پراخوي. یو لوستونکی به یې د عاشق د بې‌خوبۍ په توګه تعبیر کړي، بل به یې د یوه دردمن انسان د ذهني بیدارۍ او جسمي ستړیا انځور وبولي، او بل به په کې د ټولنیز یا وجودي اضطراب مانا ولولي.
شاعر داسې تصویر جوړوي چې هر لوستونکی په کې د خپل احساس له مخې مانا پیدا کولای شي.
په دې اړه ګل رحمان رحماني د پوهاوي میډیا په ویبپاڼه کې د ابهام او لوستونکی په علمي څیړنیزې مقالې په پایله کې لیکلي: په ادبي متونو کې پراخه ابهامونه موجود دي چې لوستونکی یې په څو لارو سر کړی دی، ددې یو لامل په لیکوال او بل په لوستونکي پورې اړه لري. لیکوال ځکه چې هغه لا د علمي او ادبي ابهامونو له رازه په بشپړ ډول نه دی خبر شوی، د ابهامونو په راوړلو او کارونه یې کې یې د لوستونکي د تجسس او تحلیل کچه په پام  کې نه ده نیولې، په اثارو کې یې د ابهام د ایجاد له وسایلو ډېره استفاده نه ده کړې، دا وسایل د جملو حقوقي ماناوو، ګرامري ترکیبونو، استعارو، مرسل مجاز، کنایو، سمبولونو او ژبنۍ تصویرونو مسلکي کارونه ده چې ادیب خپلې موخې ته رسولی شي.
 لوستونکی په دې د یادونې وړ دی چې د ورته متفاوتو اثارو پراخه مطالعه نه لري او د خپل تجسس یا لټون په پایله کې د اثر د شاعرانه یا ادبي ارزښت په را سپړلو کې د پنځګر تمه څنګه چې لازمه ده؛ نه شي پوره کولی. د ابهامونو لټون باید لوستونکی ته خپل ځانګړی خوند ورکړي او ددغه راز له موندنې سره لوستونکی ځان تر نورو وګړو ډېر متفاوت حس کړي.
د رحماني صیب له خبرو داسې ښکاري چې د ابهام او مغلق‌ ګویۍ تر منځ توپیر وشي. ښه ابهام هغه دی چې لوستونکی فکر کولو ته اړ کړي، نه دا چې له مانا څخه یې بې‌ برخې کړي. که شعر دومره تړلی وي چې لوستونکی ترې هېڅ درک و نه شي اخیستلای، نو هغه هنري ابهام نه، بلکې د بیان ستونزه ده. بریالی شاعر هغه دی چې د وضاحت او ابهام تر منځ تعادل وساتي٬ یعنې لوستونکي ته دومره څرک ورکړي چې د مانا لوري ته ورسېږي، خو دومره نه چې د کشف خوند ترې واخیستل شي.
ښاغلی نعمت الله صدیقي د ابهام او شاعرۍ په اړه یو لیکنه کې وایي: وس چې د پخوا په  پرتله  د شعر حدود او  په  اړه يې فني  او موضوعي  وسعتونه نسبتا  پراخ  دي، نو د نيم ابهام دا تمايل يې په خورا ښه کيفيت د شعر د موضوعاتو او تنوع لپاره مفيد ثابتيدلى شي.
صدیقي صیب چې د کوم نیم ابهام خبره کوې٬ همدا نیم ابهام کله کله ډېر خوږ وي او د لوستونکي ذهن فعالوي٬ خو په اوسنۍ شاعرۍ کې داسې شعرونه شته چې ابهام د شعر پټه ښکلا جوړه وي  لکه د حافظ همیم د یو شعر وروستی بند:
دغه یو سوال به راته څوک حل کړي
چاته نژدې شم له چا څنګ وکړم؟
د عشق هوا دومره مرطوبه ده چې
لکه د اوسپنې به زنګ وکړم؟
په دې بند کې یو تصویر جوړ شوی او ابهام په کومه کلمه پسې اړه نه لري لکه (که چاته نږدې شم یا له چا څنګ وکړم).
کله چې وایي چاته نژدې شم؟ نو لوستونکی نه پوهیږي چې دا جمله د چا خبره ده ایا د محبوب خبره ده، د انسانانو خبره ده، د خپل ځان خبره ده او که د کوم فکري دریځ٬ همداشان ددې مصرې دویمه برخه له چا څنګ وکړم؟ لوستونکی نه پوهیږي چې ایا د انتخاب ستونزه ده، د یوازیتوب ستونزه ده او که د باور بحران دی.
 همدا شان ددې بند بله کرښه لکه( د اوسپنې به زنګ وکړم ) هم نه شی تعبیر کیدلی یعنې شاعر د عشق له امله  ورو ورو زړېږي یا د عشق له امله به تخریبېږم.
همدا نه ټاکل کېدل د دې بند اصلي قوت دی.
د همدې شعر بل بند کې:
زړه سرنوشت ته د غنم ولاړ دی
حالات تاوېږي د مېچنې غوندې
ځنګل به تللی وي که زه ترې راغلم
خو اوس یوازې یم د ونې غوندې
په دې بند کې دا کرښه ځنګل به تللی وي که زه ترې راغلم یو خوږ انداز لري خو تر څنګ یې  ډېر ژور ابهام لري ځکه لوستونکی نه پوهېږي چې شاعر له خلکو جلا شوی٬ زمانه بدله شوې٬ ملګري تللي او که خپله شاعر بدل شوی.
بل په دې کرښه کې د ځنګل مانا ازاده پرېښودل شوي څوک به یې ټولنه بولي٬ څوک به یې حوصله٬ څوک به یې ملګری٬ مینه او د ژوند حالت بولي.
دا د اوچت ابهام بېلګه ده ځکه د ځنګل او زه تر منځ د اړیکې تعبیر په بشپړ ډول لوستونکي ته سپارل شوی او څو بېلابېلې ماناوې زېږوي.
شعر ته ابهام پکار دی، خو هغه ابهام چې د مانا دروازې یې خلاصې وي٬ نه هغه چې مانا په بشپړه توګه وتړي. همدا د ښه ابهام او مبهموالي تر منځ اصلي توپیر کیدلی شي خو که د مانا دروازې بندې وي یا لوستونکی حیران کړي او د خپل ذوق له مخې ترې مانا نه شي اخیستی نو په شعر کې داسې ابهام راوړل د شاعر په پنځونه خاورې هم اړولی شي.
سید شاه سعود وایي:
مینه ټوله د غنمو د دانې هومره هم نه وه
دا کیسه خو د یو ټکی د مانې هومره هم نه وه
ددې بیت لپاره لوستونکی له سمبولیکې او ظاهري مانا څخه کار اخیستی شي خو که وګورو په ظاهره شاعر مینه او کیسه دواړه کوچني او بې‌ ارزښته ګڼي، خو د بیت هنري ځواک په دې کې دی چې لوستونکی پوښتنې ته اړ باسي مثال که مینه دومره وړه وه، نو ولې دومره اغېز یې درلود٬ یا که کیسه د یوه ټکي د مانا هومره هم نه وه، نو ولې شاعر پرې شعر لیکي.
غنم دانې ترکیب یوازې کوچنۍ مانا نه لري بلکې پښتو ادب کې حضرت آدم علیه السلام د کیسې، ازمېښت او تقدیر سمبول هم ګڼل کېږي.
خو ددې بیت ابهام په دې کې دی چې شاعر د مینې حقیقي ارزښت نه ټاکي په ژبه یې کموي، خو په احساس کې یې لویوالی احساسېږي. همدا تضاد او ناویل شوی اړخ د بیت هنري ځواک جوړوي چې د ابهام پټه ښکلا یې بولي.
په ځینو ازادو شعرونو کې ابهام سمبولیک او عاطفي وي لکه د پیر محمد کاروان دا ازاد شعر:
ته معشوقه هم لرې!؟
ووايه نوم يې څه دی!؟
ما وې زما معشوقه شعر نوميږي
د مور له مينې ان د خدای تر پولې
ورسره مينه کوم
اسمانه ته ووايه
داسې عاشق او معشوقه به هم وي؟
چې لکه شعر خوږه وي
دمور له مينې ان د خدای تر پولې
راسره مينه وکړي! ؟
دا شعر ظاهري داسې ښکاري چې شاعر له اسمانه پوښتنه کوي، خو دا عادي پوښتنه نه ده٬ همدا یوه پوښتنه سمبولیک ابهام لري. یعنې شاعر ولې له اسمانه پوښتنه کوي٬ له خلکو یې ولې نه کوي او له محبوبې یې ولې نه کوي همدا ناویل شوی اړخ د شعر فضا پراخوي.
همدارنګه د مور له مينې ان د خدای تر پولې یو عرفاني او عاطفي ابهام لري. د مور مینه د بشر تر ټولو خالصه مینه ګڼل کېږي، خو د خدای تر پولې یو نه ټاکل شوی حد دی. شاعر نه وایي چې دا حد څه دی، یوازې د مینې د عظمت احساس راکوي.
یعنې ابهام دا نه دی چې مانا نه شته ابهام دا دی چې چې شاعر د یوې داسې کاملې مینې تصور وړاندې کوي چې روښانه تعریف نه لري. لوستونکی فکر کوي چې ایا دا مینه یوازې په شعر کې شونې ده که په ژوند کې هم داسې معشوقه پیدا کېدای شي.
همدا پوښتنه بې ځوابه پاتې کېږي، او همدا د شعر هنري ابهام او ښکلا ده.
کله کله په یو کلمه یا نرمه استعاره کې هم ابهام وی لکه د زمریلي اباسین دا بیت:
د اباسین په څاڅکو وټوکېدې
چې دنګه ونه د ځنګل شوې، لاړې
په دې بیت کې محبوبه د یوې ونې په څېر لویېږي، بشپړېږي او بیا ځنګل ته ورګډېږي. دلته لوستونکی نه پوهېږي چې محبوبه له شاعره لویه شوه٬ خپلواک ژوند ته لاړه که د شاعر له شخصي تجربې نه په یوه پراخ او عام حقیقت بدله شوه٬ همدا ابهام بیت ته ښکلا ورکوي.
له دې ټولو بېلګو او بحث څرګندیږي چې د اوسنۍ شاعرۍ په فضا کې ابهام نور د پخوا په څېر د کمزورۍ او نیمګړتیا نښه نه ګڼل کېږي، او دا خوږ ابهام د شاعرۍ له مهمو هنري تخنیکونو څخه شمېرل کېږي. بحث ته په کتو ښه ابهام هغه دی چې مانا پټه نه کړي، بلکې پراخه یې کړي٬ لوستونکی له شعره بې‌ برخې نه کړي او د کشف او تعبیر نوې دروازې ورته پرانیزي.
په دې ټولو پورته بېلګو کې ابهام مستقیمې وینا پر ځای د اشارې، سمبول، تصویر، استعارې او ناویلو اړخونو له لارې راڅرګندېږي.
د نایب بهار، رفیق مهران، زاهد زیري، ومان نیازي، حافظ همیم، سید شاه سعود، پیرمحمد کاروان او زمریالي اباسین په بېلګو کې مو ولیدل چې ابهام کله په یوه کلمه، کله په یو تصویر، کله په یو سمبول او کله په ټول شعري فضا کې پټ وي. د دغو شاعرانو بریا په دې کې ده چې لوستونکی د مانا له نړۍ نه نه باسي، بلکې هغه د مانا په جوړولو کې شریکوي.
د نقد له مخې د شعر ښکلا تل په هغه څه کې نه وي چې په واضحه توګه ویل شوي وي، دا ډېر کله په هغه څه کې وي چې نه وي ویل شوي٬ همدا ناویل شوی اړخ د شعر عاطفي ژورتیا، فکري پراخوالی او هنري دوام تضمینوي.
نو د اوسنۍ شاعرۍ په ډېرو بریالیو نمونو کې ابهام د شعر پټه ښکلا ده٬ همدا ښکلا  لوستونکی فکر کولو ته رابولي، د کشف خوند ورکوي او هر ځل لوستلو سره نوې ماناوې زېږوي شاید دا د لوستونکي له پوهې٬ حالت او رواني لوري سره هم تړاو ولري.
خو دا هم باید هېر نه کړو چې د هنري ابهام او مغلق‌ ګویۍ ترمنځ واټن شته لکه څنګه مو چې په لیکنه کې ولوستل٬ نو  ښه شاعر هغه دی چې د وضاحت او ابهام ترمنځ تعادل وساتي، څو شعر یې د راز رنګ ولري، خو د مانا دروازې یې هم پرانیستې پرېښودلې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...