Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه کندوز کې د ۸.۶ میلیون ډالرو په لګښت د اوسپنې ویلي...

په کندوز کې د ۸.۶ میلیون ډالرو په لګښت د اوسپنې ویلي کولو فابریکه پرانیستل شوه

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) د ريیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کندوز ولایت کې د «ختیځ لمر» په نوم د اوسپنې ویلي کولو فابریکه پرانیسته.

د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې فابریکه کې د یوه بهرني شرکت له لوري ۸.۶ میلیون ډالره پانګونه شوې ده.

ملا عبدالغني برادر د فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دې صنعتي مرکز په فعالیت سره به په کندوز کې نوي کاري فرصتونه رامنځته او اقتصادي فعالیتونه پراخ شي.

نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت هڅه کوي په ټول هېواد کې لویې او بنسټیزې پروژې پلي کړي او د خلکو لپاره د ښه ژوند زمینه برابره کړي.

د معلوماتو له مخې، دا فابریکه هره ورځ د ۳۰۰ مټریک ټنه ګول‌سیخ‌ د تولید ظرفیت لري او له ۳۰۰ څخه د زیاتو افغانانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د چارواکو په وینا، د فابریکې فعالیت به د هېواد د صنعتي تولیداتو په پراختیا او د کندوز په اقتصادي فعالیت کې هم ونډه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...