Homeخبرونهخلیلزاد د پاکستان د پوځ د څرګندونو په غبرګون کې؛ افغانستان د...

خلیلزاد د پاکستان د پوځ د څرګندونو په غبرګون کې؛ افغانستان د پاکستان تر جوړو څو پیړۍ پخوا دولت و

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۲ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځ د ویاند، احمدشریف چودري د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان د پاکستان له جوړېدو څو پېړۍ وړاندې یو دولت و.

د پاکستاني پوځ ویاند احمد شریف چودري په یوه مرکه کې ادعا کړې: “افغانستان یو دولت نه دی، بلکې د یوې غیردولتي ډلې له لوري اداره کیږي.”

زلمي خلیلزاد پر خپله ایکسپاڼه ویلي چې د چودري دغه ادعا د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ ناسمه ده.

هغه دغه راز له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپله ګواښوونکې او ناکامه تګلاره بدله کړي.

د خلیلزاد په خبره، دواړه هېوادونه یوبل ته اړتیا لري او باید د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وکړي.

د پاکستان حکومت تراوسه د خلیلزاد یادو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خلیلزاد تر دې یوه ورځ وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د پراخېدو او د افغانستان په ملاتړ په دغه جګړه کې د هند او یا روسیې د ښکېلتیا پر ځای غوره لار د کړکېچ کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه بللې وه.

خلیلزاد ویلي، کابل او اسلام‌اباد باید داسې هوکړه وکړي چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمن شي چې د ټي‌ټي‌پي او داعش په ګډون هېڅ فرد یا ډلې ته اجازه ورنه کړل شي چې د دوی خاوره د یو بل پر ضد وکاروي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس د پاکستان وار دی چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

1 COMMENT

  1. سلام
    [دانشمند، کارپوه، ملی مشرتابه، دېپلومات ، استازی ، شننونکی او مننونکی] هر یو خپل ځانګړی تعریف لری دا دبهار او اوړی تلویژن شخصی ملکیت نه دی زموږ بیوزلی ولس له دې . ترمینالوژی سره ډیر ښه آشنا دی
    لوی شرم دی چې خلیل زاد ۴۰ ملیونه ولس ددوحې په نو م نړیواله معامله ګری کې دقطریانو کاسه لیسانو په کوربتوب له هرڅه بې برخې کړ همدې خلیل اوپاکستان دهمدې [واده ]په څنډو کې اتڼ کاوه ٍ
    اوس یې بیا دچودری لپاره ډایپر په لاس کې نیولی دامریکې زوړ سخندر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...