تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۱۳ مه) په افغانستان کې د بیلاروس نااستوګن سفیر الکساندر سرګېویچ اوګورودنیکوف او د افغانستان د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي، د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، جلالي په دې لیدنه کې بیلاروس ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت له لوري د افغانستان له روغتیايي نظام سره د همکارۍ د ژمنو مننه وکړه او د شویو هوکړو او مطرح شویو موضوعاتو د عملي کېدو غوښتنه یې وکړه.
دواړو لورو له بیلاروس څخه افغانستان ته د درملو پر واردولو، د روغتیايي کارکوونکو ترمنځ د تجربو پر تبادلې او د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او د وړتیا لوړولو د پروګرامونو پر جوړولو هم خبرې کړې دي.
د بیلاروس سفیر د افغانستان له روغتیايي نظام سره د نژدې همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی او دغه هېواد ته یې د درملو او طبي وسایلو د صادراتو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو خبر ورکړی دی.
اوګورودنیکوف ویلي، مېنسک چمتو دی چې د افغانستان له اړتیاوو سره سم په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
جلالي په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې، د درملو د تولیدي فابریکو، د طبي تشخیص مرکزونو او روغتونونو جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ له مهمو برخو بللي دي. هغه ویلي، دواړه هېوادونه کولی شي په دغو برخو کې له خنډ پرته همکاري وکړي.
د بیلاروس سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي اوګورودنیکوف دوه ورځې مخکې په یو لړ رسمي مراسمو کې د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا محمدحسن اخوند ته خپل باورلیک هم سپارلی و.
د ریاستالوزرا دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د رياست الوزرا د دفتر رئیس عبدالواسع هم حضور درلود. دواړو لورو د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې وې.
ملا حسن اخوند د بیلاروس د سفیر د ماموریت پیل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا نښه بللې او په بېلابېلو برخو کې یې له بیلاروس سره د همکارۍ لپاره د کابل چمتووالی څرګند کړی و.