شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهڅو کره کتنیزي کرښي | نقد: پوهنیار نوراحمد اېمل

څو کره کتنیزي کرښي | نقد: پوهنیار نوراحمد اېمل

کتاب: مونوګراف لیکنه

لیکوال او راټولونکی: بصیرالحق عادل

لیکوالي، قلم را اخستل او د لیکني پیل دا قوي جرئت غواړي، پيل یې سخت وي، له تشویشونو، فشارونو او د ټولني له بېلابېلو غبرګونونو سره شاید څوک مخ سي، ځيني خام لیکوالان، چي کله د ټولني منفي غبرګون وویني هغوی قلم پریږدي او د لیکوالۍ سره مخه ښه وکړي، خو ځيني با عظمه او هغه لیکوالان، چي د ځآن لپاره یې موخي ټاکلي وي او د یوه لوی هدف څښتنان وي هغوی د غبرګونونو او منفي پيغامونو پروا نه لري، ددې غبرګونونو څخه هغه نوره هم انرژي اخلي او مخ پر وړاندي ځي.

(مونوګراف لیکنه او  لیکوالي) یا (د مونوګراف او تیزس لیکلو لارښود) دا کتاب د  هلمندي لیکوال ښاغلي بصیرالحق عادل راټوله سوې او لیکل سوې ټولګه ده، د عادل پر قلم او شخصيت خبري نه کوم، ځکه عادل صاحب تاسو ښه پېژنئ، قلم یې روان او د ځانګړي هنریت خاوند دی.

یاد کتاب د اوسني ټولني او حالاتو لپاره ډېر اړین دی، هغه ټکي چي په دې کتاب کي ځاي پر ځآی سوي دي، د ټولني ډېر زده کړیالان ور څخه استفاده کولی سي، کتاب مي ټول ولوست د لیکوال زیار او زحمت ور څخه له  ورایه ښکاري، چي ډېر کتابونه یې کتلي دي او داسي يو څه یې را ټول کړي دي، چي د یوه نوی لیکوال یا د پوهنتون محصل لپاره د یوه لارښود حیثیت لري.

عادل صاحب نوی او ځوان لیکوال دی، په یوه جمله کي دده د شخصیت یادونه کوم( عادل ښه راتلونکی لري، قلم یې هنر ته جوړ دی او تل دي پر همدغه لاره روان اوسي)

د پورته جملې څخه مي موخه دا وه، چي نن باید موږ نقد وکړو، چي عادل نور هم قوي سي او ورځ تر بلي یې قلم په علمي لیکنو نور هم غني او رنګین سي.

لومړي: د کتاب نوم زما په نظر باید داسي نه واي( ځکه موږ دوه بېلابېل علوم او مضامین لرو ( لیکوالي، څېړنه) ا او د اوسني تحقیق  او لیکوالۍ دا اصول دي، چي تاسو پر وړه او پېچلې موضوع کار وکړئ، هغه دومره وسپړئ، چي ګونګي خوايي یې له منځه ولاړي سي او لوستونکو ته داسي یو څه ورکړئ، چي هغه موضوع له هر اړخه درک او په پوه سي، ددې کتاب لپاره که (مونوګراف لیکني لارښود) یا ( د علمي لیکوالي اصول) یا (د تحقیق لاره ) یو غوره سوی وای نو ښه به واي.

دوهم: د کتاب عنوانونو اوډنه سمه او پر له پسې نه ده( لومړی باید دا کتاب یوازي مونوګراف لیکني ته ځانګړی سوی واي که چيري نورو فرعي موضوعاتو ته اړتیا پيښېدلي د مونوګراف له ګړکیه باید د هغوی یادونه سوې واي، په دې کتاب کي یو ځېرک لیکوال ورک کیږي، چي دا کتاب د تحقیق اصول دي، لیکوالي ده او که مونوګراف لیکنه ده، یعني عنوانونه یې باید داسي ځاي پر ځای سوي واي چي له پيله تر پایه یې منطقي او معنوي تړښت درلوداي

مثلا:  د کتاب څو پر له پسې عنوانونه: (مونوګراف څه ته وایي؟ ، د لیکوالۍ ډولونه ، د څېړني ډولونه ، څه ډول موضوع و ټاکو، د لیکوال صفتونه، د پايلیک ارزښت)

دریم: په تعریف کي راغلي دي، چي مونوګراف تر کتاب کوچنی تر مقالې غټ زه ورسره موافق نه یم  یاد تعریف پر رسالې د تطبیق وړ دی ، رساله په عامو کالبونو کي راځي، په خاص کالبونه کي مونوګراف، تیزس او ریزلټيشن راځي کېدای سي دا هر یو په کتاب بدل سي او چاپ ته وسپارل سي.

څلورم: د کتاب پر پښتۍ د تیزس لیکلو لارښود هم لیکل سوی دی، خو تیزس په توله کي یو مخ څېړنیز اثر دی نسبت مونوګراف ته یې چاري پېچلي دي، دې کتاب کي باید دا بېل څپرکی واي او ډېر بحث ورباندي سوی واي، مونوګراف کیداسي راټولونه هم اوسي خو تیزس په ټوله کي تحقیقاتي موضوع وي.

د عادل صاحب دا زیار د پښتو ژبي لپاره نه هېرېدونکی دی او ډاډمن یم، چي ډېر لوستي ځوانان به ډېر څه ځيني زده کړي او لیکوالۍ ته به مخه کړي.

کتاب ډېر روان او عامه فهمه دی، الفاظ او کلمې يې روښانه او واضیح دي.

په اخرکي مي هر لیکوال ته دا مشوره ده، چي په کتاب چاپوني کي بېړه مه کوئ، په حوصله او زغم یې چاري بشپړي کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب