جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبانو د لوګر او کندوز له زندانونو ۱۲۱ زندانیان آزاد کړل

طالبانو د لوګر او کندوز له زندانونو ۱۲۱ زندانیان آزاد کړل

تاند ( چهارشنبه د تلې – میزان ۳۰مه) د طالبانو د حکومت د مشرتابه مولوي هبة الله اخندزاده د فرمان له مخې د لوګر او کندوز له زندانونو د ښځو په ګډون ۸۷ تنه خوشې او ۱۲۱ نورو د بند موده کمه شوې ده.

د مالوماتو له مخې د کندوز ولایت له زندانه ۶۳ بندیان ازاد او د ۹۲ نورو د بند موده کمه شوې ده.

په خبرپاڼه کې طالبانو ویلي چې، یاد اقدام د عدالت د تحقق، د زندانیانو د اصلاح او د اسلامي اصولو د تطبیق په رڼا کې ترسره شوی، څو د ټاکل‌شویو شرایطو له مخې مستحقو بندیانو ته بېرته د سالم ژوند زمینه برابره شي.

د طالبانو د مشرتابه فرمان په بنسټ د لوګر له زندان څخه د دوو ښځو په ګډونه ۲۴ تنه آزاد او د ۵ نورو ښځو په ګډون د ۲۹ تنو د بند موده کمه شوې ده.

د لوګر د محبس مدیر رحمت‌الله عمري نن(چهارشنبه) ویلي، دا مهال دغه زندان کې ۱۹۰ تنه د بېلابېلو جرمونو له امله د بند شپې او ورځې تېروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...