سپيڅلي پاڼې
د روح پاڼو ته یې وږمو، اوږې ورکړی
زما کتاب چا قتل کړی
د سپیڅلو تورو، وینې څاڅکي، څاڅکي
د سپیڅلو تورو، سترګې لکه لمر شفق وهلي
اوس د سیند غیږ کې ډوبیږې
شپي په لاس کې ډکي، ډکي، د تیارو پیالې نیولي
راته ښکاری په وطن یم بې وطنه،
په وطن کې یم پردېسه مسافره
هویت مې چا غلا کړی
زه پخپل کور کې دننه د ابهام دوړو کې پټه
زما و جود، د کتاب پاڼو کې، ټوټي، ټوټي لویدلي
زما خبرې، زما سندرې،
زما د ګنډ کمیس رنګینې ارواګانې،
ګونګي، ګونګي
د وخت جبر په تیارو کې بندۍ کړي
زه سوالګره د یوې وچې ډوډۍ یم
په بازار کې خپل ابرو لیلامومه
د شهوت وږو لیوانو، زما ټول وجود داړلي
زه یم ناسته د پولادو په حصار کې
مړوندونه مې وښیو دی چیچلي
دواړې پښې مې چا داغلي
زما ترغاړې د سرو، سپینو،
جادوګر ماران راتاو دی
پر ټټر مې د سرو، سپینو جادوګره پایکوبې ده
دهر شرنګ سره یې زه پر ملا ماتیږم
خو پخپل ځان نه پوهیږم
زه په څو نوټو یم د لته، پلورل شوی
تږي، تږي د خپل کلي خپل وطن یم
هلته پاته زما د میینې په اسمان باندې څو ستوري
هلته پاتي د ګودر پر څوشنو پاڼو
زما د ځوان پیغلتوب پلونه
زه یم ناسته وږې، تږې، ماشومانې تر ما وږي
د نغري شوندې ساړه اهونه باسي
پخلنځي کې وږم نشته،
پخلنځي کې د څمڅۍ ږغ، دیوالونو دی زبیښلي
زه یم ناسته د لمرڅکو د یوالونو په کلا کې
زه لومړۍ یم،
دوې او درې سیالې مې بنې
زما تشه کوټه، ما باندې خندیږې
تنهایې مې په ځوانۍ کې نه ځائیږې
د دیوال په حافظو کې، یو زما اسویلي پاته
هره شپه چت راکوزیږې
پر ځیګــر زما بیدیږې، سا مې بنده، بنده کیږې
هره شپه په خوب کې سره اورونه وینم
هره شپه د دوږخ اور ترما راتاو، وی
هره شپه د سرو اورونو، اوږدي ژبې،
زما اروا څټي ششنیږې
دا زه ولی؟
ستا انصاف، ستا واکدارۍ کې،
دا بې شمیره دوږخونه په نازکو اوږو، وړمه
زه هغه، رابعه نه یم؟
چې په شپو مې و هغه ته!
د وه لاسونه کچکول کړی
چې په شپومې، په ځیګر کې سره اورونه دي بل کړی
ما انسان ته، د خپل خدایه
د دوږخ نه، پناه غوښتي
ما وتا ته جنتونه دي غوښتلي
په شپو، شپو مې دې و خدای ته
په لمن، لمن ژړلي
زه هغه رابعه نه یم ؟
زه هغه رابعه نه یم
۲۰۲۳ / ۳ / ۱
*را بعه بصري د اسلامې تصوف په تاریخ کې مشهوره صوفۍ تیره شوی په روایتونو کې د هغې د دعاګانو څخه یوه داسي ده:
لویه خدایه؛
د دوږخونو دروازې دي وتړه.
————————
د خیال ښکالو
کله چې پلونه ستا،
د کیږدۍ لاره کې اغزې د بیلتانه لکه،
رانجه میده کړي
د سارایې ګلونو وږم او ښکالو وکرې
اسمان وریشلې وریځې
بیرته د سره اوبدي
باران غمي د الماس،
د سپیرې مځکې، پر ټټر ورګنډې
باران ریښي د خپلې سپینې اروا
د مځکې تن کې لکه ځلنده رګونه
شنه کړی
بیدیا د رنګ او حسن
سندرې ووایې وږمې، وږمې
غرنې ونې پر ځان رنګ وشیندي
د غره په څوکو کې، د زرکو شور،
د غرنیو ونو، د ګلابي شګوفو،
شونډې ښکل کړي
د تنکۍ ترخو نګهت،
د غرو لمنو ته د طراوت او لطافت
ښکلې، تابلو انځور کړي
زموږ رمې مړي شي
د بیدیا شنه نیالۍ کې سر کښېږدي
د جنتونو شنه خوبونه ویني
زموږ د نغریو سپورې وچې شونډي
د شیدو لمس نشه کړي
په کور کې کورت ډیر شي
کوچي ډیر شي
د ابۍ خوله سخي، سخي شي
نرم توري، کلیمې وویشي
کله چې ته راځي! زموږ کیږدۍ کې
د انارو بڼ ګلونه وکړي
شکور د مڼو را ډک شي
د تناره اوږدې، اوږدې ډوډۍ
په دسترخوان باندې د ښار انځور ولیکې
کیږدۍ هم ځان سینګار کړي
وځان ته عطر، د لونګ او دریحان واخلي
کاشکي ته راشې، اولږ ژر راشې
نور مې باڼه او سترګي، د انتظار دردونه
وړلای نه شي
نور مې نو ستړی روح،
لکه پردیسه مسافره بیدیا
ستا د قدم او ږغ، ښکلې اهنګ غواړي
غیږه مې ستړي، ستړي
غیږه مې زخم، زخم
غیږه مې سوي ستي
غیږه مې ستا د غیږ ټکور غواړي
اوربل مې ستا د سیوري اورغواړي
کله چې ته راځي، زموږ کیږدۍ کې،
د انارو بڼ ګلونه وکړي
۲۰۲۳ / ۳ / ۵
————————
غزل
که نورڅه نه کیده، لاسونه به پر لمر ولیکم
رڼا به واخلمه سپیدې به پر سحر ولیکم
د ګل ترشو نډو به راتوی لکه نګهت شمه
د ګل پر پاڼو به رنګونه معطر ولیکم
د وږمو خیال به د سپرلي پلونو کې وکرمه
شني ارواګانې به ځنګل ته پر نښتر ولیکم
د ستورو بار به د بڼو تر قلم وباسمه
په کائیناتو کې به خپل نوم پر قمر ولیکم
زه به ملاله شم (پروین) به شم زهره به شمه
زه به وغاړې ته د نیمې شپې، ګوهر ولیکم
۲۰۲۳ / ۳ / ۴
د تل په شان په قوی انځورونو باندل سمبال ښکلی شعرونه. پر عمر او قلم مو برکت، ملال خور.
خوشحال ورورکه ، ډيره مننه
خوشحال ورورکه ، ډېره ډېره مننه
سلام. آغلې خور پروین ملال ته د ښو شعرونو پر شریکولو او مهمو موضوعاتو ته اشارې کولو لپاره پېرزوینې وړاندې کوم.
یو شی چې زه ڼن متوجه شوم ، د( یا ګانو ډولونه )دي ،چې فکر کوم د شعر په لوستلو کښې سکته ګي یا د مانا بدلون رامنځته کوي!!. له بلې خوا د پښتو لهجو او دیالکتونو توپير هم رول لري او دا ستره ستونزه هم ده لا تر اوسه د پښتو ویلو او ليکلو تورو په اړه!.
په هر حال، زه صرف دلته یو څو بېلګو ته په لمړني شعر کې نغوته کوم او کوښښ کوم سم (زما په آند !) یې ېې وليکم:
-سر ليک کې: سپېڅلي پاڼې> سپېڅلې
-اوږې ورکړی> ورکړي
-ډوبېږې> ډوبېږي
-شپي> شپې ، ډکي>ډکې
-ښکاری> ښکاري
–ټوټي >ټوټې ، لویدلي> لویدلی
-ګونګي> ګونګۍ
-بندۍ> بندي
-داړلي> داړلی
-دی> دي
-پایکوبې>پایکوبي
-شوی>شوې
-تږي>تږې
-زبېښلي> زبېښلی
-خندیږې>خندیږي
-تنهایې>تنهايي ،ځاییږې> ځاییږي
-اسویلي> اسويلی
-راکوزيږې > راکوزيږي
-بیدیږې> بیدیږي ؛ بنده کیږې > کیږي
-اوږدي> اوږدې
-وی> وي
-ششڼيږې > ..ي
-لاسونه کړی>> کړي
له محترمې خور څخه په بخښنه غوښتلو ،زه کوم د ادبیاتو او شاعرۍ ماهر یا پوهاند نه یم لاکن ، د پلرنۍ او مورنۍ پښتو ژبې لپاره هره ليکنه په ځير او زبر او زېر لولم او یوه-نيمه تبصره کوم. هيله ده چې خفه نه شې .
له استاذانو هم غواړم که وخت او انرژي ولري په دې هکله خپل مالومات له تاندوالو سره ګډ کړي.
*په دریم شعر کښې مې یاګانو کښې هېڅ غلطي ونه لوستله!!!.درنښت
برسلز/د مارچ ۱۲= شعبان ۲۰=کب ۲۱
ډيردروند ډاکتر صاحب حميد الله دسلامونو اودرناويو وروسته ، زه ستاسو دروند نظر تاٸيدوم خوباورکړي د کومې نيټې څخه چې دباړه ګلۍ دسيمينار دپريکړي په اساس دپنځواوياشپږو ياګانو دڅه ډول دکارولو فيصله شوى زماڅخه يې لار ورکه کړى دڅه ليکلو پروخت مې ذهن پريوه خوا نه راسره ځي دليل يې همدغه دلهجو توپير دى زه يوه ادنا شاعره اوليکونکې يم په ژبه کې لوړي زده کړي نه لرم چې په علمي توګه ددې تفکيک وکړاى شم چې څوک پرحق دى ځکه زموږ دژب پوهانو په ميځ کې تراوسه دياګانو موضوع متنازعه پاته ده په وروستيو کرښوکې ډيره مننه چې زما شعرونه مو پخپل دروند نظر ونازول
د محترمی پروین ملال ( زما یو خور هم پروین نومیده او په ۳۰ کلنی کی ځوانیمرګه سوه ) پښتونولی او پَت او دروندوالی دی خدای همداسی هسک ولری، د شعری سلیقی په هکله ئی د ویلو څه نلرم ( هر ګران افغان چی په هر څه خوښ او راضی وی بس موږ هم خوښ او راضی یو ) .
امّا
” ی ” ګانی.
زما په نظر ” ی ” ګانی هم ” اناګانو ” ته ورته دی ( د امر پر ځای کول ئی ګاهاً دروند پیټی وی او د امر نه پر ځای کول ئی هم جنجال جوړوی ( د خلګو خبره جَت پُلی را منځته کوی ، غلبیل اوبو یووړ ).
که څه هم عمومی سلیقه او حتی عمومی شعار خو دا دی چی { زیبائی در سادگی نهفته است } خو هیڅ ناوی او زوم بیله آرایش او سینګار څخه خپل د واده مراسم نه پر ځای کوی.
نو
عرض می دا دی چی:
آیا د پښتو لیک یوه ناوی ده؟ او حتماً باید د ” ی “ګانو ګاڼه په غاړه وځړوی؟
که هو ؛ نو د ګاڼو د څرنګوالی په هکله عمومی توافق ولی شتون نلری؟
که نه؛ نو دومره اعتراض ته څه اړتیا؟
د محترمی پروین ملال د ملال خاطر او ګیلی او اعتراض علت باالکل د منلو وړ دی.
په هره توګه،
نه د ریشخند او توهین پتوګه بلکه فقط د طنز پتوګه :
( وروره * موږ د برق د مصرف د تحویلی روپی نلرو او ته موږ ” ی ” ګانو ته په سجده مجبوروی هغه هم په تاریکَه کی ، د خلګو خبره د ” ی ” ګانو د زنګولو په شرنګی مو غوږونه مه را خوږوه).
* = مخاطب می کوم خاص شخص نه دی بلکه خطاب می عمومی دی.
ډير دروند غلام حضرت وروره دسلامونو اونيکو هيلو وروسته، خور بي بي موالله ج وبخښه ستاسو عمر دى ډير وى که څه هم چې تاسو پخپله لويې باندي زه بخښلي يم خو ومې غوښتل ستاسو محترم څخه مننه وکړم چې خپل دروند نظرمودلته شريک کړى ستادليکلو سليقه او په هغه کې دلفظونو دادا ښايست د، دادوړ ده
کورمودان
ښايست د، داد وړدى