ته زما ځان نه بلکې ته زما ژوند يې! بې له تا زه مړ يم ! مړ، مړ وي! او څه نه شي کولی! ته زما ژوند او د ژوند خوند يې! ته چې خپه وې اوبه بې خونده وي! روزي ترخه وي! او خوب مرور وي!
ته مې روح نه بلکې د روح غذا يې! ځکه ته چې خپه وې! روح مې په وجود کې وي خو بې ارامه وي! د وجود پرټولو اوسيدونکو پاچاهي نه شي کولی! په سترګو شنه زرغونه راځي! غوږونه نيمه کاڼه وي! او زړه ډبډبی کوي!
په حقيقت کې ته زما نه بلکې زه ستا يم! ځکه زه هېڅ واک نه لرم! زه داسې يم لکه ويده! ويده په خوب کې داسې کارونه کوي چې عقل هېښوي! او په خوب کې دا فکر کوي چې په خپله خوښه يې کوي! مګر کله چې له خوبه راويښ شي ګوري چې په خوب کې په خپل اختيار کې نه و! ګني څنګه يې هغه پلانی کار کولو! له ژونده وروسته به پوی شو چې زموږ د خوښې کارونه څنګه و!
نو ته زما نه بلکې زه ستا يم! ځکه زه هېڅ کار په خپله خوښه نه شم کولی! کوم کار چې په خپله خوښه وکړم وروسته بيا پېښمان وم! خو که چېرې زه په خپل اختيار کې وی نو اول به پوی او هغه کار به مې نه کولی! بس زه پوی شوم چې ته زما نه بلکې زه ستا يم! ځکه ته په ما پسې نه بلکې زه په تا پسې ځم! او ته چې کوم کار وکړې بيا پېښمانېږې نه! ته چې کوم کار کوې زما په خوښه نه بلکې په خپله خوښه يې کوې! نو ته زما نه بلکې زه ستا يم!
زه دومره اختيار لرم چې بد ونه کړم خو که کله کله يې کوم! دا په هغه وخت کې چې ته مرور وې! زما روح او وجود دواړه بې ارامه او غير عادي حالت کې وي! نو ته زما نه بلکې زه ستا يم!
خو يوه خبره څرګنده ده! هغه داچې کله زه په پوره مانا ستا شم نو بيا ته هم زما ګڼلی کېږې! ګني ته زما نه بلکې زه ستا يم! خو تراوسه ته زما نه بلکې زه ستا يم!
د هغې وخت په هيله چې زه ستا شم او ته هم زما شې!
۲۱ ميزان ۱۳۹۲
د عرفات شپه
حيدرآباد