یوه نیمه میاشت له کوره مسافر وم، په داسې ځای کې چې تیلفون کار نه کاوه. هره شېبه مې د ماشومانو څېرې سترګو ته درېدلې. داسې ګوښه ځای مې هم نه شو موندلی چې ښه په کې وژاړم او د زړه غمونه سپک کړم. هغو وطنوالو ته مې په زړه کې سل افریني ویله چې کلونه کلونه په دوبۍ او عربستان کې مسافري کوي او چې څلور پنځه کاله وروسته کور ته راشي، خپل اولاد نه پېژني. هغوی ته فکر وړی وم چې کلونه په زندان کې تېروي او د اولاد په لیدو پسې سترګې ووځي.
د روژې اووه ویشتمه وه چې وظیفه مې ختمه شوه او د کور خوا ته وخوځېدم. زړه مې غوښتل چې وزر پيدا کړم، والوځم او د ساعتونو مزل په شېبه کې وکړم. نیمه شپه کور ته ورسېدم. اولادونه مې ویده وو. سهار چې راویښ شول، رامنډې یې کړې او زما په غېږ کې یې ځانونه واچول.
محبوب الله هاغه مهال پنځه کلن و. یو کاغذ یې له المارۍ راکښته کړ. ده په کې رسامي کړې وه. یو اوږد کوږ ووږ نامنظمه مستطیل، په سر کې یې هماغسې کږه وږه مربع شکله انځور، د مستطیل له اړخونو دوه اوږده نري مستطیلونه راوتلي او لکه خلاصه غېږه مخې ته نیول شوي وو. مخې ته یې عین شکل خو وړوکی. زوی مې راته وویل: دا ته یې، د انګړ په وره راننوتلی یې، ما ته دې غېږه خلاصه کړې ده. دا وړوکی یې زه یم.
محبوب الله دغه رسم هغه مهال کښلی و چې زه مسافر وم. زوی راپسې خپه شوی و او خپل دغه سپېڅلی احساس یې په دې رسامۍ کې څرګند کړی و. زوی مې بیا په غېږ کې ټینګ کړ، ښکل مې کړ. تاسې نه پوهېږئ چې دې انځور ته څومره خوشحاله شوی وم. تر اوسه هېڅ انځور ته هغومره نه یم خوشحاله شوی. دا راته د دنیا تر ټولو ښکلی انځور دی.
۱۳۹۲ د تلې ۲۱ مه
واقعا شايسته انزور ده
سلامونه داکترصاحب زه وایم چی ولی دی مونږ سره خدای په امانی وکړه او ملکی شوی.
شمس
سلام .
دا کیسه دی چی را ته ویلی وه هفه ورز می هم په یاد ده. ستا د لا دیرو کامیابیو په هیله.