جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهتازه خبر: زلمی خلیلزاد په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

تازه خبر: زلمی خلیلزاد په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

‏تاند(چهارشنبه د تلې ـ میزان ۳۰مه) د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد په ناڅاپي سفر طالبانو سره د کتنو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد له امیرخان متقي سره «غیر رسمي» ناسته کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې په دې ناسته کې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

دا کابل ته په وروستیو څو میاشتو کې د زلمي خلیلزاد درېیم سفر دی.

تر مخکې نوموړی د بندیانو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي، اډم بولر په مشرۍ پلاوي کې کابل ته تللی و. خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم طالبانو خلیلزاد سره ناسته او سفر نارسمي بللی، خو وروسته تر هغې ترسره کېږي چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو خبرداری ورکړی.

ډاکتر خلیلزاد طالبانو سره د دوحې هوکړې لاسلیکوونکی دی. تر هغې وروسته دی رسماً او ظاهراً د امریکا متحده ایالاتو د استازي په توګه دنده نه لري.

1 COMMENT

  1. زمونږ په ګران تاریخی هیواد لوی افغانستان کی د افغانیت او هیواد پالنې معیار د پاکیستان بی تاریخه غلا شوی ملک د اصلی پلیدې څیرې پیژندنه ده چی په دې برخه کی د افغانانو اصیل بچی داکتر خلیل زاد له ډیر پخوا څخه غوڅ دریځ لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...