Home+د خاطرو کتاب« تږې هیلې» مو تږي پریږدي/اجمل پسرلی

د خاطرو کتاب« تږې هیلې» مو تږي پریږدي/اجمل پسرلی

ژوند هم ترخې شیبې لري هم خوږې او خاطرې چې لیکوال پکې خپلې تجربې، لیدلي کتلي او پېښې بیانوي له دې دواړو تشې نه وي. ښایي بریالۍ پېښې یې د لوستونکي د ډاډ او ناکامه پېښې یې د هغه د عبرت سبب شي.

« تږې هیلې» د محمد اجمل خرم د خاطرو کتاب دی چې په ۱۴۰۴ لمریز کې چاپ شوی دی. لیکوال په دې کتاب کې له موږ تاسو سره د خپل ژوند ستونزې او بریاوې شریکوي، د دې کتاب د اول فصل په لومړي مخ کې لیکي: « ماشومتوب د مینې، خلوص او درناوي مقدسه دنیا ده، چې مینه یې دایم، خو کرکه او خپګان یې لنډ مهالي وي»

ښاغلي خرم ته همدا سپیڅلې نړۍ د یوه ټاپو په څېر ښکاري چې کله په ځواني کې هاغه تېرې هېرې وریادیږي د لویینې ستړې ورځې شپې ورسره هېروي:

« د دې کرښو د لیکلو پر مهال ماته هم خپل ماشومتوب او همهغه زمانه د یوې روښانه مجسمې په څېر مخې ته ولاړ ده، زه چوپه خوله ورته ګورم….دا مجسمه ماته خبرې کوي، ګړېږي، خاندي او ژباړي، خو یوازې یو اوریدونکی لري، هغه زه یم، نور خلک د دې مجسمې په ژبه او اصطلاحاتو نه پوهیږي، زه ورته غوږ غوږ یم، پریږده چې هر وخت مې له اوسني بوخت او ستړي ژوند د ارام هغو زرغونو جزیرو ته بوځي او یوه شېبه د ژوند د حقیقت خوشبو حس کړم»

اجمل خرم ماشومتوب له مجسمې سره تشبه کوي او هغه زمانه د زرغونو جزیرو په رنګ ورته ایسي. کله چې یو افغان په افغانستان کې خاطرې لیکي، ښایي تللي وختونه کله هم د مجسمو او جزیرو په څېر ورته ښکاره نه شي؛ ځکه چې زموږ ګران هیواد تقریبا له دې دواړو تش دی، خو هغه څوک چې د اجمل خرم په څېر یې په جاپان کې ماسټري او دوکتورا اخیستې ده، په هغه هیواد کې چې تر څوارلس زره ډیر ټاپوګان لري، په زرګونو بودایي عبادتځایونه او د بودا تاریخي مجسمې لري، نو خامخا یې د دې هیواد لیدلي کتلي ځایونه د حافظې په یوه کونج کې ځاله کوي او د لیکلو په وخت یې تر سترګو سترګو کیږي.

خاطرې دوه ډوله لیکل کیږي، په یو ډول کې یې زماني ترتیب ته توجه کیږي چې له ماشومتوبه پيلیږي، بیا ځواني ته ځي او زړښت ته. بل ډول یې د موضوعاتو له مخې لیکل کیږي. مثلا د زده کړو لپاره بیله برخه، د کورنۍ لپاره بیله برخه، د کلي لپاره بله برخه او د ښار د ژوند لپاره بله برخه.

ډاکټر خرم له دې دواړو ډولونو استفاده کړې ده. د تږې هیلې کتاب یې له ماشومتوبه پیل کړی، وروسته یې د ښوونځي او کابل پوهنتون د وخت خاطرې رااخیستې دي او د کتاب لویه برخه یې د چاپان ژوند ته ځانګړې کړې ده. کتاب یې په څلورو فصلونو ویشلی هر فصل بیل بیل سرلیکونه لري، مثلا ماشوم ته پاملرنه، کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځی، کلتوري تجربه، د جاپان ښوونیز نظام، د جاپانیانو دودیز خواړه…

د خاطرې زمان او مکان باید مشخص وي او لیکوال پېښې هغسې بیان کړي لکه څرنګه چې دي یعني ریالست واوسي، صمیمیت هم شرط ګڼل کیږي، لکه په عادي ژوند کې چې له یو چا لنډه خاطره اورو ممکن د ویلو انداز یې موږ جذب کړي او همهغه پېښه ښایي یو بل راته ووایي او هغسې خوند پکې نه وي. دغه خواږه هغه وخت په یوه اثر کې څکلی شو چې د لیکوال نثر له تکلفه پاک وي، خپل احساس په مصنوعي ډول نه راته بیانوي، خپل احساس راسره له زړه شریکوي، هدف یې دا نه وي چې ځان بر وښیي، هدف یې په پېښه او صحنه کې د لوستونکي شراکت وي.

ښاغلی خرم مو د میدان وردګ په چک ولسوالي کې د ښوونځي د لومړیو ورځو په صحنه کې داسې شریکوي:« کله چې په لومړي ټولګي کې وم او تازه د نیمي ورځې لپاره د کورنۍ له غېږې راجلا شوی وم، دا موده به راته خورا اوږده شوه، د تشناب او اوبو نشتوالی به راته د ښوونځي چاپيریال لا پيکه او ستومانوونکی کړی و، ټولګیوالو به مو له ښوونکي هر ساعت د اوبو به بانه اجازه اخیسته، اخر به ښوونکی له ډېرو اجازو تنګ شو، درس به یې تم کړ او ټول به یې په ګډه د چینې تر غاړې پورې بوتلو، راته ویل به یې چې ژر ژر اوبه وڅښئ، موږ به هم په نوبت سره په لپو اوبه وڅښلې او بیرته به ټولګي ته راستانه شوو. په اوړي کې به چې تنده زیاته شوه، بیا نو تر چینې پورې نه شوو تم کیدلی، ډیر وخت به داسې کیدل چې د ویالې پر اوبو به ورپرېوتوو او په مړه ګېډه به مو وڅښلې».

لیکوال د همدې وخت د باران یوه صحنه هم رااخیستې ده:« ټولګی په کرنیزو ځمکو یا پټیو کې و، کومه سرپناه یې نه درلوده، کله به چې باران شو، همدې وخت کې به د برېښنا فابریکې ودانۍ پناه راکوله، د بېلابېلو ټولګیو زده کوونکي به په یوه منډه هلته د مرغانو په څېر ورمات شوو او د باران تر درېدو به پټ وو، کله چې به باران ( تیز) شو؛ نو ښوونکي به مو هم اړ شول چې د فابریکې تعمیر ته راشي او هملته پاتې درسونو ته دوام ورکړي، د اوبو او ماشینونو پر شور سربیره به هم زده کوونکو درسونو ته غوږ نیولی و».

د دې باران وهلې صحنې لومړۍ برخه د مرغانو له تشبیه سره زموږ سترګو ته درېدلې ده، خو دوهمه برخه یې چې ماشومانو به د اوبو او ماشینونو له شور سره څرنګه درس ته غوږ نیولی وو ډیره نه ده روښانه شوې. که په دې صحنه کې د ښوونکي ځیني خبرې لیکوال سمې نه وي اوریدلي او هغه یې راته بیان کړې وای، نو د سامعه حس په مرسته به په دې صحنه کې لا زیات شریک شوي وو.

له بلې خوا که ورته ځیر شو د ماشومتوب د وخت د خاطرو جزییات ډير کله په ذهن کې نه پاتیږي نو که مو څه له ذهنه وتلي وي بیا به د خاطرو یو بل اصل، صداقت نه هیروو. ښاغلي خرم د خپل ماشومتوب د وخت په یوه بله صحنه کې دغه اصل رعایت کړی:« د ویالې په ځینو برخو کې زموږ د لامبو ځایونه هم وو، چې اوړی به له ګرمیو څخه په کې پټېدلو او ساعتېري به مو کوله، خو داسې هم شوي وو، چې د ښېښه یې لوښو او نورو غوڅوونکو توکو په سبب دې زما ملګري ماشومان د لامبو پر مهال ټپیان شوي وي. ای کاش هغه مهال یو چا د اوړي د غرمو او لامبو داسې یو څو عکسونه راته ساتلي وی! له بده مرغه چې د نني موبابل د عکسونو په ګالري کې مې د هغه وخت د لوبو عکسونه نشته، خو د ذهن ګالري مې ورڅخه ډکه ده او ممکن هېڅ وخت هېر نه شي».

جزییات خاطرې ژوندۍ کوي، مثلا په کلي کې مازدیګر د پاخه پاستې څرنګه بوی ځي، د ماښام خواته د کټوي ښوروا بوی ته دې څرنګه خوله اوبه کوي، د کلا د برج اخېړ څرنګه شوی؛ سپین که خړ، د باران د څاڅکو څرنګه غږ دی او بخمل کمیس څرنګه پوست دی؟

ډاکټر خرم چې کله په کابل کې د کانکور د ازموینې د پایلې نتیجې ته ګوري دا راته لیکي چې سخته تلوسې اخیستی و، خو دا نه راته انځوروي چې څرنګه؛ لاسونه یې رېږدیدل، د خولې لاړې یې وچې شوې وې، که یې ګامونه سست شوي وو..

د ستر کیسه لیکوال انتوان چخوف(۱۸۶۰-۱۹۰۴م) مشهوره وینا ده چې وایي:« خلک هغه څه نه اوري چې ته یې وایې؛ هغوی هغه څه ویني چې ته یې کوې». کله چې له احساس سره عمل یو ځای شي نو د لیدو شي.

د تږي هیلې د کتاب ځیني خاطرې بیا له جزییاتو سره راغلې دي. ډاکټر خرم په جاپان کې د ماسټري دورې د لومړیو شپو ورځو کیسه کوي چې په تیروتنې هغه بس ته نه دی ورختلی چې دی تر خپله ځایه رسوي« بس چې کله حرکت وکړ، پوه شوم چې بس بل ځای ته روان دی…دویم تمځی ته چې ډیر لرې و، روان شو او هلته له بس څخه ښکته شوم….له ښکته کیدو څخه لس دقیقې وروسته سخت باران پیل شو، چترۍ هم راسره نه وه، یو ځای ته وګرځیدم، ګورم چې دوه کسان د ساکر لوبه کوي، یو ځوان و، چې عمر به یې شاوخوا ۳۵ کلونو ته رسیده، خو بل بیا مشر سړی و، چې فکر کوم شاوخوا پنځوس کاله عمر به یې درلود، مجبور شوم چې له دوی څخه پوښتنه وکړم…دوی لوبه بنده کړه، د کور ادرس یې راڅخه واخیست، ځوان لوبغاړی ووت…ماته یې وویل چې ته همدلته انتظار اوسه، کتل مې چې له کوره یې موتر راویوست او زه یې ورسره مخکني سېټ کې کینولم، حرکت یې وکړ او د خپل کور په دروازه کې یې ښکته کړم، کله چې یې ځان ښه ډاډمن کړ چې خپل کورته رسیدلی یم او ادرس سم دی، ډیر خوشاله شو…دلته ستونزه دا وه چې هغه په انګلیسي او زه په جاپاني نه پوهیدم، ځکه مو یو بل په ډيره سختۍ سره پوهول».

د سامعه او باصره حس په مرستو د تږي هیلي په کتاب کې لیکوال د جاپان یوه بله خاطره هم له جزییاتو سره بیانوي، داسې چې دی د هیروشیما ښار ته تللی، هلته ښه ګرځیدلی، د موبایل چارج یې خلاص شوی او خپل ځای ته د ستنېدو پرمهال یې په پارکینګ کې خپل موټر نه دی موندلی:« نه پوهیدم چې موټر مې چیرته پارک کړی، هاخوا دې خوا ورپسې وګرځیدم، ګورم چې د یوې هټۍ مخې ته څو کسان ولاړ دي، ورغلم او پوښتنه مې ورڅخه وکړه…د ځای نښې مې ورته وویلې او ستونزه مې ورسره شریکه کړه چې له بده مرغه اوس دغه ځای نه شم پيدا کولی. ټولو ډاډ راکړ چې اندیښنه مه کوه موږ یې درته پیدا کوو، ټولو راسره حرکت وکړ، نیم ساعت د موټرو په پارکېنګ کې ګرځیدو، وروسته مو موټر پیدا کړ، دوی هم په خپله همکارۍ ډير خوښ شول، یو یادګاري انځور مو سره واخیست، خو دا چې د دوی اجازه مې نه درلوده، دلته یې نه شم خپرولی»

ښاغلي خرم زموږ د ډیرو نورو وطندارانو برعکس څه کړي، بې اجازې یې عکس نه دی خپور کړی خو په کتاب کې یې چې ۱۱۲ مخه دی ۳۷ نور عکسونه چې داسې ستونزه یې نه لرله، خپاره کړې دي. د خاطرو په کتاب کې د عکسونو خپریدل خاطره مستنده کوي، تیر وخت مو سترګو ته دروي او د لوستونکي په ذهن کې د صحنې تصویر بشپړوي.

د تږې هیلې د کتاب تقریبا ټول عکسونه له محتوا سره سم خپاره شوې دي. کله چې لیکوال په میدان وردک کې د خدای بخښلي ډاکټر عبدالوکیل خدماتو ته اشاره کوي، په همهغه صفحه کې د خپل کلي د مڼو د یوه بڼ عکس خپروي، کله چې د جاپان فوکوکا ښار ته ځي او هلته د ناکامورا تیتسو یادګار ته د ورتګ صحنه انځوروي له همدې یادګار سره خپل عکس خپروي، یعني د خاطراتو په کتاب کې یې د عکسونو د خپریدو درې اصولو ته توجه کړې ده:

عکس باید له پېښې یا شخصت سره ارتباط ولري

عکس باید معلوماتي ارزښت ولري

تر عکس لاندې تشریح لیکل شوې وي

البته د تشریح په برخه کې د عکس اخیستلو نېټه هم مهمه ده چې ښاغلي خرم د ځینو عکسونو لاندې تاریخ نه دی لیکلی او د ځینو لاندې یې لیکلی دی.

د خاطرو په کتاب کې دا مهمه ده چې څه باید ولیکو او څه باید ونه لیکو. عمومي خبرې خاطره کمزورې کوي، که ولیکو چې زموږ ماشومتوب ډیر ښکلی و دا عمومي خبره ده ځکه چې لوستونکي ته د لیکوال احساس نه لېږدوي، همدا ماشومتوب باید ښکاره شي چې لوستونکی یې په ښکلا قانع شي. لوستونکي ته د دغه احساس د انتقال لپاره پکار ده چې لیکوال په صحنه کې حضور ولري. ډاکټر خرم د کلي د اختر د میلو په اړه لیکي:« دغه ورځې تر لویانو د کلیوالو ماشومانو لپاره ډیرې په زړه پورې وي، د اختر په شپه له یوې ملنګ ډوله څېرې سره کور پر کور ګرځي، ملنګ له خپلې څېرې او لکڼې سره تمثیل کوي او بیا یې بدل کې پیسې او نورې ډالۍ غواړي، په ځینو کلیو کې بیا پر لوړو غونډیو او غرونو اورونه هم بلوي»

دا صحنه مو د چک ولسوالي د اختر میلې سترګو ته دروي، خو په دې صحنه کې لیکوال چیرته دی؟ که ښاغلي خرم په دې لوبو کې خپل ګډون ته اشاره کړې وای نو د ده احساس به مو درک کړی وای.

د احساس په برخه کې دا خبره هم مهمه ده چې په مصنوعي ډول نه وي راغلی. په خاطره کې مبالغه د تصنع سبب کیږي، که لیکوال ولیکي، چې کله کلي ته ولاړم زړه مې ټوټې ټوټې شو، د اوښکو سیلابونه مې پر مخ رامات شول. نو لوستونکی به یې تر هغو نه د زړه ماتیدل ومني او نه به یې اوښکي وویني چې لیکوال د کلي وضعیت توضیح کړی او تشریح کړی نه وي. د احساس د لېږدیدو لپاره علت پکار دی، له پېښې سره د احساس منطقي او عاطفي ارتباط پکار دی، د احساس او پېښې تر منځ تناسب پکار دی او د احساس د انتقال لپاره طبیعي ژبه پکار ده چې له مبالغې تشه وي. د مصنوعي احساس ستونزه د احساس په شدت کې نه ده، په احساس کې د صداقت په نشتوالي کې ده.

د تږې هیلې کتاب د خپل نوم په څېر لوستونکی تږی پریږدي او د یوشمیر مهمو پیښو له حاله یې نه خبروي ، مثلا ښاغلی خرم له هیروشیما تر ناګاسکي پورې د خپل سفر په اړه لیکي« له دې سفر څخه ډیرې ښې خاطرې لرم، خو د کتاب د حجم د زیاتیدو په خاطر یې نه راوړم او له تشریح څخه یې تېریږم»

دا سمه ده چې په خاطراتو کې باید بېځایه پېښې اوږدې نه شي خو د مهمو پېښو د جزییاتو نه موجودیت عیب ګڼل کیږي. دا ستونزه د تږې هیلي په کتاب کې کمه نه ده کله چې لیکوال د کلي د مکتب یوشمیر استادان یادوي کمال کوي او د هغوی حق ادا کوي خو د دې استادانو یوازې نومونه اخلي نور نه راته لیکي چې دوی به څرنګه درس ورکاوه. بل ځای لیکي چې د افغانستان په بیلابیلو ادارو کې یې کار کړی دی، خو له دې مو نه خبروي چې دا کارونه څرنګه وو؟ په جاپان کې د خپلو ټولګیوالو په اړه یوازې دومره لیکي چې د بنګله دیش، ویتنام، کمبودیا، چین، لاوس، ایکوادور، اندونیزیا او نورو هیوادونو وو، خو د دې کسانو له منځه که یې څو تنه راته معرفي کړي وای چې دوی څرنګه درس وایه، څرنګه راشه درشه یې وه، څرنګه خویونه عادتونه یې وو؟ دا خاطرې به ورسره نورې هم بشپړې شوې وای. هغه کرکټرونه چې موږ ژوند ورسره کوو، خامخا زموږ پر شخصیت بې اغېزې نه وي.

 لیکوال لیکي چې ورور یې هم جاپان ته ورغوښتی دی اما دا یې نه دې لیکلي چې څرنګه جاپان ته ورغی؟ له یو نیم کال مسافري وروسته چې یې ورور ولید څه احساس یې کاوه؟ په دې کتاب کې داسې ډیرې نورې پوښتنې شته چې ځواب غواړي.

د خاطراتو د لیکلو لپاره کرکټرونه، احساس، جزییات او صحنه تر دې مهم دي چې لیکوال یوازې معلومات له موږ سره شریک کړي.

ډاکټر خرم مو د تږې هیلې په کتاب کې د جاپانیانو له خوراکونو سره اشنا کوي، د دوی له دودیزو جامو سره مو اشنا کوي، د تورتوري ښار په موزیم کې مو د افغان بودا د مجسمو له عکسونو خبروي او د دې ښار په لمن کې مو یوې شګلنې سیمي ته ورولي. د خاطراتو په دې کتاب کې لیکوال یوازې په نادرو شیانو پسې نه دی ګرځیدلی. په ژوند کې مهمې پېښې ډیرې نه پېښیږي، ځیني مهمې پېښې بیا له تصادفاتو سره ملې وي چې اهمیت یې بیرته کمیږي. ښه لیکوال په دې پوهیږي چې هره عادي پېښه مهمه ده، په دې شرط چې د خپلو حواسو په مټ یې ولیکي، له بیځایه اطنابه ډډه وکړي او له موضوع بهر نه شي.

دا ډول خاطرې له لیکوال سره هم مرسته کوي، خپلو تېروتنو ته یې متوجه کوي او د بریاوو یاد یې د ډاډ سبب کیږي. د تږې هیلې د کتاب سریزه د پوهنتون استاد ګل رحمان رحماني لیکلې ده. ښاغلی رحماني لیکي:« دا کتاب به د کمیت په لحاظ ښایي کوچینی وي، خو د هغه انګیزې او روحیې له مخې چې لیکوال یې له لیکلو څخه درلوده، د ګران هیواد د زرګونو ځوانانو د تجربو له منځه یوه خوندي شوې بریالۍ تجربه ده».

د خاطرو د لیکلو لپاره پکار ده چې ښه سترګې وغړوو، ښه واورو، بویونو ته توجه وکړو، خوراکونو ته پام وکړو او لامسه حس هم هیر نه کړو.

په افغانستان کې د دې وروستیو نژدې پنځوس کلونو په ترڅ کې دومره ضد او نقیض سیاسي-اجتماعي تحولات راغلي دي چې تقریبا هر افغان ته یې د هغو هیوادونو د اتباعو  په پرتله چې په امنیت کې یې ژوند کړی دی د څو پیړیو تجربې پرې ایښې دي.

دغه اصل ته په کتو موږ تر ډيرو ملتونو د خاطرو لیکلو لپاره ډیر څه لرو. نو هغه کسان چې د ډاکټر خرم په څیر یې خاطرې لیکلي دي یا یې لیکي د زمان له تیریدو سره به یې ارزښت پسې زیات شي او دا هغه ژانر دی چې د شته موادو له پلوه پکې د افغانانو لاس له ډیرو نورو ولسونو بر دی.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...