Homeخبرونهطالبان د افغانستان د پاتې ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي پولیس ګومارلي...

طالبان د افغانستان د پاتې ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي پولیس ګومارلي دي

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د افغانستان په ختیځو غرنیو سیمو کې د پولیسو یوه ځانګړې ډله ګزمې کوي. د پوځي جامو او پر اوږو د اتومات وسلو په لرلو، دغه کسان د څو ورځو لپاره له لوړو او ژورو غرنیو لارو تېرېږي او د درو او ژورو کندو له منځه پورته خېژي.

دوی د «شنو قطعاتو» غړي دي؛ هغه ځانګړی ځواک چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پاتې ځنګلونو د ساتنې لپاره جوړ کړی دی.

که له هوا څخه د افغانستان غرنیو سیمو ته وکتل شي، د ځمکې پراخې برخې بې‌بوټو او ونو ښکاري. د غرونو تر شا غرونه پراته دي چې تر لرې واټن پورې غځېدلي او په ډېرو برخو کې یې د شنو ونو نښه نه تر سترګو کېږي.

څلور لسیزو جګړو، اقلیمي بدلون، د ونو بې‌درېغه وهلو او د لرګیو قاچاق د افغانستان ځنګلونه سخت زیانمن کړي دي. د ځنګلونو له منځه تګ په ځینو سیمو کې د مرګونو سېلونو او د ځمکې ښوېدو پېښې هم زیاتې کړې دي.

د شمالي کارولاینا ایالتي پوهنتون د ځنګلونو او وحشي ژوو د سرچینو د څانګې د څېړنیز استاد مرستیال، محمد ناصر شالېزی وايي، په افغانستان کې تر ټولو ډېر ځنګلونه د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد له یرغل څخه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړي حکومت تر نسکورېدو پورې موده کې وهل شوي دي. د هغه په وینا، په دې موده کې افغانستان د خپلو ځنګلونو شاوخوا ۵۰ سلنه له لاسه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د معلوماتو له مخې، د ځنګلونو د له منځه تلو لوی علت د ونو ناقانونه پرېکول او د لرګیو قاچاق و، په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د څېړیو، نښتر او نورو مخروطي ونو قاچاق. جګړو، اورلګېدنو او د تودوخې، پخلي او ودانیزو چارو لپاره پر لرګیو زیاتې تکیې هم د ځنګلونو په ویجاړېدو کې ونډه لرلې ده.

د اقلیم بدلون، د کرنیزو ځمکو پراختیا، ودانیزو چارو او کان‌کېندنې هم د ځنګلونو د کمېدو سببونه بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، څو پېړۍ وړاندې د افغانستان د اوسنۍ خاورې شاوخوا پنځه سلنه برخه په ځنګلونو پوښلې وه او د پستې، بادامو او ارچې ونو ځنګلونو شاوخوا ۳۳ سلنه ځمکه نیولې وه. خو اوس ځنګلونه او د بوټو سیمې د هېواد یوازې ۲.۸ سلنه برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم د بدلون پر وړاندې ډېر زیانګالي دي، په داسې حال کې چې د دې بدلون له اغېزو سره د ځان برابرولو لپاره لږ امکانات لري.

د ځنګلونو له منځه تګ د افغانستان لپاره یوه داسې ستونزه ده چې د حل ځنډول یې درنې پایلې لرلی شي.

افغان چارواکي د ملګرو ملتونو د اقلیم په ۳۱مه غونډه (COP31) کې د څارونکو په توګه د ګډون بلنه ترلاسه کړې وه. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان واک ته رسېدلي، دوهم ځل دی چې د افغانستان چارواکو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د چاپېریال ساتنې، روزنې او پراختیا د موسسې مشر عبدالهادي اڅکزی وايي، د ونو د پوښښ کمښت لا دمخه د دې سبب شوی چې په افغانستان د تودوخې درجه لوړه شي. د ده تر مشرۍ لاندې موسسه د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې کار کوي.

د ونو ریښې د خاورې د تخریب او ښویېدو مخه نیسي. له همدې امله د ځنګلونو له منځه تلل په افغانستان کې د مرګونو پېښو خطر زیاتوي. په دغه هېواد کې راشي یا د واورې ښویېدنې او د سېلونو له امله د ځمکې ښوېدو پېښې هر کال د سلګونو کسانو ژوند اخلي.

د اقلیمي بدلون له امله د سختو طبیعي پېښو د زیاتېدو په حال کې، د ځنګلونو بېرته راشنه کول او پراخول ډېر مهم بلل کېږي.

د اغاخان بنسټ هم د افغانستان په غرنیو سیمو کې د ځنګلونو د احیا څو پروژې لري. دغه بنسټ هغو سیمو ته لومړیتوب ورکوي چې خلک یې د بې‌ونو غرونو په لمنو کې ژوند کوي.

د دغه بنسټ د کرنې او اقلیمي بدلون د نړیوالو پروګرامونو مشر اپوروا اوزا وايي، د دغو پروژو موخه یوازې د خلکو د ژوند د سرچینو پیاوړتیا یا د چاپېریال ساتنه نه ده، بلکې د طبیعي پېښو پر وړاندې د ټولنو د خوندي کولو هڅه هم ده.

هغه وویل: «دا یوازې د خلکو د معیشت یا چاپېریال موضوع نه ده، بلکې په حقیقت کې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره یو اقدام دی.»

په افغانستان کې پرله‌پسې حکومتونو د پاتې ځنګلونو د ساتنې او د له منځه تللو ځنګلونو د بېرته جوړولو هڅې کړې دي. د طالبانو اوسني حکومت او تر هغه مخکې د امریکا له ملاتړه برخمن حکومت هم د ځنګلونو د ساتنې قوانین پلي کړي او د ونو کښېنولو پروګرامونه یې جوړ کړي دي.

شالېزی وايي، په تېرو دوو لسیزو کې د ځنګلونو د له منځه تلو اندازه د پام وړ راټیټه شوې او داسې نښې هم شته چې په ځینو سیمو کې ځنګلونه ورو ورو بېرته راشنه کېږي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې ګزمې جوړې کړې. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ویاند شېر محمد حاتمي په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۱۲۶ میلیونه نیالګي او قلمي بوټي کښېنول شوي دي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع وايي، په تېرو ۱۵ کلونو کې د ځنګلونو تر پوښښ لاندې ځمکه ۴۲۷ زره هکټاره، چې له یو میلیون او ۶۰ زره جریبه څخه زیاته کېږي، پراخه شوې ده.

خو شالېزی، چې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې یې د کابل پوهنتون د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په څانګه کې هم تدریس کړی، خبرداری ورکوي چې یوازې د نیالګیو اېښودل د ځنګلونو د احیا او پراخېدو ضمانت نه شي کولی.

هغه وايي: «دوی ونې ږدي او شمېرې یې اعلانوي، خو وروسته نه ګوري چې له دغو کښېنول شویو ونو څخه څومره یې ژوندي پاتې شوې دي. معمولاً د نیالګیو د وچېدو کچه ډېره لوړه وي.»

د شالېزي په وینا، اوس د ځنګلونو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ د ناسم مدیریت له امله د هغوی ورو ورو کمزوري کېدل دي. د بېلګې په توګه، د څارویو څرول د نویو اېښودل شویو نیالګیو د له منځه تلو سبب کېږي.

هغه وايي، د ځنګلونو د ساتنې ګزمې د ونو د ناقانونه پرېکولو او د ځنګلونو د مستقیمې ویجاړۍ مخه نیولی شي، خو د ځنګلونو د ورو ورو کمزوري کېدو ستونزه نه شي هوارولی.

په کونړ کې د ځنګلونو د ساتنې ګزمې

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کونړ ولایت ختیځې سیمې د افغانستان له هغو لږو برخو څخه دي چې لا هم پراخ ځنګلونه لري.

له غرنیو سیمو څخه د تېرېدونکې یوې خرابې، له کنډو کپرو ډکې خامه لارې په اوږدو کې له شاوخوا درې ساعته سفر وروسته، یوه له هغو سیمو څخه رارسېږي چې د «شنو قطعاتو» غړي پکې د جلغوزیو، څېړیو او نښتر د ونو د ناقانونه پرېکولو د مخنیوي لپاره ګزمې کوي.

د دې قطعې ۲۲ کلن ساتنمن خیرالرحمان چې له پنځو کلونو راهیسې په دې ځواک کې دنده ترسره کوي، وايي: «اوس د خپلو ځنګلونو په اړه په ډاډ ویلی شم چې په کونړ کې هېڅوک نه شي کولی هغوی ته زیان ورسوي.»

د دغو ځانګړو قطعاتو هره ډله لس غړي لري او په یو وار له ۱۰ څخه تر ۱۲ ورځو پورې ګزمې کوي. دوی ډېری وخت له سیمه‌ییزو اوسېدونکو سره یوځای کار کوي، ځکه ځايي خلک له غرنیو لارو او سیمو سره ښه بلد دي.

د کرنې وزارت د ویاند شېر محمد حاتمي په وینا، په ټول افغانستان کې شاوخوا زر کسان د ځنګلونو د ساتنې په دغو ځانګړو ګزمو کې دنده ترسره کوي.

د کونړ د ځنګلونو ساتونکی جګړن ساتنمن محمد نعیم چې اصلاً د هلمند اوسېدونکی دی، دې سیمې ته راغلی دی. هلمند تر ډېره یوه دښتي سیمه ده.

هغه وايي: «ځنګلونه ډېر ښکلي دي، همدا ږجه وه چې زه دې سیمې ته راغلم. زه دلته له دې ټولو ښکلاوو خوند اخلم او پر خپلې دندې ډېر خوښ یم.»

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند جګړن فریدالله دهقان وايي، د ژوندیو ونو پرېکول په کلکه منع دي او ان د وچو ونو د وهلو لپاره هم جواز ته اړتیا ده.

هغه وویل: «انسانان اکسیجن او پاکې هوا ته حیاتي اړتیا لري او دا اړتیا یوازې ځنګلونه پوره کولی شي. له همدې امله د ځنګلونو ساتنه او پالنه ډېر اهمیت لري او د هغوی خوندي کول زموږ ټولو دنده ده.»

د امریکا په ملاتړ د افغانستان پخواني حکومت هم د ونو وهل په کلکه څارل، خو له دې سره سره پاکستان ته د لرګیو قاچاق روان و. اوسني چارواکي وايي، د دوی د سختو اقداماتو له امله د لرګیو قاچاق کم شوی دی.

د «شنو قطعاتو» دنده یوازې د ځنګلونو ګزمې نه دي، بلکې له خلکو سره د عامه پوهاوي په برخه کې هم کار کوي. د دغو هڅو یوه برخه د ښکار د بندیز په اړه د خلکو خبرول دي، څو وحشي ژوي بېرته ځنګلونو ته ور وګرځي.

د کونړ د دې قطعې غړی خیرالرحمان وايي: «موږ ځنګلي سیمو ته ځو، خلک راټولوو او د ځنګلونو د اهمیت او د ونو د پرېکولو د زیانونو په اړه ورسره خبرې کوو.»

هغه زیاته کړه چې د عامه پوهاوي دا هڅې یوازې د کابل د چارواکو امر نه دی، بلکې د اسلام د پیغمبر د لارښوونو له مخې هم ترسره کېږي.

نوموړي وویل: «په یوه اسلامي ټولنه کې د دا ډول لارښوونو منل یوه لازمي دنده ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې...