Homeخبرونهاقتصادي خبرونهیو سعودي شرکت غواړي د پاکستان د انرژۍ پر تاسیساتو شاوخوا ۳۰...

یو سعودي شرکت غواړي د پاکستان د انرژۍ پر تاسیساتو شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالره پانګونه وارزوي

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) د سعودي «دلتا انرژۍ» شرکت له یوه پاکستاني شرکت سره د یوې هوکړې د لاسلیک خبر ورکړی چې پر اساس به یې د پاکستان د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالرو پانګونې امکان وڅېړل شي. د افغانستان د کشک د ګازو ساحه او د دغه هېواد د طبیعي ګازو نورې سرچینې د دې پروژې لپاره د ګازو د احتمالي برابرونکو په توګه یادې شوې دي.

د دې هوکړې له مخې، د طبیعي ګازو د لېږد د یوې نللیکې د جوړولو امکان ارزول کېږي چې د پاکستان له لوېدیځې پولې دغه هېواد ته ننوځي او د ګوادر تر بندره وغځېږي. دا هوکړه د پاکستان له «انټرسټېټ ګاز سیسټمز» شرکت سره لاسلیک شوې ده.

همداراز به د پاکستان تر ختیځې پولې پورې د دې نللیکې د غځولو، د مایع طبیعي ګازو د واردولو او پروسس کولو، د ګازو د زېرمه کولو د مرکزونو او د صادراتو د ترمینلونو د جوړولو امکان هم وڅېړل شي.

په دې طرحه کې د یوې بلې نللیکې جوړول هم شامل دي چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د چمن له سیمې پیلېږي او د پاکستان له خاورې تېرېږي، د هند پولې ته څېرمه د فاضلکا تر سیمې پورې رسېږي.

دلتا انرژۍ دغه لاره د پروژې د ستراتیژۍ له مهمو برخو بللې او ویلي یې دي چې د عملي کېدو لپاره یې د پاکستان او هند د چارواکو رسمي هوکړې ته اړتیا ده.

دغه شرکت د پاکستان د اړتیا وړ ګازو د احتمالي سرچینو په توګه د افغانستان د ګازو زېرمې، په ځانګړي ډول د کشک د ګازو پر ساحه د ګټې اخیستنې حق، هم یاد کړی دی.

طالبانو د روان کال د وږي په میاشت کې د هرات د کشک ـ تیرپل د تېلو او ګازو د ساحې د استخراج تړون د سعودي له «دلتا انټرنېشنل» شرکت سره د ۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت لاسلیک کړی و. دغه تړون په کابل کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حضور کې لاسلیک شوی و.

دلتا انرژۍ ټینګار کړی چې دا طرحه د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند (ټاپي) د ګازو له نللیکې څخه جلا ده او د ګازو د برابرولو لپاره د ترکمنستان پر سرچینو تکیه نه کوي.

پاکستان ته د ګازو د لېږد پخوانۍ طرحې هم د نللیکو د جوړولو په برخه کې له کلونو راهیسې له ځنډونو سره مخ شوې دي.

د دې هوکړې له مخې یوازې د وړاندیز شویو پروژو د ارزونې او څېړنې لپاره چوکاټ برابرېږي؛ دا په دې معنا نه ده چې د پانګونې، مالي ملاتړ یا د دغو بنسټیزو تاسیساتو د جوړولو په اړه وروستۍ پرېکړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...