Homeخبرونهاریانا افغان هوايي شرکت له مزارشریف څخه جدې او استانبول ته مستقیمې...

اریانا افغان هوايي شرکت له مزارشریف څخه جدې او استانبول ته مستقیمې الوتنې پیلوي

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) د اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د خپلو هوايي خدمتونو د پراختیا او د افغانستان د شمالي ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره به د مزارشریف او سعودي عربستان د جدې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي. دې شرکت د مزارشریف او د ترکیې د استانبول ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي دي.

دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې الوتنو لومړۍ هغه به د روان نومبر په ۲۵مه ترسره شي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو الوتنو په پیل سره به د مزارشریف او د شمالي ولایتونو اوسېدونکي وکړی شي، د نښلوونکو الوتنو له اړتیا پرته په مستقیم ډول د مزارشریف او جدې ترمنځ سفر وکړي.

اریانا ویلي چې مسافر کولی شي د دې لارې د الوتنو ټکټونه د شرکت له مرکزي دفتر، رسمي استازولیو، سیاحتي شرکتونو او په هوايي ډګرونو کې د اریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو له دفترونو څخه واخلي.

دغه هوايي شرکت زیاته کړې چې د کورنیو او نړیوالو الوتنو په پراخولو او خلکو ته د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو سره هڅه کوي د مسافرو اړتیاوې پوره کړي.

اریانا افغان هوایي شرکت تېره پنجشنبه د مزارشریف او استانبول ترمنځ هم مستقیمې الوتنې پیل کړې دي.

دغه شرکت د شنبې په ورځ د لړم په ۲۳ په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د کندهار او دوبۍ ترمنځ به د راتلونکې یکشنبې په ورځ، د لیندۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه مستقیمې الوتنې پیل کړي.

د دې الوتنو په پیل سره به د کندهار اوسېدونکو او سوداګرو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ به د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي.

د الوتنو د مهالویش د خپرولو یوې نړیوالې وېبپاڼې، FlightsFrom، د معلوماتو له مخې، د آریانا الوتکه به د نومبر په ۲۲مه د کندهار پر ځايي وخت ماښام شپږ بجې دوبۍ ته روانېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...