تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) ځمکه په هرو ۲۴ ساعتونو کې یو ځل د خپل محور پر شاوخوا څرخي. د استوا پر کرښه یې د څرخي حرکت چټکتیا په ساعت کې شاوخوا ۱۶۰۰ کیلومتره ده، خو موږ دا حرکت نه احساسوو.
– د ثابتې چټکتیا اصل: د «ارتسکای» وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، موږ د ځمکې راڅرخېدا له دې کبله نه احساسوو چې د ځمکې د هوا په ګډون موږ، سمندرونه او هر څه له ځمکې سره په یوه ثابته چټکتیا حرکت کوو. که د ځمکې چټکتیا ناڅاپه زیاته یا کمه شي، موږ به یې حتماً احساس کړو؛ لکه په یوه تېز روان موټر کې چې ناڅاپه بریک ووهل شي یا یې سرعت زیات شي.
– د الوتکې بېلګه: یوه لویه مسافر وړونکې الوتکه په ساعت کې په شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره سرعت الوتنه کوي، خو که په الوتکه کې سترګې پټې کړو، د حرکت احساس نه کوو. د الوتنې په ترڅ کې که په پیاله کې قهوه واچوو، هغه شاته نه تویېږي؛ ځکه قهوه، پیاله او سپرلۍ ټول له الوتکې سره په یوه سرعت حرکت کوي.
– تاریخي لیدلوري او ستورپوهنیزې نظریې: د ځمکې د حرکت د نه احساسولو له امله په لرغونو زمانو کې خلکو فکر کاوه چې ځمکه ثابته ده او لمر، سپوږمۍ او ستوري د هغې له شاوخوا راڅرخي.
د لرغوني یونان له ساینسپوه اریستارخوس پرته، تر پېړیو پورې د ځمکې د مرکزیت نظریه دود وه. خو په شپاړسمه پېړۍ کې د کوپرنیک د لمرمحوره نظریې له رامنځته کېدو سره دا درک پیاوړی شو چې ځمکه هم د خپل محور پر شاوخوا او هم د لمر په مدار کې څرخي.