د کونړ ولایت د قومي جوړښت او د دیګان قوم د پښتني تړاو مستند ملي او نړیوال تاریخي اسناد
د ملګرو ملتونو د ولسوالیو د راپورونو، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلس او تاریخي کتابونو له مخې
ډاکټر محمدهمایون همت
۱۶ نومبر ۲۰۲۶م
د دیګان د هویت پوښتنه او د اسنادو ځواب
دیګان څوک دي؟
د کونړ هغه پتمن دیګان چې ځان مسلمان، افغان او پښتون بولي، خپل قومي نوم، تاریخي حافظه، ژبه او ټولنیز تړاو لري. د هغوی د ځانپېژندنې په اړه پرېکړه باید د هغوی له غږ، سیمهییزو شواهدو او کره تاریخي اسنادو پرته ونه شي.
دا څلورمه لیکنه د همدغې خبرې د روښانولو لپاره ده. موږ د نورو قومونو درناوی کوو؛ خو د کونړ د دیګانو پر پېژندنه د بل قومي نوم بېدلیله تپل هم نه منو. د محیالدین مهدي او صاحبنظر مرادي په نومونو پورې تړلو هغو تعبیرونو ته چې د دیګانو په اړه وړاندې کېږي، زموږ ځواب د سند او تاریخي څېړنې ځواب دی. که څوک وايي: «دیګان شاخهای از قوم تاجیک است» (دیګان د تاجک قوم یوه څانګه ده)، نو اصلي تاریخي سند، کتاب، مخ، د لیکوال نوم او د همدغو دیګانو د کورنیو او کلیو شاهدان دې وړاندې کړي. د ادعا څو ځله تکرارول تاریخي ثبوت نه جوړوي. [۸، ۱۹، ۲۳، ۲۸–۳۱]
د دوو دریځونو څرګنده اړیکه: د صاحبنظر مرادي له خوا د «دیګان شاخهای از قوم تاجیک است» (دیګان د تاجکانو یوه څانګه ده) په څېر عمومي حکم د کونړ د هغو دیګانو په حق کې غلطه، مغرضه او بېسنده ادعا ده چې ځانونه مسلمان، افغان او پښتانه پېژني. د محیالدین مهدي د ۷ نومبر ۲۰۲۶م لیکنه هم د دیګانو د تاجکوالي همدغه بحث وړاندې کوي. په عین وخت کې د «من افغان نیستم»، «من افغانستانی نیستم»، «افغانستان را قبول ندارم» او «من از خراسان هستم» شعارونه د افغان او افغانستان د ګډ ملي نوم د ردولو له سیاسي فکر سره تړلي دي. دا د یوې فکري کورنۍ دوه څرګند اړخونه دي: له یوې خوا د دیګانو پر خپل پښتني هویت بل قومي نوم تپل، او له بلې خوا د افغان او افغانستان د ملي نوم مخالفت کول. افغان ولس پوښتنه کوي:
په کوم تاریخي، علمي او ملي دلیل د دغو دواړو دریځونو دفاع کېږي؟
له محیالدین مهدي، صاحبنظر مرادي او د ورته قومي تعبیر له هر پلوي څخه پوښتنه دا ده:
د کونړ، ننګرهار، لغمان او پښتونخوا د هغو دیګانو خبره مو کله اورېدلې چې ځانونه مسلمان، افغان او پښتانه بولي؟
د هغوی د پېژندنې د بدلولو لپاره مو کوم اصلي، مستقیم او د کتنې وړ سند راوړی دی؟
که مو دلیل شته، علمي مېز ته یې کېږدئ؛ که نه، د دیګان پتمن قوم د هویت په اړه بېسنده او غلطې دعوې مه تکراروئ.
د افغان ولس د غوڅ اکثریت ملي دریځ او د افغانستان د ګډ ملي هویت دفاع
د افغان ولس د غوڅ اکثریت ملي دریځ دا دی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ او نه بېلېدونکی کور دی او «افغان» د ټولو افغانانو ګډ ملي هویت دی. د افغان ولس غوڅ اکثریت د خپل هېواد د خپلواکۍ، ملي یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا او د ټولو قومونو د برابر عزت او حقونو ملاتړ کوي. پښتانه، تاجکان، هزارهګان، ازبکان، ترکمنان، نورستانیان، پشهیان، بلوچان، دیګان او د افغانستان نور ټول قومونه د دې خاورې برابر حق لرونکي بچیان دي. د هر قوم د نوم، ژبې، کلتور، تاریخ او عزت درناوی د افغانستان د ملي یووالي او خپلواکۍ بنسټ دی. د افغان ولس ملي یووالی د قومونو په بېلوالي نه، بلکې د هغوی په ورورولۍ، برابرۍ، متقابل درناوي او ګډ افغان هویت ټینګېږي.
د افغان ولس د غوڅ اکثریت له ملي دریځه، د «من افغان نیستم»، «ما افغان نیستیم» او «افغانستان خراسان است» په څېر شعارونو کارول، که موخه یې د افغانانو د ګډ ملي هویت ردول، د افغانستان د نوم کمزوري کول، د هېواد وېشل او د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق او بېلتون خپرول وي، افغاندښمنه، افغانستاندښمنه، وطندښمنه او تاریخدښمنه تبلیغ ګڼل کېږي. دا څلور تعبیرونه د هغو وېشونکو سیاسي افکارو او تبلیغاتو نقد دی چې ملي یووالي ته زیان رسوي، نه د کوم قوم، ژبې، دین یا خلکو سپکاوی. د ټولو قومونو برابر حقونه، ملي ورورولي، ګډ افغان هویت او د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا د افغان ولس ګډ ملي ارزښتونه دي، چې ساتنه یې د ټولو افغانانو ګډ مسؤولیت دی.
د جمهوریت د څوکیو او د ملي نوم ترمنځ د حساب پوښتنه:
محیالدین مهدي په ۲۰۱۴م کال کې په خپله خپره شوې مرکه کې د مجاهدینو په لیکو کې د پخوانیو سیاسي او پوځي دندو، د پلان وزارت د معینیت او د افغانستان د پارلمان د غړیتوب یادونه کړې ده [۳۴].
د صاحبنظر مرادي په خپاره شوي ژوندلیک کې له ۲۰۰۱م کال وروسته د کابل ښاروالۍ مرستیالي، د ولسمشر د لومړي مرستیال سلاکاري او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پرمختیايي پروژو مشري ثبت شوې ده [۳۵].
همدلته د افغان ولس اساسي پوښتنه راپورته کېږي:
د افغانستان د هغه وخت د دولت په نوم څوکۍ، واک، دندې او رسمي امتیازونه منل کېږي، خو کله چې څوکۍ او امتیازونه له لاسه ځي، بیا د افغان او افغانستان د ګډ نوم پر وړاندې د مخالفت چغې وهي!
چا چې دولتي امکانات، عامه بودیجه یا رسمي واک کارولی وي، ولس یې د روڼ حساب او د سیاسي دریځ د وضاحت غوښتلو حق لري.
د ولسي جرګې د څوکۍ، د مارشال فهیم د امر او د ملي نوم د ردولو ترمنځ څرګنده پوښتنه: محیالدین مهدي په ۲۰۱۰م کال کې د بغلان د ولسي جرګې د ټاکنو له بریالیو نوماندانو څخه یاد شوی دی. د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۸مه په خپاره شوي رسنیز راپور کې د نوموړي د پارلماني څوکۍ په تړاو د مارشال محمد قسیم فهیم د «فوقالعاده امر» خبره هم مطرح شوې ده. د مارشال فهیم د نږدې کسانو په نوم د خپرو شویو شهادتونو او د دې موضوع د افغاني او نړیوالو رسنیو او ټولنیزو شبکو د بحثونو یادونه هم کېږي. افغان ولس ته دا مسئله نوې نه ده؛
پوښتنه یې دا ده چې هغه مهال د افغانستان په نوم دولتي څوکۍ، واک او امتیازونه د منلو وړ وو، نو اوس د «من افغان نیستم»، «من افغانستانی نیستم» او «خراسان هستم» شعارونه په کوم تاریخي او ملي منطق توجیه کېږي؟
د همدې سیاسي فکر ترڅنګ د «دیګان شاخهای از قوم تاجیک است» غلطه او مغرضه ادعا د دیګانو د خپل قومي هویت د بدلولو لپاره کوم معتبر ثبوت لري؟
د پرون د څوکۍ او امتیاز او د نن د ملي نوم ترمنځ څرګنده پوښتنه: د محیالدین مهدي او صاحبنظر مرادي پخوانۍ رسمي دندې او د افغانستان د دولت تر نامه لاندې سیاسي مسؤولیتونه په پورته حوالو کې ثبت شوي دي.
د افغانستان په نوم دولتي څوکۍ، واک، دندې او رسمي امتیازونه منل او کارول کېدل؛ خو وروسته د «من افغان نیستم»، «ما افغان نیستیم» او د «خراسان» د بدیل نوم خبرې په سیاسي بحثونو کې راغلې. د «افغانستان را قبول ندارم» او «من از خراسان هستم» عبارتونه هم یادېږي.
افغان ولس پوښتنه کوي:
که پرون د افغانستان تر رسمي نامه لاندې څوکۍ، واک او امتیازونه د منلو وړ وو، نن د افغان او افغانستان د ګډ ملي نوم د ردولو تاریخي، حقوقي او علمي دلیل څه دی؟
ایا د څوکیو او امتیازونو له لاسه ورکول باید د ملي نوم د منلو او نه منلو معیار شي؟
او د دغو غلطو سیاسي دریځونو کوم مستقیم تاریخي سند د دیګان د معلومو کورنیو نسب بدلوي؟
[۳۴–۳۷]
دلته د بحث بنسټ احساساتي شعار نه، بلکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۰۲م کال د ولسوالیو راپورونه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ رسمي اطلس، د پخوانیو قبایلي قاموسونو ثبتونه او د نورو ملي او نړیوالو ادارو معلومات دي. په هر ځای کې به په ښکاره ووایو چې سند څه لیکلي او له هغه څخه کومه تاریخي پایله اخیستلای شو.
سریزه ـ ولې د کونړ له عمومي اسنادو پیلوو؟
د کونړ د دیګانو تاریخي او قومي پېژندنه یوازې د یوه لیکوال له نظره نه څېړل کېږي. د دې بحث لپاره ګڼې بېلې سرچینې یو ځای لولو:
لومړی، د کونړ د ولسوالیو د قومي جوړښت په اړه د نړیوالو ادارو خپاره شوي ارقام؛
دویم، د افغانستان د علومو اکاډمۍ په اتنوګرافیک اطلس کې د ډاکټر عبدالظاهر شکېب لیکنه؛
درېیم، هغه پخواني قبایلي قاموسونه او ملي او نړیوالې علمي لیکنې چې د دیګان نوم او د هغوی د استوګنې سیمې یې ثبت کړې دي.
هر سند په خپله اصلي مانا رااخلو او بیا یې د نورو اسنادو ترڅنګ پرتله کوو. دا د خپرو شوو اسنادو خبرې دي، نه یوازې د همت شخصي څرګندونې. [۱–۵، ۱۹–۲۶]
د دغو اسنادو ګډه څېړنه د کونړ د هغو دیګانو د پښتني تاریخي او ټولنیز تړاو په اړه د استدلال مهم بنسټ برابروي چې همدا هویت خپله پېژندنه بولي. ملي او نړیوال معتبر اسناد یې هم تاییدوي.
د ولسوالیو په کچه «۱۰۰ سلنه پښتانه» ثبت څه وايي او څه معنا لري؟
په هماغو ولسوالیو کې، چې دیګان هم پکې اوسېږي، څوک د دې خلکو لپاره جلا قومي طبقهبندي وړاندې کوي او د هغې مستقیم سند کوم دی؟
دا زموږ د څېړنې اساسي پوښتنې دي. [۱–۵، ۱۹–۲۶]
ایا د «دیګان د تاجکانو یوه څانګه ده» جمله د یوې کره سرشمېرنې نتیجه ده، د کوم کتاب مستند اقتباس دی، که یوازې د یوه مغرض لیکوال شخصي تفسیر؟
دا درې شیان سره یو نه دي؛ په علمي بحث کې د هر یوه ثبوت بېل وي.
۱ ـ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري څه وايي؟
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (United Nations High Commissioner for Refugees — UNHCR) د ملګرو ملتونو نړیواله اداره ده چې د کډوالو، بېځایه شویو او راستنېدونکو خلکو د وضعیت په اړه معلومات او ساحوي راپورونه خپروي. د دې ادارې د جلالاباد دفتر په ۲۰۰۲م کال کې د کونړ د ولسوالیو جلا جلا «د ولسوالۍ د پېژندنې راپورونه» (District Profiles) جوړ کړي وو. د هغوی د لومړي مخ په جدول کې د نفوس اټکل او د قومونو سلنوی جوړښت لیکل شوی دی. دا د نېټې لرونکي، د اصلي مخ د کتنې وړ تاریخي اداري اسناد دي. [۱–۱۵]
د نرنګ د UNHCR په اصلي لومړي مخ کې په څرګندو انګلیسي کلمو لیکل شوي: «Pashtun 100%» — «۱۰۰ سلنه پښتانه»،
او «Tajik 0%» — «صفر سلنه تاجکان».
دا نړیوال سند همت نه دی لیکلی. یوې نړیوالې بېطرفه موسسې لیکلی دی.
د سند په دویم مخ کې هم راغلي چې د لږکیو جلا ډله نه وه ښودل شوې او د ولسوالۍ ټول نفوس پښتون بلل شوی دی. د نرنګ د ۲۰۰۲م کال په قومي جدول کې: پښتانه ۱۰۰ سلنه؛ تاجکان صفر سلنه. [۸، مخونه ۱–۲]
نو هغه لیکوال ته، چې د نرنګ د دیګانو لپاره بل کاذب قومي نوم ټاکي، زموږ علمي پوښتنه دا ده:
ستاسو مستقیم تاریخي، ژبنی، قومي او سیمهییز سند کوم دی؟
تاسو چې د همدې نرنګ دیګان د تاجکانو د یوې څانګې په نامه یادوئ، د ملګرو ملتونو د همدې اصلي جدول په مقابل کې مو د کومې نېټې، کومې ولسوالۍ او کومې کورنۍ جلا سند شته؟
د راپور د انګلیسي کلمو ساده پښتو تشریح
«Current Estimated Population» (د هغه وخت اټکلي نفوس): هغه شمېر چې په ۲۰۰۲م کال کې د ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره اټکل شوی و.
«According to LA Information» (د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې): د شمېرې سرچینه محلي اداره وه.
«Total (Ind.)» (ټول کسان): Ind. د Individuals لنډیز دی، یعنې تنه یا اشخاص، نه کورنۍ.
«Ethnic Composition» (قومي جوړښت): د قومونو سلنوی وېش.
«Pashtun 100%» (۱۰۰ سلنه پښتانه): په هماغه راپور کې د ولسوالۍ ټول اټکل شوي اوسېدونکي د پښتنو په ډله کې ثبت شوي؛ چې دا د هر فرد د پلار په پلار شجرې د تایید معنا لري.
«Tajik 0%» (صفر سلنه تاجکان): د هماغه راپور د قومي وېش په جدول کې د تاجکانو لپاره صفر ثبت شوی؛
بل مهم ثبوت: د پېچ/مانوګي د راپور «۵۶٬۱۲۳» یعنې «شپږ پنځوس زره، یو سل او درویشت تنه» د ولسوالۍ اټکلی نفوس دی، نه د یوې ځانګړې قبیلې د نارینهوو شمېر. په همدې راپور کې «Pashtun 100%» — «۱۰۰ سلنه پښتانه» ثبت شوي، یعنې د هغه وخت د اټکل له مخې د ولسوالۍ ټول اوسېدونکي په پښتنو کې شمېرل شوي دي. [۶]
۲ ـ د کونړ د ولسوالیو د ۲۰۰۲م کال د قومي جوړښت اصلي جدول، چې ټول اوسېدونکي قومونه ۱۰۰ سلنه پښتانه بولي
لاندې جدول د UNHCR د ۱۱ ولسوالیو د راپورونو د لومړي مخ پر بنسټ دی. د «۱۰۰٪» معنا دا ده چې «د هماغه راپور له مخې ټول ثبت شوي اوسېدونکي پښتانه» دي. په اړوندو جدولونو کې د تاجکانو خانه هم «صفر سلنه» ده. هره حواله د اصلي PDF لومړي مخ ته ورګرځي. [۱–۱۱]
اسعداباد: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — ۵۲٬۴۷۲؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۱]، مخ ۱
اسمار / بر کونړ: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — په خانه کې ۰؛ د نفوس نشتوالی نه ثابتوي؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۲]، مخ ۱
چپه دره: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — ۳۹٬۶۵۲؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۳]، مخ ۱
څوکۍ: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — ۳۴٬۶۴۳؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۴]، مخ ۱
خاص کونړ: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — ۲۹٬۸۳۶؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۵]، مخ ۱
پېچ / مانوګي: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — ۵۶٬۱۲۳؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۶]، مخ ۱
مروره: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — ۱۸٬۸۲۶؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۷]، مخ ۱
نرنګ: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — ۲۵٬۲۰۰؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۸]، مخ ۱
نورګل: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — ۳۱٬۱۲۰؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۹]، مخ ۱
سرکاڼی: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — ۴۲٬۷۳۵؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۱۰]، مخ ۱
وټهپور: اټکلی نفوس (۲۰۰۲م) — په خانه کې ۰؛ د نفوس نشتوالی نه ثابتوي؛ پښتانه — ۱۰۰٪؛ تاجکان — ۰٪؛ مأخذ — [۱۱]، مخ ۱
په دې جدول کې د ۱۱ ولسوالیو د قومونو په خانه کې ۱۰۰ سلنه پښتانه ثبت شوي؛ خو د اسمار او وټهپور د ټول نفوس په خانه کې صفر لیکل شوی دی. دغه صفر د دې معنا نه لري چې ولسوالۍ بېنفوسه وې؛ ښايي د نفوسي معلوماتو د راټولولو تخنیکي یا امنیتي تشه وي. نو د دواړو ولسوالیو نفوس په ریاضي حساب کې نه دی شامل شوی. [۲، ۱۱]
د نورګل او ناړۍ د بېلګو پرتله
نورګل: د UNHCR د ۸ اکتوبر ۲۰۰۲م د ولسوالۍ راپور، لومړی مخ: اټکلی نفوس ۳۱٬۱۲۰ تنه، «Pashtun 100%» — «۱۰۰ سلنه پښتانه» او «Tajik 0%» — «صفر سلنه تاجکان» ثبتوي.
د همدې راپور په دویم مخ کې هم ټول نفوس پښتون بلل شوی دی. [۹، مخونه ۱–۲]
ناړۍ: د UNHCR د ۸ اکتوبر ۲۰۰۲م د ولسوالۍ راپور، لومړی مخ: اټکلی نفوس ۱۵٬۱۸۹ تنه، «Pashtun 60%» — «۶۰ سلنه پښتانه» او «Other 40%» — «۴۰ سلنه نور قومونه» لیکي. یعنې له هرو لسو اټکلي اوسېدونکو څخه شاوخوا شپږ پښتانه او څلور د نورو قومونو په ډله کې ثبت شوي دي. د سند په تشریحي برخه کې د ګوجر، نورستاني او کوهستاني مشرانو نومونه راغلي دي.
د ناړۍ د همدې جدول په «Tajik» خانه کې هم «صفر سلنه تاجکان» ثبت دي. [۱۲، مخ ۱]
دا پرتله مهمه ده: په هغو ولسوالیو کې چې راپور «ټول پښتانه» لیکلي، ۱۰۰ سلنه پښتانه وایو؛ خو په ناړۍ کې هماغه ۶۰ سلنه پښتانه لیکو. د اصلي سند پر ځای خپله خوښه سلنه نه ټاکو.
که د ناړۍ په اصلي راپور کې «۶۰ سلنه پښتانه، ۴۰ سلنه نور قومونه» په جلا ډول لیکل کېدای شي، نو په نرنګ، نورګل او خاص کونړ کې د «۱۰۰ سلنه پښتانه، صفر سلنه تاجکان» ثبت ولې په بېسنده تفسیر بدلېږي؟
د دغې غلطې او بېسنده ادعا لپاره مشخص کلی او مشخص تاریخي مأخذ کوم دی؟
[۵، ۸، ۹، ۱۲]
۳ ـ د ۹۸٫۲۴ سلنې دقیق حساب او ولسي مانا
له هغو ۱۱ ولسوالیو څخه چې ۱۰۰ سلنه پښتانه ثبت شوي، د نهو ولسوالیو د ۲۰۰۲م کال د نفوس شمېر هم په لاس کې دی. د دغو نهو ټول اټکلی نفوس ۳۳۰٬۶۰۷ تنه کېږي. ورسره د ناړۍ ولسوالۍ ۱۵٬۱۸۹ تنه، چې په راپور کې یې ۶۰ سلنه پښتانه لیکل شوي، یو ځای کوو. د دغو لسو ولسوالیو ټول اټکلی نفوس ۳۴۵٬۷۹۶ تنه او د پښتنو محاسبه شوی شمېر شاوخوا ۳۳۹٬۷۲۰ تنه کېږي. [۱، ۳–۱۰، ۱۲]
۳۳۰٬۶۰۷ + (۱۵٬۱۸۹ × ۶۰ ÷ ۱۰۰) = نږدې ۳۳۹٬۷۲۰ پښتانه
۳۳۹٬۷۲۰ ÷ ۳۴۵٬۷۹۶ × ۱۰۰ = ۹۸٫۲۴٪ مستند او منل شوی پښتنی هو یت او تا ریخي سند دی.
۹۸٫۲۴ سلنه — اته نوي اعشاریه څلورویشت سلنه: په ساده پښتو، د دغو لسو ولسوالیو د ۲۰۰۲م کال د شته نفوسي اټکلونو له مخې له هرو سلو کسانو نږدې اته نوي تنه پښتانه محاسبه شوي دي. [۱، ۳–۱۰، ۱۲]
پوښتنه دا ده:
څوک چې د همدې څېړل شویو سیمو دیګان د تاجکانو یوه څانګه بولي، د کومې مستقلې سرشمېرنې، ژبنۍ څېړنې یا محلي تاریخي شجرې له مخې یې د دې څرګندو ارقامو مخالف تعبیر وړاندې کړی دی؟
۴ ـ نورې ولسوالۍ او د تاریخي اداري وېش توپیر
دانګام: د UNHCR د ۲۰۰۲م کال د ولسوالۍ د راپور کتابتوني پېژندنه شته؛ خو د قومونو د لومړي مخ اصلي شمېرې په دې څېړنه کې په مستقیم ډول نه دي تصدیق شوې. ځکه ورته خپله سلنه نه ورزیاتوو. [۱۳]
شیګل: د اسمار د ۲۰۰۲م کال په راپور کې د بر کونړ د اداري وېش یادونه شوې؛ د شیګل مستقل قومي جدول په دې څېړنه کې نه دی تثبیت شوی. [۲، ۱۴]
غازيآباد: د UNHCR د ۱ جولای ۲۰۰۲م راپور دا د هغه وخت د نورستان ولایت تر اداري سرلیک لاندې راوړي او «Pashtun 5%» — «۵ سلنه پښتانه» لیکي. د دې ولسوالۍ پخوانۍ اداري جغرافیه د وروسته کونړ له وېش سره بې له تشریحه نه ګډوو. [۱۵]
د دغو توپیرونو څرګند ساتل د مقالې علمي قوت دی؛ ځکه له یوې ولسوالۍ څخه د بلې لپاره شمېره نه اټکلېږي او د دوو بېلابېلو کلونو اداري نقشې یو ډول نه ګڼل کېږي.
له هغو لیکوالانو پوښتنه:
کله چې د غازيآباد اداري تړاو په ۲۰۰۲م کال کې له ننني وېش سره توپیر لري، تاسو د کومې دورې او د کومې دقیقې جغرافیې له مخې پر ټول دیګان قوم یوه عمومي قومي فیصله کوئ؟
۵ ـ د کونړ د ټول ولایت په اړه نړیوالې ادارې څه وايي؟
الف ـ ۹۵ سلنه پښتانه؛ د امریکا د بحري لوړو زدهکړو پوهنتون
د امریکا د بحري لوړو زدهکړو پوهنتون (Naval Postgraduate School — NPS) د کونړ د ولایت د معلوماتو په پاڼه کې ۹۵ سلنه پښتانه (یعنې له هرو سلو اټکلي اوسېدونکو څخه ۹۵) او ۵ سلنه نورستانیان ثبت کړي دي.
په هماغه جدول کې تاجکان صفر سلنه یاد شوي دي.
د پورته لسو ولسوالیو له ۹۸٫۲۴ سلنې سره د ارقامو او پوښښ تایید دی. [۱۶، مخ ۱]
دا نړیوال سند همت نه دی لیکلی. یوې نړیوالې بېطرفه موسسې لیکلی دی.
ب ـ د امریکا د پوځ TRADOC او د اروپایي ټولنې EUAA
د امریکا د پوځ د روزنې او مفاهیمو ادارې (United States Army Training and Doctrine Command — TRADOC) د «AFGHAN SMART Book» د ۲۰۰۹م کال د ډسمبر د لومړي چاپ په ۱۰۶م چاپي مخ کې هم کونړ ۹۵ سلنه پښتانه او ۵ سلنه نورستانیان ثبت کړي دي. [۱۷]
د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې اداره (European Union Agency for Asylum — EUAA) د ۲۰۲۲م کال د اګست د «Afghanistan – Security Situation» راپور په ۱۴۳م چاپي مخ کې همدا ۹۵ سلنه پښتانه یادوي؛ د ۱۳۶۹مې پښېلیک له مخې یې د NPS پخوانیو معلوماتو ته رجوع کړې ده. [۱۸]
نو NPS، TRADOC او EUAA د ۹۵ سلنې پښتني جوړښت پخوانۍ شمېرې سره سره یو ځای یو بل علمي تاریخي سند دی.
د UNHCR د لسو ولسوالیو ۹۸٫۲۴ سلنه بیا زموږ جلا محاسبه ده. په دواړو ډولونو کې د کونړ د پښتنو لوړه ونډه، یعنې ۹۸٫۲۴ سلنه پښتانه دي. [۱۶–۱۸]
که څوک د کونړ د دیګانو د پښتني هویت په اړه ناسمې او بېسنده ادعاوې کوي، او وايي: «دیګان د تاجکانو یوه څانګه ده»، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۰۲م کال راپورونه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ اتنوګرافیک اطلس او پخواني تاریخي قاموسونه د دغې ادعا د ارزونې لپاره مهم اسناد وړاندې کوي. د تاریخي حقیقت په اړه پرېکړه په شخصي شعارونو نه، بلکې په کره اسنادو او علمي دلایلو کېږي.
۶ ـ د افغانستان د علومو اکاډمي او د پښتو څېړنو نړیوال مرکز
د افغانستان د علومو اکاډمي (Academy of Sciences of Afghanistan) د هېواد یو رسمي ملي علمي او څېړنیز بنسټ دی. د دې ادارې د پښتو څېړنو نړیوال مرکز (International Center for Pashto Studies) د پښتو ژبې، ادبیاتو، تاریخي متونو او اړوندو بشري علومو څېړنو ته ځانګړی شوی دی. علمي مقالې او کتابونه د څېړونکو د علمي کار په توګه په دې بنسټ کې چاپېږي. په رسمي اکاډمیکه خپرونه کې د یوې څرګندونې ثبت د هغې مأخذ، نېټه او لیکوال پېژني؛ هره ادعا بیا د خپلې محتوا او اصلي شواهدو له مخې ارزول کېږي. [۲۱–۲۲]
نو د «د افغانستان اتنوګرافیک اطلس (پښتانه)» نوم یوازې د یوه فرد شخصي نظر نه ښيي؛ دا د علومو اکاډمۍ په نوم خپور شوی تاریخي او قومپېژندنیز علمي کتاب دی. له همدې امله د کونړ د دیګانو په اړه یې متن د جدي علمي کتنې وړ مهم کتابي سند دی. [۲۱–۲۳]
۷ ـ ډاکټر عبدالظاهر شکېب: علمي ژوندلیک او د کونړ ۱۳۳م مخ
د علومو اکاډمۍ د رسمي ژوندلیک له مخې، ډاکټر عبدالظاهر شکېب د کونړ د دانګام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او په کندوز کې زېږېدلی دی. په ۱۳۸۱ل کې یې د ننګرهار پوهنتون د پښتو څانګې لېسانس او په ۱۳۸۶ل کې د کابل پوهنتون ماستري ترلاسه کړه. په ۱۳۸۳ل کې د علومو اکاډمۍ علمي غړی شو، په ۱۳۸۸ل کې د څېړندوی رتبې ته ورسېد، په ۲۰۱۸م کې یې د پېښور پوهنتون دوکتورا بشپړه کړه او په ۱۳۹۷ل کې د علومو اکاډمۍ سرپرست رئیس وټاکل شو. د رسمي څېړنې، ژبنۍ پوهې او له کونړ سره د تړاو له مخې، هغه د دې ولایت له مهمو علمي او فرهنګي شخصیتونو څخه دی. [۲۴]
«د افغانستان اتنوګرافیک اطلس (پښتانه)»، لومړی ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو نړیوال مرکز په ۱۳۸۹ل کال خپور کړی؛ د کتاب مهتمم رحمت الله هوتک دی. د ورکړل شوي فهرست له مخې د کونړ فصل ۱۱۵–۱۷۸، لغمان ۱۷۹–۲۳۴، ننګرهار ۲۳۵–۲۸۰ او نورستان ۲۸۱–۳۳۰ چاپي مخونه لري. د کونړ فصل د شکېب په نوم دی. [۲۳]
د لیکوال د وړاندې کړي ۱۳۳م مخ له مخې د «۷ ـ دیګان» تر سرلیک لاندې د شکېب عبارت دا دی:
«دیګان چې زیاتره پوهان یې د پښتنو قبیلو یو ښاخ بولي.» [۲۳، مخ ۱۳۳]
دغه جمله څرګندوي چې شکېب د دیګانو د پښتني قبایلي تړاو علمي مستند نظر د «زیاتره پوهانو» له قوله ثبت کړی دی.
د ده علمي سابقه او د رسمي اطلس چاپ د دې متن د کتابي حوالې اهمیت څرګندوي. [۲۳–۲۴]
له مخالف تعبیر وړاندې کوونکو ته پوښتنه:
که د افغانستان د علومو اکاډمۍ په پښتني اطلس کې د دیګانو د پښتني تړاو نظر ثبت شوی وي، تاسو یې د رد لپاره د کومې علمي څېړنې اصلي مخ وړاندې کوئ؟
د دغو پوهانو او علمي شخصیتونو د نظر په وړاندې باید بل مستند نظر راوړل شي، نه یوازې سیاسي شعار.
ډاکټر شکېب څه وايي او د ملګرو ملتونو سند څه وايي؟
د شکېب د اطلس په ۱۳۳م مخ کې د وړاندې شوي نقل له مخې راغلي چې «زیاتره پوهان یې د پښتنو قبیلو یو ښاخ بولي». د UNHCR د نرنګ راپور د ولسوالۍ د اوسېدونکو قومي وېش ۱۰۰ سلنه پښتانه او صفر سلنه تاجکان ښيي. زاړه قبایلي قاموسونه بیا د دیګان نوم د کونړ او نورو پښتني سیمو په تړاو ثبتوي.
دا هر یو په جلا ډول مهم تاریخي شاهدان دي:
یو د قومپېژندنې د نظر کتابي ثبت، بل د نفوس اداري مستند اسناد، او درېیم د نوم تاریخي یادونه. د اسنادو ګډ لوست د کونړ د دیګانو د پښتني تړاو ثبوت وړاندې کوي. [۸، ۲۳، ۲۸–۲۹]
۸ ـ د وزیر محمد ګل خان مومند بابا روایت او د تاریخي قاموسونو موافق شواهد
د وزیر محمد ګل خان مومند بابا په اړه زما په مخکینۍ لیکنه کې، د خپل پلار میرزا محمد جان له خولې، د دیګانو او اوتمانزو وزیرانو د قبایلي تړاو روایت وړاندې شوی و. له بلې خوا، د ۱۸۹۹م کال تاریخي قبایلي قاموس په ۵۶–۵۷م مخونو او د ۱۹۱۰م کال چاپ په ۱۲۳م مخ کې د «Dehgan» او «Digan Khel» نومونه د اوتمانزو دروېشخېل وزیرانو په قبایلي لړیو کې ثبت دي. دا د دوو بېلو تاریخي پړاوونو او دوو بېلو معلوماتي لارو شواهد دي:
یو کورنی تاریخي روایت او بل چاپي تاریخي قاموس. د دواړو د مضمون ورته والی یو بل بشپړوي. [۲۸–۲۹، ۳۲]
۹ ـ د ۱۸۹۹ او ۱۹۱۰ کلونو تاریخي قبایلي قاموسونه
د ۱۸۹۹م کال «A Dictionary of the Pathan Tribes on the North-West Frontier of India» د برېتانوي هند د استخباراتي څانګې په اداري چوکاټ کې ترتیب شوی دی. په ۵۶–۵۷ مخونو کې د «Dehgan» نوم د کونړ، لغمان، ننګرهار، زرمت او باجوړ له سیمو سره تړل شوی؛ په نورو قبایلي لړیو کې ورته نوم د وزیر او داوړو په تړاو هم ثبت شوی دی. د ۱۹۱۰م کال نوي چاپ ۱۳ او ۱۲۳ مخونه هم د «Dehgan / Deegan / Digan Khel» د نومونو لپاره مهم ثبتونه لري. [۲۸–۲۹]
د ۱۸۹۹م کال د قاموس د ۵۶–۵۷م مخ مشخص ثبتونه: «Dehgan» د عمرخېل → عليخېل → خدرخېل → محمدخېل → اوتمانزي → دروېشخېل وزیر په قبایلي لړۍ کې راځي؛ «Digan Khel» د دتهخېل → عبدالخېل → بورهخېل → محمدخېل → اوتمانزي → دروېشخېل وزیر په لړۍ کې ثبت دی؛ «Dihgan» د داوړ قوم د محمدخېلو، ملخ او ملېزادو په لړۍ کې یاد شوی دی. دا د نومونو او مشخصو پښتني قبایلي تړاوونو مستقیم چاپي ثبتونه دي او د همت خبرې نه دي. [۲۸، مخونه ۵۶–۵۷]
د ۱۹۱۰م کال د قاموس په ۱۲۳م مخ کې «Deegan» له داوړ قوم سره د ګډې استوګنې په تړاو راغلی، او «Digan Khel» د اوتمانزو دروېشخېل وزیر تر قبایلي لړۍ لاندې ثبت شوی دی. په دغه متن کې د مشرانو نومونه غمام شاه، بدرنګ او زمه خان هم لیکل شوي دي. [۲۹، مخ ۱۲۳]
اوس دې د دغې غلطې او بېسنده ادعا، «دیګان د تاجکانو څانګه ده»، د جملې پلویان ووایي:
د دې ډول څرګند، نومپهنوم قبایلي قاموس په مقابل کې مو خپل تاریخي قاموس چېرته دی؟
کوم مؤلف، کوم چاپ او کوم مخ د همدې نومول شوې څانګې لپاره بل نسب ثبتوي؟
دا زړې سرچینې د نوم او د مشخصو پښتني قبایلي څانګو د تاریخي ثبتونو شاهدانې دي.
په دې قاموسونو کې د دیګان، دیګانخېل او دیهګان څو بېل ثبتونه شته؛ هره څانګه باید د هغې له ځای او قبایلي او پښتني هویت له لړۍ سره وپېژنو. [۲۸–۲۹]
۱۰ ـ د ۱۹۸۵م کال تاریخي ګزېټیر، الفنسټون، مکګرېګور او د نورو ولایتونو دیګان
د Ludwig W. Adamec تر سمون لاندې «Historical and Political Gazetteer of Afghanistan»، شپږم ټوک (۱۹۸۵م)، د «DEHGAN» مدخل په ۱۵۶م چاپي مخ پیلېږي او په ۱۵۷م مخ دوام لري. دلته د کونړ، لغمان، جلالاباد او درهنور په سیمو کې د دیګانو د اوسېدو ثبتونه او د پخوانیو لیکوالو د ژبې او اصل بېلابېل روایتونه راغلي دي. [۳۰، مخونه ۱۵۶–۱۵۷]
په همدې ګزېټیر کې مکګرېګور (McGregor) د دیګانو شپږ نومول شوې څانګې ثبتوي: دومه (Dumeh)، چګوني (Chaguni)، کولي (Kuli)، بزرګ (Buzurg)، دیبازي (Debazai) او ملکزي (Malikzai). د متن له مخې وروستۍ څلور څانګې — کولي، بزرګ، دیبازي او ملکزي — په عمده توګه په کونړ او د ساپیو په درو کې یادې شوې دي.
د مدخل په پای کې د الفنسټون (Elphinstone)، مکګرېګور (McGregor) او جېنکنز (Jenkyns) نومونه د پخوانیو مأخذونو په توګه راغلي دي. [۳۰، مخ ۱۵۷]
دا د کولي، بزرګ، دیبازي او ملکزي د نومونو او د هغوی د کونړ او ساپیو له سیمو سره د تاریخي تړاو روښانه کتابي شاهد دی. دغه نومونه د دیګانو د سیمهییزو څانګو د تاریخ په څېړنه کې له پامه نه شو غورځولای. [۳۰]
په دې توګه د کونړ ترڅنګ په لغمان، ننګرهار، زرمت او باجوړ کې د دیګان نوم پخوانی علمی او مستند کتابي ثبت لري.
دا د نوم او د ځینو سیمهییزو څانګو د تاریخي پراخوالي شاهد دی. د دغو ټولو سیمو د خلکو ترمنځ دقیق نسب او ژبني توپیرونه د هرې جلا ډلې د مستقیمو منابعو له مخې ارزول کېږي. [۲۸–۳۰]
پوښتنه:
د مکګرېګور په کتابي روایت کې چې د کولي، بزرګ، دیبازي او ملکزي نومونه او پښتنی دیګاني هویت له کونړ او ساپیو درو سره تړل شوي دي، د دې کورنیو د تاجکانو د یوې واحدې څانګې بللو لپاره مو کومه د کلیو، کورنیو او ژبو په کچه څېړنه وړاندې کړې ده؟
[۳۰، مخ ۱۵۷]
د «دیګان شاخهای از قوم تاجیک است» د ادعا په اړه روښانه علمي پوښتنې
دري ادعا: «دیګان شاخهای از قوم تاجیک است.»
پښتو معنا: «دیګان د تاجک قوم یوه څانګه ده.»
د افغان او دیګان ولس څرګنده پوښتنه دا ده:
دا جمله د کوم تاریخپوه، کوم کتاب، کوم تاریخي سند، کوم چاپ او کوم مخ خبره ده؟
که د کونړ، لغمان، ننګرهار او پښتونخوا د دیګانو د کورنیو په اړه ده، د هغوی نومول شوې شجرې، کلي، د سیمې مشران او خپل بیان په کومه څېړنه کې ثبت شوي دي؟
د قومي هویت بحث یوازې د کلمو پر بدلېدو نه حل کېږي؛ علمي ثبوت او اسناد غواړي.
لومړۍ پوښتنه ـ نرنګ:
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۰۲م کال د نرنګ په راپور کې «۱۰۰ سلنه پښتانه» او «صفر سلنه تاجکان» ثبت دي.
له چا سره د دې ولسوالۍ د هغو دیګانو د بل قوم په نوم ثبت شوی اصلي مقابل سند شته چې پخپله ځانونه پښتانه پېژني؟
سند مو کوم دی او چېرته چاپ شوی؟
[۸]
دویمه پوښتنه ـ خاص کونړ او نورګل:
په دواړو ولسوالیو کې د هغه وخت په راپورونو کې «۱۰۰ سلنه پښتانه» او «صفر سلنه تاجکان» ښودل شوي دي.
که څوک د دغو سیمو دیګان د تاجکانو د یوې واحدې څانګې غړي بولي، کوم مستقیم سیمهییز تحقیق یې په خپل اصلي متن کې دا نتیجه ترلاسه کړې ده؟
[۵، ۹]
درېیمه پوښتنه ـ علومو اکاډمي:
د ډاکټر عبدالظاهر شکېب د اطلس د ۱۳۳م مخ نقل وايي: «دیګان چې زیاتره پوهان یې د پښتنو قبیلو یو ښاخ بولي.»
د دې کتابي عبارت په مقابل کې مو د کومې بلې څېړنې اصلي نقل شته؟
نوم، مخ او بشپړ استدلال یې ولې نه وړاندې کوئ؟
[۲۳]
څلورمه پوښتنه ـ تاریخي قاموس:
د ۱۸۹۹م کال د پښتنو قبایلو قاموس د دیګان او دیګانخېل نومونه د اوتمانزو دروېشخېل وزیر په قبایلي لړۍ کې ثبتوي؛ د ۱۹۱۰م کال چاپ هم دیګانخېل له دتهخېلو سره او Deegan له داوړو سره یادوي.
د دغو اصلي پاڼو په مقابل کې د دیګانو د تاجکوالي په هکله کوم مشخص تاریخي ثبت وړاندې کوئ؟
[۲۸–۲۹]
پنځمه پوښتنه ـ کونړ، لغمان، ننګرهار او پښتونخوا:
په تاریخي قاموسونو کې دیګان یوازې د یوه کلي نوم نه دی؛ کونړ، لغمان، ننګرهار، زرمت او باجوړ یاد شوي دي، او د وزیرستان قبایلي لړۍ هم ثبت شوې ده.
د دې هرې ډلې خپله پېژندنه او تاریخ مو څېړلی، که مو د ټولو لپاره له مخکې یوه نتیجه ټاکلې ده؟
[۲۸–۲۹]
شپږمه پوښتنه ـ مکګرېګور او تاریخي ګزېټیر:
د کولي، بزرګ، دیبازي او ملکزي څانګې د کوم بل اصلي سند له مخې له خپلې سیمهییزې پېژندنې بېلې او د بل قوم په قطعي شجره کې شاملېږي؟
ولې د کتابونو اصلي عبارتونه نه سره پرتله کېږي؟
[۳۰]
اوومه پوښتنه ـ د یوناما د نومونې ګډوډي:
د افغانستان د شنونکو شبکې (AAN) په ۲۰۲۱م کال کې د ۲۰۰۹م کال د یوناما په پېژندلیک کې د «Tajik (Daigan [Dehgan])» ګډوډ ثبت یاد کړی، چې په نقل کې د پښتنو د فرعي ډلو په کتار کې راغلی دی.
د بشپړ جدول او د نومونې د طریقې له کتلو پرته ولې یوازې یوه کلمه د ټول قوم د بدلولو دلیل ګرځول کېږي؟
[۳۱]
اتمه پوښتنه ـ ملي هویت او سیاسي شعار:
که څوک وايي «من افغان نیستم»، «افغانستان خراسان است» یا «من از خراسان هستم»، دا د هغه شخص سیاسي دریځ کېدای شي؛ خو د نرنګ، کونړ او لغمان د دیګانو تاریخي هویت څنګه پرې بدلېږي؟
د دې سیاسي شعار او د یوه قوم د نسب ترمنځ تاریخي اړیکه کوم کتاب ثابته کړې ده؟
د پخواني رسمي دریځ او د اوسني شعار مستنده پرتله:
صاحبنظر مرادي د ۲۰۱۴م کال په خپره شوې مرکه کې د افغانستان د تېرو کلونو په قدرت، امتیازونو او څوکیو د افغان په نوم افتخار کاوه او د خپلو لاسته راوړنو پر ساتنې یې ټینګار کاوه او د دې هېواد د خلکو او دولتي پرمختګونو په اړه یې خبرې کړې وې [۳۶]. له بلې خوا، «خراسان ټایمز» د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۲۰مه له محیالدین مهدي څخه د «من افغان نیستم» څرګندونه نقل کړې ده [۳۷].
زموږ نیوکه څرګنده ده: د افغانستان د ادارو تر چتر لاندې د مقام او امتیاز منل، بیا د «افغان» د ملي نوم ردول، روښانه، مستدل او د ولس پر وړاندې د حساب وړ ځواب غواړي.
د «افغانستان را قبول ندارم»، «من از خراسان هستم»، «من افغان نیستم» او ورته عبارتونو او عوامفریبانه شعارونو په وسیله د دیګانو د یوه ټول قوم تاریخي هویت نه بدلېږي.
د افغان ولس پرېکنده پوښتنه:
د صاحبنظر مرادي د «دیګان شاخهای از قوم تاجیک است» غلطه او مغرضه ادعا او د محیالدین مهدي د دیګانو په اړه ورته څرګندونې ولې د «من افغان نیستم»، «من افغانستانی نیستم»، «افغانستان را قبول ندارم» او «من از خراسان هستم» له سیاسي فکر څخه بېلې ښودل کېږي؟
دلته د یوې فکري کورنۍ دوه اړخونه ښکاري: یو اړخ د مسلمان، افغان، پښتون دیګان په خپل تاریخي او قومي هویت کې لاسوهنه کوي؛
بل اړخ د افغان او افغانستان له ګډ ملي نوم سره مخالفت کوي.
د ۲۰۱۰م کال د ولسي جرګې څوکۍ او د مارشال محمد قسیم فهیم د فوقالعاده امر په اړه د ۸ اکتوبر ۲۰۲۵م رسنیزه یادونه هم د پرون د دولتي امتیاز او د نن د ملي نوم د ردولو ترمنځ د ولس پوښتنه لا څرګندوي.
کوم علمي سند دا سیاسي فکر د دیګانو د کورنیو د نسب د بدلولو دلیل ګرځولی شي؟
نهمه پوښتنه ـ د ادعا د خپرېدو سرچینه: د محیالدین مهدي، صاحبنظر مرادي یا بل هر هغه لیکوال لپاره چې دغه ادعا ورته منسوبېږي، زموږ بلنه همدا ده: خپل اصلي متن، چاپ، نېټه، مأخذ او د دیګانو د کورنیو مستقیم شواهد وړاندې کړئ. که دا استعماري، سیاسي یا تبلیغاتي متن دی، د هغه اصلي ماخذ او د لیکلو موخه دې هم څرګنده شي. د اشخاصو په اړه د پټو اړیکو ادعا د کتاب، مخ او سند ځای نه نیسي.
څرګند ځواب: افغان ولس دا بېسنده او مغرضه ادعا، «دیګان د تاجکانو یوه څانګه ده»، چې عمومي او پر ټولو سیمو تپل شوې ده، د وړاندې شویو اصلي اسنادو له مخې بېثبوته بولي. د یوه قوم د نوم بدلولو لپاره د یو یا دوو لیکوالانو تفسیر بسنه نه کوي.
د ملګرو ملتونو د ولسوالیو ثبت، د علومو اکاډمۍ د اطلس عبارت، د پښتنو د قبایلو د ۱۸۹۹م او ۱۹۱۰م کلونو قاموسونه، د مکګرېګور تاریخي نوملړ او د دیګانو خپل ولسي غږ باید ټول یو ځای ولوستل شي. دا زموږ علمي دریځ دی؛ که مقابل سند وي، خلکو ته دې په اصلي بڼه وړاندې شي.
د څلورمې لیکنې څرګند پیغام: خپل هویت او د نورو درناوی
زموږ خبره لنډه او څرګنده ده:
مسلمان، افغان، پښتون او دیګان د کونړ د هغو دیګانو د پېژندنې نومونه دي چې په همدې توګه ځان پېژني. د دیګان د نوم تاریخي شتون، په پښتني چاپېریال کې د هغوی یادونه او د کونړ د ټولو ولسوالیو قومي ثبتونه په دې بحث کې له پامه نه شو غورځولای.
موږ له هر لیکوال او څېړونکي څخه غواړو چې که د دغو خلکو لپاره بل قومي تعریف وړاندې کوي، د هغه اصلي سند، مخ، نېټه او د خپل استدلال لاره هم څرګنده کړي. بېسنده نومونه د علمي دلیل ځای نه شي نیولای.
د کونړ، لغمان، ننګرهار او پښتونخوا دیګان ولس ته زموږ پوښتنه دا ده:
ستاسو نیکونو خپل قومي نوم، ژبه او تاریخي تړاو څنګه ساتلی و؟
ستاسو د کورنیو شجرې او د کلیو زاړه اسناد څه وايي؟
همدا د خپل قوم له خولې راغلي شواهد د کتابي اسنادو تر څنګ ارزښت لري.
دا نیوکه د تاجک قوم پر درناوي یا حقونو نه ده. تاجکان، پښتانه او د افغانستان نور قومونه ټول د عزت وړ دي. خبره د کونړ د دیګانو د خپلې پېژندنې د درناوي او د تاریخي اسنادو د سم لوستلو ده؛ د یو قوم د نوم په پلمه د بل قوم هویت نه باید ور بدل شي. د دین، افغانیت، پښتونولۍ او دیګان نوم د بحث پر مهال له علمي دقته کار اخیستل د ټول ولس په ګټه دي.
۱۱ ـ د اسنادو ګډه علمي نتیجه
لومړی، د UNHCR د ۲۰۰۲م کال د ولسوالیو راپورونه څرګندوي چې د کونړ په ۱۱ جلا ولسوالیو کې ۱۰۰ سلنه پښتني قومي جوړښت ثبت شوی و، او د هماغو جدولونو د تاجکانو برخه صفر سلنه ښودل شوې وه؛
د هغو لسو ولسوالیو د شته نفوسي ارقامو له یوځای کولو ۹۸٫۲۴ سلنه (اته نوي اعشاریه څلورویشت سلنه) وزنلرونکی محاسبه شوی سند جوړوي.
دویم، NPS او TRADOC د ټول ولایت په اړه ۹۵ سلنه پښتانه ثبتوي او EUAA همدا پخوانۍ شمېره نقلوي او یو بل تاریخي سند وړاندې کوي.
درېیم، د یوناما د یوه پخواني راپور په اړه د AAN په یادونه کې د «Dehgan» نوم د پښتنو د فرعي ډلو له بحث سره یو ځای راغلی، که څه هم د نومونې عبارت متناقض دی.
څلورم، ډاکټر عبدالظاهر شکېب ته منسوب د علومو اکاډمۍ د اطلس د ۱۳۳م مخ عبارت د دیګانو د پښتني قبایلي تړاو د پوهانو نظر ثبتوي.
پنځم، د ۱۸۹۹م او ۱۹۱۰م کلونو قبایلي قاموسونه د دیګان، دیګانخېل او د وزیر او داوړ له څانګو سره د نومونو مشخص تاریخي ثبتونه ساتي.
شپږم، د وزیر صاحب محمد ګل خان مومند بابا له خولې رارسېدلی کورنی روایت د اوتمانزو وزیر په نوم د همدې تاریخي قاموس له ثبت سره د پرتله کولو ارزښت لري.
اووم، د مکګرېګور په ثبت کې د کولي، بزرګ، دیبازي او ملکزي د کونړ او ساپیو په درو کې یادونه د سیمې د قومي تاریخ لپاره ځانګړی تاریخي، علمي او نړیوال ارزښت لري. [۱–۱۲، ۱۶–۱۹، ۲۳، ۲۸–۳۲]
د دې ټولو اسنادو د ګډ لوستلو علمي حاصل دا دی چې د کونړ د دیګانو پښتنی قبایلي او ټولنیز تړاو د څو بېلابېلو تاریخي او معاصرو سرچینو په بحث کې ثابت او مستند شوی دی او بیسنده شخصي دعوه نه ده.
پایله
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۰۲م کال د کونړ د ولسوالیو د رسمي راپورونو له مخې، په ۱۱ ولسوالیو — اسعداباد، اسمار (بر کونړ)، چپه دره، څوکۍ، خاص کونړ، پېچ (مانوګي)، مروره، نرنګ، نورګل، سرکاڼي او وټهپور — کې ۱۰۰ سلنه پښتانه او صفر سلنه تاجکان ثبت شوي دي. دا د هماغه کال د ولسوالیو د اټکلي قومي جوړښت څرګند تاریخي اداري اسناد دي. په ځانګړي ډول د نرنګ، خاص کونړ او نورګل د ولسوالیو راپورونه، چې د دیګانو د تاریخي استوګنې له بحث سره تړاو لري، د ۱۰۰ سلنه پښتنو او صفر سلنه تاجکانو ثبت وړاندې کوي. د دغو راپورونو ترڅنګ د ټول کونړ ولایت د ۹۵ سلنه پښتني جوړښت په اړه نورې نړیوالې حوالې، د یوناما له یوه پخواني راپور څخه د «Dehgan» یادونه، او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ډاکټر عبدالظاهر شکېب د اتنوګرافیک اطلس د ۱۳۳م مخ منسوب عبارت د دیګانو د پښتني تاریخي تړاو د علمي مطالعې لپاره مهم مستند بنسټ برابروي. د هر سند شمېره، کتاب، کال او مخ په لاندې مأخذونو کې ثبت شوي دي. د علمي څېړنې پیاوړتیا په دې کې ده چې د اسنادو د اعتبار ترڅنګ د هغوی د اټکل او استعمال حدود هم خلکو ته په روانه ژبه بیان شي.
د دې څلورمې لیکنې بنسټیز پیغام دا دی چې د کونړ د دیګانو د مسلمان، افغان او پښتني پېژندنې په اړه باید خپله خبره په ډاډ، عزت او د اصلي اسنادو پر بنسټ وړاندې کړو.
هر څوک چې نړیوال راپورونه او ملي کتابونه د علمي بحث لپاره لري، مهرباني دې وکړي، وړاندې دې یې کړي. خو هېڅ بېدلیله طبقهبندي د خلکو د خپلې تاریخي او ټولنیزې پېژندنې د له منځه وړلو واک نه لري. موږ له ټولو څېړونکو د درناوي، کره حوالو او پرانیستي علمي بحث غوښتنه کوو.
د ملي هویت په اړه زموږ روښانه او پرېکنده دریځ:
هغه تبلیغ چې د افغانانو د ګډ ملي نوم د کمزوري کولو، د افغانستان د نوم د بېاعتباره کولو او د قومونو ترمنځ د بېلتون د زیاتولو لپاره کارول کېږي، د افغان ولس په ملي او سیاسي ارزونه کې افغاندښمنه، افغانستاندښمنه، وطندښمنه او تاریخدښمنه تبلیغ دی.
دا څلور تعبیرونه د یوه وېشونکي سیاسي فکر په نقد کې کارول شوی دی ، نه د کومې ژبې، دین یا قوم د سپکاوي لپاره.
له هغو څېرو څخه چې پخوا یې د افغانستان په دولتي ادارو کې مقام او رسمي امتیاز درلود او نن د «من افغان نیستم» یا د افغانستان د ملي نوم د ردولو بحث ته وده ورکوي، ولس دا پوښتنه لري:
هغه مهال مو د دولت نوم او مسؤولیت څنګه منل او نن یې په کوم سند ردوئ؟
د محیالدین مهدي، صاحبنظر مرادي او هر بل څېړونکي د تاریخي ادعا د ارزونې معیار یو دی: اصلي متن، سند، نېټه، مخ، د خلکو خپله پېژندنه او روښانه استدلال؛ نه څوکۍ، نه شعار او نه بېسنده تور.
وروستۍ روښانه او پرېکنده خبره:
«دیګان شاخهای از قوم تاجیک است» د هغو دیګانو په اړه چې ځانونه مسلمان، افغان او پښتانه بولي، غلطه او مغرضه ادعا ده.
دا ادعا او د «من افغان نیستم»، «من افغانستانی نیستم»، «افغانستان را قبول ندارم» او «من از خراسان هستم» په څېر سیاسي شعارونه د یوه فکر د دوو اړخونو په توګه باید په ګډه وڅېړل شي.
هغه کسان چې پرون یې د افغانستان په نوم د دولت څوکۍ او رسمي امتیازونه منل، نن د افغان او افغانستان د نوم د ردولو په اړه د افغان ولس پوښتنو ته روښانه ځواب لري؟
د ۲۰۱۰م کال د پارلماني څوکۍ په تړاو د مارشال محمد قسیم فهیم د فوقالعاده امر د ۸ اکتوبر ۲۰۲۵م رسنیزه یادونه او په ټولنیزو شبکو کې د اړوندو شاهدیو بحثونه هم د دې پوښتنې په تړاو مطرح دي.
د دې هېڅ یوه سیاسي بحث په وسیله د کونړ، لغمان، ننګرهار او پښتونخوا د دیګانو خپل مسلمان، افغان او پښتنی هویت نه شي بدلېدای. دا نیوکه پر غلطې ادعا او وېشونکي سیاسي فکر ده، نه د تاجک یا بل قوم پر عزت او حقونو.
د افغان ولس د غوڅ اکثریت او د افغانستان د ملي حکومت په تړاو دا ملي غوښتنه یو ځل بیا څرګندوو:
افغانستان د ټولوورونو قومونو ګډ، برابر او د ورورولۍ کور دی؛
«افغان» زموږ ګډ ملي هویت دی. د «من افغان نیستم»، «افغانستان خراسان است» او ورته تعبیرونو په اړه سیاسي او تاریخي اختلاف باید د کره اسنادو او درناوي پر بنسټ وڅېړل شي، نه د قومونو د سپکاوي یا د هغوی ترمنځ د بېلتون له لارې.
د ټولو افغان قومونو د نوم، ژبې، فرهنګ، عزت او برابرو حقونو ساتنه د ملي وحدت، د افغانستان د خپلواکۍ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پیاوړی بنسټ دی.
د افغانستان د هر د دولت ملي مسؤولیت هم د همدې ګډ کور او د ټولو اوسېدونکو د برابر حقونو ساتنه ده.
وروستۍ پوښتنه:
«دیګان شاخهای از قوم تاجیک است» — دا حکم د کوم اصلي سند له مخې شوی؟
که یو کره سند لرئ، کتاب، پاڼه او تاریخي شاهد یې وړاندې کړئ. که نه، د کونړ، لغمان، ننګرهار او پښتونخوا د هغو دیګانو مسلمان، افغان او پښتنی پېژندنه چې پخپله یې همدا هویت دی، په بېاسناده عبارتونو مه اړوئ.
په درنښت
محمد همایون همت
(MD, PhD)
۱۶ نومبر ۲۰۲۶م
مأخذونه: د اصلي اسنادو مخونه او د موندلو پتې
[1] UNHCR, District Profile: Asad Abad, Kunar, 8 Oct 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1214384/17333_accord227_asad_abad.pdf
[2] UNHCR, District Profile: Asmar, Kunar, 6 Jun 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1201642/17343_accord299_asmar.pdf
[3] UNHCR, District Profile: Chapa Dara, Kunar, 8 Oct 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1072924/17334_accord228_chapa_dara.pdf
[4] UNHCR, District Profile: Chawkay, Kunar, 8 Oct 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1182831/17335_accord229_chawkay.pdf
[5] UNHCR, District Profile: Khas Kunar, Kunar, 8 Oct 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1243127/17337_accord230_khas_kunar.pdf
[6] UNHCR, District Profile: Mano Gay, Kunar, 5 Jun 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1203689/17344_accord300_mono_gay.pdf
[7] UNHCR, District Profile: Marawara, Kunar, 7 Oct 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1099237/17338_accord235_marawara.pdf
[8] UNHCR, District Profile: Narang, Kunar, 8 Oct 2002, pp. 1–2.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1317775/17339_accord231_narang.pdf
[9] UNHCR, District Profile: Nurgal, Kunar, 8 Oct 2002, pp. 1–2.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1355378/17341_accord233_nurgal.pdf
[10] UNHCR, District Profile: Sirkanay, Kunar, 8 Oct 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1117635/17342_accord234_sirkanay.pdf
[11] UNHCR, District Profile: Wata Pur, Kunar, 1 Jun 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1152678/17345_accord305_wata_pur.pdf
[12] UNHCR, District Profile: Nari, Kunar, 8 Oct 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1084153/17340_accord232_nari.pdf
[13] UNHCR, District Profile: Dangam, Kunar, 8 Oct 2002, registered catalog record.
https://www.ecoi.net/en/document/1262770.html
[14] Asmar District Profile, UNHCR, 2002; administrative description of Shigal, pp. 1–3.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1201642/17343_accord299_asmar.pdf
[15] UNHCR, District Profile: Ghazi Abad, listed under Nuristan, 1 Jul 2002, p. 1.
https://www.ecoi.net/en/file/local/1337534/17358_accord283_ghazi_abad.pdf
[16] Naval Postgraduate School, Kunar Provincial Executive Summary, p. 1; Kunar ethnic groups.
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/7/75/Kunar_Executive_Summary.pdf
[17] US Army TRADOC, AFGHAN SMART Book, First Edition, Dec 2009, printed p. 106.
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/6/67/AFGHAN_SMART_Book-1-.pdf
[18] European Union Agency for Asylum, Afghanistan – Security Situation, Aug 2022, printed p. 143, fn. 1369.
https://www.euaa.europa.eu/sites/default/files/publications/2022-09/2022_08_EUAA_Afghanistan_Security%20Situation_%20Final_2.pdf
[19] Afghan People’s Dialogue on Peace, Local Road Maps for Peace, 2018, Kunar profile, printed p. 152; UNAMA-hosted.
https://unama.unmissions.org/sites/default/files/afghan_peoples_dialogue_34_roadmaps_on_peace_english.pdf
[20] US Army, Afghanistan Provincial Reconstruction Team Handbook, CALL 11-16, Kunar province, 2011 (705 / 771 villages).
https://www.globalsecurity.org/military/library/report/call/call_11-16_appa.htm
[21] Academy of Sciences of Afghanistan, official institutional description.
https://www.asa.gov.af/ps/
[22] International Center for Pashto Studies, Academy of Sciences of Afghanistan, official information.
https://asa.gov.af/ps/node/1075
[23] د افغانستان اتنوګرافیک اطلس (پښتانه)، لومړی ټوک، مهتمم رحمت الله هوتک، علومو اکاډمي، ۱۳۸۹ل؛ د کونړ فصل ۱۱۵–۱۷۸، «دیګان» ۱۳۳م مخ. د اصلي کتاب د فهرست او د ۱۳۳م مخ د وړاندې شوي نقل له مخې.
[24] د افغانستان د علومو اکاډمي، «د رئیس پېژندنه» ـ د عبدالظاهر شکېب رسمي علمي ژوندلیک.
https://asa.gov.af/ps/د-رئیس-پيژندنه
[25] عبدالظاهر شکېب، شخصي خپور شوی ژوندلیک؛ د «د کونړ ولایت اتنوګرافیکي څېړنه» ۱۲۰ مخیز ثبت.
https://zahirshakeeb.blogfa.com/Profile/
[26] Amir Muhammad Sabir, “Who Are Degans, Dihgans or Tajiks?”, PASTO, nos. 101–103, 1401/2022, pp. 27–46; Bandewal 3:206 at p. 31; refs pp. 44–46.
https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/PASTO%20quarterly%20journal%20no.%20101-103%20year%201401.pdf
[27] حسن ګل بانډهوال، «پښتنې قبیلې او خېلونه»، ۱۳۸۰ل؛ ۲۰۶م مخ، تر اوسه یوازې د صابر له لارې ثانوي حواله.
https://ketabton.com/books/2hvYMXuL8Iu/file.pdf
[28] Intelligence Branch, A Dictionary of the Pathan Tribes on the North-West Frontier of India, Calcutta, 1899, pp. 56–57.
https://www.loc.gov/item/02013572/
[29] General Staff, A Dictionary of the Pathan Tribes on the North-West Frontier of India, Calcutta, 1910, pp. 13 and 123.
https://digitalcommons.unomaha.edu/afghanuno/200
[30] Ludwig W. Adamec (ed.), Historical and Political Gazetteer of Afghanistan, Vol. 6, Graz, 1985, “DEHGAN”, pp. 156–157. په ۱۵۷م مخ کې د مکګرېګور له قوله شپږ څانګې او د وروستیو څلورو د کونړ او ساپیو په درو کې د استوګنې ذکر؛ الفنسټون او جېنکنز د مدخل د نورو مأخذونو په کتار کې راغلي دي.
https://pahar.in/pahar/Books%20and%20Articles/Afghanistan/1985%20Historical%20and%20Political%20Gazetteer%20of%20Afghanistan%20Vol%206%20Kabul%20and%20SE%20Afghanistan%20s.pdf
[31] Afghanistan Analysts Network (AAN), “Hit from Many Sides (2): The Demise of ISKP in Kunar,” 3 Mar 2021; footnote on a 2009 UNAMA provincial profile mentioning “Tajik (Daigan [Dehgan])” among Pashtun subgroups.
https://www.afghanistan-analysts.org/en/reports/war-and-peace/hit-from-many-sides-2-the-demise-of-iskp-in-kunar/
[32] ډاکټر محمد همایون همت، «دیګان قوم څوک دی؟ مسلمان، افغان، پښتون، دیګان»، تاند، نومبر ۲۰۲۶م؛ د وزیر محمد ګل خان مومند بابا، میرزا محمد جان او د کورني روایت بیان؛ د لیکوال مخکنۍ خپره شوې څېړنه. د وزیر بابا د شفاهي وینا لپاره د دې لیکنې د لیکوال له کورنۍ پرته نوی مستقل لیکلی سند نه دی وړاندې شوی.
[33] د محمد ګل خان مومند اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه؛ په بېنوا کتابتون کې خپور شوی متن، نهمه پاڼه. د وزیر بابا د فرهنګي خدمتونو د پس منظر لپاره.
https://www.benawa.com/pashto/library/tarikhi/75-mohammed-gul-khan-momand/index.php?p=9
[34] Fédération internationale pour les droits humains (FIDH), “محیالدین مهدی: نیاز امروز ما عدالت، امنیت و شفافیت است”, 25 Feb 2014; self-described political, military and parliamentary roles.
https://www.fidh.org/fa/%D9%85%D9%86%D8%B7%D9%82%D9%87/%D8%A2%D8%B3%DB%8C%D8%A7/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/14788-%C3%99%E2%80%A6%C3%98%C2%AD%C3%9B%C5%92%C3%A2%E2%82%AC%C5%92%C3%98%C2%A7%C3%99%E2%80%9E%C3%98%C2%AF%C3%9B%C5%92%C3%99%E2%80%A0-%C3%99%E2%80%A6%C3%98%C2%AF%C3%9B%C5%92-%C3%99%E2%80%A0%C3%9B%C5%92%C3%98%C2%A7%C3%98%C2%B2-%C3%98%C2%A7%C3%99%E2%80%A6%C3%98%C2%B1%C3%99%CB%86%C3%98%C2%B2-%C3%99%E2%80%A6%C3%98%C2%A7-%C3%98%C2%B9%C3%98%C2%AF%C3%98%C2%A7%C3%99%E2%80%9E%C3%98%C2%AA%C3%98%C5%92
[35] مجله بخارا، «دیدار و گفتگو با دکتر صاحب نظر مرادی»، ۱ تیر ۱۴۰۱ / 22 Jun 2022؛ previous government and advisory roles.
[36] Fédération internationale pour les droits humains (FIDH), «داکتر صاحب نظر مرادی: از دستاورد ده سال مان حراست کنیم»، 8 May 2014.
https://www.fidh.org/fa/%D9%85%D9%86%D8%B7%D9%82%D9%87/%D8%A2%D8%B3%DB%8C%D8%A7/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/15351-%C3%98%C2%AF%C3%98%C2%A7%C3%9A%C2%A9%C3%98%C2%AA%C3%98%C2%B1-%C3%98%C2%B5%C3%98%C2%A7%C3%98%C2%AD%C3%98%C2%A8-%C3%99%E2%80%A0%C3%98%C2%B8%C3%98%C2%B1-%C3%99%E2%80%A6%C3%98%C2%B1%C3%98%C2%A7%C3%98%C2%AF%C3%9B%C5%92-%C3%98%C2%A7%C3%98%C2%B2-%C3%98%C2%AF%C3%98%C2%B3%C3%98%C2%AA%C3%98%C2%A7%C3%99%CB%86%C3%98%C2%B1%C3%98%C2%AF-%C3%98%C2%AF%C3%98%C2%A7%C3%99%E2%80%A1-%C3%98%C2%B3%C3%98%C2%A7%C3%99%E2%80%9E
[37] Khorasan Times, «مهدی: هویت تاجیک در خطر است»، 20 Dec 2025؛ reported statement “من افغان نیستم”.
مسلمان، افغان، پښتون دیګان | څلورمه لیکنه | ۱۶ نومبر ۲۰۲۶م •