Home+پوهاند سیاف او د زمان ګواهي | ولي‌الله ملکزی

پوهاند سیاف او د زمان ګواهي | ولي‌الله ملکزی

د الجزیرې نړیوال ټلوېزیون خبریال، احمد منصور د « شاهد على العصر» په خپرونه کې له پوهاند عبدالرب رسول سیاف سره د هغه د خاطرو او تاریخي تجربو په اړه یوه اوږده مرکه کړې چې لومړۍ برخه یې د نومبر په اوومه خپره شوه. استاد په دې مرکې کې د خپل ماشومتوب، په مصر کې د زده کړو، د قاهرې د کوڅو، د نیل د څپو او د شیخ الغزالي د خطبو خاطرې په خوږه ژبه بیانوي. ورپسې د افغانستان د ډیموکراسۍ د لسیزې، اسلامي غورځنګ د پیل، د ثور د خونړۍ کودتا او هغو سیاسي تحولاتو په اړه خپل لیدلوری وړاندې کوي چې شوروي یرغل او د هغه په وړاندې پاڅون یې په سر کې راځي.

استاد سیاف د کابل په پوهنتون کې د غورځنګ د پیل په اړه وايي چې پوهاند غلام محمد نیازی یې د فکري او تشکیلاتي بنسټ اېښودونکی وو او لومړنۍ هسته یې د شرعیاتو پوهنځي ۱۴ تنه محصلین وو چې استاد برهان‌ الدین رباني هم په کې شامل دی. د پوهنتون په چاپېریال کې له ماویستي او خلقي ـ پرچمي جریانونو سره فکري او سیاسي ټکرونه موجود وو؛ خو د خلق او پرچم خپلمنځي اختلاف تر ډېره ټولنیز، قومي او شخصي اړخونه درلودل. د افغان ملت او ستم ملي په اړه وايي چې هغه ملي ګرا ګوندونه وو، خو د سوسیالېزم لمن یې ونیوله. د ده په وینا، ښاغلی حکمتیار له دې حلقې سره وروسته یوځای شو او ښاغلي احمد شاه مسعود، د ښاغلي حبیب الرحمن له خوا دې کړۍ ته دعوت شو.

استاد سیاف وايي: سردار محمد داوود د ملي فکر څښتن او په ځان مېېن سړی وو. د شاهي نظام په نسکورولو کې ور سره کیڼ‌ اړخو افسرانو ژوره ونډه واخیستله؛ ولی له چپیانو سره اړیکې یې د زینې او چترۍ په څېر وې. سردار غوښتل د هغوئ په مرسته واک ته ورسېږي او پرچمیانو د هغه له سیاسي ملاتړ څخه د خپلو موخو لپاره ګټه اخیستله. د دواړو لوریو لنډ مهالي ائتلاف متقابلې ګټې لرلې؛ مګر د واک پر سر اختلافاتو د راتلونکو لسیزو د غمیزو لپاره لاره هواره کړه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې افغانستان د امپراتوریو هدیره بلل کېږي؟ استاد د هېواد ستونزمنه جغرافیه، قبیلوي جوړښت، له سختیو سره د افغانانو بلدتیا، محدود امکانات، مذهبي اغېز او احساساتي طبیعت د دې وضعیت له مهمو عواملو څخه ګڼي. البته، د دې تاریخي تجربې څخه یوه مهمه پوښتنه راولاړېږي چې له جګړې وروسته، آیا یوازې فکري لېوالتیا او تشکیلاتي جذبه د یوه بریالي سیاسي بهیر لپاره بسنه کوي؟ څرګنده ده چې روښانه سیاسي پروګرام، پیاوړي بنسټونه او داسې لیدلوری هم اړین دی چې له اشخاصو او مشرانو څخه پراخ وي. که د خبرو اترو، زغم او سیاسي جوړجاړي فرهنګ کمزوری وي نو طبیعي ده چې اختلافات ملي ګټې زیانمنوي.

د څارونکو له نظره، د افغانستان یوه تکرارېدونکې ستونزه دا ده چې زیاتره سیاسي ځواکونه واک د ملي مسؤولیت پر ځای خپل انحصاري حق ګڼي. د بهرني اشغال پر وړاندې مقاومت قربانۍ غواړي؛ ولی د یو باثباته دولت جوړول اساسي قانون، سیاسي توافق او د خلکو د حقونو درناوی هم غواړي. د یو شاهد په توګه، څومره به غوره وي که استاد راتلونکو نسلونو ته د بریاوو، ناکامیو، تېروتنو او مسؤولیتونو په درک کولو کې خپلې مشورې هم شریکې کړي. په عین حال کې، په کار ده چې د ښاغلیو رباني، حکمتیار، مسعود او نورو مطرحو څېرو خاطرې او اسناد هم وسپړل شي ترڅو د تنظیمونو ترمنځ د اختلاف، کورنۍ جګړې او د کابل د ویجاړۍ لاملونه وارزول شي. د تاریخي شخصیتونو روایتونه باید د نورو باوري اسنادو او وروسته پېښو په رڼا کې وڅېړل شي؛ ځکه هر څوک تاریخ د خپل دریځ، تجربې او برداشت له زاویې بیانوي.

پوهاند سیاف د الجزیرې په خپرونې کې د زمانې شاهد دی او په ډېرې روانې او فصیحې عربي یې دغه ګواهي د خاطرو ارشیف ته وسپارله. خو زه غواړم د ده په اړه خپلې دوه عیني ګواهۍ له تاسو سره شریکې کړم. لومړنۍ؛ کله چې د ۱۹۹۲م کال د اپرېل په ۲۸مه د ډاکټر نجیب‌ الله حکومت ړنګ شو او ښاغلی صبغت‌ الله مجددي کابل ته لاړ، نو غالباً دولس ورځې وروسته ارواښاد احمد شاه مسعود د لومړي ځل لپاره د استاد سیاف لیدو ته ورغی. زه د یوه خبریال په توګه د پغمان په  قلعه حیدرخان کې د دې لیدنې عیني شاهد یم. ښاغلی مسعود د بهرنیو چارو وزارت په یوه تور مرسډیز بنز موټر کې راغی چې یوازې پنځو ساتونکو یې په یوه ډاډسن موټر کې بدرګه کوله.

د غونډې په ترڅ کې پوهاند سیاف ورته وویل: «انجنیر صاحب، مردم کابل رنج و عذاب فراوانی را متحمل شده‌ اند. ما در برابر آخرت و تاریخ مسئولیت داریم نباید اجازه بدهیم که مردم ما دیگه گرفتار رنج و عذاب شوند» ښاغلي مسعود خپل سر د تأیید په توګه وخوځاوه او ویې ویل: «بلی، کاملا موافق هستم» دوهمه ګواهي: زه (ملکزی) د دعوت پوهنتون د یو کشر استاد او د پوهنتون د اکاډمیکې مجلې د مسؤول په توګه شاهد یم چې زموږ په پوهنتون کې د بېلابېلو تنظیمونو، قومونو، سیمو او ژبو استادان او محصلین موجود وو. ما شخصا د پوهنتون په چاپېریال کې هېڅ ډول توکمیز توپیر او تعصب نه دی احساس کړی. همدا نن د دغه پوهنتون په سلګونو کدرونه د هیواد دننه او د باندې په مهمو پروژو او روغتونونو کې دندې لري.

افغانستان تل د بهرنیو امپراتوریو پر وړاندې د مقاومت او د خپلواکۍ د دفاع وړتیا ثابته کړې؛ خو له بده مرغه د خپلمنځي اختلافاتو د مدیریت، سیاسي تفاهم ته د رسېدو او د یوه عادلانه او باثباته سیاسي نظام د بنسټ اېښودلو په برخه کې لا هم له یوې سترې ننګونې سره مخ دی. اوس د ملت اساسي دنده دا ده چې د جګړې پر ځای د تفاهم، د انحصار پر ځای د مشارکت او ولسواکۍ بنسټونه ټینګ کړي، کنه نو همدا سرې وینې او د فقر او تعصب دا درنې درنې څپېړې!

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...