تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۵ مه) د فرانسې خبري اژانس د دوو راډیوګانو د مسوولانو او یوې سیمهییزې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو چارواکو په کندهار کې په راډیوګانو کې د کرکټ اړوند خپرونو او خبرونو خپرول منع کړي دي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ راډیوګانو ته ویلي چې نور د کرکټ په اړه هېڅ ډول مطالب نه شي خپرولی.
د دغه ریاست یوې سرچینې، چې د رسنیو له اجازې پرته یې د خبرو له امله د نوم د نه خپرولو غوښتنه کړې، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «د کرکټ پوښښ منع شوی دی. نه یوازې د لوبو تبصره او خبرونه، بلکې د لوبډلې د بري په اړه راپور ورکول هم منع دي.»
په کندهار کې د یوې سیمهییزې راډیو مسوول هم ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ورته ټیلیفون کړی او ویلي یې دي چې نور پر راډیو د کرکټ خپرونې نه شي کولی. د یوې بلې راډیو مسوول هم د ورته لارښوونې پخلی کړی دی.
دواړو سرچینو د امنیتي اندېښنو له امله د نومونو له څرګندولو ډډه کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه د فرانسې خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. کندهار د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د اوسېدو سیمه ده او دوی عموماً خپلې پرېکړې لومړی په دغه ولایت کې پلي کوي او وروسته یې نورو ولایتونو ته غځوي. البته د دې معنا دا هم ده چې د طالبانو مشر خپلې پرېکړې هغه پرېکړې، چې منطق ورته نه لري، همزمانه په ټول هیواد نه شي عملي کولی او له دې کبله یې د تدریج لاره غوره کړې ده.
د نجونو پر زده کړو بندیز یې هم تر ډېره په شمالي ولایتونو کې نه و عملی کړی.
طالبانو په افغانستان کې پر ځینو سپورټي فعالیتونو محدودیتونه لګولي او ګډ رزمي ورزشونه یې منع کړي دي، خو نارینه او هلکان لا هم د کرکټ لوبې کولی شي.
په ورته وخت کې، ښځې او نجونې له ورزشي لوبغالو او تمرینځایونو ته له تګ څخه منع شوې دي او په عمومي ډول یې په عامه ژوند کې پر ګډون سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
د افغانستان د کرکټ نارینه لوبډله اوس مهال د متحده عربي اماراتو په شارجه کې له زیمبابوې سره د دوو ټېسټلوبو د لړۍ په دوهمه سیالۍ بوخته ده. خو که د هبت الله اخوندزاده او د ده د شاوخوا کسانو خوښه عملي شي، ښايي هیڅ لوبغاړی بهر ته د لوبو لپاره ونه لېږل شي. هیبت الله او شاوخوا ملایان یې لوبې لهو لعب ګڼي او د دوی په باور مسلمانان باید یوازې عبادت وکړي.