شپږم څپرکی
دې مهر شوي لیکونه
پهٔ کښتۍ کې د څو شېبو لپاره یوازې د نیل د اوبو اواز پاتې و. پارامسو د یوي خبره اورېدلې وه، خو داسې یې مخ واړاوهٔ، لکه نهٔ یې چې وي اورېدلې. ما ته دا حالت تر اعتراف ډېر خطرناک ښکارېده، بې ګناه سړی ژر پوښتنه کوي، خو هغه څوک چې حقیقت پېژني، لومړی د چوپتیا ګټه پهٔ نظر کې اړوي، را اړوي.
ما یوي ته وویل: «تا وویل، چې آيي زما پلار نهٔ و؟»
هغې سترګې پرانیستې. تبه یې لوړه وه، شونډې یې وچې وې، خو غږ یې لږ روښانه و. بیا یې وویل: «ايي ستا پاچا و، ستا پلار بل څوک و. دا خبره مې د پارامسو د اورېدلو لپاره وکړه»
پارامسو را نژدې شوی و. ورو یې وخندل: «د دربار زاړهٔ خلک لا هم پهٔ شفرونو کې خبرې کوي»
یوي وویل: «پهٔ هغه دربار کې، چې هره خبره کاتب ليکي او هر کاتب څو باداران لري، ریښتیا باید د دروغو جامې واغوندي»
هغې زما لاس ونیوهٔ، بیا یې وویل: «آيي ستا پلار و، یا کم از کم همدا هغه حقیقت دی، چې ما ټول عمر پرې ژوند تېر کړی دی. ستا د زېږېدو پهٔ شپه یې زما لاس نیولی و، خو کله چې ته لوی شوې، هغه تهٔ د زوی پهٔ پرتله د تاج د ساتونکي پهٔ څېر ډېر لیدلی وې»
ستي د کښتۍ لهٔ مخې را وګرځېد، ویې ویل: «آيي پهٔ خپل بستر کې مړ شو. د ماڼۍ طبیبان، کاهنان او وزیران ورسره وو.»
یوي ځواب ورکړ« فرعونان تر پهٔ خپل بستر مري. حتی کهٔ زهر ورکړل شوي وي او که طبیبانو یې کوپړۍ سورۍ کړې وي. د دربار لیکوال یوازې د بستر یادونه کوي، د زهرو پیاله او د کوپړۍ د سورۍ کولو پر مهال شوې کیسې نهٔ لیکي.»
پارامسو پهٔ سخت غږ وویل: «کهٔ ثبوت لرې، ووایه!»
هغې ورته وکتل: «کهٔ ثبوت کې درلود، بل څوک به نن فرعون وای.»
د واک غوښتونکی انسان د اوسني جرم پهٔ نسبت، د راتلونکي خنډ ډېر ژر احساسوي.
کښتۍ د نیل لویدیځې غاړې ته د خرماوو تر سیوري لاندې ودرېده. هلته د پارامسو یوه ماڼۍ وه. خلکو فکر کاوهٔ، چې دا د یوهٔ وزیر ماڼۍ ده، چې اوس د غلو لپاره کارؤل کیږي، خلکو فکر کاوهٔ، چې تر امبارونو لاندې یوازې غنم دي، خو تر انبار لاندې د زخمي عسکرو پټو اسنادو او د هغو خلکو لپاره خونې وې، چې پهٔ رسمي ډول باید موجود نهٔ وای.
یوي مو یوې پاکې کوټې ته یوړه. د پارامسو طبیب «نیفر هوتب» راغی. دهٔ د هغې نبض د اوبو د سات تر څنګ وشمېرهٔ، د هغې ژبه یې وکتله او بیا یې څهٔ درمل ورکړل. تر دې وروسته یې د هغې پر ټپونو د شاتو پټۍ کېښوده. د مصر طبیبانو لیدلي وو، چې شات زخم لهٔ خوسا کېدو ساتي، سره لهٔ دې چې دوی نهٔ پوهېدل، چې ولې.
ما یې لاس ونیوهٔ، طبیب ته مې وویل: «تبه به یې پرې شي؟»
هغه وویل: «طبیب د ناروغ لهٔ بدن سره مرسته کوي، د ژوند پرېکړه د الهې، وخت او د ناروغ زړهٔ کوي. کهٔ بنیادم زړهٔ ووهي، چې مري، مړ به شي. انسان، چې څهٔ فکر کوي، همغه محسوسوي»
ما وویل: «یانې نهٔ پوهېږې؟»
دهٔ پهٔ ارامۍ وویل: «هو. خو کهٔ طبیب دا خبره پهٔ ښکلو کلمو و نهٔ کړي، خلک پېسې نهٔ ورکوي.»
یوي د شپې لږه ښه شوه. پارامسو او ستي بهر د کاهنانو د استازو، د پوځ د افسرانو او د غلو د راټولولو چارو د مشرانو پېغامونه لوستل. پهٔ مصر کې د فرعون د ناروغۍ خبر د باد پهٔ شان خپرېدهٔ، کهٔ څهٔ هم د هغه نوم اخیستل پهٔ لوړ غږ منع و. د سرو زرو بیه پورته شوه، د غلو سوداګرو خپل انبارونه وتړل او د معبد کاهنانو د آمون لپاره اضافي نذرونه وغوښتل. خلک د پاچا لهٔ مړینې دومره نهٔ وېرېدل، لکه څومره چې د سبا د بیې لهٔ لوړېدو وېرېدل.
یوي را ته وویل: «د آيي د مرګ وروستۍ شپه د حاصل د فصل پهٔ پای کې وه. هورم هب لهٔ شماله راستون شوی و. پارامسو لا لوی وزیر نهٔ و، خو د پوځ د لیکونو واک یې درلود. آيي ستا د تاج او پاچاهۍ فرمان تیار کړی و. د آمون کاهنان حاضر وو، چې سبا دې نوم د تخت د وارث په توګه اعلان کاندي»
ما پهٔ تلوسه وویل: «بیا څهٔ وشول؟»
هغې سترګې پهٔ یوهٔ ځاي خښې کړې وې، لکه همغه صحنه، چې ویني. بیا یې وویل:«د ماښام پر مهال ايي خپله عادي پیاله وغوښته. شراب یې وڅښل، ساه یې ټینګه شوه، سینه یې خرېده او بدن یې یخ شو. طبیبانو وویل، زړهٔ یې ودرېد. سینوهه هم دغلته پټ بلل شوی و، کله، چې خلک پهٔ ویر شؤل، هغه د پیالې پهٔ تل کې د یوهٔ تریخ وزمه بوټي پاتې شوني موندلي وو.»
ما وپوښتل: «کوم بوټی؟»
هغې ورو وویل: «سینوهه نوم وانخیست، ویل یې کهٔ د زهرو نوم عام شي، قاتلان به زیات شي.»
زهْ یوه شېبه غلی شوم. غوښتل مې زما لهٔ پوښتنې پرته داسې وغږیږي، چې هېڅ خبره پاتې نهٔ شي. بیا مې وپوښتل: «هورم هب هلته و؟»
هغې پهٔ ډاډ وویل: «نه. د هغه د برئت تر ټولو ستر قوت همدا و. هغه پهٔ پوځي کمپ کې د سلګونو سرتېرو پهٔ منځ کې و. البته د ماڼۍ نیم ساتونکي د دهٔ پخواني کسان وو»
ما د پارامسو پر لور اشاره وکړه: «او دی؟»
یوي وویل: «دی د فرمانونو پهٔ خونه کې و. د ايي تر مړیني څو شېبې وروسته د تخت د وارث اصلي فرمان ورک شو. سهار د هورم هب پهٔ نوم نوی فرمان راغی»
پارامسو ته مې وکتل. لرې و. ومې ویل: «نو پارامسو پهٔ کې لاس نهٔ درلود؟»
هغې پهٔ معصومه لهجه وویل: «زهٔ نهٔ پوهېږم. شاید فرمان یې د هورم هب پهٔ امر بدل کړی وي. شاید لهٔ پوځه وېرېدلی وي او یا خو شاید همدا سړی و، چې ستا د مرګ فرمان یې هم ولیکهٔ. خو سینوهه به ویل شک د حقیقت ورور نهٔ دی. شک هغه یتیم ماشوم دی، چې هر ځواکمن انسان یې خپل دښمن ته منسوبؤلای شي.»
ما لهٔ یوي وپوښتل، چې زما حافظه څنګه ورکه شوه؟ هغې وویل، د آيي لهٔ جنازې درې ورځې وروسته، زهٔ لهٔ خپلو وفادارو عسکرو سره اخمیم ته لاړم. د دښتې پهٔ یوه تنګي تنګه ژوره لاره کې زموږ پر ګاډیو برید وشو. ډېر کسان پهٔ کې ووژل شؤل. زما پر سر د ګاډۍ د څرخ وسپنه ولګېده. قاتلانو فکر کړی و، چې مړ یې، خو یوهٔ زاړهٔ سرتیري، تر جسدونو لاندې کړی وې. سینوهه د شپې مهال وموندې او تیا ته یې وسپارلې. هغه تیا، چې تهٔ یې اوس خپله مور بولې.
ما پهٔ حېرت وویل: «ولې دې پخپله نهٔ ساتلم»
یوي سترګې ښکته کړې: «ځکه زهٔ بندۍ وم. هورم هب زهٔ د آمون پهٔ معبد کې واچؤلم او لهٔ طیبسه یې د وتلو اجازت نهٔ راکاوهٔ. وروسته چې راخلاصه شوم، سینوهه وویل، ستا حافظه ځای ته نهٔ ده راغلې او نخت مین پهٔ رسمیاتو کې مړ لیکل شوی دی. کهٔ چېرته خپل زوی واخلې، دښمن به یې وویني او مړ به یې کړي»
ما وویل: «نو تهٔ زما مور یې؟ هغه مور، چې زما ژوند یې وژغوره او لهٔ ما یې مور واخیسته؟»
د هغې لهٔ سترګو اوښکې وبهېدې: «مور کله ناکله د خپل زوی د بدن د ژغورلو لپاره د هغه زړهٔ قرباني کوي. ما غوښتل یوه ورځ درته ووایم، خو ورځې پهٔ کالونو واوښتې.»
زهٔ بهر ووتم. د انبار تر څنګ بزګرانو غنم پاکؤل. یو کوچنی هلک پر خرهٔ سپور و او د خپل پلار لپاره یې اوبهٔ راوړې. هغه خپل زوی پر سر ښکل کړ. فکر را ولوېد. هغوی نهٔ تاج درلود، نهٔ پټ فرمان او نهٔ څو نومونه. پهٔ لومړي ځل مې د غریب انسان پر دغه وړ ښکاره ژوند حسد وکړ او یا شاید یؤ شدید ارمان راغلی وي، چې زما د ذات پهٔ تل کې پروت و.
میریت د خرما تر ونې لاندې ناسته وه. ما ورته د یوي خبرې وکړې.
هغې وویل: «حافظه کله کله عذاب شي. بختور یې، چې څهٔ وخت ترې لرې وې»
ما وویل: « زهٔ څوک یم؟ د مړو د کور کاتب؟ ورک جنرال، د سینوهه راز او کهٔ څهٔ شي؟ دا پخپله عذاب نهٔ دی؟»
هغې وویل: «انسان هغه څهٔ نهٔ دی، چې تېر وخت ورسره کړي دي، بلکې انسان هغه ځواب دی، چې د تېر وخت سوال ته ورکړل شوی دی.»
ما وویل: «دا خبره دې د سینوهه د خبرې پهٔ څېر وه.»
هغې وویل: «نه. هغه به ویل، انسان د سوالونو کور دی، کله وار یې ځواب فریب وي، خو عقل مجبور محض دی. انسان لا د ځان پهٔ اړه پوره نهٔ دی پوه. هغه نهٔ پوهیږي، چې کوم طاقت زړه ته د دربېدو حرکت ورکوي او دغه حرکت څنګه داسې مسلسل تسلسل لري»
د شپې پهٔ دویمه برخه کې د مانۍ د دروازې خوا ته درې دراندهٔ ټکونه وشؤل. ستي توره واخیسته. یوه ساتونکي یؤ شاهي استازی را دننه کړ. هغه بې وسلې و، خو پر غاړه یې د هوم هب طلايي باز ځړېدهٔ. استازي مهر شوې لوحه پارامسو ته ورکړه.
پارامسو لوحه ولوسته او ما ته یې وکتل: «فرعون پوه شوی، چې نخت مین ژوندی دی»
ما وویل: «من میس خبر ورکړی؟»
هغه وویل: «شاید. یا شاید زموږ لهٔ کسانو یوهٔ تن. خبر پهٔ دربار کې پهٔ سوریو ننوزي. انسان د دې اشتیاق هم لري، چې نور خبر کړي. ځینې انسانان پهٔ پاېلو فکر نهٔ کوي، یوازې جریانونه او د مساېلو څرخېدل خوند ورکوي.»
پهٔ لوحه کې لیکل شوي وو: «نخت مین دې د سبا تر لمر لوېدو دمخه د هورم هب حضور ته ورشي» جالبه وه. د هورم هب پهٔ شخصي مهر باندې ټاپه شوې ژمنه هم ورسره مله وه. هغه ژمنه زما د امنیت ژمنه وه. لیکل شوي و، چې کهٔ نخت مین حاضر نهٔ شي، یوي، میریت، تیا، پاسر او هر هغه څوک، چې د دهٔ نوم یې پټ کړی، د فرعونیت دښمن بلل کیږي.
پاسر نیول شوی و او هغه تیا، چې زهٔ یې ساتلی وم. وژل شوې وه، خو فرعون مړیو ته هم سزا لرله، د هغوی جسدونه به یې بې قبره کول.
ستي وویل: «کهٔ زما منې مهٔ ځه! د فرعون مهر تر هغې ارزښت لري، چې ساه پهٔ کې وي، فکر کوم هغه به ډېر ژر مړ شي.»
پارامسو وویل: «کهٔ لاړ نهٔ شې، هورم هب به فکر وکړي، چې ما د دهٔ پهٔ ضد پټ کړی یې»
ما ورته وویل: «تهٔ زما د ژوند حساب کوې، کهٔ د خپل تاج؟»
دهٔ پهٔ ریښتیني غږ وویل: «دواړه. هوښیار سړی هغه وخت دروغ نهٔ وايي، کله چې دروغ او ریښتیا دواړه یؤ رقم د دهٔ پهٔ ګټه وي.»
یوي پهٔ کمزوریو پښو کوټې ته راغله. هغې شاهي لوحه لهٔ ما واخیسته او د مهر څنډه یې وکتله. بیا یې وویل: «دا د هورم هب مهر دی، خو خط د هغهٔ نهٔ دی»
پارامسو وویل: «فرعون خپل فرمان پخپله نهٔ لیکي»
یوي وویل: «خو دا کاتب پېژنم. دا د راموسه خط دی. د هورم هب د مقبرې کاتب او خطاط. هغه د فرعون هغه خبرې لیکي، چې باید لهٔ مرګ وروسته پاتې شي.»
میریت وویل: «نو هورم هب نخت مین د سیاست لپاره نهٔ، د خپل وروستي اعتراف لپاره غواړي؟»
یوي ځواب ورکړ: «پاچا اعتراف نهٔ کوي، هغه خپل جرم د دهٔ د حکومت اړتیا بولي.»
سبا تر غرمې دمخه موږ طیبس ته روان شوو. پارامسو شل عسکر راکړل، خو د شاهي ماڼۍ لهٔ یؤ میل واټن مخکې یې ودرول. لهٔ هغې وروسته یوازې زهٔ، ستي او میریت روان شوو. یوي د شدیدې تبې لهٔ امله پاتې شوه. هغې تر راتګ مخکې را ته ویلي وو: «کهٔ هورم هب تاج درکړ، لومړی یې وزن کړه. د سرو زرو وزن نهٔ، د هغو جسدونو وزن، چې د دې تاج تر سیوري لاندې پراتهٔ دي»
د طیبس ختیځه ماڼۍ د سرو ستنو، رنګینو چتونو او د بهرنیو سفیرانو لهٔ ډالیو ډکه وه. خو پهٔ دهلېزونو کې وېره ګرځېده. خادمان پهٔ ټیټ غږ غږېدل، طبیبانو د خپلو درملو کڅوړې پټولې او کاهنانو د فرعون د روغتیا دعاګانې لیکلې.
موږ خپلې وسلې د لومړۍ دروازې ساتونکیو ته ورکړې. پهٔ دویمه دروازه کې ستي ودرول شو. پهٔ درېیمه کې میریت. زهٔ یوازې د فرعون شخصي خونې ته پرېښودل شوم.
خونه د خوشبویانو لهٔ لوګیو ډکه وه. د دېوال پر انځورونو کې هورم هب ځوان او غښتلی ښکارېدهٔ. پر بستر پروت سړی زوړ، پړسېدلی او د خپلې ساه غلام ښکارېده. تاج یې تر څنګ پروت و، لکه یؤ بې ګټې دروند لوښی.
د بستر تر څنګ راموسه کاتب ناست و. نور هیڅوک نهٔ وو.
هورم هب سترګې پرانیستې. ډېر وخت یې زما مخ ته وکتل. بیا یې وویل: «تهٔ د آيي پهٔ پرتله خپلې مور ته ډېر ورته یې»
ما وویل: «نو تهٔ پوهېدې، چې زهٔ ژوندی یم؟»
هغه وویل: «پوهېدم، چې ورک جسد دې نهٔ موندل شوی. خو سیاست یؤ عجیبه خوی لري، تل پهٔ کې ورک جسد یوه ورځ ژوندی راستنیږي»
ما وپوښتل: «آيي چا وواژهٔ؟»
دهٔ ټوخی وکړ. راموسه د اوبو لوښی ورکړ. هورم هب و نهٔ څښلې. و یې ویل: «تهٔ لهٔ دومره کلونو وروسته لهٔ ما د پلار بدل اخلې؟»
ما وویل: «زهٔ نوم غواړم»
هغه موسکی شو: «احساساتي خبرې وې. کله چې احساسات پهٔ ریاضي غالب شول، یانې چې خبرې تر شمېر ووتې، چې ژوند ته دقیق حساب نهٔ و شوی، پوه شه، چې ورانۍ ته روان یې. کهٔ ووایم، چې ما وواژهٔ، توره به را واخلې؟ اول خو به دې څوک پرېنږدي، خو کهٔ دې داسې کولای هم شوای، باید نهٔ دې وای کړي. ځکه زهٔ تر تورې مخکې مړ کېږم. کهٔ ووایم، چې پارامسو و، د راتلونکي فرعون پر ضد به جګړه کوې؟ کهٔ ووایم، چې دا کار کاهنانو وکړ، آمون به وسوځوې؟ حقیقت، چې عمل نهٔ شي، چې ځمکنی حالت او انجام بدل نهٔ کړي، د زړهٔ د زخم لپاره یوازې مالګه ده.»
ما وویل: «سینوهه هم لهٔ حقیقت څخه ستړی و، خو بیا یې هم خپل ټول ژوند ولیکهٔ»
هورم هب سترګې تنګې کړې: «سینوهه خپل ژوند و نهٔ لیکه، هغه خپله محکمه جوړه کړه او پخپله قاضي، تورن او شاهد. مړي تل خپله قضیه ګټي، ځکه چې لهٔ انسان سره د دهٔ بدۍ خښیږي، چې څنګه مړ شي، خلک وايي، فلانی ډېر ښهٔ انسان و»
دهٔ راموسه ته اشاره وکړه. کاتب درې مهر شوي پوپاېرسونه راوړل. پر یوهٔ د هورم هب شاهي مهر، پر بل د آمون د ستر کاهن نښه او پر درېیم د پارامسو د کور نښه وه.
هورم هب وویل: «پهٔ یوهٔ کې ستا د پلار د مرګ حقیقت دی. پهٔ بل کې د مصر د تخت د راتلونکي وارث نوم دی او پهٔ درېیم کې هغه فرمان دی، چې ستا نوم به بېرته شاهي نوملړ ته داخل کاندي.»
ما وپوښتل: «ولې یې ما ته را کوې؟»
دهٔ وویل: «ځکه زهٔ غواړم، پوه شم، چې تهٔ لا هم هغه نخت مین یې، چې ما ترې وېره لرله، کهٔ سینوهه لهٔ تا بل سړی جوړ کړی؟»
دهٔ درېواړه لیکونه د څراغ تر څنګ کېښودل. بیا یې وویل: «یوازې یؤ خلاصولی شې. پاتې دوه به راموسه همدلته وسوزوي.»
ما د پلار د حقیقت مهر ته لاس ورنږدې کړ، بیا مې د خپل نوم فرمان ته وکتل او پهٔ پای کې د مصر د تخت د وراثت لیک ته.
هورم هب زما هره ساه او هر لیدل څارل. ما یؤ لیک پورته کړ. هورم هب پهٔ لومړي ځل داسې مسکی شو.