جمعه, مې 10, 2024
Home+د نامتو اوپرايي سندرغاړي (پاوروتي) د مړینې ۱۶ کاله پوره شول

د نامتو اوپرايي سندرغاړي (پاوروتي) د مړینې ۱۶ کاله پوره شول

تاند- له نن څخه ۱۶ کاله پخوا د ۲۰۰۷ م کال د سپټمبر د شپږمې په سهار د ایټالیا او نړۍ د اوپرا نامتو سندرغاړی لوچینیا پاواروتي (Luciano Pavarotti) د ۷۱ کلونو په عمر مړ شو.

پاواروتي په سرطان اخته و خو د مړینې خبر یې د ډیرو لپاره په دې خاطر ناببره و چې تر مړینې مخکې د هغه د سرطان د ښه کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

خو ډاکترانو وویل چې پاواروتي ډېر سیګرېټ څکول او وزن یې زیات و. د ده وزن ۱۳۰ کیلو ته رسېده او عمر یې هم په نسبي ډول ډېر و.

د ده د مړینې خبر ډېر ژر د ټولو رسنیو سرټکی شو او حتي د امریکا د ولسمشر ډونالډ رېګن او د روسیې د ولسمشر یلڅین د مړینو تر خبرونو یې هم زیات پام ځان ته واړاوه.

پاواروتي د ۱۹۳۵ د اکتوبر په ۱۲ مه د ایټالیا په مودنا کې زېږېدلی او په همدغه ځای کې یې سا پرې کړې ده.

دی په نړۍ کې د اوپرا تر ټولو مشهور سندرغاړی ګڼل کېږي.

که څه هم پاواروتي په زلمیتوب کې د فوټبال سخت مینه وال و او د خپل ښار د لوبډلې ګولکیپري یې کوله خو اصلي استعداد یې په اوپرايي سندرو کې و او له همدې درکه یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ.

له ماشومتوبه د ده لوړ ږغ د ډاکترانو په شمول د خلکو پام ځان ته اړولی و. ویل کېږي چې د زېږېدو په لومړیو ورځو کې د لوچینیا لوړ ږغ او بوغارو ډاکتران حیرانه کړي وو خو څوک نه يوهېدل چې نوموړی به یوه ورځ د نړۍ تر ټولو ستر اوپرايي سندرغاړی کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب