Home+ادیبان او عقل| نعمت الله صدیقي

ادیبان او عقل| نعمت الله صدیقي

ادیبانو او لیکوالو ته له عقل سره د تړاو دغسې خبره کول یو عیب او دویم حساسیت راپارولی شي، عیب دا دی، چې د دغه طبقې ټول سر و کار یې د همدې عقل او شعور له فکټوره سره تړلی وي؛ خو ولې او څنګه ورته د عقلي بحران خبره هم کولای شو؟ حساسیت یې دا دی، چې دوی تقریباً د خپل لږ و ډېر لوست له مخې ځانته د کامل یا بېخي د «عقل کل» نسبت کوي.

 

خبره څه ده؟ چې د مچیو دې ځالې ته ګوتې وروړو او هغه هم په دومره جدي انداز!؟ یو خو هغه د «عثمان او اسمان» د تندر کیسه ده، چې په قافیه ېې ورسم و؛ یعنې دا نقد یا د عقل یادونه یې یوازې له نورو طبقو سره په دې نیت نه کوو، چې ګنې دوی هم باید په نقد کې ورسره برابر وي، اصلاً کله کله حد دا وشي، چې ځینې ادیبان او لیکوال د خپل خیالي لوست له مخې داسې ګڼي، چې ګنې یوازې دوی دا لوست کړی دی او پوهېږي؛ حال دا چې یوازې ډېر یا لږ لوست خامخا د عقل د حاصلېدو په مانا نشي کېدای.

 

دا که څه هم یوه جنجالي موضوع کېدای شي؛ خو تجربو ثابته کړې ده، چې علم او عقل دوه بېلا بېلې برخې دي؛ البته تړاوونه یې «بې څه» هم نه دي؛ که عقل نه وي، علم وي یا عقل وي او علم نه وي، دا دواړه برخې بې توازونه دي، توازون یې په همدې کې ده، چې دا باید له یو بله پاتې نه وي. زه خپله داسې ډېر ښه عالمان پېژنم چې د ژوند زیاته برخه یې په دې لاره کې تېره کړې وي؛ خو عقلي چلن یې بیا د خپل علم هومره نه وي، همدغسې ډېر عاقل خلک شته؛ چې عقل یې وي؛ خو علم یې نه وي.

 

له دې خبرو او له عقله مو دلته منظور دا نه دی، چې ګنې بحث بېخي فلسفي کړو او هغه پوښتنو ته هم ځوابونه ووایو، چې له عقل پرته علم څنګه ممکن کېدای شي؟ هدف دا دی، چې له علم سره په ټولیز او ټولنیز ژوند کې باید د عالمانو او لوستو خلکو کړنې او چلن متفاوته وي، داسې چې له نالوستو خلکو سره یې فرق وشي. د یوه عالم او لوستي انسان د عقل چلن په دې کې نه ده، چې د ده د لوست او علم په کچ و میچ دې یې وتلو، چې ګنې دومره او هاغومره علم لري؛ بلکې علم او پوهه یې په ټولنیز ژوند او ورځني چال چلن کې مهمه ده، چې څومره ثابته او عملي ده؛ یعنې له خلکو سره یې ټولنیز تعامل، د اختلاف زغم، د نورو د نظر منل او د ژوند په بېلابېلو مسایلو کې یې کړه وړه باید د هغه له علمي کچې سره سم یو څه مختلف وي. که یو څوک له دومره لوست او علم سره سره بیا هم عادي اوسي، غېر اخلاقي چلن، درواغ، کرکه، سپکې سپورې، ښکنځل او پوچ مجلس، ځان‌غوښتنې او فکري تنګ‌نظرۍ یې عادت وي؛ بیا یې نو د علم او عقل ترمنځ بېخي ډېر او ستر سپیس دی.

 

د دغسې غېر عقلي چلندونو علتونه ممکن ډېر وي؛ خو یو هغه یې چې ډېر بارز دی، هغه په لوست او علم بې ځایه غرور او تمرکز کول دي، چې پورته مو د خیالي لوست په نامه یاد کړ، تاسې به ډېر هغه لوستي خلک لېدلي وي، چې شپه او ورځ په لیک او لوست بوخت وي او هیڅ ټولنیز ژوند او له خلکو سره د راشې درشې مراسم نه لري؛ مګر علم لري، خو د دې خلکو یو غټ زیان دا هم دی، چې له ناټولنېزتوب سره سره یې عموماً علم ته هم کم نسبت کېږي.

 

زما په فکر لوستي خلک خو ځکه باید د خپل علم او لوست په کچه محتاط واوسيږي، چې له نورو خلکو دوی ته مخ زیات وراوړي او بیا ادیبان او لیکوال چې په اړه یې مشهوره ده، چې دوی «د ټولنې سترګې دي» زیات د عقل او ټولنیز چال چلن په اړه باید جدي او متوجې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...