تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن (یکشنبه) له زیمبابوې سره د خپلې لومړۍ ټیستلوبې لومړۍ پاڼۍ/ ایننګ ته په پاتې ۳ لوبغاړو دوام ورکړي.
د افغانستان لوبډله د زیمبابوې د لومړۍ پاڼۍ له ۵۰۴ منډو لا هم ۱۰۲ منډې شاته ده. او دا په داسي حال کې ده چې له کیپتان رحمت شاه پرته نور ټول توپ وهونکي/ بټسمنان یې سوځېدلي دي.
رحمت شاه پرون د ټیستلوبې د درېیمې ورځې تر پایه ۹۴ منډې کړې وې. تر ده مخکې صدیق اتل ۱۰۵ او رحمان الله ځدراڼ ۱۱۳ منډې وکړې.
رحمان الله ځدراڼ رن اوټ شو خو د نورو لوبغاړو توپونه تقریباً په ورته شرایطو کچ شول.
تمه وه چې قیس احمد له رحمت شاه سره تر ډېره پاتې شي خو هغه هم بې ځایه خطر ومانه او وسوځېد.
د افغانستان پیلګر لوبغاړی عبدالمالک ۲، د میډل ارډر لوبغاړي حشمت الله شهیدي یوازې ۶، شاهدالله هیڅ او اکرام علیخېل بیا ۴۰ منډې وکړې. قیس احمد ۲۷ منډې وکړې.
باور نه کېږي چې افغان لوبډله دې د زیمبابوې تر منډو زیاتې منډې وکړای شي خو دې ته په کتو چې نن د لوبې څلورمه ورځ ده، دا اټکل ډېر کېدای شي چې افغان لوبغاړي دا ټیستلوبه هم هماغسي برابره یا مساوي کړي چې له بنګله دېش سره یې مساوي کړې وه.