جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د علم ګل سحر څو شعرونه

د علم ګل سحر څو شعرونه

له مینی ها خوا

دا خلک هسي وایي

زه په تا نه یم مین

په ما نازونه مه کړه

هسې دې سترګو ته په ځیرګورمه

زه دې په سترګو کې

دمینې اسم اعظم لټوم

زه دې په سترګو کې

                         زما ورک شوی خوب ګورمه

زه دې غومبورو کې

ورک شوی زلمیتوب لټوم

هغه چې راغی

داوبو په شانې تېر شو رانه

داخلک هسې وایي

زه په تا نه یم مین

نازدې پر نورو وکړه

زه دې میګونې شونډې نه ښکلوم

زه مې دژوند د کتاب

                           اخري فصل لیکم

په هغه فصل کې دژوند او مرګ سوالونه ډېر دي

غواړم له تا یې زده کړم

زه د کینې مینې څېړنه کوم

غواړمه پوه شم چې انسان ولې دښمن دی د ځان

ولې د بل له وینو خوند اخلي دوی

ولې دې دومره انسانانو

د یوه د خوشحالۍ لپاره

سرونه لاس کې دې نیولي

                                او رېبي سرونه

ښایي دا راز ومومم

دا ستا د سرو سرو اننګیو خال کي

هغه چې خپله یو ظالم پاچا دی

هغه چې خپله هم دستورو لو کړي

زه په تا نه یم مین

دا خلک هسې وایي

زه دې میګونې شونډې نه ښکلوم

په ما نازونه مه کړه

زه دښکلا د فلسفې شاګرد یم

غواړمه پوه شم

چې دا دومره لیرې- لیرې خلک

څنګه نژدې او څنګه خپل شي سره

دومره نژدې شي، نژدې

چې په یو بل کې حل شي

کټ مټ ماوتا غوندې شي

ښایي دا ستا خمارو سترګو کي دا راز ومومم

ځکه خو داسي په کې ورک یمه، ورک

دا خلک هسې وایي

زه په تا نه یم مین

او که مین یم، ستا پر روح مین یم

بس ستا د روح په بڼ کې

                               لکه وږمه د سحر

                                               ګلان د مینې سپړم

زه دې میګونې شونډې نه ښکلوم

دا خو ګلان دي

زه د ګلو پاڼې نه رژوم

زه دې په شونډو کې سپرلي لټوم

چې لاتراوسه مې لیدلی نه دی

ځکه خو داسي لالهانده یم،

                           په ورکو لارو

له مینې هاخوا

ستا د روح کتاب کې

زه خپلې ورکې خاطرې لټوم

او دوی مین ګڼي ما

هغه هم داسې، لکه نور مینان

ها،ها،ها،هها

              عجب ساده خلک دي !؟

  علم ګل سحر

۴ /۱ /۱۳۸۳

وزیر اکبر خان مینه


د رڼا څړیکه

تیارو کې څړیــــــــکه د رڼا وه، ماوې ته یې هغه

سپوږمۍ کې پاتې څه ځلاوه، ما وې ته یې هغه

پوه نه شومه دوی وې ملایکه راغله، بېرته ولاړه

باران و، تالنده، برېښـــــــــــنا وه، ماوې ته یې هغه

راته موسکۍ وه او زمـــــا په زړه یې لاس ایښی و

دزړه مې بل رنګه درزا وه، ما وې ته یې هـــــــغه

جنت نه راغلم، حورې ټولې وې حـــــــــیرانې ماته

ترغوږ مې ستا غوندې خندا وه، ما وې تـه یې هغه

زه وم څــــــــېره مې وه، خو لیرې تښتیدله رانه

زمـــا له تن څخه جـــــلا وه، ما وې ته یې هغه

 علم گل سحر

۲۹ /۵ /۱۳۸۳

د کابل هوایي ډګر


دفتر

بیا سهار شو، اوس به بیا ځمه دفتر ته

ځان ښودلو د سیالیو دې ډګر ته

هیڅ مې زړه نه غواړي ولاړ شم، خو مجبور یم

لکه خوار مزدور چې درومي سخت سفر ته

***

که کالي اغوندم بیا به راته وایي

خدای دې خیر کړي دا نن بیا ولي شخصي یې

څه خو شوي چې شخصي جامو کې راغلې

یا ناروغ یې یا راغلی سمدستي یې

***

دریشي که اغوندم نه پرې پوهیږم

نیکټایي به مناسب د دریشي وي؟

د کمیس رنګ مې نو څرنګ انتخاب کړم

نه پوهیږم چې به وړ د نیکټایي وي

***

که سلام د ډریور او پیاده اخلم

افغانان دي بیا سبا راپوري خاندي

وایي ګوره دا په هیڅ هم نه پوهیږي

چې ریس دی موږ یې یو تر امر لاندي

***

ولاړ دفتر ته شم په دغو اندیښنو کې

په دفتر کې بیا په منځ د کاغذو کې

یم حیران چې اجراات به څنګه کیږي

دې له هرڅه ناخبرو ادارو کې

***

اول ستا پیغام د مینې ژر جواب کړم

درته لیکم زما هم ډیره یادیږې

مجبوري ده درتلی نه شم خپه نه شې

که نه ته خو مې د زړه تل کې اوسیږې

***

بیا خپل ځان نورو کارونو ته وزګار کړم

نور روان وي بانډارو، زه راشم کار ته

وي راغلي بیا بې شمیر شکایتونه

زه یې ولیږم زموږ د ملک واکدار ته

***

چا د چا ځمکه نیولې وي په زوره

پرې دنیا یې تنګه کړې له هر لوره

یا زور واکي قوماندان په زور او زرو

کوم بې کسه محروم کړی له خپل کوره

***

یا سالنګ کې کاروان تم وي د موټرو

سرپه سر وي شکایت د مسافرو

د دوی تمه وي چې خلاص یې له ظلمو کړو

موږ یې تیر کړو تر ځان هسې په خبرو

***

د وینا غټ ټکي ولیکم پاچا ته

پکې یاد کړم خوار ولس ته خدمتونه

یو څه وخت مې په همدي دروغو تیر شي

د واکمن له خوا بیا لیکم پیغامونه

***

خدایه څرنګه لا پاتې دی ساه اخلي

یم حیران مې زه دا خپل غریب وطن ته

د چارواکو بې غوریو ته چې ګورم

سازشو مصلحتونو د واکمن ته

***

تا کړم هیره د ولس غم راسره شي

دروغ وایم هم په مینه هم دفتر کې

نه د خلکو نه دا ستا دمینې وړ شم

خدایه څه ځواب به وایمه محشر کې

۱/ ۸/ ۱۳۹۲

کابل- څارندوی مینه


انسان!

سپوږمۍ نه ژړل هماغسې موسکۍ وه

عجیبه وه ستوري هم و، راختلي

خو له نورو شپو نه فرق یې و، په دې کې

لږ سپیره وو ماته نه ښکاریدل ښکلي

***

سهار لمر هم بیا پخپله وعده راغی

خلک ټول خپلو کارونو ته روان وو

نه چا وژړل نه آه قدري یې وکړ

تابه وې ټول کاڼه شوي انسانان دي

***

له جوماته راتلل لوړ لوړ آوازونه

ملایانو د زکات کول ویرونه

له آسمانه کاڼي هم را اوریدل نه

نه ږلۍ، نه بوړبوکۍ نه توفانونه

***

حکومت هم لا هغسي برقرار و

د پاچا چلیدل هر خوا فرمانونه

ژوند عادي و انسانان په کار لګیا وو

کراري وه د چا نه لړزیدل زړونه

***

انسانان ټول د ډوډۍ غم و، اخیستي

په سرک و، خړ ګرزونه د موټرو

ټوپکیان د سنګرو خواته روان و

ماشومان به ډاریدل له ببرسرو

***

نه چا وژړل نه آه قدري یې وکړ

عجیبه وه ژوند هماغسې روان و

بیګا مور ته وه د زوی جنازه ایښې

دغه ځوان پرون وژلی یو انسان (!) و

علم گل سحر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب