سه شنبه, مارچ 19, 2024
Home+د کوروناویرس په مقابل کې معافیت او بیا پرې اخته کیدل

د کوروناویرس په مقابل کې معافیت او بیا پرې اخته کیدل

داکتر سید منصور سادات ||

 د نوي کرونا ویرس پر وړاندې واکسین کول د معافیت پیدا کولو لپاره غوره انتخاب دی.

سربیره پر دې، هغه خلک چې له COVID-19 سره مخ شوي هم دي بدن یې د ویروس په مقابل کی معافیت پیدا کوي.

کله چې تاسو معافیت ولرئ، ستاسو بدن ویروسونه پېژندلی او مبارزه ورسره کولی شي.

او دا هم امکان لري هغه خلک چې په COVID-19 باندې یو ځل اخته شوي وي بیرته ناروغه شي – او ممکن نور خلک په ناروغۍ اخته کړي.

 تر دې دمه محدود راپورونه شته چې یو څوک د کورونا ناروغۍ له تېرولو یا د واکسین له کولو وروسته بیا په دې وبا اخته شوی وي.

خو د دغو کسانو، چې بیا په کورونا ویروس اخته شوي، COVID-19 خفیف وي یا هیڅ نښې نه لري.

د انټي باډي ازموینې ممکن د دې موندلو تر ټولو غوره لاره وي چې معلومه کړي نوی کوروناویرس په بدن کې خپور شوی.

د وینې دا ازموینې ښودلی شي چې څوک له ویروس سره مخ شوی او څوک نه دی مخ شوی.

موږ څنګه معافیت حاصل کړو؟

کله چې میکروبونه ستاسو بدن ته ننوځي، ستاسو د معافیت سیسټم عمل ته راشي.

دلته دا څنګه کار کوي

۱- باکتریا او ویروسونه لکه څنګه چی د COVID-19 لامل کیږي پروټینونه لري دوی پخپله سطحه کې انټيجنونه لري.

هر ډول میکروب خپل ځانګړی انټيجن لري.

۲- ستاسو د معافیت سیسټم د وینې سپینې حجرې له انټيجن سره د مبارزې لپاره د انټي باډي په نوم پروتین جوړوي.

انټي باډی له انټي جنونو سره وصل کیږي په هغه ډول چې یوه کیلي په قفل کې فټ کیږي، او دا بریدګر جراثیم له مینځه وړي.

۳- یوځل چې تاسو په کوم ډول ویروس اخته شوي یاست، ستاسو بدن د هغې په مقابل کې Memory cell جوړوي.

که تاسو بیا له ورته ویروس سره مخ شئ، نو دا حجرې یې پیژني.

دوی ستاسو د بدن دفاعی سیسټم ته وايي چې د دې پر وړاندې انټي باډي جوړ کړي او له مینځه یې یوسي.

واکسینونه هم په ورته ډول کار کوي.

واکسین ستاسو د بدن معافیتی سیستم ویښوي او د انتجنونو په مقابل کې روزي چې په راتلونکې کې له دې میکروب سره مبارزه وکړي.

ځکه چې واکسین د ویروس ضعیف یا وژل شوي ډول وي، چې تاسو له ناروغیدو پرته خوندي کوي.

که تاسو CoVID-19 لرئ، ایا تاسو معافیت لرئ؟

روغتیا پوهان نه پوهیږي چې ایا موږ واقعآ پر COVID-19 له اخته کیدو وروسته خوندي شوي یو که نه.

او که موږ معافیت ولرو ، موږ نه پوهیږو چې دا به د څومره اوږد وخت لپاره وي.  تر دې دمه ، د تایید شوي بیا رغیدو یوازې یو څو پیښې شته.

داسې ښکاري چې د کروناوایروس نور ډولونه یو څه معافیت محرک کړي.

مطالعات ښیې، هغه خلک چې په کورونا ویروس اخته شوي وي له څو میاشتو څخه تر یو کال پورې د ناروغۍ په مقابل کی معافیت حاصلوي او همدارنګه زموږ بدن تر 4 کلونو پوری د هغه ویروس پروړاندې انټي باډیانې جوړوي چې د شدید حاد تنفسي سنډوم (SARS) لامل کیږي.

ډیری خلک چې له COVID-19 څخه روغ شوي بدن يې د ویروس پر وړاندې انټي باډي لري.

مګر هیڅ شواهد نه شته چې دا به پر کورونا ویروس د دوی د نه اخته کېدو په وړاندې ساتنه وکړي.

 په انګلستان کې یوې مطالعې موندلې چې ډیری خلکو چې COVID-19 درلودل د څو میاشتو په اوږدو کې خپل انټي باډي له لاسه ورکړي دي.

په سویلي کوریا کې، له 160 څخه ډیرو خلک د کورونا وبا له تېرولو وروسته بیا پرې اخته شوي دي.

په چین کې، ٪ 5–10 خلک له ښه کیدو وروسته بیا په کورونا وایرس اخته شوي، له راپورونو سره سم. دا روښانه نه ده چې آیا:

دا خلک بیا په ناروغۍ اخته شوي وي، ویروس د یو څه مودې لپاره له خاموش پاتې کیدو وروسته د دوی په بدن کې بیا فعال شوی، او که د ازموینې پایلې نیمګړې وې؟

څیړونکي فکر کوي چې دله هغو خلکو څخه چې د COVID-19 څخه روغ شوي د پلازما (د وینې مایع برخې) کې انټي باډی ممکن له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې ناروغي لري.

که تاسو د انټي باډي مثبته ازموینه لرئ او غواړئ د پلازما مرسته وکړئ، خپل د وینې ورکولو سیمه ییز مرکز ته مراجعه وکړئ.

د معافیت لپاره څنګه ازموینه وکړو؟

د انټي باډي ازمونې، چې سیرولوژي ازموینه هم بلل کیږي، په وینه کې د کروناویرس انټي باډی اندازه کوي.

که تاسو انټي باډي ولرئ، نو په دې معنا چې تاسو له ویروس سره مخ شوي یاست او ستاسو د معافیت سیسټم یې پر وړاندې انټي باډي جوړ کړی دی.

د انټي باډي ټیسټونه له هغو ټیسټونو  سره توپیر لري چې ډاکټران یې پخپله د ویروس معاینه کوي.

له ناروغۍ وروسته ډیر ژر د انټي باډي معاینه کول هم د غلطو پایلو لامل کیدی شي ځکه چی دا 5-10 ورځې وخت نیسي.

دغه راز د انټي باډي ازموینې کولی شي خلکو ته د امنیت غلط احساس ورکړي.

دوی ممکن بیرته کار ته لاړ شي او بیا سفر پیل کړي کله چې دوی ویروس ونیسي نورو ته یې خپروي.

هغه خلک چې د کورونا وایرس نښې نه لري، لا ډېر نورو خلکو ته دا وایرس خپرولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب