تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۱۴ مه) د نوومبر په ۲۶مه، افغان تبعه «رحمانالله لکڼوال» په واشنګټن ډيسي کې د امریکا د مليګارد پر دوو سرتېرو ډزې وکړې. د دې برید له امله د امریکا د پوځ سرتېره «سارا بکسټروم» د ټپونو له امله وروسته مړه شوه او د هوايي ځواک بریدمل «انډریو وولف» لا هم په نازک حالت کې دی.
دغه برید په امریکا کې ولسمشر ټرمپ ته، چې د درېیمې نړۍ، په تېره بیا مسلمانو کډوالو سخت مخالف دی، پلمه په لاس ورکړه چې نه یوازې د افغانانو بلکې د ګڼو نورو هیوادونو د اتباعو په وړاندې سخت اقدامات پیل کړي.
افغانانو ته «ټولیزه سزا»
امریکايي رسنۍ (ریزن) په یوه راپور کې کښلي، د نوومبر په ۲۹مه، د ټرمپ حکومت اعلان وکړ چې د ټولو افغانانو د پناه غوښتنې او د ویزو ورکول به «تر ناڅرګندې مودې» وځنډول شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې «هر بهرنی کس تر ټولو سختو امنیتي پلټنو تېر شوی وي.»
دې ځنډ د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) پروګرام هم اغېزمن کړ — هغه پروګرام چې هغو افغانانو ته دایمي اقامت ورکوي چې د امریکا لپاره یې ارزښتناک خدمت کړی وي.
له بلې خوا نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د نوومبر په ۲۹مه، د کډوالۍ او ګمرک ریاست (ICE) ته په یوه داخلي ایمیل کې لارښوونه شوې چې شاوخوا ۱,۸۶۰ افغانان چې له امرکیا څخه د ایستلو حکمونه لري، باید ژر تر ژره ونیول شي.
د ډسمبر په ۱مه، د امریکا د کورني امنیت وزیرې «کریسټي نوم» اعلان وکړ چې غواړي پر افغانستان سربېره د نورو هېوادونو پر وړاندې هم د سفر بندیز نور هم پراخ کړي. هغې په ایکسپاڼه کې ولیکل:
«ما د هغو ټولو هېوادونو پر وړاندې د سفر د بشپړ بندیز سپارښتنه کړې چې زموږ هېواد ته یې قاتلان، طفیلیان او د امتیاز غوښتونکي را لېږلي دي.»
همداراز، د سپینې ماڼۍ ویاندې «کارولین لیویت» وویل چې د ټرمپ حکومت به د بایډن د واکمنۍ پر مهال امریکا ته د ټولو داخل شویو افغانانو په اړه «له سره بیا وارزونه وکړي.»
د ټرمپ ناسمې ادعاوې او د پلټنې حقیقت
د نیویارک ټایمز پر اساس، ډونالد ټرمپ تور پورې کړی چې هغه افغانان چې د «د متحداو د هرکلي د عملیاتو» (OAW) له لارې امریکا ته راوستل شوي، «بېپلټنې او بېڅارنې» داخل شوي دي.
خو حقیقت دا دی چې شاوخوا ۷۲ زره افغانان د درېپړاويزې سختې امنیتي ارزونې له لارې تېر شوي وو:
- په بهرنیو مرکزونو کې بایومتریک ثبت
- د امریکا په هوايي ډګرونو کې دوهمه پلټنه
- او بیا د پوځي اډو دننه وروستۍ ارزونه
شمېرې د ویرې ملاتړ نه کوي
سره له دې چې حکومت د افغان مهاجرو پر وړاندې وېره خپروي، خو شمېرې بل څه وايي.
د «کاتو انسټیټیوت» د ۲۰۱۹ کال د څېړنې له مخې، د ۱۸ تر ۵۴ کلونو ترمنځ افغانانو کې د بندي کېدو کچه په زره کسانو کسانو کې ۱۲۷ ده، حال دا چې دا کچه د امریکايي وګړو لپاره په ۱۰۰ زه کسانو کې ۱,۴۷۷ ده.
د «ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC)» د ۲۰۲۴م کال د امریکا د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ ویلي چې کډوالو له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۹ پورې امریکا ته ۱۲۳.۸ میلیارد ډالره خالص اقتصادي ګټه رسولې. دوی ۵۸۱ میلیارد ډالره مالیه ورکړې او یوازې ۴۵۷.۱ میلیارد ډالره مرستې یې تر لاسه کړې دي.
د کډوالو عاید هم د وخت په تېرېدو ډېرېږي:
- د لومړیو پنځو کلونو منځنی عاید: ۳۰,۵۰۰ ډالر
- له شلو کلونو وروسته منځنی عاید: ۷۱,۴۰۰ ډالر (د امریکا له عمومي منځني عاید څخه لوړ)
سربېره پردې، ۱۳ سلنه کډوال سوداګر کېږي، حال دا چې دا کچه د امریکايي وګړو په منځ کې۹ سلنه ده.
د افغانانو پر وړاندې روان سیاست
د ټرمپ حکومت د خپلې دوهمې دورې له پیله افغانان په نښه کړي دي.
د جنورۍ په ۲۰مه، ټرمپ د اجرایي فرمانونو له لارې:
- د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) وځنډاوه
- شاوخوا ۸۵ زره افغانان یې په ناڅرګند برخلیک کې پرېښودل
- ټولې بهرنۍ مرستې یې ودرولې
د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې هغه افغانان، چې د جنوبي پولې له لارې د پناه غوښتنې پر بنسټ داخل شوي وو، خبر کړل شول چې قانوني موقتي اقامت یې لغوه شوی دی. ګڼ شمېر وروسته ونیول شول او د شړلو له خطر سره مخامخ شول.
سربېره پر دې، په جولای کې د افغانانو لنډمهاله خوندیتوب (TPS) هم لغوه شو.
په الوتکو کې راغلي افغانان هم له خطر سره مخامخ دي
هغو افغانانو، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په هوايي تخلیه کې امریکا ته راوستل شوي وو، دوه کلن موقتي اقامت درلود. دا موده په ۲۰۲۳ کې دوه کاله نوره هم وغځېده، خو په ۲۰۲۵ کې یې موده پای ته ورسېده او بیا ونه غځول شوه.
اوس ډېر افغانان:
- نه قانوني اسناد لري
- نه د کار اجازه
- او د شاوخوا ۱.۵ میلیونه پناه غوښتنې دوسیې د ځنډ ښکار دي
د تېرې ارزونې له پامه غورځول
د ریزن خپرونې د راپور له مخې، د نوومبر په ۲۴مه — یعنې له برید څخه مخکې — د امریکا د کډوالۍ د ادارې مشر یو پټ یادښت خپور کړ چې له مخې به یې د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ پورې راغلي ټول کډوال بیا له سره ارزول کېږي او که شرایط ونه لري، اقامت به ترې واخیستل شي.
سره له ټولو ستونزو، افغانان پر خپلو پښو درېږي
که څه هم ډېری افغانان د خپلو مسلکي جوازونو د نشت له امله د کارونو بدلولو ته اړ شول، خو د بیا مېشتېدنې ادارې وايي چې ډېری افغانان په څو میاشتو کې پر ځان بسیا شوي دي.
د ریزن خپرونې لیکوال د خپل شخصي ملګري «ضیا» کیسه هم یادوي — هغه افغان ډاکتر چې د طالبانو پر ضد د امریکا ملګری و، وروسته امریکا ته راوستل شو، کلونه یې د قانوني وضعیت لپاره مبارزه وکړه، خو بالاخره یې خپل طبي جواز تر لاسه کړ.
وروستۍ خبره
د امریکا مشران هڅه کوي د افغانانو هویت ګډوډ کړي، خو د حقیقت له مخې افغانان:
- سخاوتمند
- زحمتکښ
- او د امریکا وفادار متحدان دي
امریکایان باید د عمومي تورونو پر ځای، هغه خلک وویني چې د کلونو ژمنو پر بنسټ یې د امن په هیله امریکا ته پناه راوړې ده.