Homeخبرونهټاکل شوې ده چې د روسیې د صدراعظم مرستیال نن کابل ته...

ټاکل شوې ده چې د روسیې د صدراعظم مرستیال نن کابل ته راشي

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۱ مه)  د افغانستان د طالبانو د حکومت  د باندنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روسیې د صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک د یو جګپوړي اقتصادي پلاوي په مشری د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر کوي.

د روسیې مرستیال صدراعظم د روان کال د تلې میاشتې په منځ کې په مسکو کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د سوداګرۍ، ترانزیت، ترانسپورت، انرژۍ، پانګونې او سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې وې.

نوموړي په دې کتنه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخولو ته د روسیې چمتووالی څرګند کړی و او ویلي یې و چې د عملي همکاریو د پیل لپاره شرایط برابر شوي دي.

دواړو لورو همداراز هوکړه کړې وه چې د ګډو ګټو د پروژو د پلي کولو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به د حکومتونو ترمنځ خبرو ته دوام ورکوي.

کابل ته د ښاغلي اوورجوک د ننني سفر هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې بلل شوي دي.

دا سفر په داسې حال کې پلان شوی چې روسیې په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول سوداګرۍ او امنیت کې، خپلې اړیکې پراخې کړي.

د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله دوه نیم برابره لوړه شوې ده.

روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی او ورسره نژدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...