وړاندې کوونکې: سهيلا کامران
راپور: ښکلا نور
تاريخ: يکشنبه 2026/6/29
غونډه د کابل پر وخت نهه بجې پيل شوه، د دې اونۍ غونډې دوې برخې درلودې، لومړی برخه د انتقادي فکر په اړه وه، انتقادي فکر څه ته وايي؟ څنګه يې روزلی شو؟ مونږ څنګه فکر کاوو؟ او د فکر کولو پروسه مو څه ده؟
هيلې پسرلی وويل:
انتقادي فکر په دې معنا نه دی چې یو څوک دې خامخا په هر کتاب، لیکنه یا مجله کې ښه او بد ولټوي بلکې هره موضوع بايد د دلیل او منطق له مخې وارزول شي. انسان باید خپله خوښه د دلیل ځای ناستې نه کړي او د خپلو عادتونو غلام پاتې نه شي. د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په دې زمانه کې د معلوماتو کمښت نشته، نو د معلوماتو تحلیل او د فکر خلاقیت تر هر څه ډېر اهمیت لري. د انتقادي فکر د روزلو لپاره مطالعه ضروري ده، مګر لوستل شوی مطلب باید په دقت تحلیل شي. هر کتاب، مجله یا خپرونه باید په بشپړه توګه ولوستل یا واورېدل شي، ځکه نيمګړي لوستل د سم قضاوت مخه نيسي. ډېری خلک د یوې موضوع په اړه د نورو لیکنې او مقالې لولي، خو اصلي سرچینې ته نه ورځي. تر هر څه وړاندې باید اصلي متن ولوستل شي او د یوې موضوع د ښه درک لپاره متضاد نظرونه هم وڅېړل شي، ځکه له بېلابېلو لیدلورو پرته انتقادي او منطقي فکر کول اسانه نه دي. هغې د خپلې تجربې له مخې وویل چې یادښت اخیستل ورسره د انتقادي فکر په پیاوړتیا کې ډېره مرسته کوي، ځکه پر حافظه بشپړ باور نشته. همدارنګه، کله چې د یوې موضوع په اړه لیکنه کوي یا د کومې پوښتنې ځواب لټوي، له ځان سره خبرې کوي او د دوو متضادو فکرونو ترمنځ ذهني ډیالوګ جوړوي، څو یوې منطقي پایلې ته ورسېږي. او د خبرو په پای کې يې وويل: هغه څه چې انسان خپل ذهن ته ورکوي، د هماغه له مخې پایله ترلاسه کوي. که ذهن په ګټورو او علمي مطالبو وروزل شي، مثبته پایله به ولري، او که ډېر وخت په بېګټې او سطحي محتوا تېر شي، د فکر پر کیفیت به منفي اغېز وکړي.
د هيلې پسرلی له خبرو وروسته يوې بلې بهير والې ته بلنه ورکړل شوه،
بهیر واله:
انسانان تل پوښتنې کوي او غواړي په هرې موضوع ځان پوه کړي. نو انتقادي فکر بايد له ماشومتوبه وروزل شي، ځکه ماشومان له ماشومتوبه پوښتنې کوي. خو زموږ په ټولنه کې چې يو ماشوم لویېږي، له هماغه پيله منونکی روزل کېږي. نو هغه به څنګه انتقادي فکر وکړي؟ هغه داسې روزل کېږي چې څه يې مور، پلار يا نيکه کوي، هماغه بايد وکړي او هماغه ومني. زموږ په ټولنه کې له انسانانو انتقادي فکر اخيستل شوی.
زما خپله تجربه ده، د ليکوالۍ لپاره مې د ټولنې ځينې فرهنګي او رواجي ديوالونه مات کړل، ځکه انتقادي فکر ژور فکر ته وايي، خو دا فکر بايد ستا خپل وي، نه د ټولنې، نه د پلار او نيکه او نه هم د کتابونو. اوس وخت کې د سوشل ميډيا تاثير زمونږ پر ځوانانو يا هغو ليکوالانو چې نوي يې ليکل شروع کړي ډېر دی. خو د سوشل ميډيا يوه لويه ستونزه د دقت نشتوالی دی. ځينې وخت يوه موضوع يا ليکنه بيخي درته وړه کړي او ځينې وخت يې دومره لويه کړي چې له ليکوال/لیکوالې څخه لار ورکه کړي او د ټولنې يوه بله ستونزه دا ده چې ډېری خلک هر څه په موبايل او سوشل ميډيا کې ويني او له فکر او ارزونې پرته يې مني، حال دا چې سوشل ميډيا هم موږ منونکي روزي، نه انتقادي فکر کوونکي.
او په پای کې يې خپلې خبرې په دې جملې ختمې کړې:
هنر بندولای نشو، ځکه هنر زموږ د خپلو افکارو څخه ځېګېدلی دی.
ښکلا نور:
د هیلې جانې او بهيروالې څخه ډېره مننه.
هیلې جانې په خپلو خبرو کې وویل چې زه زیاتره له ځان سره خبرې کوم، او دا خبرې، لکه د دوو متضادو کرکټرونو ترمنځ، ما هڅوي چې د یو څه ژورو ته ځان ورسوم. زه هم بېخي همدا خاصیت لرم، او له ماشومتوبه مې درلود. په دې اړه مې د «یو تن، دوه غږونه» په نوم یوه کیسه هم لیکلې وه. همدا چاره له ما سره هم په انتقادي فکر کې ډېره مرسته کوي. دې خبرې ته به وروسته راشم لومړی غواړم د انتقادي فکر په اړه خپلې لنډې تجربې درسره شریکې کړم. موږ چې واړه وو، پلار به مې د لوستلو لپاره ډېر کتابونه راوړل، بیا به یې له دې کتابونو څخه یو ما او یو مشرې خور، ته راکاوه، چې په يوې اونۍ کې يې ختم کړو. د اونۍ په پای کې به پلار غونډه جوړوله. ځینې وخت به یې د کاکا کورنۍ هم راوغوښته، او موږ ته به یې ویل چې هغه څه، چې تاسو له دې کتابونو څخه زده کړي، لنډ راته ووایئ. خو دلته پلار موږ ته څو مهمې پوښتنې را سپارلې: لومړی، که د دې کتاب کوم کرکټر، پېښه یا حتی یوه جمله مو خوښه شوې وي، ولې مو خوښه ده؟ باید دلیل ورته ووایو. او که مو نه ده خوښه، ولې مو نه ده خوښه؟ که کوم کتاب مو پر ژوند ډېر اغېز کړی وي، ولې یې کړی؟ او که هېڅ یې هم د ویلو لپاره نه لرئ، ولې یې نه لرئ؟ په لومړیو کې دا خبرې د سټېج پر سر بېخي سختې وې، ځکه مخامخ به ټوله کورنۍ، او ځینې وخت نور خپلوان هم، ناست وو. خو وروسته دومره ورسره بلد شوو چې که به د اونۍ په پای کې غونډه نه وه، هسې به مو زړه تنګ و. په لومړیو کې مې مشره خور د دې پوښتنو په ځواب کې ډېره تکړه وه. ما به دې پوښتنو ځواب نه شوای ویلی، او په هره غونډه کې به مې لنډ ناول یا کتاب تشریح کاوه. خو ورو، ورو د همدې وړې غونډې له برکته موږ له پخوا ډېر تغییر وکړ. دې غونډې موږ ته څو ګټې راورسولې. لومړی دا چې کتابونه مو ډېر ولوستل، او د انتقادي فکر لپاره تر ټولو مهمه مطالعه ده. دوهم دا چې جرأت مو زیات شو. نور نو حتی د سټېج او ډېرو خلکو پر وړاندې مو هم خپل نظر په ډېر جرأت څرګندولی شو، او د انتقادي فکر لپاره جرأت هم ډېر مهم دی. بله خبره دا چې، په عملي ډول، زموږ انتقادي فکر روزل کېده، ځکه پلار به تل د غونډې په پای کې موږ ته نوې پوښتنې راکولې. او تر ټولو مهمه خبره دا چې دې غونډو د کور په نورو ماشومانو هم اغېز درلود. وروسته دوی هم کتابونه لوستل، او په غونډو کې یې ګډون کاوه. نو، را به شم خپلې وروستۍ خبرې ته. د هغو غونډو په وخت کې ما خپل انتقادي فکر له ځان سره په خبرو روزه، ځکه ما باید په غونډو کې پوښتنو ته ځواب ویلی وای، او د ځواب لپاره مې باید له ځان سره، لکه زما د لنډې کیسې «يو تن دوه غږونه»، پر دوو متضادو افکارو کار کړی وای، او اصلي هدف ته مې ځان رسولی وای. او تر اوسه هم همداسې کوم.
د ښکلا نور له خبرو وروسته شفيقه خپلواک له درې واړو مننه وکړه او ددې موضوع او غونډو پر اهمیت لنډه وغږیده او بيا يې خپلې خبرې داسې پيل کړې.
شفیقه خپلواک:
موږ ډېری وخت له فکر سره احساسات ملګري کوو. مثلاً يو لنډ مثال غواړم د کابل په اړه درکړم يو څوک وايي چې زه د کابل د سقوط په اړه پوهېږم او درک کوم يې، خو بل به د همدې پيښې تجربه لري، نو دلته تجربه مهمه ده. او تجربه د انتقادي فکر په روزلو کې ډېره ضروري ده. انسان بايد له يو لړ تجربو تېر شي، څو انتقادي فکر ولري.
دا مهمه نه ده چې د انتقادي فکر لرلو لپاره بايد حتماً پوهنتون ولولې. ځينې وخت له نورو سره خبرې، بحثونه او تجربې هم انسان ته انتقادي فکر ورکوي. موږ ډېری وخت له انتقادي فکر څخه وېرېږو. يو چاته لوړ مقام ورکوو، بيا يې مرېدي کوو او نه شو کولی د هغه پر اثارو دقيق نقد وکړو. په انتقادي فکر کې د يو چا نظر يا اثر ردولی شو، خو د ردولو لپاره بايد دليل ولرو.
زما لپاره دا مهمه ده چې د يو چا اثر لولم، لومړی يې ژوندليک ولولم. زما لپاره ليکوال او اثر سره بېل نه دي. ممکن ځينې مې په دې خبره ملامته کړي، خو زه فکر کوم د انتقادي فکر لپاره اړينه ده چې وپوهېږو دا اثر چا ليکلی، ژوندليک يې ولولو، نور اثار يې هم وپېژنو او دا هم وګورو چې د کومو موضوعاتو په اړه يې ليکل کړي دي. او دا له ما سره د انتقادي فکر په روزلو کې مرسته کوي او بله دا چې د انتقادي فکر لپاره جرأت مهم دی، خو جرأت سپينسترګۍ په معنی نه ده. جرأت دا دی چې د خپلو خبرو لپاره منطقي دلايل ولرو، هغه پرته له ويرې څرګند کړی شو او په پای کې يې وويل چې:
د انتقادي فکر لپاره مطالعه مهمه ده، که تاسو دوه پاڼې هم لولئ، په جديت او ژور فکر يې ولولئ.
ميمونې کامران وویل:
که موږ فکر وکړو، د ښوونځي له دورې څخه تر اوسه موږ ته د خپل او یا د نورو د نظر د ارزولو او وخت ورکولو فرصت ډېر کم راکړل شوی دی. همدا لامل دی چې انتقادي فکر مو هم تر ډېره پاتې شوی دی.
زما په نظر، هغه خلک چې په ټولنه کې انتقادي فکر کوي، باید وزغمل شي. خو ځینې وخت موږ د بل چا قضاوت ته هم انتقادي فکر وایو، حال دا چې داسې نه ده. ما ډېر وخت لیدلي چې د بل چا فکر یا لیکنه له څېړنې پرته نقد کېږي، په داسې حال کې چې لومړی باید موضوع وڅېړل شي، بیا پرې نظر ولیکل شي. لکه څنګه چې کله یو ډاکټر ته ناروغ ورشي، لومړی یې معاینه او څېړنه کوي، همداسې په نقد کې هم لومړی فکر، څېړنه او تحلیل مهم دي. دا یوازې په ادب پورې نه محدودېږي، بلکې د ژوند په هره برخه کې مهم دی، او خپلې خبرې يې داسې ختمې کړې:
زموږ په ټولنه کې ډېری خلک نه غواړي نقد وزغمي، او ځینې وخت بیا د نورو ښکاره سپکاوي ته هم نقد وایي، حال دا چې دا نقد نه دی. نقد باید د احساساتو پر بنسټ نه، بلکې د دلیلونو پر اساس وي؛ ښه او بد باید په منطقي استدلال وښودل شي، نه د شخصي یا ټولنیزو تعصبونو له مخې. همدارنګه، ځینې خلک لا هم نقد او نیوکه یو شی ګڼي، مګر د دې دواړو ترمنځ ډېر توپیر دی.
له ميمونې کامران وروسته ليمې ته بلنه ورکړل شوه، ليمې لومړی له ټولو مننه وکړه او ويې ويل چې د نن ورځې غونډې نه يې ډېر څه زده کړل بيا يې ډېر لنډ وويل چې:
لکه څنګه چې نورو بهير والو هم یادونه وکړه، له ژور فکر پرته انتقادي فکر نه شي رامنځته کېدای. موږ باید پر دې هم فکر وکړو چې په ټولنه کې انتقادي فکر څنګه وروزل شي. زما په نظر، په لیکنو کې باید دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وشي، ترڅو دا فکر نورو خلکو ته هم ورسېږي. همدارنګه، له ماشومانو سره باید د انتقادي فکر پر روزنه کار وشي او دا چې موږ د ټولنې غړې یو او په دې برخه کې مسؤلیت لرو. باید لومړی ګام خپله واخلو؛
د ليمې له خبرو وروسته محبوبې راسره د نقد په اړه خپلې تجربې داسې شريکې کړې.
محبوبه اکبر:
انتقادي فکر يو ډول شننې ته وايي. که د یوې موضوع په اړه بشپړ معلومات هم ونه لرو، د پوښتنو او شننې له لارې کولی شو هغه ښه درک کړو. په ماشومتوب کې به چې مونږ کله له استاد څخه د «ولې؟» پوښتنه کوله، استاد پرې غوسه کېده، حال دا چې همدا ډول پوښتنې د انتقادي فکر بنسټ جوړوي. زه خپله د يوې ښوونکې په حيث تل هڅه کوم چې زده کوونکي فکر کولو ته وهڅوم، او د يو څه منلو ته يې نه اړ کوم. د بېلګې په توګه، زده کوونکو ته مستقیم نه وايم چې دروغ ویل بد کار دی، بلکې لومړی ترې پوښتم چې ایا کله یې دروغ ویلي دي؟وروسته د هغوی خبرو او احساساتو ته غوږ نیسم او بیا ورڅخه پوښتم چې که هر څوک دروغ ووایي، نو پایله به یې څه وي؟ په دې ډول زدهکوونکي خپله موضوع درک کوي، نه دا چې په زور پرې یو څه ومنل شي.
محبوبې په پای کې وویل:
کله چې څوک په یوې موضوع شننه وکړي او په ژوره توګه پرې پوه شي، نه یوازې خپله یې ښه درک کوي، بلکې نورو ته یې هم په ښه ډول لېږدولای او ور زده کولای شي.
کاملې جانې د نقد په برخه کې هغو ليکوالانو ته اشاره وکړه چې نوي يې ليکل شروع کړي وي او خپلې خبرې يې په يو نکل داسې پيل کړې.
کامله عزيزي:
زما مور به راته یو نکل کاوه. ویل یې چې یوه هلک د زردالو ونه کرلې وه. په لومړۍ ورځ یې ورته وویل: «که سبا راغلم او ته شنه نه وې، له بېخه به دې وباسم.» سبا چې راغی، ونه شنه شوې وه. بیا یې ورته وویل: «که سبا راغلم او پاڼې دې نه وې کړې، ماتوم دې.» نو ځينې وخت زموږ تمه هم له نوي لیکوالانو څخه همدا وي. موږ غواړو چې هغه په ډېر لنډ وخت کې بشپړې او پخې لیکنې وکړي، حال دا چې هر لیکوال د ودې او زده کړې وخت ته اړتیا لري. نن سبا چې کوم نوي لیکوالان او شاعران راڅرګندېږي، رسنۍ یې ډېر تشویقوي. ډېر تشویق داسې وي چې ورو ورو خوند کوي خو وروسته انسان نه لار ورکوي. که د يو ليکوال د ليکنو یوازې ستاینه وشي او د لیکنې په اړه رښتینی نظر ورنه کړل شي، وروسته هماغه ستاینه د لیکوال لپاره ستونزه جوړوي. ځکه کله چې يې تشویق کم شي، لیکوال ځورېږي. له همدې امله، موږ باید له نویو لیکوالانو سره احتیاط وکړو، څو لار ترې ورکه نه شي. انتقادي فکر باید د لیکوال فکر او لیکنې ته نوښت ورکړي، نه دا چې هغه مایوسه کړي. ځینې وخت پر یوه لیکوال نقد ځکه اړین وي، چې لا غوره لیکلو ته وهڅول شي او د پرمختګ فرصت ومومي.
له کاملې وروسته سهيلا جانې ډېر لنډ د انتقادي فکر په اړه داسې وويل.
سهيلا کامران:
انتقادي فکر په لیکوالۍ کې مهم رول لري، ځکه چې موږ د هرې موضوع بېلابېل اړخونه څېړو. که یوه لیکنه د انتقادي فکر پر بنسټ ولیکل شي، لوستونکی یې په اسانۍ مني، قناعت پرې کوي او خوښوي یې. د یوې قوي او منطقي لیکنې لپاره انتقادي فکر ډېر زيات مهم دی.
د غونډې وروستۍ برخه مو مشاعرې ته ځانګړې کړې وه. خو له مشاعرې مخکې يوې بهير والې د جنيد د جايزې په اړه لنډ معلومات شريک کړل او ويې ويل چې دا ځل د نقد برخه هم لري، او لا وخت شته چې خپل نقدونه ور ولېږئ. د مشاعرې برخې کې لومړی کاملې عزيزي خپل او د شمائلې سليمي شعرونه ولوستل، ښکلا نور د پير محمد کاروان شعر ولوست، شفيقه خپلواک د وطن په اړه خپل يو غزل ولوست او سهيلا کامران د پکتيانۍ شعر ولوست. د غونډې په وروستيو شيبو کې د ثنا په نوم يوې اته کلنې او پر کتاب مينې بهير والې په لومړي ځل ګډون کړی و او په ډېر جرأت او خواږه غږ يې دا ټپه وويله.
که د زلمو نه پوره نشوې
ګرانه وطنه جينکۍ به دې ساتينه.
غونډه د کابل پر وخت يولس بجې او پنځه دقيقي پای ته ورسېده.