تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پرون ـسې شنبې) د اسلاماباد پر لور د روان اوږده لاریون د تګ لار بدله کړې ده.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي ویلي، د لاریون کاروان به د سې شنبې په شپه له کواټ څخه خیبر ولسوالۍ ته ولاړ شي او وروسته به پېښور ته ورسېږي.
اپرېدي په کواټ کې د پوهنتون څلورلارې ته نژدې د لاریون ګډونوالو ته په وینا کې وویل، د خیبر ولسوالۍ خلکو غوښتنه کړې چې د لاریون له ګډونوالو کوربهتوب وکړي، له همدې امله د کاروان د تګ په لار کې بدلون راغلی دی.
د هغه په وینا، کاروان به له خیبر ولسوالۍ وروسته پېښور ته ولاړ شي.
د لومړني پلان له مخې، ټاکل شوې وه چې کاروان له کواټ څخه مستقیم پېښور ته ولاړ شي او متنۍ سیمې ته نژدې شپه تېره کړي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وویل، تحریک انصاف به له خپلو غوښتنو شاته نه شي او لاریون به په سولهییز ډول دوام وکړي. نوموړي وویل، د اعتراضونو له پیلولو مخکې د اساسي قانون، قانوني او ډیموکراتیکو لارو ټولې هڅې شوې دي.
اپرېدي وویل، د تحریک انصاف په غوښتنو کې د دغه ګوند له بنسټګر او پخواني صدراعظم عمران خان سره د لیدو اجازه او هغه ته د طبي درملنې اسانتیا برابرول شامل دي. د هغه په وینا، ګوند خپلې غوښتنې په یوه مسوده کې هم وړاندې کړې دي.
نوموړي په خیبر پښتونخوا کې پر ترهګرۍ ضد تګلارې نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې پر ګڼو پوځي عملیاتو او ډرون بریدونو سربېره په دغه ایالت کې د ترهګرۍ ستونزه نه ده هواره شوې. د هغه په وینا، د دوی د وړاندیز شوې تګلارې د عملي کېدو په صورت کې په ۱۰۰ ورځو کې په ایالت کې امنیت بېرته ټینګېدلی شي.
د تحریک انصاف اوږد لاریون د اکتوبر په څلورمه له لکي مروت څخه پیل شوی او کاروان پرون د کرک له لارې کواټ ته ورسېد.
اوس ټاکل شوې ده چې لاریون پېښور ته تر رسېدو مخکې خیبر ولسوالۍ ته لاړ شي. د تحریک انصاف په وینا، د لاریون د لومړي پړاو لوی کاروان به د اکتوبر په اتمه په خیراباد کې راټولېږي او هلته به د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه اعلان شي.
په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د لاریون له مشرانو غوښتي چې له حکومت سره خبرې وکړي او لاریونه ودروي.