تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د جنوبي کوریا ساینسپوهانو د سرطان د درملنې په برخه کې یوه نوې څېړنه کړې چې له مخې یې د سرطان حجرې د له منځه وړلو پر ځای بېرته په روغو حجرو بدلېدای شي.
د کوریا د پرمختللو علومو او ټکنالوژۍ انستیتیوت (KAIST) څېړونکو، د پروفیسر کوانګ هیون چو په مشرۍ، د انسان د جینونو د فعالیت لپاره یو ځانګړی کمپیوټري ماډل جوړ کړی دی. د دې ماډل په مرسته یې هغه جینونه پېژندلي چې د حجرو د پېژندنې او ودې په کنټرول کې مهم رول لري.
د درېیو مهمو جینونو په کنټرول سره د کولمو د سرطان د حجرو بېرته رغول
د دې څېړنې پایلې، چې په «اډوانسډ ساینس» علمي مجله کې خپرې شوې، ښيي چې څېړونکو د MYB، HDAC2 او FOXA2 په نوم د درېیو مهمو جینونو فعالیت محدود کړی دی. په دې کار سره یې د کولمو د سرطان د حجرو بېکچه وده درولې او دا حجرې یې بېرته د عادي او روغو کولمو د حجرو په څېر بدلې کړې دي.
له کیموتراپۍ او وړانګدرملنې سره توپیر
په دودیزو درملنو کې، لکه کیموتراپي او د وړانګو درملنه، د سرطان حجرې له منځه وړل کېږي. خو دا لارې چارې د بدن روغو نسجونو ته هم زیان رسولی شي او کله ناکله د درملو پر وړاندې د سرطان د حجرو د مقاومت سبب کېږي.
د دې نوې لارې توپیر دا دی چې سرطاني حجرې نه وژني، بلکې هڅه کوي د هغوی اصلي او روغ بیولوژیکي حالت بېرته ورغوي.
په لابراتوار او حیواناتو کې د پام وړ پایلې
د راپور له مخې، څېړونکي وايي چې په لابراتوار او حیواناتو کې د ترسره شویو ازموینو په لړ کې د بدلو شویو حجرو د تومور جوړولو وړتیا په څرګند ډول کمه شوې ده. په ورته وخت کې، د بدن روغې حجرې تر ډېره خوندي پاتې شوې او زیان یې نه دی لیدلی.
د انسانانو پر درملنې د ازموینې لپاره بل پړاو
دا ټکنالوژي، د لا پراختیا او پر انسانانو د کلینیکي ازموینو لپاره د بایوټکنالوژۍ یوه شرکت ته سپارل شوې ده.
خو ساینسپوهانو ټینګار کړی چې دا لاره لا هم په ازمیښتي پړاو کې ده او پر انسانانو یې اغېزمنتیا او خوندیتوب لا نه دی ثابت شوي.