تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ عقرب لومړۍ) که د واټساپ په ګروپونو کې د غړو اوسنی شمېر درته کم ښکاري، نو ډېر ژر به وکولی شئ چې دې ګروپونو ته نور کسان هم ورزیات کړئ.
د «WABetaInfo» وېبپاڼې د راپور له مخې، واټساپ د یوې ډلې د غړو شمېر له ۱۰۲۴ څخه ۱۵۰۰ کسانو ته لوړوي.
اوس مهال په یوه واټساپ ګروپ کې تر ۱۰۲۴ کسانو پورې ګډون کولی شي. دغه شمېر په ۲۰۲۳ کال کې د مارچ په میاشت کې له ۵۱۲ څخه ۱۰۲۴ کسانو ته لوړ شوی و.
د راپور له مخې، د دې نوې اسانتیا د وړاندې کولو لړۍ پیل شوې او په تدریجي ډول به د اندروېډ او اې او اېس (iOS) کاروونکو ته هم ورسېږي.
دغه بدلون به په ځانګړې ډول د هغو ډلو لپاره ګټور وي چې د ښوونیزو بنسټونو او سیمهییزو ټولنو په اړه جوړې شوې دي.
واټساپ په وروستیو میاشتو کې د ډلهییزو خبرو لپاره څو نورې اسانتیاوې هم وړاندې کړې دي. اوس کاروونکي کولی شي د ډلو پیغامونه د اوږدې مودې لپاره د ډلې په سر کې ثابت وساتي او د ځانګړو یادونو او ځوابونو د بېلولو لپاره له فلټرونو کار واخلي.
همداراز، د یوې ډلې پخواني غړي کولی شي د خبرو اترو د پیغامونو مخینه له نویو ورګډېدونکو غړو سره هم شریکه کړي.