دلته« مفهوم» په ارواپوهنيز متن کې کارول شوى دى، هغه چې دانسان دويمه څيره ده۰ خو کله مثبته اوزياتره وخت دمنفي اوناوړه کړنو بيلګه ده ۰ کريمه هم دلته دمنفي او ناوړه کړنو اويا دهيولا په څير چې يو نظام تر سىتوني تيروي، حضور پيدا کوي۰
ورکه کريمه زما دډېر خوږ ملګري او دکلونو کلونو يار انځور زرين وروستي چاپ شوې ناول دى۰ په ظاهر کي ديو پولسي ناول په ډول دى ۰ خو درياليزم په سبک کښل شوى دى۰ کله چې دناول منځ ته داخليږو پوهيږو چې د پوليسي ځانګړني يې ورو ورو خپل رنګ بايلي۰ او د يوه زمان او يوې ټولنې دبرخليک خبره په کې را نغښتل کيږي۰ خو دناول دسسپينډ لړۍ قدم په قدم دبرتر اندرسل دا خبره ذهن ته راوړي چې ويلي يي وو: « په توره کوټه کي توره پيشو پيدا که په داسې حال کې چې پيشو نه وي اوته يې ومومي نو فلسفه ده۰ » دلته په ناول کې هم ورکه کريمه له هغه تورې پيشو سره معادله ده۰ کريمه يوه افسانه ګرزي ،ټوله کيسه دکريمي دپيدايښت په محور څرخې اودادب خوځندې لړئ ته ورداخليږي۰ داسکيلاس مارتين خبره :
ادبيات يوازې کيسه او داستان نه دى، ادبيات داسې ژانر دى چې په زياترو مدرنو بشري ټولنو کې د نورو کيسو او داستانونوپه پرتله ورته زيات ارزښت قايل دي۰ په هر هيواد کې د ادبياتو کيفيت د فخر او وياړ سرچينه ده۰ د بريتانيا ملې قهرمان شکسپير دى۰ او د المان هم د نړيوالو اړيکو فرهنګي موسسه د ګويته انستيتوت په نوم ياديږي زموږ په ټولنه کې خوشحال بابا به نور هم تر ډيره د راتلونکو نسلونو په منځ کې ژوند وکړي۰
دکريمي داستان هم د يو مشخص دوران اوزمان او د يو چاپيريال د ژوند تراژيدي ده چې څوک يې لا د تراژيدي په نوم نه پيژني خو داستان ورته د تراژيدي او غميزي تصوير وړاندي کوي۰ د ېوي وبا تصوير، د ېوي هيولا تصوير، چې له داستان او ادبياتو پرته ناشوني وو۰ کريمه د ېوي پيرئ يا جن حيثيت پيدا کوي چې دهر چا په وړاندي موجوده او حاضر ده خو خلک يې نه ويني کريمه دنظم اونظام دويجاړولو له پاره خوره ده۰ چې دنظام ديوال توږي او دوړوي يې۰ يا داسې زهر او مسموم کوونکي څه دى چې هر څه وژني او د ټولني په اندامونو مرض او وبا را پلنوي۰
دا وبا کورنۍ وبا نه ده، بلکې له بهره راغلي ده چې کله هم د عيش ونوش په محافلو کې په پتنوسونو کې د هر چا خولي ته ورځي۰ په ښکلا او جنسي اروتيزم کي هم را برسيره کيږي۰ او کله په ښکلاګانو کې ليدل کيږي خو موخه يې يوه ده۰ هر څوک دهغي په لټه کي دي وار د وار ه دځينو په وطن خواخوږو ژوند اخلي۰ هغويی د ځواک له مداره بهر کوي۰ او ځيني نور را ولي۰
د ورکې کريمي ناول ډير څه روښانه کوي دېوي داسې بحراني دوري انځورنه کوي چې د ټولني ارزښتونه د شړيدو سره مخامخ کيږي۰ زيات شمير چارواکي د بهرني ځواکونو ډول ته په ګډيدو دى د ټولني اصلي څېر بدليږې۰ عياشي او فحاشي اوج ته رسيږي۰ کريمه په يوه داسې هېنداره بدليږي چي دټولنې دځواکمنې پوړې څېره په کې ښکار ي۰
ناول د ېوې ټولنې داسې بوده او تنسته عکاسي کوي چي فساد او ناوړه حالت د يو سمبول يابيلګي په څېره کې تمرکز پيدا کوي.
په بشري فرهنګ کې داسې ډېري بيلګي وينو چې ديوه اولس دژوند يوه ستره غميزه په يوه کرکتر کې، په يوه نوم کې ، او يا يوه شخص کې ځليږي۰ دلته که تېر نظام ته وګورو دډيرو ښو بيلګو په په څنګ کې ناوړه او کرغيړنه څيره د کريمي په وجود کې بريښي ،کريمه يو سمبول دى چې د پياوړي اومشهور ليکوال انځور په ګوتو ترسيم شوى دى او د نظام دويمه څېره يا سيوري بريښوي نو د انځور قلم دې بې رنګه نه شي۰
ميمالفکاف دنوي کال دريمه ۱۴۰۵