Home+په نکلونو کې تاریخ | استادشهسوار سنګروال

په نکلونو کې تاریخ | استادشهسوار سنګروال

۸ مه کیسه

په پاکستان کې، د برېتانیا «۹» کلونه

استادشهسوار سنګروال

د هند او پاکستان له وېش نه وروسته، په ۱۹۴۷ کال د هند او پاکستان په نوم دوه جلا جلا هېوادونه او حکومتونه د برېتانیا له خوا رامنځته شول، ولې په پاکستان کې بیا هم بریتانیا د تېر په څېر نهه کاله نور هم پوځي حضور درلود، څو د پاکستان لپاره نوې اردو او پوځ وروزي.

په دغه موده کې یو د بل پسې هغه کسان واک ته ورسېدل چې د برتانوي هند د ګورنر جنرال په څېر یې ورته دنده په غاړه درلوده.

د مثال په ډول، محمد علي جناح د ۱۹۴۷ کال د اګست له ۱۵مې نه تر ۱۹۴۸ د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې پورې خپله دنده د برېتانیا د سلاکارانو تر لارښودنې لاندې سرته ورسوله.

خواجه نظام الدین یو بل واکمن و چې د جناح په څېر یې له ۱۹۴۸ کال د سپتمبر له ۱۴مې نه تر ۱۹۵۱ د اکتوبر تر ۱۷مې پورې د واک او ځواک څښتن و.

ملک غلام محمد او سکندر میرزا هم د هغو تېرو دوو واکمنو په څېر واک وچلاوه، ولې بیا هم په بشپړه توګه یې د برېتانیا له ګټو او سلاکارانو پرته د خپلواک تصمیم نیولو توان نه درلود.

دا چې یو شمېر پاکستاني تاریخپوهان وایي چې په ۱۹۴۷ کال پاکستان ازاد شو، دا خبره د تامل وړ ده، ځکه چې د پاکستان په نوم کومه سیاسي جغرافیه موجوده نه وه، نو له چا یې خپله ازادي واخیسته؟

اساسي خبره دا ده چې پاکستان د انګریزانو له خوا جوړ شو، چې نیمه خاوره یې له افغانستانه او نوره یې له هنده ونیوله، لکه چې د برېتانیا صدراعظم چرچل به ویل: «اوس چې د هند له لویې وچې وځو، موږ یوې موټې خاورې ته اړتیا لرو چې په دغه سیمه کې زموږ ګټې خوندي وساتل شي…» اسراییل هم تر همدې فورمول لاندې په ۱۹۴۸ کال رامنځته شو.

انګریزانو پاکستان جوړ کړ، خو هغه مهال چې غوښتل یې د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړي، د افغانستان استازي میرزا حسین خان عزیز مخالفه رایه ورکړه او ویې ویل چې پاکستان په پردۍ خاوره جوړ شوی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد داود، چې د ډېیورند فرضي کرښې حل ته ژمن و، نو پاکستان کوښښ کاوه چې د ده پر ضد یو شمېر ناراضه بنسټپال وسله وال وکاروي، او همداسې هم وشول.

له محمد داود خان وروسته، کرنیل امام د «افغانستان جهاد…» تر سرلیک لاندې کتاب کې وایي، کله چې نورمحمد تره کي واک ته ورسېد او بیا یې د ناپېیلو هېوادونو په کنفرانس کې چې په کوبا کې جوړ شوی و، له ضیاالحق سره ولیدل، ناراضه ښکارېده، او کله چې پاکستان ته راغی، ویې ویل: «نورمحمد تره کي د انقلاب په نشه مست دی.»

له همغه وخت نه را وروسته چې هر څوک په افغانستان کې واک ته ورسېدل، پاکستان ترې غوښتل چې د افغانستان حکومت باید د ډېیورند کرښه په رسمیت وپېژني، خو هیچا دغه استعماري کرښه په رسمیت ونه پېژندله.

پاکستان د جعلي اسنادو له مخې کوښښ کوي چې نړۍ ته وښيي چې ګنې د ډېیورند کرښه په رسمیت پېژندل شوې ده.

دوی د دا ډول اسنادو په لړ کې د صاحب زاده عبداللطیف قادیاني یادونه هم کوي.

عبداللطیف امیر عبدالرحمان ته ځان د یوه ستر ديني عالم په توګه معرفي کړی و، او یو شمېر پاکستانیان اوس په جعلي توګه د امیر په استادولۍ د ډېیورند موافقه لیک د ده د لاسلیک خبره کوي، چې دا هم جعلي دي.

حقیقت دا دی چې کله امیر وپېژاند چې دی د انګریزانو جاسوس دی، هغه مهال دی له لاسه وتلی و، خو امیر نصرالله خان او حبیب الله خان ته یې وصیت وکړ چې عبداللطیف او د سوات صاحب زاده عبد القیوم د انګرېزانو جاسوسان دي او باید جزا ورکړل شي.

صاحب زاده عبداللطیف د امیر عبدالرحمان له مرګ نه وروسته فکر کاوه چې حبیب الله خان د ده له هڅو خبر نه دی، نو بیا یې د تېر په څېر غوښتل خپلې دندې ته دوام ورکړي، خو امیر حبیب الله خان دی ونیو، دغه قادیاني صاحب زاده یې سنګسار کړ او له تیږو او ډبرو یې پرې ګوزارونه وکړل او جهنم ته یې وسپاره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...