Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا له ګودامونو سلګونه ټنه غنم ورک شوي دي

د خیبرپښتونخوا له ګودامونو سلګونه ټنه غنم ورک شوي دي

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) په خیبر پښتونخوا کې د دولتي / سرکاري غنمو د زېرمو د ورکېدو لویه قضیه افشا شوې، چې له امله یې د خوړو ادارې پلټنې پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې، د بنو د خوراک ادارې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په میاشت کې په یوه رسمي مکتوب کې ویلي چې د نړ حافظ‌اباد ګودامونو د وروستي تفتیش پر مهال نور ۱۲۳.۱۷۱ مټریک ټنه غنم کم موندل شوي دي. دا د همدې زېرمتون په اړه د غنمو د کموالي پنځم راپور بلل کېږي.

له دې وروستي انکشاف وروسته، د بنو د ولایتي زېرمو په مرکز کې د ورکو غنمو مجموعي اندازه ۳۹۱.۱۷۶ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.

د رسمي اسنادو له مخې، له اتم نمبر ګودامه ۷۴.۲۹۲ مټریک ټنه، له نهم نمبر ګودامه ۲۵.۷۲۷ مټریک ټنه او له درېیم نمبر ګودامه ۲۳.۱۵۲ مټریک ټنه غنم ورک شوي دي. ویل کېږي چې دغه غنم د پاکستان د کرنیزو زېرمو او خدماتو دولتي ادارې ملکیت و.

د خوراک ادارې یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې د غنمو پرله‌پسې کموالی ډېر اندېښمنوونکی دی، ځکه تر دې مخکې هم د شاوخوا ۲۶۸ مټریک ټنه غنمو د ورکېدو راپور ورکړل شوی و.

بل لور ته، د سوات د ولایتي زېرمو په مرکز کې هم د ۶۳۳.۲۰۰ مټریک ټنه غنمو د ورکېدو خبر ورکړل شوی دی. د پلټنې راپور ښيي چې د ټخه بانډ په ګودامونو کې د ثبت شوو معلوماتو خلاف زرګونه بورۍ موجودې نه وې او ځینې ګودامونه بشپړ تش موندل شوي دي.

راپور زیاتوي چې ګڼې بورۍ د اوږدې مودې زېرمه کېدو له امله خرابې او د کار وړ نه دي پاتې شوې.

د خیبر پښتونخوا د خوراک ادارې رییس ویلي چې په ټولو ولسوالیو / ضلعو کې ځانګړی تفتیش / آډیټ پیل شوی او د پلټنو لپاره ځانګړې کمېټې جوړې شوې دي.

هغه ټینګار کړی چې که هر ډول بې‌نظمي یا فساد ثابت شي، د مسوولانو پر ضد به سخت قانوني اقدامات ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...