“د يويشتمې پېړۍ ليڪ” فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل په ۱۲۷مخونو ڪي زر ټوڪه چاپ ڪړی دی.
تړون ئې د ميني په نوم او ډالۍ شوی د “زين او زينو” نومونو ته دی، چي د دې ناول لوبغاړي دي.
دا وړوڪی ناول په څو ڪلونو ڪي په وقفه يي ډول په اتو څپرڪو ڪي ليڪل شوی دی.
ناول اصلاً د دوو بېلو شوو مينو تر منځ له ډېري ليري فاصلې د ايمېل په وسيله په اوو ليڪونو ڪي سوال او بيرته ځواب دی، چي د تېر وخت خوند او د روان وخت درد پڪي انځوروي. ځيني فرعي صحنې هم لري. د ميني دا اور له يوې اڪاډميڪي فضا بل شوی، چي لمبو او لوګو ئې دوه ژونده لوغړن ڪړل. اوس دواړه مينان د تېرو يادونو او روانو دردونو په اور ڪي سوځي.
د يوويشتمي پېړۍ د يوې لېونۍ، نيمګړي، ماتي او ناڪامي ميني ڪيسه ده، چي روماني ژبه لري. په ډېره ښڪلې او هنري ژبه د الفاظو، ڪلماتو او جملو اوډون دی، چي خوږ ڪيف پڪي شته. ځای ځای د لنډيو او بيتونو راوړل ئې نور خوند زياتوي.
په ليڪونو ڪي مينان د خپلو احساساتو، دردونو، جدايۍ، ستړي ژوند او زهرجنو وختونو بيان په روماني انداز يو و بل ته ڪوي. له غمه خوند اخيستل دي. د يو و بل د هېرولو په پلمه يو و بل يادول دي. د يوويشتمي پېړۍ د ميني، لېونتوب، يوازيتوب، زمانې، دوه مخيتوب، بېلتانه، ژوند او مرګ بيان دی. د دوو مينانو له خوا د درد، ميني، يوازيتوب، بېلتانه… تعريفونه دي.
د وطن د ځينو ځايونو انځورونه دي. د دې ناول يوه ځانګړنه دا ده، چي ليڪوال په ځينو ځايونو ڪي سپيني خبري ڪړي او هغه څه چي شوي، ښڪاره ئې ويلي دي. د لوبغاړو خوبۍ او بدۍ ئې دواړي ويلي دي. ځيني خبري ئې بربنډي ڪړي دي او ځيني صحنې ئې ما ته ډېري عجبه ښڪاره شوې، زموږ د ټولنيزو اصولو او ټولنيز چوڪاټ بهر څه وو. ليڪوال ڪه خيالي ويلي او ڪه حقيقي، خو ما ته په خپله ټولنه ڪي ناممڪن وايسېدل.
ځيني جملې پڪي داسي وې، چي هر وخت ئې له ويلو او اورېدلو انسان خوند اخلي او سبق اموزه وي.
دا څو ڪرښي له ڪتابه:
* له هغو خلڪو سره ګوزاره اسانه ده چې طبيعت يې
خراب وي خو له هغوی سره ګوزاره سخته وي چې تربيت يې خراب وي.
*خپل هغه نه دي چې په تصوير ڪې درسره يو ځای ولاړ وي، خپل خو هغه دي چې په سختۍ ڪې درسره ودرېږي.
*ڪله چې د ونې ريښې ڪلڪې وي نو له باده يې څه وېره ده.
* وخت، موسم او ځينې خلڪ يو ډول فطرت لري، خو دا معلومات يې نشته، چې چېرته بدلېږي.
*ڪرښې هم عجيبه وي، ڪه په لاسونو راڪش شي نو قسمتونه جوړوي، ڪه پر ځمڪې راڪش شي سرحدونه جوړوي او ڪه په رشتو راڪش شي نو د نفرت تور دېوالونه ترې جوړ شي.
*دا مينه داسې ده لڪه له ژاولو جوړه شوې پوڪاڼۍ، څومره چې يې پوه ڪوو هماغومره لويېږي مګر په اخر ڪې له يوه ډېر بې خونده ږغ سره وچوي، ڪله نا ڪله خو پرې شونډې هم ڪڪړې شي چې پاڪول يې سخت وي.