د طالب جنازه مه باسئ له کوره
ګوره مور به یې لمبه کاندئ بې اوره
دا به هم د چا امید د چا ارمان وي
څو بېمار زړونه به ده باندې ودان وي
***
دغه دنګ سرباز را پریږدئ چې ژوندی وي
پرې ډاډه مې د وطن د مور زړګی وي
دا چنار چنار قدونه د کتو دي
ته او خدای، دغه ځوانۍ نو د ویشتو دي؟
***
چې ولاړ په سره ګرمۍ کې هغه ځوان دی
دا پولیس دی، د دې خلکو نګهبان دی
دا مړ نکړئ، ښار به ګوره بیابان شي
د لیوانو په پنجو کې به ښاریان شي
***
های!
د خپل کلي هدیرو ته مو لږ خیال دی؟
ته وا ځمکې را شین کړی پر او بال دی
تر هر کوره رسیدلي دي قبرونه
پکې ښخ دي د همدې کلي ګلونه
***
وئ،
خدایه، دا خو په لکړو راروان دي
وئ،
دا خو ټول زموږ د کلي ماشومان دي
آن ورانه کې یې پښې دې چا پرې کړي
دا پرې کوم قاتل خوني سترګې، سرې کړي؟
***
تور لوګي سره، سرونه په هوا شول
ماین پټاو شو، اندامونه په هوا شول
میندې راغلې په لاسونو کې یې سرونه
ښکلوي، د بې تنو بچو مخونه
***
جسدونه په سیندونو کې روان دي
تښتیدلي له هیبت ځنې کبان دي
هره ورځ په لاش خورو باندې اختر وي
په منګولو کې یې نیولی زموږ سر وي
***
سرې لمبې مو له ښوونځیو پورته کیږي
منارونه، محرابونه را نړیږي
په جومات کې سیپارو اخیستی اور دی
د کوترو لښکر ګوره سوی سکور دی
***
الوتکې خالي کړی خپل ټټر دی
هاغه شین کلي کې ګوره جوړ محشر دی
یوې مور غوښه راټوله کړه پلو کې
په تخرګ کې یې نیولی د زوی سر دی
***
نو موږ ولې همیشه خپلو کې جنګ کړو؟
نو موږ ولې یو او بل په وینو رنګ کړو؟
نو موږ ولې د پردي ډول ته نڅیږو؟
او د جنګ په بازارونو کې خرڅیږو
***
لا تر څو به پرې کوو د یو بل غاړې
ځناور به را تو کئ د نفرت لاړې
په خدای ګورئ، ټول جهان کې شرمنده یوو
له کاروان د انسانیته پس مانده یوو
***
دا [دیوان] زموږ په وینو دلته پايي
که موږ یو شوو دوی به تښتي نعمان وايي
راځئ، یو د بل مخونه سره ښکل کړو
د دښمن په زړه کې سره اورونه بل کړو
نعمان دوست، د جمعې شپه ، ۱۳۹۸ ،د غبرګولي ۹مه
ډېر ښکلي شعر دى ۔ هم دې کيسې ښکلي دي اوهم دې شعر داسې مالوميږي چې زړه او ذهن دې هم