پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکالمونهسنګرروسېې ته دافغان پلاوي سفر؛ د يوې تنې درې سرونه | استاد...

روسېې ته دافغان پلاوي سفر؛ د يوې تنې درې سرونه | استاد شهسوار سنګروال

لکه په ډليزو رسنیوکې چې څرګنده شوه، د افغانستان اوروسې د دېپلوماتيکواړيکودسلمې کليزې د لمانځنې په موخه او پلمه، مسکو د يوې غونډې کوربه وو.

په دغه غونډه کې يو شمېرافغان سياستوالو، طالب استازو، د سولې عالي شورا د افغانستان حکومت او يو شمېر ټولنيزو شخصيتونو ته بلنه ورکړشوې وه .

داخبره دې په خپل ځاې وي،چې دهېوادونواوولسونوترمينځ دوستي اودښمني ابدي نه وي…ولې کوم څه چې تل به دتنظيمي مشرانوله خواپه دې خبرې ټينګارکېده،چې روسانواودسرولښکرولاسپوڅودوه نيم ميلونه افغانان شهيدان کړيدي …اوس له همدغوکسانوپوښتنه پېداکېږي،چې ددغوشهيدانودبېوځلې اوبېوسې وينې پور به څوک پرې کوي ؟که څه هم داپوښتنه له هغه چا هم کېږي،چې دشوروي په چړويې دافغانانوسرونه غوڅ کړيدي…هوداپوښتنه له هغوهم کېږي،چې داې،اس،اې لاس پوڅي وواوپه کورنۍ جګړوکې په زرګونوانسانانوکنډوالې ډکې کړې…يوه ورځ به راشي،چې ټولنيزعدالت لاسونه به ،دهرظالم ګرېوان ترلمنې پورې څېرې کړي …اوکه داديوې خبرې پوښتنه هم ونه شي،نودتاريخ تېره توره دهرجابراوظالم په سرو وينوککړلاسونه هرچاته په ډاګه کولی شي…اوکه څوک له دې يوې خبرې هم وېره ونه لري دچښتن تعالی غضب ته دې سترګې په لاره اوسي …هو په دې هرڅوک پوهېږي،چې

دغومشرانوخوددې شهيدانوله کونډو،يتيمانواوبوره شوومورګانوسره کومه خواخوږي ونه ښوده اونه يې هم ددوئ په سردعاطفې لاس تېرکړ …

حامدکرزی،عطامحمدنور،حاجي محمد محقق،اسماعيل خان ،حنيف اتمر،زاخيلوال اونورچې دروسې په بلنه هغه هېوادته سفردرلود…ايادشوروي اتحادځاې ناستې دروسې هېواد چارواکوته يې ووېل ،موږچې اوس ستاسودرګاه ته راغلي يواوله تاسودسولې سوال کوو،اياددې ټولوبدمرغېيويولامل تاسونه ياست ؟اياتاسودروسې چارواکوته داخبره ورغبرګه کړه چې دافغان د بېوځله،بېوسه اوبېکسه ولس دوينې اوجګړې تاوان به څوک ورکوي ؟

دا پلاوی اوپه ټوله کې افغان ولس بايد په دې پوه شئ،چې روسيه خپلې موخې لري…لکه څرنګه،چې پاکستان اوايران افغانستان ته ښه نېيت نلري،دارنګه له روسيه هم دښه نېيت تمه نشي کېدی…روسېه غواړي،چې دسورې په څېرپه افغانستان کې خپل رول اداکړي،که داسې نه وي دکوم منطق له مخې تاسې په روسې باورکولی شئ ؟

که څه هم سېاسي قبلې اوړي راوړي اوددې کارپيل لومړی ځل لپاره برهان الدين رباني وکړ،لا دشهيدانووينې وچې شوې نه وي،چې روسې ته يې سفروکړ اوله هغو سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړې .

ددې په څنګ کې ايا ددې پوښتنې دځواب په لټه کې څوک شته،چې له عطامحمدنور،محقق،اسماعيل خان،حامدکرزي،زاخيلوال،حنيف اتمراونورونه وپوښتي،چې تاسودومره شته له کومه کړل،چې اوس دميلونوډالروخاوندان استئ ؟ايادادشهيدانودوينو برکت وواوکه ستاسودغلاوهنر،چې څوک ددې وس نه لري تاسوله ګريوانه راټينګ کړي؟

داکلونه کلونه کېږي،چې دجهاددشهيدانودکورنۍ غړي دهمدې زورواکودماڼېيواوبنګلولاندې هرچاته دسوال لاسونه اوږدي وي اوخيراتونه غواړي.

له کوموناخوالوسره چې اوس افغان ولس لاس اوګريوان دی ايا ددې ټولوبدمرغېيولامل همدغه هېوادونه (روسيه ،امريکا …)نه وو،چې ببرک کارمل دبرژنف اوحامدکرزي دبوش په ټټرونودوزيرمحمداکبرخان  مډالونه ټومبل…؟

دافغانستان په معاصرتاريخ کې که له يوې خوادافغانستان دبدمرغو،بدرنګواوبېباکومشرانوبدګڼې تېروتنې وې خوله بلې خوادښکروروښکيلاکګروهېوادونوشومې غوښتنې هم وې،چې غوښتل يې دخپلوګټولپاره هېوادونه په خپل ګوروت اوولکه کې راولي،چې موږدساري په توګه ددرې سياسي څېرواوددرې استعماري هېوادونولنډه يادونه کوو :

1_شاه شجاع ،

الفسټن به پدې خبرې تل ټينګار کاوه چې په اسيا يې هېوادونو کې د برېتانيه مرګ هغه مهال اړين دی چې په خپلواکه توګه دغه هېوادونه د حکومت کولو وړتيا ولري.

ښايي د ده د خبرو موخه به دا وه چې دغه هېوادونه له سياسي او اقتصادي پلوه وروسته پاتې دي، نالوستي دي، پخپلو کې يووالی نه لري. نوځکه خو د حکومت کولو جوګه نه دي.

ولې نوموړي دېته پام نکوه چې د دغو هېوادونو د وروسته پاتې والي يو لامل هم د يرغلګرو بريدونه ول او کنه د نړۍ هر هېواد د خپل پيدايښت نه را پدې خوا د پرمختګ بېلابېل پړاوونه وهلي دي.

د برېتانيې چارواکي هم پدې اند لومړی د هند نيمې وچې او بيا افغانستان ته را ننوتل. کله چې شاه شجاع او برېتانوي پوځونه اوځواکونه د اګست په ۷ نېټه (۱۸۳۹ زکال) کابل ته را ورسېدل، ډېره موده لا نه وه تېره چې انګرېزانو ورورو خپل ځان دېته چمتو کاوه چې شاه شجاع تش په نوم پاچا وي او د ملک چارې د دوی لخوا سمبال شي.

مکناټن که له يوې خوا په کابل کې د برېتانيا سفير وه خو له بلې خوا يې د هېواد صدارتي چارې پر مخ وړلې او ان د شاه شجاع د نايب السلطنه په توګه کار کاوه.

د دوی ځواکونه په لومړي سر کې د بالاحصار شاوخوا کې ځای په ځای ول. وروسته کومې کلاوې او د کابل مهم ځايونه چې ځانګړی جغرافيوي جوړښټ يې درلود، يو د بل پسې لاندې کړل او بيايې خپل ځواکمن ټولګي هلته ځای په ځای کړل.

هغه مهال د کابل جغرافيه داسې وه چې د کابل د سيند دواړو غاړو ته د ځمکو د خړوبولو لپاره لويې لويې ويالې ايستل شوې وې او هم برجورې کلاوې ابادې وې چې موږ د محمود خان کلا، جعفر کلا، شريف خان کلا، ذلفقار خان کلا او نورې يادولی شو.

انګرېزانو له يوې خوا دغه کلاوې څارلې او له بلې خوا يې په بي بي مهرو پر سيمه، شېر پور، سياه سنګ او نورې کومې سيمې چې جنګي ارزښت يې د جغرافيوي جوړښت له مخې د پام وړ وه هلته يې هم خپل ځواکونه دېره کړل.

د کابل نه پرته له کندهار نه راواخله تر غزني، باميان او ان ننګرهار پورې خپل پوځونه چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه ځای پر ځای کړل.

شاه شجاع چې خپل ځان ډېر بېوځله بېوسه او بېکسه وليد پدې پوه شو چې د افغانستان رښتنې واک له انګرېزانو سره دی. له مګناټن يې وغوښتل چې دادي زه واک ته ورسېدم تاسو بايد له افغانستان نه ووځئ.

مکناټن په وار وار دغه خبره غبرګوله که چېرې موږ ووځو امير دوست محمد خان، (نواب محمد زمان خان او سردار محمد عثمان خان او د هغه پلويان د تاسو په وړاندې درېږي او تاسو له مينځه وړي.

يوه ورځ برنس د مکناټن په سپارښتنه شاه شجاع ته وويل عبدالله خان اڅکزی او امين الله خان لوګری د تا واک ته يو ګواښ دی. دوی را وغواړه چې هندوستان ته يې واستوو.

کله چې شاه شجاع دوی راوغوښتل او د برېتانوي چارواکو پيغام يې ورته ورسوه. نو هغوی ورته وويل: موږ انګرېزان يرغلګر بولو. تاسو چې واک ته رسېدلي يی دا زموږ برکت دی خو اوس چې موږ ګورو ته اوس هېڅ واک او ځواک نلرې.

شاه شجاع په ډېرې خواشينۍ خپلې ستونزې له امين الله خان لوګري او عبدالله خان اڅکزي سره شريکې کړې. د جنرال سيل مېرمن هم دې ټکي ته اشاره کړې ده چې. د انګرېزانو په وړاندې چې کوم پاڅون (۱۸۴۱ ز کال) د اکتوبر په مياشت کې وشو ډېر ليکونه ترلاسه شول چې شاه شجاع خلک پاڅون او جهاد ته را بللي دي.

فريزر تتلر بيا انګېري چې د دې پاڅون يو لامل داوو چې:

«برېتانويانو خپلې سرلوڅې ښځې او د کورنۍ نور غړي له هند نه کابل ته را وبلل. هغه افغان وګړي چې د پېښو ننداره يې کوله پوه شول چې وطن يې نيول شوی دی نو دېته وهڅېدل چې لاس په کار شي. نو ځکه د شاه شجاع او د هغه د نابللو دوستانو په وړاندې ودرېدل.»

ال ۱۹۵۰ لندن ۱۱۴ – ۱۱۳ مخونه.

-2ببرک کارمل،

بوريس ګروموف د شوروي اتحاد د يرغل په تړاو کښلي دي چې: «د شوروي اتحاد پوځي بريد په سبا ببرک کارمل د شوروي تاجکستان له پلازمېڼې دوشنبې نه د بګرام هوايي ډګر ته په الوتکه کې ولېږدول شو.»

الکساندر ليا خفسکي د کارمل په اړه کاږلي دي چې:

«ببرک کارمل د بګرام په هوايي ډګر کې د شوروي اتحاد د کمانډو په حفاظت کې وه.»  دی نه يوازې په بګرام کې د شوروي ځواکونو لخوا ساتل کېده بلکې د کابل په ارګ کې هم د شوروي پوځونو په مينځ کې وه، چې له اشپزانو نيولې تر ساتونکو ټول يې شوروي سرتېري ول.

ببرک کارمل د شورويانو په پېرزوينې او لورېينې ځان په داسې يوه چاپېريال کې وموند چې د خيالي سوسيالستي ټولنې په خوب کې هم تصور نه کېده. ولې دی په دې نه پوهېده چې د افغان ولس له غبرګون سره به مخ کېږي او ده ته شوروي اتحاد دومره ځواکمن برېښېده چې ګني ټوله نړۍ د شوروي په ولکه کې ده.

د شوروي اتحاد يرغل نه يوازې د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخ شو، بلکې نړيوال غبرګون يې هم را وپاراوه. پدغه نړيوال غبرګون کې يو شمېر سوسيالستي هېوادونه هم ول چې د شوروي وسلوال بريد يې وغانده چې موږ په دغه لړ کې چين، يوګوسلاويا، رومانيا او آن کيوباد ساري په توګه یادولی شو.

په کابل کې د امريکا سفارت د شوروي يرغل په تړاو د امريکا متحده ايالاتو چارواکو ته خبر ورکړ. د جيمي کارتر د ملي امنيت سلاکار زبيګنيوبريژنسګي چې کله خبر شو نو په ځغرده يې وويل:

شوروي اتحاد، دا ځل خپلې پښې له شړۍ نه اوږدې کړې. دوی په دې پوهېږي چې د دغه يرغل موخه د شوروي پلوي حکومت ټينګښت دی، چې داسې يوه ستر، ولې له ستونزو ډک يرغل ته يې لاره هواره کړه.

د امريکا متحده ايالات چې د کې – جي – بي له استخباراتي هلو ځلو نه په وېره کې وه، پدې يې خپله خواشيني وښوده چې په افغانستان به د هنګري (۱۹۵۶ ز کال) په څېر ورځ راشي او يا به د چيکيانو په څېر (۱۹۶۸ کال) داسې وځپل شي چې نور به د سر جګېدو نه وي.

ځکه نو تاريخپوهان انګېري چې په افغانستان د شوروي پوځونو يرغل چکوسلواکيا ته ورته دی.

د چکوسلواکيا ولسمشر الکساندر دوپچک (۱۹۶۸) د پراګ د پسرلي په نوم د سياسي رغاونې غږ پورته کړ. ولې شورويانو دېته د ناسيوناليزم يو خوځښت ووايه نو بيا يې د پراګ پسرلی په خزان واړوه.

بريژنسکي له دې سربېره بيا دې ته خوشاله وه چې له شوروي اتحاد به اوس د ويتنام غچ او کسات اخلي کوم چې د امريکا پر ضد مسکو له ويتنام ولس سره مرسته کړې وه.

نوموړي په سر کې هماغه تېره تګلاره وڅارله چې په پټه به يې، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرسته کوله. خو د کارتر پرېکړه هغه مهال برالا او بر ملا شوه چې په ۱۹۸۰ کال، په مسکو کې د المپيک لوبې تحريم کړې.

دا په اقتصادي او سياسي لحاظ يو لوی ګذار وه چې شوروي اتحاد يې ګوښه والي ته ټېل وهه.

د َ«هارسيون» په اند نور کارتر دغه اندېښنه نه لرله چې چې د افغانستان مجاهدينو سره دې په پټه د وسلو او پيسو مرسته وکړي، بلکې بې درېغه يې خپلو هر اړخيزه مرستو ته زور ورکړ.

«د امريکا او عربستان مرستې تر ۱۹۹۱ کال پورې له «۲.۸» ملياردو ډالرو نه زياتې وې.»

د دغو مرستو په لړ کې، يوازې په لومړنيو (۱۹۸۰ – ۸۱) دوه کلونو کې د پاکستان حکومت له امريکې نه د پوځ لپاره (۱.۵) ميليارده ډالره وغوښتل.

امريکا او متحدينو يې د شوروي پر وړاندې هر اړخيزې هڅې پيل کړې. اسلامي هېوادونو په سر کې سعودي عربستان هم پټه خوله کېنناست، چينيانو هم خپل غبرګون په ډاګه کړ.

په ټوله کې، د شوروي اتحاد پر وړاندې د امريکا او د هغه د متحدينو دغه اندېښنه موجوده وه چې کمونيزم په نړۍ، په تېره وروسته پاتې ټولنو په ځانګړي ډول په اسيايي، افريقايي او ان په لاتيني امريکايي هېوادونو کې د پراختيا او پرمختيا پړاوونه وهي.

سټيو کول په خپل کتاب کې ليکلي دي چې: «واشنګټن په شوروي ضد تبه اخته شو چې په پای کې د امريکا او پاکستان تر مينځ د نږدې همکاريو يو نوی پړاو را مينځته شو.

چې دواړه به د خيبر غاښي پر هغه خوا شوروي ته چلېنچ ورکړي، لکه څنګه چې يوه پېړۍ د مخه برېتانويانو پر همدې ډګر باندې تزاري روسې ته چلېنج ورکړی وه.»

د ايران د پاچا محمد رضا (چې پنځوس کاله په سيمه کې د امريکې د سياست ځړی وه) له ماتې وروسته، امريکا په دې(۱۹۷۹ کال) پوه شوه چې د اسيا په دغه سيمه کې د استخباراتو يو مهم مرکز له لاسه ورکړ، غوره يې وګڼله چې پاکستان د ايران ځای ناستی شي.

د ذولفقار علي بوټو له مرګ نه وروسته، د ضياوالحق د واک په مهال د C.I.A او آی – اس – آی ترمينځ اړيکې دومره پراخې شوې چې د تهران تشه يې ډکه کړه.

د امريکا متحده ايالاتو هغسې هم «۱۹» نولس هېوادونو ته يانې د اسيا جنوب لوېديځ او د امريکا ښاخ ته بېلابېل پلاوي ولېږل چې د شوروي د پرمختګ لاره ډب کړه.

خو د امريکا نيکمرغي هغه وه چې شوروي اتحاد په افغانستان وسلوال يرغل وکړ، او دغه يرغل د پاکستان او ايران لپاره هم يو ستر ګواښ وه.

ولې پاکستاني چارواکي په سر کې ضياوالحق په دې اند وه چې د شوروي د بريد ګواښ داسې انځور کړي چې ګنې د سرو لښکرو يرغل تر ډېره بريده د امريکا د متحده ايالاتو ګټې ګواښي، نو بايد له پاکستان سره مرسته وشي.

په پاکستان کې د امريکا د C.I.A استازي «جان جي ريګان» (۱۹۷۷ – ۱۹۸۱ کال) د اسلام آباد د غوښتنې په تړاو وايي:

«په دې هکله دا وړاندوينه کېده چې پاکستان د بريژنسکي د څلور سوه (۴۰۰) ميليونو ډالرو د مرستې وړانديز و نه مانه.»  دا ځکه چې ضياء ته څرګنده وه چې دغه جګړه امريکې ته ډېره مهمه ده.

همدا لامل وه چې د امريکا متحده ايالاتو چارواکو ته يې په ځغرده وويل:

دغه مرسته د پاکستان لپاره داسې ده لکه په سمندر کې يو څاڅکی. له دې نه وروسته، ۱ مليارده ډالر زمزمه کېدل خو «ضياالحق هغې مرستې ته ګوته ونيوه چې د امريکا کنګرې د مصر هېواد لپاره (۳) مليارده ډالره په پام کې نيولي ول، ده په ډاګه وويل: پاکستان ځان د دې مستحق ګڼي. که چېرې له کوم ګواښ سره مخ شي له دې زيات د مرستې تمه لري.»

امريکا د شوروي پر وړاندې غبرګون کې يوازې نه وه بلکې د ده متحدين، د ساري په توګه د برتانيا هېواد د خپل بهرنيو چارو وزير په «۱۵» نېټه (۱۹۸۰ کال) ترکې، سعودي عربستان، اردن او پاکستان ته سفرونه وکړل.

له يوې خوا يې د ګډ دښمن (شوروي اتحاد) پر وړاندې د دوی په سياسي او اقتصادي مرستو غږ وکړ او له بلې خوا يې د هغو افغان کډوالو کمپونه (پنډغالي) هم وليدل چې د شوروي پوځونو د بريد له امله پاکستان ته کډه شوي ول.

له دې نه يوه اونۍ وروسته د جنورۍ په (۲۱) نېټې اسلامي هېوادونو يوه بېړنۍ غونډه را وبلله او په پای کې د کارمل او شوروي پر ضد د جهاد اعلان وکړ.

شوروي اتحاد چې د يو سلو شل زرو (۱۲۰۰۰۰) په شاو خوا کې، خپل ځواکونه په افغانستان کې ځای پر ځای کړل، که څه هم سلاکارانو يې په ملکي او پوځي چارو بشپړ واک درلود ولې بيا هم د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخ شول.

که د تره کي او حفيظ الله امين د واک په مهال د کورو کلي يو خان او ديني عالم د شپې په تياره کې له مينځه وړل کېده خو د کارمل او د شورويانو د قدرت په وخت کې ټول هغه کلي د روسانو د بمبارۍ له کبله له مينځه لاړل ان د کلو جغرافيه يې هم په بل مخ واړوله.

د کارمل د حکومت چارواکي د شوروي اتحاد په سياسي غلامۍ کې شکېل ول. يو شمېر چارواکي دومره د سويتيزم په پلوی روږدي شول چې د افغانستان د ملي هويت پر ځای يې انترناسوليزم غوره ګاڼه.

هغه د ببرک کارمل مشهوره خبره ده چې په خپله ژبه به يې په ډېر وياړ دغه خبره کوله چې:

«معيارې وطنپ

3- حامدکرزی،

کله چې د امريکا ولسمشر بوش، په افغانستان د بريد اعلان وکړ، او د اکتوبر په اومه (۷) نېټه د معجزو وطن، افغانستان يوه بله معجزه وزېږوله. د بوش د اعلان نه دېرش (۳۰) دقيقې وروسته د برېتانې صدراعظم توني بلېر او ورپسې لوېديځوالو د امريکا د تيري نه ملاتړ څرګند کړ.

طالب چارواکو داسې انګېرله چې اسلامي نړۍ او په سر کې پاکستان به د دوی نه ملاتړ وکړي، ځکه چې د دوی اداره يې په رسميت پېژندلې وه. ولې پاکستان نه يوازې ملاتړ ترې و نه کړ، بلکې د پاکستان ځمکه، هوايي ډګرونه، د هند د سمندرګي د يګوسيا ټاپو، او په ټوله کې د پاکستان له هوايي فضا نه، د طالبانو د ځپلو لپاره استفاده وشوه.

د افغانستان قاتلينو ضياءالحق، حميد ګل، نصير الله بابر، جنرال پروېز مشرف، نواز شريف، بې نظير بوټو او د پاکستان ګڼو چارواکو څو لسيزې دغه هېواد په سرو وينو ولمبوه.

د ګاونډيو هېوادونو په لړ کې د ازبکستان خاوره هم د امريکايي ځواکونو لخوا وکارول شوه.

بريد ګرو له يوې خوا له هوا نه د ۵۲ الوتکو لخوا داسې بمونه وغورځول چې ان د ځمکې له تل نه يې اوبه اېستلې او له بلې خوا يې د الوتکو په وسيله خوراکي توکي هم غورځول.

د امريکا هوايي ځواک د اکتوبر له اومې نېټې نه چې کوم بريدونه پيل کړي ول تر اولسمې (۱۷) نېټې پورې سلګونه ملکي افغانان ووژل، چې د يوې شمېرنې له مخې تر دغه دمه د وژل شوو شمېر ۳۴۷ تنو ته رسېده.

په ۱۳۸۰ لېږديز کال د تلې (مېزان) په پنځه ويشتمه (۲۵) نېټه چې د ۲۰۰۱ زېږديز کال د اکتوبر له ۱۷ ڼېټې سره برابره وه امريکا او دهغوی متحدينو د هېواد په شمال کې هوايي بمباريو ته زور ورکړ چې له يوې خوا طالب ځواکونه وځپي او له بلې خوا د شمالي ټلوالې وسلوال ځای پر ځای کړي.

همدا لامل وه چې د اکتوبر په ۱۸ نېټه چې د طالبانو په وړاندې توده جګړه روانه وه، د شمالي ټلوالې جنګيالي د مزار شريف شاوخوا ته ورسېدل.

د مېزان په ۲۹ نېټې (۱۳۸۰ کال) چې د اکتوبر له ۲۱ مې نېټې (۲۰۰۱ ز کال) سره برابره وه امريکايي ځواکونو د هېواد په شمال، شمال ختيز، د باګرام هوايي ډګر، دره يوسف تر اور لاندې ونيوه او ورو رو يې د شمالي ټلوالې وسلوال ځای پر ځای کړل.

د امريکا د بريدونو له کبله چې هره ورځ په لسګونو غير پوځي افغانان وژل کېدل، يوازې د اکتوبر په ۲۱ نېټه د يوه بريد له کبله چې يو بم د هرات ولایت په يوه روغتون وغورځېد او له بابته يې د سلو تنو په شاوخوا کې کسان ووژل شول، د بېلګې په توګه يادولی شو.

پداسې حال کې چې د امريکا تر مشرۍ لاندې له يوې خوا نړيوالې ټلوالې او له بلې خوا شمالي ټلوالې او هم نورو خواوو د خپلو ګټو د خوندي کولو هڅې کولې.

دا د افغانستان د کړکېچ يو بل پړاو وه چې سياسي او پوخي ستونزو ته يې لاره پرانسته، او د افغانستان ګاونډيان يې چاغ کړل، چې موږ په دې لړ کې پاکستان د ساري په توګه يادوو.

دافغانستان په معاصرتاريخ کې دغه درې واړه پېرونه،بريدونه اوګواښونه چې په کومې نېټې اوورځې رامينځته شول دافغانستان په تاريخ کې يوه توره ورځ ګڼلی شو،چې شاه شجاع دانګرېزانوبريد ته لاره اواره کړه…ببرک کارمل افغانستاندسره ښکيلاک دګوزارنښه کړاوحامدکرزی دامريکا په ملاتړافغانستان کې دواک اوځواک څښتن شو،زورواکي يې دوسلو اوپېسوخاوندان کړل ،افغانستان يې پرې چورکړاونړيوالې مرستې دڅوتنوپه واک اوخوراک کې ورکړې…که چېرې ده ديوه سم مديريت پربنسټ دهېواد درغاونې رښتنی هوډکړی وی اوس به موږدامرېکې په يرغمل کې ښکېل نه وو…پوځ به موپخپله روزلی اوپاللی شو…

اوس به نودافغانستان خلک کله هم هغه دتاريخ بدرنګې څېرې،چې دغه هېواد يې دبربادئ کندې ته غورځولی ونه بښي .

3 COMMENTS

  1. سلام استاد
    زہ چی اسلام آباد تہ ورسیدم پہ پاکستان تایمز کی می ولوستل چی ربانی پہ دیرہ مینہ ماسکو تہ ورسید
    زما طبیعت دیر پریشان وہ کلہ چی دوم شا شجاع حامد مکار بن کی د غلامی قرقل او مورہ واغوستلہ ولس چیری دی ؟ یو شمیر خو سواد او پوھہ لری!

  2. SANGAR WAL SAHIB ;THANK YOU FOR YOUR HELPFULL EXPLANATION;

    WHAT YOU WROTE THIS IS SHORT REVIEW OF AFGHAN HISTORY.
    ZHWAND ZHWAND ZHWAND

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب