پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد چټ جي‌پي‌ټي کمپنۍ د ګوګل مقابلې ته راووته

د چټ جي‌پي‌ټي کمپنۍ د ګوګل مقابلې ته راووته

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۳۱ مه) د اوپن‌اې‌آی شرکت، چې د چټ‌جي‌پي‌ټي مصنوعي ځيرکتیا جوړوونکې ده، د سې‌شنبې په ورځ د تلې په ۲۹مه د اتلس (Atlas) په نوم د انټرنېټ یو نوی پلټونکی (براوزر) معرفي کړ، چې د دې شرکت د مصنوعي ځيرکتیا د وړتیاوو پر بنسټ کار کوي او د ګوګل کروم لپاره یو مستقیم سیال بلل کېږي.

د اوپن‌اې‌آی اجرائیه مشر، سام آلټمن،  د معرفۍ په ژوندۍ خپرونه کې وویل:

«دا د مصنوعي ځيرکتیا پر بنسټ جوړ شوی ویبپلټونکی دی، چې د چټ‌جي‌پي‌ټي په محور راڅرخي.»

اوپن‌اې‌آی په وروستیو میاشتو کې هڅې زیاتې کړې دي څو د ګوګل سیالۍ ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې ګوګل هم د خپل لټون له انجن او نورو خدماتو سره د مصنوعي ځيرکتیا وړتیاوې یوځای کوي.

آلټمن او د ده د شرکت یو شمېر مشرانو د «ایجنټ مُوډ» (Agent Mode) په نوم یو نوی حالت معرفي کړ، چې په هغه کې چټ‌جي‌پي‌ټي کولای شي د کاروونکي پر ځای په انټرنېټ کې پلټنه وکړي.

د آلټمن په وینا، په دې حالت کې چټ‌جي‌پي‌ټي په خپلواکه توګه له براوزر څخه کار اخلي او د خپلې پلټنې پایلې کاروونکي ته وړاندې کوي.

هغه وویل:

«په دې حالت کې، چټ‌جي‌پي‌ټي ستاسو معلوماتو او ترتیباتو ته لاسرسی لري او خپله په ویب کې ګرځي. تاسو کولای شئ د دې پروسه ووینئ یا یې پرېنږدئ، خو مهمه دا ده چې دا ستاسو پر ځای له انټرنېټه کار اخلي.»

د آلټمن په وینا، اټلس براوزر له سې‌شنبې راهیسې د هغو کمپیوټرونو لپاره چې د اپل اپرایټنګ سیستم‌ لري، کارېدلی شي، خو ایجنټ مُوډ به یوازې ناوړیا (پېسو ورکونکو) چټ‌جي‌پي‌ټي کاروونکو ته فعال وي.

هغه زیاته کړه:

«موږ غواړو دا براوزر هرڅومره ژر د وینډوز او موبایل وسایلو لپاره هم وړاندې کړو، خو لا تراوسه د وخت مشخص جدول نه لرو. دا پروژه لا هم د پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې ده.»

هغه ځانګړتیاوې چې د اټلس د معرفۍ په ژوندۍ خپرونه کې وښودل شوې، له هغو ځانګړتیاوو سره ورته وې چې مخکې په ګوګل کروم او مایکروسافټ ایج  براوزرونو کې موجودې وې.

له بلې خوا، د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه — اما‌زون، ګوګل، مېټا، مایکروسافټ او د ایلن مسک شرکت XAI — له هغه وخته راهیسې چې د چټ‌جي‌پي‌ټي لومړۍ نسخه د ۲۰۲۲ په وروستیو کې وړاندې شوه، په مصنوعي ځيرکتیا کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده.

اټلس براوزر  په داسې وخت کې وړاندې شو، چې ګوګل  خپل براوزر، کروم د امریکا د سیالۍ ضد له سترې قضیې څخه له انحلال وژغوره. خو سره له دې، قاضي د ځینو اصلاحاتي بدلونونو امر ورکړی چې اغېزې یې لا روښانه نه دي، په ځانګړي ډول اوس چې مصنوعي ځيرکتیا د لټون انجنونو لپاره یو جدي رقیب ګرځي.

قاضي امیت مهتا، چې تېر کال یې ګوګل په آنلاین لټون کې د غیرقانوني انحصار په ساتلو تورن کړی و، دا شرکت د کروم له خرڅلاو څخه معاف کړ، خو امر یې وکړ چې ګوګل باید خپله ډیټا له نورو شرکتونو سره شریکه کړي، څو هغوی هم وتوانېږي د خپل لټون‌انجنونه جوړ کړي.

د دې پرېکړې له مخې، ګوګل نور نه شي کولای د انحصاري تړونونو له لارې ځان د یوازیني لټون‌انجن په توګه د وسایلو یا خدماتو پر مخ وټاکي.

قاضي مهتا څرګنده کړه، چې له هغه وخته چې د امریکا د عدلیې وزارت او ۱۱ ایالتونو د ګوګل پر ضد د سیالۍ ضد قضیه پیل کړه (په ۲۰۲۰ کال کې)، د بازار وضعیت په پام‌وړ ډول بدل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...