ډایلاګ: نانا پاټیکر- ژباړه: غني حسن
تاسو نن ټول راغلي یاست، چي زما د مرګ ننداره وکړئ! اوس به ما په دار وځړوي؛ ژبه به مي دباندي راووزي، سترګي به مي راووزي، او زه به یو څه وخت په دار کي داسي ځړېږم، چي بیا به دغه ورور ما له داره راکښته کړي. وروسته به تاسو پر دې پېښي بحثونه کوئ، خپلو کورونو ته به ولاړسئ، ډوډۍ به وخورئ او ویده به سئ. ستاسو دغه بېغیرتي او بزدلي به یوه ورځ د همدې…
هېواد د مرګ ننداره هم په همدې چوپتیا کي کوي. زه نور څه نه درته وایم؛ ستاسو لپاره څه نه لرم. زما په خبرو سره به ستاسو په ژوند کي هېڅ بدلون رانه سي.
تاسو په تیاره کي د ژوند کولو عادت کړي یاست. د غلامۍ کولو عادت مو اخیستی دئ.
لومړی مو د پاچاهانو او مهاراجاګانو (سلطانانو، شهنشاهانو) غلامي کړې ده؛ بیا مو د انګرېزانو غلامي کړې ده؛ او اوس د خپلو وطن پلورونکو مشرانو او غلو غلامي کوئ.
دوی د دین په نوم تاسو غولوي، او تاسو د یو بل ستوني پرې کوئ.
هو، پرې یې کړئ، پرې یې کړئ! که د پاسه خالق هم تاسو ته وګوري، نو ښايي شرم ورته ودرېږي، فکر به کوي چي ما خو انسان تر ټولو ښکلې هستي پیدا کړې وه؛ خو چي انسانانو ته له پاسه وګوري، نو ټول ورته د حشراتو په څېر ښکاري؛ حشرات!
همداسي په ځمکه کي څکېږئ، څکېږئ، خوسا کېږئ او مړه کېږئ. راغلې، ولاړې، لوبه ختمه سوه.
نه پوهېږو چي ولي مو ژوند وکړ؛ نه پوهېږو چي ولي مړه سولو.
هغه مېرمن چي قلم یې په لاس کي وو، غوښتل یې انقلاب راولي. غوښتل یې د قلم په زور دا توره او ناوړه اوسنی حالت ختم کړي؛ خو چا د هغې خبرو ته غوږ ونیوئ؟
ای سختزړو…
ای مړو!
ای ژوندیو مړو!
هغې به څوک راویښول؟
لږ تر لږه زه خو راویښ سو، زه په دې ډاډه یم چي یو ښه کار کوم او له دې نړۍ څخه ځم؛ خو دا خبره په یاد ولرئ…
ستاسو دغه چوپتیا به سبا ستاسو د اولادونو د ژړا لامل سي، دغو قانونپلي کوونکو، یونیفورماغوستونکو او مشرانو خپل وجدان پلورلی دئ، کله چي تاسو یو بل سوځوئ، نو ستاسو وجدان چيري تللی وي؟
لعنت دي پر دې! زموږ دغه د ورږې په څېر کوچني ګاونډي هېواد(پاکستان) وي، ښايي په راتلونکو ورځو کي…
د نړۍ په نقشه کي خپل ځای هم ونه سي موندلای؛ خو دوی یوه خبره هېره کړې ده: د دوی په کورونو کي چي کومه ډوډۍ پخېږي، د هغې اوړه هم د بهرنیو هېوادونو په ژرندو کي اوړه سوي وي. ای…
دوی په خپل هېواد کي ستنه هم نه سي جوړولای، خو زموږ د هېواد د ماتولو خوبونه ویني.
دوی دا خوبونه ځکه لیدلای سي چي پوهېږي دا د مړو هېواد دی، هېڅوک د خپل وطن لپاره خواخوږي نه لري، د دې هېواد ماتول ورته ډېر آسانه ښکاري.
زه هندو یم، زه مسلمان یم، زه سیک یم، زه فلانی یم، زه هغه بل یم… هر څوک ځان په یوه جلا نوم او هویت پېژني.
یوه لکړه هر څوک ماتولای سي، خو د لکړو یوه ګېډۍ ماتول ګران کار دی، ما دا خبره په ماشومتوب کي، د ښوونځي په درېیم ټولګي کي لوستې وه.
زه ولي تاسو ته دا خبري کوم؟
ولي مو پوهول غواړم؟
زه لېونی یم!
زما ماغزه خو د بوسو ډک دي، ولي له دغو کاڼو سره خبري کوم؟
وخاندئ، وخاندئ، خوشحالۍ وکړئ!
د انقلاب پر لاره یو بل کس هم د سپي په څېر مرګ ته روان دی. سبا به بل څوک مړ سي، زموږ ئې په څه؟
هو، موږ به همداسي ژوند ته دوام ورکوو، همداسي نه ده؟ ژوند وکړئ، وروره، څنګه چي مو خوښه وي، هغسي ژوند وکړئ. زه نه غواړم چي د یو بېغیرته او بېوسه انسان ژوند وکړم. راسه-راسه! ژر سه- ژر سه نور مي اعدام که!
پایله:
ځیني فلمونه د ژوند په هر ډګر کي سړي ته درس سي، خو ځیني بیا ستا په زړه کي د تل لپاره نقش سي، ستا یې هره صحنه او هره خبره پیاد وي، لکه د امر خان (پې کې، ۳بېعقلان، او یا هم د نانا پاټیکر د (کرنتوېر) فلم، چي په ۱۹۹۳ کي جوړ سوی دئ، د دې فلم په په دې صحنه کي نانا پاټیکر د خلکو پر چوپتیا، سیاسي بېمسؤلیتۍ، د دین په نوم پر وېش، د مذهب په نوم پر ډلو ټپلو، (شعیه و سني، اهل حدیث او …) د وطنپلورونکو مشرانو پر کړنو او د ټولنیز وجدان پر مړاوي کېدو سخت انتقاد کوي. د هغه اساسي پیغام دا دئ، چي کله خلک د بېعدالتۍ پر وړاندي چوپ پاته سي؛ نو د هغوی چوپتیا د راتلونکو نسلونو د کړاو لامل ګرځي.
د لکړو مثال د یووالي او ګډ ځواک عجب ښه سمبول یادوي، چي دا کیسه یوازي د هند د ټولني نه ده، بلکي دا کیسه او روایت اوس په هره ټولنه کي داسي یو مثال دئ، یو کس یا یوه لکړه په آسانۍ ماتېدلای سي، خو د لکړو مجموعه په سختۍ ماتېږي، اما موږ بیا هم خپل حالت ته تغیر نه ورکوو، او د پيړۍ-پيړۍ تابوګابو او مجسمو ته مو …