د انګورتاک په نوم داستان د استاد پژواک د هغو داستانونو له جملې څخه دی چې د استاد د تجربه کړو مشاهدو او لیدلو صحنو پر بنسټ لیکل شوی دی.
دا داستان د لیکوال د تجربه کړو شېبو د کره او ځیرمني نندارې یوليکنی انځوریز داستاني البوم دی.
استاد د ننګرهار او په ځانګړي ډول د سرخرود په طبیعي لمن کې پلی تګ کوي او ددې یون په لړ کې د خپل ژور، هنري لیدلوري په اساس ددې لیکني الهامي محرک د ده د قلمي خوځون سبب کېږي او په پایله کې يې دا ښکلی کلیوالي داستان پنځېږي.
موږ ددې رښتیني کیسه ییز متن له منځپانګي څخه ګڼ هنري_ ادبي تلقینونه او کیفیتونه اخستلای سو.
١_ استاد شپون مرحوم ته دي خدای تعالی(ج) فردوس جنت ور په برخه کړي د لیکوال د پنځ د سرچینو په اړه وايې چې د لیکوال د تخلیق لپاره غوره منبع خپله دده ټولنه ده، دده مشاهده اومطالعه چې په کومي ټولني کې ترسره کېږي له همهغې ټولني څخه دی د خپل پنځ لپاره مواد چمتو کوي، او بېرته يې تر دوی پورې رسوي، دلته د اخستني او رسېدني موضوع مخي ته راغله ددې موضوع سره دا پوښتنه هم مطرح کېږي چې دا موضوعي اخستنه او د هنري لیدلوري سره اخښل او تر ټولني رسول د څه لپاره وي؟
اوس نو د هنري رسالت او د لیکوال د موخي او ژمنتیا مسله رامنځ ته کېږي، ځواب يې ډېر اسانه او تکراري دی، د ټولنیز ژوند له ژورو څخه د سوژو را خپلول دا پخپله یو ډول ټولنیز امانت دی چې د لیکوال د ټولنیز رسالت په اساس دی مجبور دی چې دا امانت به په هنري انداز د خپلي ټولني د ژوند د سمون په پار تر دوی پورې ور رسوي.
استاد پژواک چې د خپلي ټولني په نبض، خوی او بوی په بشپړه توګه اګاه دی نو دی به ددې خلکو څنګه هنري عکاسي او رسالتمنده استازولي نه کوي؟
استاد د خپل ژورهنري لید په اساس د خپلو خلکو له رښتیني ژوند څخه ګڼ تخلیقي مواد را خپل کړي دي.
دا داستان يې زموږ د پورته خبرو کره ثبوت کېدلای سي، استاد موږ ته وايي چې ددې لیکني ذهني محرِک د سرخرود په کلیو کې له پلي تګ نه راته تلقین سوی دی.
دایون یوازي خپل منزل ته د رسېدو په موخه نه دی ترسره سوی، بلکې؛ دلته د استاد د هنري لید ژوره او ځیرمنه کتنه خپل نقش او رسالت ترسره کوي، داذهني عکاسي د داسي استادانه کتني په لړکې ترسره سوې ده چې د سرخرود هره ونه، هره تیږه، هره شګه، هر بوټی، هره مرغۍ، کوڅه او دیوال، د سیند د اوبو خوځنده څپې، د ویالو د اوبو شړقنده ځغستا… او په ټوله کې د یادو کلیو د ژوند د جریان یو بشپړ انځور استاد ته د پنځ او الهام ګڼي سوژې او زاويې ورکوي. لیکوال دا وړې خو مهمي سوژې په خپل دې او نورو هنري لیکنو کې په ښه توګه را سپړلي او کارولي دي؛ او د خپل هیواد هر غراوکمر ده ته د خپلو تاریخي دردونو شاعرانه بیان کړﺉ دی.
٢_ استاد پژواک په دې داستان کې د وطن د کلیو د محروم حالت ښه هنري بیان وړاندي کړی دی، ددې داستان د پنځېدو کره نېټه نه ده ذکر شوې، خو د استاد د یادوَنو څخه سړی داسي اخستنه کولای شي چې ممکن شااوخوا اویا اتیاکاله مخکې لیکل شوی وي، نوپه دې اساس ویلای شو چې د کلیوالي ژوند ستړې کیسه له هغې زمانې نه بلکې تر هغې لاهم وړاندي را پيل شوې ده… دا د ټولني د وخت د هوډمنو لیکوالو کره دقت او ژوره مشاهده ده چې هر یو يې په خپل عصرکې پر شته دردونو خپلي قلمي څړیکي چيغولې دي.
٣_ په یاد داستان کې د یوې پښتنې مور د سوچه پښتني خوی اصلي انځور هم خوندي شوی دی. داسي مور چې تازه بوره شوې ده او د ځوانیمرګ زوی د ابدي فراق تازه داغ يې پر زړه حک شوی دی خو دا مېړنې مور بیا هم په صبورانه انداز او ډاډمن زړه د ژوند مزل ته دوام ورکوي، نه شکوه کوي اونه ګیله، نه ساندي وهي اونه چغي، خپل شته حالت يې همداسي زغملی اومنلی دی.
٤_ په دې داستان کې د انسان د دروني دنیا روان وضعیت هم سپړل سوی او شنل سوی دی، داسي چې د باطني دردونو د طغیان خاموشه کړیکه زمولوي.
د یوې ستړي بوري مور د زړه د دردونو او حسرتونو کره سوی انځور او د وطن د یو ګمنام عسکر د تراژیک ژوند د نیمه خوا او عبث سر زیان کیسه کوي.
دې بوري غمځپلي مور به د خپل زلمي زوی د راتلونکي ژوند کوم خواږه خوبونه لیدل؟
د وطن ملاتړلي سپاهي به د خپلو زلمیو آرمانونو د ترسره کېدو لپاره په کوم کلک هوډ او تکل خپله دنده ترسره کول، ده به ددې خاوري د ساتني او ملکیت کم لوړ احساس په خپلو ګرمو وینو کې ګرځاوه چې له بده مرغه د سپېره کلي د کنډواله کورونو له تورو سوړو او سمڅو نه داسي دښمن وار پرې د مخه کړ چې ده يې تصور هم نه کاوه، دده ځوان اوتاند خوبونه يې د اوږده خوب(مرګ) په تاوکې د تل لپاره نیمه خوا اوبې مجاله کړه.
٥_ په یوناني ادبیاتوکې یولویه برخه د تراژیدۍ هنري انځورونه ده، داسي غمجنه منظرکشي چې هلته د انسان ناخوداګاه تلقینات و لړزوي، دده د باطن ژوراو نیمژوانده دردونه و ښوروي او دی د خپل ناویلي اوګونګ درد ورنځ چغه په خپله واوري، داسي اورېدنه چې ده خپله هم نه سوه بیانولای، دلته نو؛ هنر په رښتینې مانا زېږي، او دلته نو د انساني درد چغه رسا ژبه پیداکوي.
په انګورتاک کې د یو انسان نه بلکې د یو کلي اوسیمي تاریخي چغه نغښتې ده، داسي چغه چې د انګورتاک نور ګاونډي او ددې خاوري ټول خواره واره خوار کلي د خپلو ژوروتاریخي دردونو چغې ورسره غبرګوي.
موږ د انګورتاک د دردمن او ګیله من روح چغه ددې خاوري په هر کلي کې لاهم اورو او حِسوو يې.
تمه شته چې ددې کلیو خلک د خپل ټولنیز ژوندد ښه کېدو په پار (پخپله د خپل حال د بدلون) فکر اوهڅه وکړي.
٦_ زموږ ددې لنډي تحلیلي لیکني د پایلي په توګه ویلای سو چې: انګورتاک داستان د ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک د ژورو لیدنو کتنو د هنري برداشت د نچوړ په اساس لیکل سوی واقعي داستان دی. داسي داستان چې د یوې بوري مور، ځوانیمرګ زوی، د لري پرتو کلیو د کنډوالو کورونو او په ټوله کې د یو غونډي محرومي سیمي چغه د نماینده بېلګې په توګه پکې نغښتې ده، استاد داچغه هنري کړې ده او د خپل هنري لیدلوري په اډانه کې يې د اوچت قلم له څوکو بیا صیقل کړي او پنځولې ده، داسي پنځونه چې ترنیمي پېړۍ زیات عمر لاهم په خپل هنري قوت پايي او زموږ د ستړو کلیو د لالهاندۍ رښتینی آواز اوچتوي.
ددې داستان پنځګر لیکوال د نړۍ پر هیوادونو وګرځېد، د جهان د مډرنو پرمختګونو ننداره يې په پوره ځيرتیا اواِدراک ترسره کړه، د دنیا د ستونزو د بیان سټېج ته ورسيد او د ډول ډول نړیوالو ستونزو او ناخوالو له بحرانه د ایستلو یوهڅاند، ژمن او خبر شخصیت و. خو د هغې ورځي د انګورتاک دردمنه ننداره يې د زړه او دماغ له ژورو ونه وتل، د وطن د خواري ورځي غمګین انځور يې د زړه له سترګو فناه نه سو، اود یو دردمن اوخواخوږي هنرمند لیکوال په توګه يې ددې دردونو پر هنري انعکاس خپل قلمي اجتهاد د ژوندتر وروستیو سلګیودوامداره وساتئ.
هو؛ انګورتاک به ددې خاوري د لروپرتو کلیو له جملې څخه یو عادي خوار کلی وي، خو دا د استاد پژواک د هنر ځواکمنه تومنه او د لوړي لیکوالۍ د کمال خواږه دي چې نن يې لاهم د درد بیان هماغسي هنري او اثري دی.
په دعا اودرناوي
همت عمرزوی
٢٢\٤\١٤٠٥
دا هم د (انګورتاک) ښکلی هنري او تراژیک داستان:
” انګورتاک“ په ”ننګرهار“ کې د یو کلي نوم دی، چې له نومه پرته بله ښکلا نه لري، په ویجاړهیوادکې چې د آبادی هيڅ نښه نه وي، هلته هرکلی کټ مټ د بل کلي په څېر وي، د دې کلیو نړېدلي لوټي لوټي کلاګاني دي، د کروندو او وښو په منځ کې يې وړې وړې، ټيټي او دړي وړي د کور خوني، ولاړي دي، د دیوالونو له درزونو پرته د تازه هوا اولمرد وړانګولپاره بله هيڅ دريڅه اولارنه لري. کښتونه، کروندې اوفصلونه يې تل تک ژیړاوکمزوري وي. کورني څاروي يې هم تل کمځواکه او ډنګروي، د دغه ډول کليو لیدل انسان ته د خپګان او بدمرغۍ له احساسه پرته بل څه ورکوي؟
بیاهم په ”انګورتاک“ کې: دلته یو خروښانه ویاله د غره له زړه څخه د صحرا لمني ته ور تویېږي، یو څو کوچیني پکې باغونه شته چې د میوه لرونکو ونو له تنوڅخه يې د انګورو تاکان تاو راتاو وي. د یادو ونو له منځونو نه یې سرونه را وتلي دي، کله کله يې ښکلا تېرایستونکي وي. ” سرخرود“ د خپلو خړو او خټو درلودونکو اوبو سره د یاد کلي له څنګه تېرېږي، داسي ښکاري لکه ” تورغر“ چې ژوبل شوی وي او د غټ پيکر له زخمه يې ویني په ډېري تندی اوبېړه ددې کلي په لور باډاسکي وهي اوبیا له دې ځایه مخ په صحرا درومي.
په دغسي ځای او ماحول کې زما د نوي زلمیتوب له دوران څخه ډېر ژور عواطف راسره ملګري شوه، آن تراوسه هم د هغو په یادولو سره زه د ډېر ژور غم او خپګان حِس خپلوم، داسي غم؛ چې تېر ژوند ورڅخه فارغ دی، اما ” اوسنی“ او ”راتلونکی“ ژوند يې له وېري او آغېزڅخه په امن کې نه شي پاتیدلای.
سیندته نیږدي په یو مامته کې د میوه دارو ونو یو کوچنی باغ دی چې ښايې عمر یې له سلو کلونو شااوخوا او یا هم زیات وي، کنارته يې د کور د بام یو درز او سوری دی چې د پسرلي په موسم کې هلته شنه واښه ترې را زرغونېږي، د دوبي په موسم کې بېرته وچېږي، له همدې درز نه په ژمي کې د اور تور دودونه د آسمان له وريځو سره یوځای اوغاړه غړی وي. داچې یاد سرای ډېر زوړ او کنډواله دی نو له دې وجهي یې لویه دروازه هم داسي زړه ده چې نه بشپړه پرانستل کېږي اونه تړل کېږي.
ددې کور د چت لرګي او تیران په تورو دودونو داسي تک تور برېښي لکه تور ټوکريې چې ورڅخه راتاو کړی وي. د ”انګورتاک“ ځمکه نم لري، ځکه نو انسانان هرځای په سمه توګه ژوند نه شي پکې کولای، خو؛ د خزِندګانو د ژوند او اوسېدو لپاره ډېر مناسب ځای دی، د کور اومحل په هرکونج کې د حشرو، میږیانو، غوماشو، مچانواو بې شمېره غالبوزو کاروانونه لیدل کېږي، د غونډلانو، لړمانو او مارانو شمېر هم له حسابه وتی دی؛ د دوبي په کوم موسم کې چې د ” سرخرود“ هوا ګرمه وه، زه؛ د ګرځيدو لپاره د ” کلاله“ له لاري خپل پلرني کلي” باغبانۍ“ ته را ستنېدم، د لاري مسیر مې داسي و، چې باید د ”انګورتاک“ څخه تېر شوی وای، د یادي لاري په اوږدو کي مې یو زړه بوډۍ ښځه د دوی د کور اوباغ مخي ته ولیده، تږی وم را کښته سوم او اوبه مې ورڅخه و غوښتلې، په ډېري مهربانۍ اوعاجزۍ يې زما مېلمه پالنه وکړه. په خټين جام کې يې رڼي اوخوږي اوبه راکړې، زه تر اوسه لاهم داسي احساس کوم چې په څښلو يې د ابد لپاره زما تنده ماته شوه.
په دې ویرانو او ویجاړو کلیوکې یوازني څه؛ چې تل آباد دي هغه د خلکو دایمه روح او تلپاتي زړونه دي، چې تل يې د ټولو ویجاړونکو مواردو په وړاندي خپل لویوالی او سلامتي همداسي پایدلې ساتلې ده، دا خلک هغه د ستایلو نندارتون اومنظرته ورته دي چې د ژوند په ناپایه دښتو او د مادي ویجاړیو په پراخه دنیا کې بیاهم خپل روحي شتون کلک، پاینده او بنسټيزساتي.
که مې دا خبره چې زما د عواطفوپایله ده سمه او رښتیا نه وي نو دروغ یې وګڼئ، ځکه زه له دي کلیو سره مینه لرم او هيڅ داسي څه نشته چې د دوی د محبت ځای دي ونیسي، اوپه داسي مینه ناکو سترګو یي وګوري.
(ننداره):
زه چمتویم چې ددې (میني) په خاطر آزار وزغمم او په دې اړوند هرډول آزار منم، هغه زړه چې خلک له ځانونو سره مینه پرې لري هم ددې میني هیله من دی.
ددې بوډۍ ښځي له کتلو څخه د غم او خپګان تاثر له ورایه محسوسېدی، د ژور آغیز مرمۍ يې نيغ په نيغه د لیدونکي پر سترګو نښتله، د هغوی د وني سیوري ته کښېناستم او اوبه مې وڅيښلې، د هغې د ژوند د څرنګوالي په اړه مې ترې و پوښتل: خبري يې په شکرویلو پيل کړې اوداسي څرګندیدله چې ددې د زړه ټولي هیلي او غوښتني پوره شوي دي، د ټولو ارزوګانو د ترسره کېدو په اړونديې شکر کښود، خو؛ داسي برېښېده چې نور نه غواړي د دې ټولو پوره شو هیلو سره ژوند وکړي، ځکه یو څه يې د لاسه ورکړي وه.
اوس له هغې ورځي نه اوه ویشت کاله تېرېږي.
بوډۍ ادې؛ راته وويل چې یو تکړه ځوان زوی يې درلود، دوه کاله وړاندي یې دا پرېښوده او ولاړﺉ ترڅو چې عسکر شي، درې ورځي مخکي؛ له عسکرۍ نه راستون شو چې د پلار او مور سترګې یې په ليدو روښانه شوې، دا چې د سفر ستړیا خسته کړی و، نو ماښام يې وختي څراغ خاموش کړ او ویده شو، تیاره شپې مهال لړم چیچلی او مړ و.
په هغه ورځ ژر و خوځېدم او له” انګورتاک“ څخه ولاړم، غم مې زیات و، او ددې ډول نورو دردناکو پېښو په اورېدلومې لا اوس هم تر کلونو وروسته درد اوغم زیاتېږي اودرنېږي، دا هیله کوم چې داسي ورځ ووینم ترڅو ددو خلکو ژوند د دغه ډول بې وسیو او کمزوریو څخه چې لاهم ډېر په ستړي او درناک حالت کې له منځه ځي، وژغورل شي او نور یو ځواکمن غوره، خوندي او آرام ژوند ولري ترڅو د دوی اود خزندګانو د ژوند څرنګوالی سره بېل شي.
له داسي زلمي څخه چې په ژوندکې د هیواد اوخاوري د ساتلو تمه کېدله، خو؛ ده په حقیقت کې د کور او خاوري د لړمانو او مارانو څخه ساتنه کول، لازمه دا وه چې (نوموړي) تردې په مراتبو غوره او ځواکمن ژوند درلودلای.
د هغې ورځي ” انګورتاک“ د نن ورځي له ” انګورتاک“ سره توپير نه لري.
آیا زما د هغې ورځي ” عواطف“ د نن ورځي له ” افکارو“ سره توپير لري؟
پای.