Home+د معدې متخصص د ښې روغتیا لپاره ۶ اغېزمن سپلیمنټونه تجویزوي

د معدې متخصص د ښې روغتیا لپاره ۶ اغېزمن سپلیمنټونه تجویزوي

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) ځینې غذایي مکملوونکي (سپلیمنټونه) د علمي څېړنو له مخې د روغتیا لپاره ګټور ثابت شوي، خو باید یوازې د اړتیا او د ډاکټر په مشوره وکارول شي. روغتیايي متخصصان وايي چې سپلیمنټونه د متوازن خوړراک بدیل نه دي، بلکې د غذایي کمښتونو د پوره کولو یوه وسیله ده.

متخصصانو شپږ داسې سپلیمنټونه یاد کړي چې د سم استعمال په صورت کې ګټه رسولی شي:

مګنیزیم (Magnesium)
په نړۍ کې د شاوخوا ۲.۴ میلیارده انسانانو  مګنیزیم کم دي. دا ماده د ښه خوب، د قبضیت کمولو، د سر دردونو او د وینې د فشار په تنظیم کې مرسته کوي. د مګنیزیم ګلایسینیټ او سایټریټ ډولونه د مګنیزیم اوکسایډ پرتله ښه جذبېږي.

ویټامین B12
دا ویټامین په ځانګړي ډول د سبزي خوړونکو (ویچیټرېن)، زړو کسانو او هغو کسانو لپاره مهم دی چې د اوږدې مودې لپاره میټفارمین یا د معدې د تیزابیت ضد درمل کاروي. څېړنې ښيي چې د میټفارمین کاروونکو کابو درېیمه برخه د B12 له کمښت سره مخامخ کېدای شي، نو منظمې معاینې مهمې دي.

ویټامین D
ویټامین D د هډوکو، عضلو او د بدن د دفاعي سیستم د روغتیا لپاره مهم رول لري. اټکل کېږي چې په نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد کسان د دې ویټامین له کمښت سره مخامخ دي.

اومیګا-۳ (Omega-3)
که ستاسو په خوړو کې غوړ لرونکی کب شامل نه وي، د اومیګا-۳ سپلیمنټ ګټور تمامېدای شي. څېړنې ښيي چې دا سپلیمنټ په ځینو کسانو کې د وینې د زیانمنو غوړو (ټرایګلیسریډونو) کچه له ۲۲ تر ۳۰ سلنې پورې راکموي.

کریټین مونوهایډرېټ (Creatine Monohydrate)
دا د ورزشکارانو لپاره له خورا ګټورو سپلیمنټونو څخه ګڼل کېږي. د منظم ورزش ترڅنګ کارول یې له ۵۰ کلونو څخه کم عمر لرونکو کسانو کې د بدن د لاندې برخې ځواک په زیاتولو کې مرسته کوي.

سپغول (Psyllium Husk)
هره ورځ شاوخوا ۱۰ ګرامه سپغول کارول د زیانمن کولېسټرول کچه نژدې ۷ سلنه راکموي، د قبضیت په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د کولمو روغتیا ښه کوي.

روغتیايي متخصصان ټینګار کوي چې سپلیمنټونه باید هېڅکله د متوازن خوراک، منظم ورزش او سالم ژوندانه بدیل ونه ګڼل شي. دا باید یوازې د واقعي غذایي کمښتونو د پوره کولو لپاره او د ډاکټر په مشوره وکارول شي.

یادونه: دا معلومات یوازې د عامه پوهاوي لپاره دي. د روغتیا اړوند پرېکړو لپاره تل د خپل ډاکټر یا روغتیايي متخصص مشوره واخلئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...