سه شنبه, مارچ 19, 2024
Home+پرديو ته له زاريو څخه خپلو ته انعطاف ښه دی

پرديو ته له زاريو څخه خپلو ته انعطاف ښه دی

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

زه د انسانانو ترمنځ د مشترکاتو د لټون لپاره د هڅو په ضرورت باور لرم. مسلمان راته ورور ښکاري خو غير مسلم سره د انسانيت او ګډو ګټو پربنسټ تعامل او معامله د ژوند اړتیا ګڼم. د انساني مرستو په اغيزمنتوب او ارزښت باندې هم پوهيږم، خو هغه مهال په پرديو باندي حساب نکوم چې خبره زمونږ د خپل کور جوړولو ته راورسيږي. هر څوک خپل کور جوړوي او هر شخص د خپل کور او هيواد د جوړولو دنده پرغاړه لري.

د اوږدو جګړو، مهاجرتونو، د فرصتونو او د ملي مشرتابه نشتون، د چارواکو فساد، د هيواد په سرچینو ناتار او د مرستو په نوم د غربي نړئ له سپکاوي ډک چلن زمونږ ولس په خپل ځان خپل حکومت او خپلو مشرانو باندي د اړتیا په مهال د حساب کولو پرځاى پرديو خيراتونو ته په سترګې نيولو معتاد وګرزول. دلته هر څوک داسې فکر کوي چې کوم پردى به راځي، مونږ ته به هيواد جوړوي او دغه مو ورباندي حق ده. نه نه، داسې نه ده. مونږ به خپل کورونه په خپله جوړوو او په خپله به پريکړه کوو چې کور څه ډول جوړ کړو. که مونږ خپل کور ورانوو نو پردي به يې ولې راته جوړوي؟

شل کاله وړاندې دلته د دريم ځل لپاره  پردي وسلوال ځواکونه راغلل. دا داسې پردي وه چې د پیسو په زور او نورو اقتصادي وړتیاو پرمټ په نړئ حکومت کوي. لا يې د طلسم ماتولو او رقابت لپاره څوک نه شته. موږ  اوريدلي وه چې په لويديز کې دومره عدالت شتون لري چې له حيوان سره په ظلم کولو باندې تيرى کونکي ته سزا ورکول کېږي، خو دلته مو وليدل چې همدغه د عدالت او بشري حقونو مخکښان زمونږ په ځورولو، تنګولو ربړولو او وژلو باندي نه مړيدل. کيداى شي لامل داوي چې مونږ ورته پردي يو او په غرب حيوانات يې خپل دي. بله دا چې مونږ خپله هم يو بل وژنو نو هغوى به هم راباندې د وژلو چل زده کاوه.

مونږ باید هير نکړو چې د ناتو ځواکونه زمونږ د هیواد او ټولنې جوړولو ته نه بلکې د خپلو هيوادونو د خوندیتوب لپاره راغلي وه. غوښتل يې خپل دښمن د هغوى خاورې ته له ورتلو وړاندې دلته ووژني. هغوى ته د هرهغه چا د وژلو اجازه وه  چې ورته دښمن ښکاره کيده.

متأسفانه چې اوس زمونږ په هیواد کې پردي که دښمن وي، نو رته نرمه خندا، دهغوى احترام او د ادب په چوکاټ کې ورسره خبره کول، د لوړ تمدن او تهذيب نښه ګڼل کېږي او خپلو ته له قهره ريږديدل، سخته خبره کول، که خبره يې نه منله، نو ورباندې وار کول د شهامت غيرت او شجاعت نښې ګڼو. په دوه اړخیزه چلن کې دغه ډول تضاد زمونږ د بدبختي لاملونه دي.

د افغانانو هغه ځانګړتیاوې، هغه د جرګو مرکو پريکړو ناغو او مشورو سپيڅلي دودونه چې له نورو تمدنونو څخه د افغانانو د امتیاز نښې ګڼل کېدې د تيرو څو لسيزو جګړو په دوران کې  د خپلو پرديپالو مشرانو لخوا په ټوليزه توګه له منځه يوړل شول.

پخوا به که د قومونو، کليو او سيمې د خلکو ترمنځ سخته جګړه ونښته، يوه تورسرې ښځه به د دواړو خواو ترمنځ ودريده. پلو (د ټکري يوه څنډه) به يې ونيوه. کوم پير سيد او يا بل  روحاني شخصيت به منځته راغى. غږ به يې وکړ چې سنګرونه خالي کړئ. دواړو خواو به سنګرونه خالي کړل. تيږه به کيښودل شوه. د پريکړې تر اعلان پورې به چا خبره هم نشواى کولاى. ښځه ماشوم سپين ږيرى حتى که سخت دښمن سره به ښځه روانه وه، نو د ښځې د احترام لپاره دښمن هم چا نه واژه. له وژل کيدو وروسته به د دښمن په جسد څادر اچول کيده چې مرغان له مړي څخه سترګې نه وباسي. که به کوم دښمن په پورتنيو مواردو باندي عمل ونکړ سخت بې غيرته بلل کيده او د سولې په مهال به يې پور ډير لوړ وه.

سولې ته د کبرجن او يا زورور دښمن رضا کول به د هغه کور ته د قران کریم په وړلو، له بي پرې مشرانو سره د عذر لپاره د ښځو، يا د کوم منل شوي روحاني شخصيت په بيولو او يا هم په ناڅاپي توګه د مطلق ناخبري په حال دښمن د تورسرې د ټکري پيڅکه په غوټه کولو اسانه کيدله.

اوس د تيرو څلورو لسيزو په دوران کې هغه دودونه عمداً له منځه لاړل او ځاى يې د ځنګل قانون ونيوه. نه په ښځو صرفه کيږي نه ماشومان خوندي دي نه سپين ږيري مصئونيت لري نه هم نور سپيڅلي دودنه را پاتې شول. تعجب ده نيول شوى دښمن په ډيره بې رحمانه توګه وژنو او ويديو يې خپروو. اخر له مونږ څخه څه جوړ شو؟

حکومت او حکومت پلوي سياستوال مو ترهغو پورې پردي خپل محسنان ګڼي په افغانستان کې د واشينګټن د دفاع خبره کول وياړ ګڼي او په واک کې د پاتې کېدو د حمايت په برخه کې ورته عذرونه او زارئ کوي. د تيرو شلو کالونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په بانه امریکا ته د پاتې کېدو او يا هم په بله اصطلاح د مسئولانه وتلو مشورې ورکوي
زمونږ د نيمګړتياو وروستۍ څرګنده بيلګه داده چې طالبان له امریکا سره په اتلسو مياشتو خبرو کې نهايي هوکړې ته ورسيدل خو له خپلو وروڼو سره داده تقریباً اتلسو مياشتو کې لا تراوسه هم مذاکرات نه دي پيل شوي. حکومتي لورى تر هرچا زياته ستونځه له طالبانو سره لري او طالبانو جګړو ته زور ورکړى او  ارګ ته د ننوتلو سرټمبه توب يې ملاتړلې ده.

خلاصه داده چې د خليلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د مذاکراتو په درشل کې د ليک شويو بيځايه ژمنو رانيولې د امریکا لوړپوړو چارواکو متزلزلې څرګندونې، د کابل د هوايي ډګر د ساتلو مسئله او په دې وروستيو کې د ناتو عمومي منشي تر اظهاراتو پورې چې د افغانستان د رڼا راتلونکې په تړاو ډاډه نه ده، داسې ښکاري چې امریکا يوازې د خپل ولس د غولولو لپاره داسې څرګندونې کوي چې له حقائقو سره سمون نه خوري.  مونږ خپله سره وژنو او خپله خپل هېواد ورانوو د سولي لپاره په قيمت نه جوړيږو. د يو بل وژل په وياړلې لهجه اعلانوو. د سولې لپاره غونډې جوړولاى شو شعارونه ورکولاى شو خبرې کولاى شو، خو قرباني نه ورکوو. ولسمشر د هوا په نيلي سپور ده. د ځمکې په مخ په خورا تيزي سره رامنځته کيدونکي بدلونونه نه ويني. هره ورځ د څو ولسوالیو د سقوط خبرونه خپريږي، خو نوموړئ طالبانو ته مخاطِب کيږي وايي چې؛ که سوله ونکړي سخت به وځپل شي او حکومت د هيڅ ډول نوښت په فکر کې نه ده.

طالبان کاذب غرور نيولي دي. فکر کوي چې په جګړه ارګ ته رسيدلى شي خو دومره دقيقه محاسبه نشي کولاى چې د ارګ نيول، د نظام پاشل او حکومت کول توپيرونه لري. دريم قوت هم له لاسته راغلي فرصت څخه په ګټه اخیستنې وارخطايي جوړولاى او په نظام کې ګډوډي جوړولاى شى چې پړه به يې تر ډيره حده د طالبانو په غاړه وي زيان به يې ټول هېواد ته رسيږي.

هيڅ پردى زمونږ د هیواد جوړولو ته نه ده راغلې او نه هم څوک مونږ ته هيواد جوړوي. اوس دار او مدار تعامل او معاملې جوړول او رغول راکړه او ورکړه مرسته او پور د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې کيږي. مونږ درنې قيمتي ډيرې زيرمې، جيوپوليتيک او جيواکانوميک امکانات لرو چې د دوه اړخیزو ګټو پربنسټ په اقتصادي علمي او تخنیکي برخو کې د نړئ له خورا بډايه هېوادونو سره معاملې وکړو، په هسکه غاړه د عزت او وقار ژوند  وکړو او خيرات غوښتل پريږدو. البته دا هر څه هغه وخت ممکن کيږي چې مونږ لکه د پخوا په شان په خپلمنځي جګړو کې د بوختياوو پرځاى خپلو ستونځو ته په خپله د حل لارې پيدا کړو، له مخالف ورور سره مشترکات ولټوو، له جګړو څخه سوله مقدسه وګڼو، له نړيوالو او خپلو وروڼو سره په سوله کې د سولې همغږى او همکاري په فضا کې د ژوند کولو لارې چارې ولټوو.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

9 COMMENTS

  1. د جينوا په تړون کې د مجاهدینو په استازيتوب د پاکستان لاس ليک د مجاهدینو اصالت او خپلواکي تر پوښتنو لاندې راوسته او ډاکټر نجیب الله سره د جمهور رئیس په توګه ورسره د مذاکراتو نه کول د مجاهدینو ستره تېروتنه وه.

    له تيرو څلورو لسیزو راپدیخوا (۴۳- ۲۰ کلنه) روانه جګړه کې د ټولو ډلو ټپلو ترشا په روزنيزه، لوجستیکي، تسليحاتي او مالي برخو کې د پردیو رول او برخه له لمر څخه روښانه ده. د خپلمنځي جګړو چل مو زده ده، خو د خپلمنځي سولې لپاره مو هروخت نورو ته سترګي نيولې دي. د جينوا، مدينه الحجاج راولپنډي، ګورنرهاوس پيښور، جبل السراج، ماهيپر، بن او دوحې تړونونه يې ښې بيلګي دي.

    طالبانو ته پکار وو چی له خلیلزاد څخه مخکی له افغان دولت سره مذاکرات هم مخته بوولی وای کچیری نتیجه یی نه وایی ورکړی بیا یی نړیوالی ټولنی ته د شکایت حق درلود. مګر طالبانو برعکس له امریکا سره تړون وکړ او له افغان دولت سره خبری نه کوی او دولت په زور نیسی چی ښکاری دا طرح چی برتانیی او امریکا په ګډه جوړه کړی او پآکستان ته سپارلی او عملی کولو لپاره یی د پاکستان استخباراتو او پوځ ته سپارلی چی طالبان هم فکر کوی چی پدی سره زموږ محبوبیت زیات شی مګر برعکی د مخکینو مجاهدینو په څیر چی په هر رسانی او مجلس د ولس او نړیوالو له لوری سره مخ دی

  2. لمړى دواړه پراګرافونه زما د پخواني ليکنې برخه ده او له دريم پراګراف سره مو موافق يم. يقيناً همداسې ده

  3. تنها شکایت ګټه نلری او نه دا چه ولی ښه لیاره غوره نسوه.
    مهم دا ده چه مالوم سی ولی غنی په خپل خره سپور دی او طالبان ولی له غنی سره دده په خره نه سپریږی.
    کنه نور جنګونه به راسی او هلته بیا نه یوازی غنی او طالبان باید ملامت سی بلکه ټول هغه کسان چه شکایت کوی مشکل نه درکوی او دهغه په اساس دواړه طرفه نه ملامتوی.

  4. سلام
    نجیب ګاو دومره بې غیرته سړی وو چې دکابل هوایی ډګر ته یې په دوه کیلو متری کې له کورنۍ سره ځان ونه شو رسولی ملګرو ملتو همدا مشوره وړکوله چې وتښتی!!! خو لاړ دملګرو ملتو به انګړ ننوت.دنجیب ګاو کمزورتیا دخپلو ملګرو له لاسه ورکول او ګلم بم ته دګلمو جمو زمینه برابرول وه.
    بل احمدزی نور هم وپړساوه نو ملامت څوک دی؟ ټول په یوه وزن نه بلکې مختلف وزنونه او محراق لری چی دادی اوس په دې بوسو کې دناتو بل مزدور اردوغان را پیداشو .اردوغان دقرارداد په لټه کې دی امریکایی فرهنګ وځی خو دارکدش فرهنګ ته شوق ورغلی .دا ملت به اخر خپل ملی زعامت او مستقبل تاکی.خو عجیبه نه ده وایی ږیره دما واک یې دملا ! اوس ترکان دکابل هوایی ډګر ته دټټر وهلو نارې وهی.

  5. talibs are not strong/pakistan army are behind the game.
    this way we need to keep our country from Punjab.
    the only way we afghans are not united ..
    we have to support our force against panjaab.
    thank you

  6. که خلقی یی وخت مه راضایع کوه
    په غوږ ویشتلی بیدار وی .دارګ کمونستانو هم همدغه هرکاره ټاپه په لاسو کې ده چې هره لوبه وشی خپله تاپه ور باندې وهی نو بخت او طالع چې دیموکراسی کې یې کار ور کړ او که نه مهمه نه ده.
    خوشال خان وایې:
    لا تر اوسه یې ماغزه په کرار نه دی چاچې ماسره وهلی سر پر سنګ دی

  7. سلامونه،
    د ورور وحيد په تاءييد، (پردی کټ تر نیمو شپو وي).
    اصله خبره په تش په نامه راهبردانو!!! او د هغوی هواریونو کې ده. خود کش بیګانه پرستان. یوې خوانه د دستاوردها نارې وهي ، له بلې خوا که څه هم ۸۰ سلنه دولت له ۸ کنجونو خوري بیا هم وايي ” د نظام د سقوط ویره شتی!!” . د خلکو د بیتالمال په افغانیو مفت چکرونه وهي او هلته د بندو دروازو شاته شیطانتونو باجې غږوي !!!.او دډالرو بېحسابه ذخيرې به ې تورو بانکو کې وي.
    اِ ر دوغان ساب هم ډ دو ستم سره مړې ګېډې ازبکي وايي . غواړي چې دا ځلي کوم احمد زی د دو ستم او داسې نورو!! د تیښتې مخه ونه نیسي ؟ او له بد نه ېې بتره چې پنجابی هم ځان سره شریکول غواړي ؟هغه پنجابیان چې په بالکاناتو او فلسطین کې ېې مسلمانان وژلي ؛ بنګله دېش او پښتنو+بلوڅو قتل عامونه خو ېې عادت ګرزیدلی.
    په کار ده چې ټول ملي پخواني او اوسني ګوندونه او تحریکونه د خارجیانو، او داخلي چافلوسانو پرضد یو ملي قیام وکړي ؛ په ځانګړې توګه هغه مشران چې سن یا عمر ېې له ۷۰ اوښتی وي د پخوانیو ملي قهرمانانو یادونه تازه کړي ؛ بې له هغې هم یا په کرونا ، یا په چسپکي یا په راکټ ا.د.ن. د ګور په غاړه دي . له دې لیارې دې سپېڅلی شهادت د وطن وګټي.
    ملنګجان فرماېلي و”زما ځواني ډوءل کوي له پښتونوالې سره…”
    طالبان دې هم خدای خوار کړي؛ د خپل غیر مستقیم بادار (پوکسسټین ) بالداران بریتانویان او د ب-۵۲ بالداران او نور (ان الذین کفروا من اهل الکتاب والمشرکین … الایه سوره البینه ) ېې نه پیژندل چې د یو خ.زاد په اَ اَ اِ اِ اِاَ اَ … باندې وغولیدل او خپل مسلمان وروڼه وژلو ته ېې د هغوی په کانټرکت سره دوام ورکړ.: په لویو ښارو به حمله نه کوئ ( بلند منزلونه دي !!) او اطرافو کې به یا اور کم کوی یا اور زیات!!؛ دا کوم رقم اسلام دی؟ . آ قطر کې خیټور او کویټه کې خوټور دې د شهیدانو له وینو وشرمیژي.
    د پي ټي ایم شعار دی:(ځوانان مو قتل کېږي — دا څنګه آزادي ده ؟) (کورونه مو ورانېږي ………) (د ژوند بېړۍ ماتیږي ….

  8. سلام
    شرم دی چې دناتو مزدوران لکه دترګمۍ سپیان لاهم په اټکل غاپی . وایی په ریبارانو څه ونه شول لکړه راکړه چې په خپله پسې ځمه .درجب اردوغان بې منطقه غوښتنه او اشتها! اوپه کابل کې ددوه سرې ادارې چوپتیا دغلامی او حماقت هغه دریځ ته پاتی کیږی چې ولس ته نه پزه لری او نه مخ .
    اصلا دمالی مرستو ، لوژیستیک ،تجهیزاتو ،دالرو خورد او برد،خواخوږیو په نوم بلې پروژې ته لاره پرانیتل دی چې رجب خان دوم ګلم بم کڅوړه ورته را په غاړه کړې .داښیی چې اردوغان څومره ناپوه او کودن خوسکی دی چې خپل اخور نه پېژنی، افغانان باید دافغانستان ملی هویت ته په درناوی سره دافغانستان دیووالی دریځ هېر نه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب