شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبسلیمان لایق او د هغه شــعر/ ډاکتر لطیف بهاند

سلیمان لایق او د هغه شــعر/ ډاکتر لطیف بهاند

د لايق په اړه ليکنه ځکه ګرانه ده، چې هغه هم ملا دى، هم چپ لارى،هم پوهان دى هم اديب، هم اکاډميسين دى هم شاعر،هم په اسلامي تصوف پوهېږي او هم په ماتريالستي ديالتيک او تاريخ.

خو لايق په شعر کې، په شاعرۍ کې، په تخليق کې خپل ژوند لري، خپل قانون لري، داسې ژوند او قانون چې پخوانو او زموږ زياتره هممهاله شاعران سره له خپل ټول توان نه، د ناڅرگندو گواښونو له گواښه  هغو ته غاړه نه ږدي.

لايق چې د خپلې ژبې، خوږې اداگانې، ترټولو عاطفي احساسات، د کليوالو نارونازک خيالونه، د غرونو او درو د مستو شپنو د دروو نه تکراريدونکې نغمې، دغرونو غږيدونکي چوپتيا، په دې غرونو کې د مېشتوگيدړو. زمريانو، لېوانو او يا مستو او نه ايلېدونکو زلميانو اوازونه، د ويالو او دريابونو د سپېڅلو اوبو دمستو څپو د غېږ په غېږ  کېدو مينې،د تورو ،سپينو ، سرو  او خړو وريځوپاى ته نه رسېدوکى منډې، گواښونه ،غضبونه او يا بارانونه،ټول او ټول په خپلو شعرونو ، په خپلو نارو،په خپلو بيتونو،په خپلو هجوو،په خپلو غزلونو او قصيدو کې را مروړلي دى، د خپل شعر ژبه يې ،د اسې رنگينه کړې ده چې ،د رنگونو  هم له هغه نه سترگې سوځي.

د وينا او لهجې له پلوه، د ده  او نورو ترمنځ توپير،ځمکه او اسمان دى.

 —————————————————————————-

سليمان لايق  او د هغه شعر

دوکتور لطیف بهاند

په پښتو ادب کې د طبيعت انځور، له کتابه

د چا خوښېږي او که نه يې خوښېږي، که يې غواړي او که نه يې غواړي، که څوک يې مني او که نه يې مني، سليمان لايق په تېرو پنځوسو کالونو کې د افغانستان په تېره بيا به په پښتو ادب کې له غوره نه غوره شاعر پاتې شوى دى.

داسې برېښې چې لايق په خټه شاعر دى. د هغه طبعيت نازکخياله دى. د هغه شعر، د هغه د روان او احساس لویه برخه او د هغه د ناويل شوې مينې نښه ده :

مينه پټ اور دى، ښکارېدلى نه شى

پىل لرى، تمامېدلاى نه شى

لکه د گل د گونگو عطرو په څېر

څپې وهي، تصوېرېدلاى نه شى

دا به آن هغه کسان هم راسره ومني چې د لايق  ځيني کړه وړه يې نه خوښېږي، چې زياتره وخت د لايق خبرې، اترې، يا جرګې مرکې د ځينو له شعرونو نه، زياته شعري جذبه لري.

دهغه شعر خو کله کله دسياسي،ټولنيزو،بربنډو تصويرونو او مينه ناکوخيالونو دشېبو داسې گډ معجون دى،چې هر لوستونکى يا اوريدونکى لمسوي او يو ځانگړى،اغيز او احساس وربښى. کله کله غواړم ووايم،کله کله مې زړه غواړي  ووايي چې د لايق شعر او په هېواد کې فرهنګي اوښتون سره همزولي دي.که له دې وړاندې لاړ شم او ووايم چې لايق او اوښتون ديوې خبرې دوه معناوې دي.

لايق د شعر،هغه شعر چې د زرو نه زياتو کلونو په اوږدو کې يې تکرارىى زوړمضمون  او دهغه دروند پېټى جبراً په اوږو بار و،دخپل هنر په ګاڼو وګاڼه او هغه ته يې نوې معني،نوى مضمون او نوى روح وباښه.

هغه نه يوازې دپښتو شعر معني،بلکې اډانې چې له زرو نه زيات کاله  هغه په کې ايسار شوي و،په زړورتيا ماتې او بدلې کړې.

لايق چې دخپلې ژبې، خوږې اداگانې،ترټولو عاطفي احساسات ،د کليوالو نارونازک خيالونه،د غرونو او درو د مستو شپنو د دروو نه تکراريدونکى نغمې ،دغرونو غږيدونکي چوپتيا،په دې غرونو کې د مېشتوگيدړو.زمريانو،لېوانو او يا مستو او نه ايلېدونکو زلميانو اوازونه،د ويالو او دريابونو د سپېڅلو اوبو دمستو څپو د غېږ په غېږ  کېدو مينې،د تورو ،سپينو ، سرو  او خړو وريځوپاى ته نه رسېدوکى منډې، گواښونه ،غضبونه او يا بارانونه،ټول او ټول په خپلو شعرونو ، په خپلو نارو،په خپلو بيتونو،په خپلو هجوو،په خپلو غزلونو او قصيدو کې را مروړلي دى،دخپل شعر ژبه يې ،د اسې رنگينه کړې ده چې ،د رنگونو  هم له هغه نه سترگې سوځي.

دوينا او لهجې له پلوه،دده  او نورو تر منځ توپير،ځمکه او اسمان دى.

د نويو معناوو لټونه،په ځانگړى توگه د پوهې وړ،خوغوره او  له نازکخيالۍ نه د ډکو تشبېهاتو،استعارو او کنايو کارونه،د مفاهيو ساده بيان،دډېرو سوچه،ولسي او ان ورکو کلمو يا اصطلاحاتو راوړل،په ځينې وختونو کې  مبالغې،اغراق او غلو ته د دغوتشبېهاتو هنري رسول،د شعر په شاعرانه خوږوالي کې دفصاحت او بلاغت په مرستې د ترکيبونو،جملو او بيتونو خوږول،له همدې لغتونواو  ترکيبونو نه شاعرانه امېل جوړول او دهغو اوبدل،ددغو يادوو شويو ټکو په پام کې نيولو سره د شعر ليکل د لايق د شعر او شاعرۍ يو څه ځانگړې ځانگړتياوې دي او دهغه د هنري لارې،يا سبک غوره،غوره والى.

د لايق په شعر کې ځينې داسې کلمات،ترکيبونه، اصطلاحات او مفاهيم وينو چې تر ده پورې په پښتو شعر کې چا داسې نه و کارولي.

 هغه د پښتو شعر لاره د نوښت لورې ته بدله کړه.هغه د پښتو شعر په تېره بيا دهغه غزل،د څو پېړيو تکراري مضمون ،څڼې ،اوربل ،سپوږمۍ ،اننگي ،زلفې او ښامار له منگولو وژغوره.

دپښتو ادب په تاريخ کې،له خوشال بابا نه وروسته ترلايقه پورې،  پر پښتو شعر داسې يو دود واکمن او لاسبري وه چې په ډېرو خبرو،ان په مينه ناک شعر او غندنه کې يې هم د شاعر  لاس لنډاوه.

هغه،هاغه ناليکلى،بنديز،چې له پيدايښته،په پښتو شعر لاسبرى و، مات کړ:

د رستم لار

نيمه شپه را وخته کوټې ته يوه نجلۍ

پاکه لکه ګل او رمنده لکه هوسۍ

ملا باندې يې ځوړنده، د څڼو توره توره

شونډو نه يې سره برېښنا خوره د خونکارۍ

نبض د ځوانۍ يې، خوځاوه کميس په تن کې

هسې چې بهيږی ،سپينه وريځه په سپوږمۍ

تي يې په زانګو د اوسيلو کې ښکته پورته

هسې خوځيدل لکه په موج جوړه  هيلۍ

غېږ يې پرانيستې لکه ګل د سبا باد ته

خوله يې له خندا نه، ډکه کړې وه مستۍ

سترګو ته يې ميوو و ورکړى رنګ د وينو

ليږ را غونډې شوې، تنګې شوې، خندنۍ

راغلله ورو ورو لکه دانه بيړۍ ساحل ته

تللې له خپل ځانه مستانه اوليونۍ

ورانه له خندا شوه، وې يې ګوره لېونيه

نه بل تل ځواني وې، نه شراب او نه شهۍ

وتړه کتاب، شيشه را واخله د شرابو

ځغلي زه يې وينم يو په بل پسې ګړۍ

نيسه مې په غيږ کې هسې نه چې خوب مې يوسي

وړى را نه واک دى د شرابو بيخودۍ

ما په شرمېدلي اواز وويل افسوس دی

نه لرم توفيق ستا د لبانو د ګرمۍ

زه د وچو دښتو لمر وهلی پوونده يمه

چېرې وچ اغزى، چيرې د ګل تازه غوټۍ

شرم را ته برېښي چې دې خوله په شونډو کېږدم

څاري مې د ولس سترګې لا يوه ګوله ډوډۍ

زه لا روږدی نه يم په محفل د ښاپيرو کې

خېږي مې له زړه نه لا فرياد د غريبۍ

نه ښايي رستم ته چې روان شي د مجنون په لار

زه يو مجاهد يم چيرې زه چېرې شهۍ

يادونه  او درمندونه- ٤٨مخ

هغه په خپل شعر کې،د پښتو ژبې هغه غښتلتوب راسپړي،چې دمينې د انداز د نه بيانېدونکو شېبو د بيان  لپاره يې لري.دا هغه راز دى چې انسان يې د ګرانښت او مينې ،دبې پايه ګرانښت او مينې  لپاره په ځان کې نغښتى لري .

عاشقانه تپوس

ما ويل په پښو مې درست جهان در پسې وغوښت

دې ويل اګاه يم په دې در به درو زه

ما ويل زخمي زړه به مې څوک دارو درمل کړي

دې ويل په ښکلو او خوږو خبرو زه

ما ويل درست عمر مې په داد و فرياد تېر شه

دې ويل اګاه يم په دې بې اثرو زه

ما ويل په سينه دې دوه کوتري دي رپېږي

پرې مې ږده  چې لوبم په دې دوو کوترو زه

ورانه له خندا شوه ويل يې نه نه نه نه نه!

څوکې به در نه کړم د دې دوو وزرو زه

ما ويل که مړ شم کوم نظر به مې ژوندى کړي:

دې  ويل په دغو دواړو جادوګرو زه

ما ويل رقيبانو را تريخ کړى زما کام دى

دې ويل چې خوږ بې کم په سرو شکرو زه

دې ويل زما په ګريوان نشته مرغلرې

ما ويل جړاو بې کم په مرغلرو زه

دې ويل ملايان زموږ په مينه خبر شوي

ما ويل خبر يم په دې  بې خبرو زه

دې ويل په ښار کې وفادار ملګري نشته

ما ويل چې خير دى، د غرو کمرو زه

د چونغر دوهم چاپ،اتلسم مخ

د لايق په اړه ليکنه ځکه ګرانه ده،چې هغه هم ملا دى، هم چپ لارى،،هم پوهان دى هم اديب،هم اکاډميسين دى هم شاعر،هم په اسلامي تصوف پوهېږي او هم په ماتريالستي ديالتيک او تاريخ.

خو لايق په شعر کې،په شاعرۍ کې،په تخليق کې خپل ژوند لري،خپل قانون لري،داسې ژوند او قانون چې پخوانو او زموږ زياتره هممهاله شاعران سره له خپل ټول توان نه ،دنا څرگندو گواښونو  له گواښه  هغو ته غاړه نه ږدي.

بيا ساقي راغلى ترخو ميو ته بلل کوي

اور يې په پيالو کې اچولى ازمويل کوي

ساز نن بل اواز، بله نغمه، بله مزه لري

عصر زيږولي د ذوقونو سمول کوي

خوند د زاهدانو له تقوى څخه وتلی دی

زهد ريايي شو د زهادو شرمول کوي

د چونغر دوهم چاپ،څورلسم مخ

دهغه له دغو ځانګړتياوو نه يو داده چې،په رښتيا دهغه دشعر زړه او روح د هغه خلک او وطن دي .

وطنه ته

زما زړه په چيغو چيغو ليوني شو

ولې نه ويښيږي اې ويده وطنه!

د خوبونو په غفلت کې در نه غوڅ کړل

چا لاسونه، چادي  پښې او چا لمنه

که دا ومنو چې په  درى ادب کې،که سعدى،د عاشقانه غزل،مولانا د عارفانه غزل او حافظ د قلندرانه غزل سر لاري گڼل شوي(١)

 نو د لايق د شاعرۍ تر لوستلو نه وروسته کولاى شو،په زړورتيا سره دا ووايو چې دى په يوازې ځان دشعر په دې درې واړو ډولونوکې د نوښت لاره پرې کوي او دښکلا درشل ته  رسېږي.

که مولانا جلال الدىن  په درى غزل کې ،په روحاني او عرفاني شعر کې د بري څوکې ايل کړي دي،نو لايق په رښتيا او په حق  سره،په معاصر پښتو او درى شعرپه ټولنيز،انساني ځمکني چاپېريال کې له انسا ن نه، د زمان د نادودو د لرې کولو شعري سفر پيل کړى دى.

دهغه ټولنيز او انقلابي شعر،وچ،بې روحه او شعاري نه دى.د هغه په ټولنيز شعر کې ،په هغه شعر کې چې دى پخپله هغه د ټولنيز رياليزم لاره گڼي،د خيالونو،د تصويرونو او د ښکليو تشبېهاتو يو بری يا زېری راوړونکى لښکر وينو.داسې لښکر چې په هغه کې هيلې،ارمانونه او تکلونه څپې وهي.

زه ناگار  روان وم، ناڅاپى خندا يې وويشتم

تندر د اسمان شوه، په خوني برېښنايې وويشتم

ما نه وو لوټ کړي، د ښايست د بازارونو،  زر

دا د ښکار  لېواله وه، سلا بلا يې وويشتم

زه خو ادم نه وم، چې هر څه درخو درخو ويني

تش د يو نظر په گذري خطا يې وويشتم

ما د رڼا گواښ لا نه وه کړى ترږميو ته

تور گريوان يې پرانست، د سپېدو رڼا يې وويشتم

سترگو يې  رسا زما د زړه برجونه  نښه کړل

زه يې په غلا  نه، د سپېڅلتيا په دا يې وويشتم

څو که د تقوا په جامو ځان پېچلى گرځمه

گوره لنډه غرو ته، چې څه  رسوا يې وويشتم

اوس د لايق سر، د سودايي خيالونو شهر دى

وپوښتئ بربنډيې، چې په څه گناه يې وويشتم

 دلايق، ددغه شعرونو توري،کلمې،ترکيبونه ،جملې او بيتونو د هغه ،هغه شاعرانه لښکرې جوړوى چې  د زړونو پلازمېنې د مينې او ادا په نازونو لاندې کوي.

لايق،په داسې يوه هېواد کې زېږېدلى،لوى شوى،تخليق يې کړی او سياست ته يې مخه کړې،چې خلک يې لا تر اوسه هم هنر او دهنرمند،شاعر او ليکوال کړو وړو ته د شک او ترديد په سترګه ګوري،په هغه هيواد کې چې د هنري تخليقونو زياتره برخې لکه،نڅا،ساز او سرود او ځيني وخت خو ان شاعري لا دپيغور نه ډکې  چارې بلل کېږي.

هغه په داسې يو هېواد کې او د داسې  خلکو په منځ کې زېږېدلى چې هغوي دخپلو وتلو او نوميالو خبرې نه يوازې نه اوري،ستاينه يې نه کوي بلکې کرکه هم ترې څرګندوي.

خوشال بابا او پښتو ژبه چې دوه سره ورته او د يوې معني کلمې دي،په دې اړه ليکي دي :

پښتانه واړه بدخوي دي

کور په کور کاندې غورزي

يو چې سر کاندي په پورته

بل يې ووهي مغزی

دمغل دسترگو ته يې

اې خوشاله نن اغزي(٢)

دا خبره مې ځکه دلته ياده کړه چې د (الفت صاحب)) په وينا ((موږ خپل خدمتګاران نه پېژنو)).

خوشال بابا چې دخپلو همژبو،دا ټولې او نورې له دې نه ناوړې ځانګړتياوې ليدلي،احساس کړي او زغملي دي،نو تر څومره زغم او درد نه وروسته به دې ته اړ شوى وي چې ووايي :

نن به درست د هندوستان دولت ددوي واى

پښتانه که کم همت نه واى حُمال

زموږ د زمانې شاعر سليمان لايق بيا وايي:

دا له موږه سره څه کوى گردون

دا ملگرى د پستانو، دغه دون

له غروره مى سر کوز نشو فلک ته

څومره لوړ دى، دا زما د خودۍ يون

دا افسوس دى چې خپل ورور راسره نه ځي

دا جاهل، دغه ناپوه، دغه جبون

گنې ما به  دا تاريخ و اړولى

په تقدير به مې وهلى و شبخون

د يادونه او درمندونه ،٥مخ

زه دلته د سليمان لايق په هغو ځانګړتياوو خبرې کوم چې زما د ژبې،زما د فرهنګ  او زما دملي يووالي او خوښې سره برابرې دي.

زه دلته دهغه دشعر،دهغه په شعري برخليک،دهغه په هنري توان،دهغه په هغه توان چې زموږ دژبې پانګمنتوب ته يې رسولى دى،رسولى نه دى،زما ژبې ته يې بښلى دى.،خبرې کوم.

لايق،دبل هر هغه هېوادوال په څېر چې په څو تېرو لسيزو کې يې سياست کړى دى، دگناهونو،د تورونو،دسيالىو،د تربرگلويواو تربگنيو،دستاينواوغندنو تر گلبوټو او گوزارونو لاندې دى.

خو زه، هوکې زه دلته،دهغه پر شعر،دهغه پر هنر او دهغه پر پانګمنې هنري دنيا خبرې کوم.

زه لا دزلميتوب په سرسامه مستو پسرلو کې وم چې د لايق له شعر او شاعرۍ سره اشنا او د هغه لېوال شوى وم،خو د ١٣٨٣ کال پاى و چې هغه  د سپرغکې په نامه د خپلو څلورىزو يوه ناچاپه نسخه ماته راولېږله چې سريزه پرې وليکم.

ددغه  جونګ  او د لايق د ژوند او شاعرۍ په اړه د څېړنو په لړ کې مې دې ته پام شو چې د استاد روهى په وينا نا څېړل شوى لايق بايد کرار کرار راوسپړو.

ما چې کلونه کلونه د لايق نوي څه نه و لوستلي،ماچې په هېواد کې د لايق د ملګرو له خوا اسلامي تنظيمونو ته د واک پلورلو راهسې،دهغه څه نوي نه و لوستلي،په ډېره مينه او خورا تلوسې او ځير سره دهغه  د څلوريزو دا نوې مجموعه په وار وار سره ولوستله.

ما په رښتيا سره دهغه په منځ کې سپرغکې وليدلې،هغه سپرغکې چې د لايق د دوکه مارو ملګرو له خوا دهغه د سوځول شوي هنر تر اېرو لاندې را تازه  شوې  وې..

دهغو څو سوو څلورېزو تر لوستلو نه وروسته ماخپل زړه ته وويل،چې لايق پر موږ او پرهغو چې ده هغو ته دا او نور ډېر شعرونه  ليکلى خورا زيات حق لرى.دا حق بايد ادا او دا پور بايد پرې شي.نوهغه و چې دهغه د شعر او شاعرۍ سپړنې او شننې ته مې څېړنې پيل کړې.

هېڅوک به په دې خبره راسره مخالفت نه لري چې د لايق شاعري خورا ښه او زموږ په ژبه کې بې سارې ده. په همدې خبرې به خپلې خبرې راپيل کړو:

ښه شعر خو هغه وي چې دهغه په  جوړښت کې هر تورى،کلمې او ترکيبونه يو ډول خپلمنځي اړيکي وساتي

ښه شاعر هغه دى چې نوښت کوي،ښه شاعر په نوښت کې نوښت کوى.نوښت د لايق دشاعرۍ او دده د شعرى فن تر ټولو نه ستره ځانګړتيا ده.

دهغه په شعر کې خيالونه،دهغه په شعر کې تصويرونه،دهغه په شعر کې غندنې،دهغه په شعر کې هر هر څه په نوښتي بڼه را انځوريږي.

دهغه شعر د يوه ډول،د يوې لارې او د يوه نوي خوځون پيل دى.داحالت کولاى شو د بيا بيانېدو حالت په نامه ونوموو.

خو دلته هڅه ددې لپاره ده چې دهغه د چونغر د ترانو لا پېژندنه،څېړنه ،شننه او سپړنه وکړو.

د چونغر د ترانو اصلي اتل،چونغر دى.چونغر د طبيعت او لويې هستۍ يوه ذره ده.

دا کتاب چې د چونغر ترانو او ددغو ترانو شننې ته جلا شوى دى،نو ښه به دا وي چې تر هر څه دمخه دا ووايو چې ولى لايق دخپلو غوره شعرونو لومړې برخه  ((چونغر)) نومولې ده.

که څه هم دا خبره ما د لايق په هکله په خپل بل کتابگوټي((نوى روح)) کې راوړې وه،خو دلته هم د هغه يادونې ته اړتيا ليدله کېږى،لايق په دې اړه په يوه مرکه کې ويلي وو:

((چونغر، د يوه غره نوم دى. او چونغر په افغانستان کې د يوه غره نوم نه دى. يو دغه غر، هو دغه غر چې کابل ته مخامخ پروت دى، او له ارغندى يا ميدان نه  شروع کېږي او تر گل باغه  پورې پروت دى، دې ته هم چونغر وايي.

يو چونغر، د هزاره جاتو په منځ کې هم شته. او دغه چونغر چې ما دغه کتاب د هغه په نوم نومولى دى، دا چونغر د غوري د وادۍ په لويديز لوري کې پروت دى. زموږ کلى دغه غره  ته  مخامخ  دى. د دې  وادۍ په دې خوا کې، بيا يو بل غر دى چې کرکر نومېږى. د موږ کلى کرکر ته نېږدي پروت دى. زموږ کلى چې دى، بيا دغه چونغر ته ور ځوړند و، او د موږ د کور کړکۍ هم تصادفأ داسې جوړې شوې وې، چې هغه د لمر لوري او چونغر ته ور خلاصې وې، نوما به هميشه دغه چونغر ته ورکتل او د شعر سره به مصروف وم. نو دا چونغر په ما کې، د شپو خاطرې، د سپوږمۍ خاطرې او کله به له ځينو ځوانانو او همزولو سره چې په هغې سېمه کې د موږ دوستان وو، په دې غرو کې گرځېدو.

د دې غره دا قدرتي مناظر او په دې اوږده ژمي کې، دا د وريځو غورځنگونه، راتگ او د منظرو جوړول، دا ټول د دې  باعث شول، چې زه د دغه غره نوم، په خپل لومړنى اثر باندې کېږدم.

دا غر د دې کتاب په تسميه کې يو بل اغيز هم لرى. د دې غرو په لمنو کې، د کنشکا امپراتور، ډېر لوى قصر، چې هغه ته «سرخ کوتل» وايي، جوړ کړى و. په دې «سرخ کوتل» کې ډېرې ليکنې کشف شوې دي. د هغو لوحو په منځ کې په يوې  لويې لوحې کې د حبيبي صاحب، د لوى حبيبي صاحب په قول،د پښتو ژبې څرکونه هم په دې  لوحه کې، د  لومړي ځل لپاره پيدا شول.»٣

د چونغر ترانې خپل تاريخ لري. د لايق لومړى شعرى جونگ چې ((چونغر ))نومېږى،په ١٣٤١ لمريز کال کې خپور شوى  دى. هلته د  چونغرله  دوه دېرشو  ترانو نه، اته ترانې خپرې  شوې دي،خو هلته د ترانو د ليکلو نېټې ليکل شوې نه دي.

خو خبره په دې کې ده چې د چونغر ترانې، يوازې په چونغر کې نه دي. د چونغر د ترانو لړۍ، د لايق د شعر بل جونگ (کيږدۍ) ته هم اوږده شوې ده.

د لايق د «کيږدۍ» په نامه په شعري جونگ کې دولسمه، ديارلسمه، اتلسمه، نولسمه، يوويشتمه، دوه ويشتمه، شپږ ويشتمه او اوه ويشتمه ترانې راغلى دى.

په دغو دوو شعرى جونگونو کې  نهمه لسمه، يوولسمه، څورلسمه، پنځلسمه، شپاړلسمه، اولسمه، شلمه، درويشتمه، څلرويشتمه او پنځه ويشتمه  ترانه،نهه ويشتمه،ديرشمه، يو ديرشمه او دوه ديرشمه ترانه  نشته .

لايق واىي  چې دغه ترانې يې پخوا ليکلي وي،خو دهغه وخت د سانسور او د ترانو دځيږې ژبې له کبله په خپل وخت خپرې شوې نه وى.دده په وينا دغه ترانې بيا د واک دبدلون په وخت کې لا درکې شوې وي.

سږکال زما د پرله پسې غوښتنو نه وروسته گران شاعر ښاغلى سليمان لايق،هغه بيا وليکلى.دا نوى ترانې ما په وار وار او خوند سره ولوستلې،په لنډه توگه ويلى شم چې ځينې هغه يې په رښتيا هم تر پخوانيو هغو غوره،په زړه پورې او بې سارې دي

په دې جونگ کې د لومړي ځل لپاره دچونغر لپاره د لايق له خوا ټولې ليکل شوې ترانې يوځاى را ټولې شوې دي.

په دغو دوه ديرشو ترانو کې څوار لس هغه يې د لومړى ځل لپاره خپرېږى.

لايق، په خپله په دې اړه د (ناپايه چونغر) تر سر ليک لاندې د چونغر د دويم چاپ په سريزه کې ليکي :

«انسان د څه لپاره د طبيعت په پېچلې هستۍ کې دا ستومانوونکي مزلونه لنډوي؟ د څه شي په لټه کې دى او ولې له پرله پسې منډو او هلو ځلو نه لاس نه اخلي؟

ژوند او د دوام په نوم په سړي کې يو ناپايه مينه، د هستېدو يوه مقدسه لمبه، په نړۍ کې د ټولو رنګونو او اوازونو د هستېدو لپاره کار کوي. ترڅو زموږ په کوچنۍ سياره کې د پېروونو د سترې هستۍ او تر هغې د بې پايه را چاپېر شوي خوځېدونکي ماحول غوښتنې او د نظم او توازن سمفوني پر مخ بوزي او هغه څه  ته چې موږ لا پوره نه پرې پوهېږو کمال او جمال ورکړي.

د کوچني انسان منډې او هلې ځلې، د سترې هستۍ د رشد او تکامل د رضا بښونکي جبر د ژوند ناموس دى. سړى نه شي دريدلى او طبيعت نه شي دريدلى.

د انسان تکل او  تفکر، د هغه منډه او چيغه د ستر او ناپايه طبيعت د دوام د ضرورت يوه برخه ده. دى ځان د هستوونکي په مقام کې ويني، فکر کوي په  ځان کې نه ځايېږي او لکه طبيعت ناپايه دى.

رنګونه او عطرونه، اوازونه او پروازونه او هره هغه ښکلې جلوه چې د طبيعت په اجزاوو کې څپې وهي، له ده څخه را زېږي او په ده کې ختمېږي. خو واقعيت داسې نه دى، هغه منډه چې پيل شوې ده، پاى نه لري، هېڅ برېښنا، هېڅ تالنده او هېڅ حرکت نه ختمېږي، يواځې خپله بڼه اړوي او لا په  نوې  بڼه کې ابدي جريان مومي.

د يوه کوچني اور اورکي چونجي رڼا، د پروانې د وزرو رپا او د ګل پر پاڼه شبنم د څاڅکي ځلېدا پاي او ختم نه لري بلکې د هستۍ په لويه غېږ کې له يوې جلوې نه بلې ته او له بلې نه بلې ته ځاى بدلوي او د ترکيب او تجزيې په ضروري خلود کې د ابديت پر ناپايه واټ باندې لار وهي او د بې انجامه مقصد خوا ته ور ځغلي.

هغه تاو او تودوخه چې په ما کې د چونغر کوډګرو جلوو را پيدا کړې ده، د همدې ابدي جبري تکل او د دې نه تمامېدونکي ترکيب او تجزيې د بهير د پر له پسې څپو د لايتناهي قطرو يو څاڅکى دى. داسې څاڅکى چې کله لکه اوښکه  د غمونو او دردونو راز سپړي او کله لکه  د  ګلپاڼو په رنګينه غېږ کې رغړي.

چونغر څاڅکى دى، خو لکه زه، لکه (انسان)  ناپايه دي. هغه به  تر کلونو کلونو زموږ د شېبې رنګونه او عطرونه د را تلونکې له را غوړېدونکو رنګونو او عطرونو سره ترکيبوي او نن ته به  په سبا کې دوام ورکوي.»٤

استاد سعدالدين شپون، لا دېرش کاله پخوا د چونغر (دلايق دشعر لومړى جونگ)په تندي ليکلي و:

«… زما پيش بيني دا ده چې په را تلونکې کې به د لايق په اشعارو کې چونغر وزمه اشعار ډېر شي، ځکه په همدغو کې ده چې د لايق د احساساتو د سيند تلاطم ليدل کېږى. چونغر د لايق د آرزوگانو او اميدو غر دى. کله ورته زارى کوي، کله يې ستايي،کله اخطار ورکوي او کله يې د راهب په څېر نمانځي او سجدې ورته کوي. د افغانستان ټول تاريخ ده ته د همدې غره په بڼه تجلى کوي. په  بل عبارت چونغر د لايق کوه طور دى چې د خپلو مقدساتو جلوه په کې گوري او پناه ور وړي.

چونغر د لايق خپل مال دى او لايق يې بلا معارض مالک دى. لايق چې څومره استادي او قوت لري هغه په چونغر کې تجلى کوى او له همدې اتو ترانو (په چونغر کې اته ترانې خپرې شوي دي( مولف ) سړى اټکل کولاى شي چې لايق خپل ايډيال څومره اړولى او را اړولى او په څومره نرمو او سختو لهجو يې افاده کولى شي.

له همدې چونغره سړى د هغه توفان تخمين هم کولى شي چې د لايق په روح کې پروت دى او دى غوروى او ليکلو ته را بولي .

د چونغر په ترانو کې د لايق فلسفه هم پرته ده او د ده هستي په کې غوټه ده.

هر هغه شى چې لوى دى، چې ښکلى دى، چې مقدس دى،چې په قدر دانۍ ارزي، هغه چونغر دى.

زه خپله د چونغر په باب دومره وايم چې دا په پښتو ادب کې يو ممتاز اثر دى چې د نورو، نوو شاعرانو د سبک په  ټاکلو کښې به لاس ولري.»٥

سره له هغه چې لايق خپل ټول اگانه  ژوند د چونغر په هستۍ پورې تړي،مگر چونغر او لايق  په  يوه وروستۍ ترانه کې يو بل ته   داسې خبرې  اوروي:

د سحر باده، ناورينونه لونه

په دې وحشي غره، په چونغر باندې

د رڼو ستورو، په بد مخي قاتل

د تورو شپو، په جادوګر باندې

                      ***

وايه! چې ولې دې تياره خوره کړه؟

د شنه آسمان په سمندر باندې

ولې دې تور پړونی وغوړاوه؟

د سپرغکيو په لاجبر باندې

                     ***

ولې د غرونو په خوره تياره کې

د لمر د وړانګو سحرونه وژنې؟

ولې د ورېځو د کيږدۍ دننه

د رڼو ستورو څراغونه وژنې؟

                     * * *

ولې د مرګ تيارې ته مخ ورکوې؟

چې په ناوونو او درو خوره شي

د تورو ورېځو د لامونو په مل

د رڼايي په سرچينو خوره شي

                   * * *

ولې دې ورکې کړې د لارې نښې ؟

د سحرونو د رهبر مخې ته

ولې دې ټپ کړ د واټونو څراغ ؟

د نور د ښکلي پيغمبر مخې ته

                    * * *

ولې دې ټولې کوڅې وتړلې؟

د رښتيندويو د سفر مخې ته

ولې دې ټولې لارې پرانيستلې؟

د شيطانانو د لښکر مخې ته

                * * *

چونغر د تندر او برېښنا په ژبه

وى، اې د تشو تصويرو شاعره!

د کردارونو په ځيږه نړۍ کې

د څو ورېښمينو هوسو شاعره

                  * * *

حقيقتونه تصويرونه  نه دي

ستا د شعرونو سرابونه نه دي

د عربي صحرا پر شګو باندې

د انطهور خيالي جامونه نه دي

                    * * *

ته يو شاعر يې د خيالونو اسير

د څو حواسو د دامونو اسير

د سقراط او افلاتون په ډول

د خپل اټکل د مثلونو  اسير

                        * * *

زه يو ذره يم د هستۍ د بهير

په يوه ناپای کې سرګردان ګرزم

د کايناتو په جبري هستۍ کې

د بل په خوښه لالهان ګرزم

                  * * *

يو ساده هست يم، هستوونکی نه يم

د تقديرو سمبالوونکی نه يم

د کايناتو د نا پايه مزل

د کاروانونو خوځوونکی نه يم

                * * *

نړۍ زموږ کومه نانزکه نه ده

خپل ازلي مصلحتونه لري

هم د تيارې سمندرونه لري

هم د پېروونو څراغونه لري

                * * *

هستي زما او ستا لاس پوڅې نه ده

چا چې هست کړې هم هغه يې پالي

هغه ټاکي د ټولو شته وو برخه

په لمر، په سوري يا په شپه يې پالي

په چونغر کې د لايق مخاطب،دهغه مل،دهغه ملگرى،دهغه دوست،دهغه لمانځوونکى، د هغه دښن ،دهغه خواخوږى او دهغه هرڅه هرڅه طبيعت دى.غر دى،اسمان دى،ځمکه او اسمان دى.نو له دې کبله دې ته اړتيا ليدل کېږي چې په پښتو ادبياتو کې د طبيعت د انځورونې او په هغه کې د لايق او د چونغر د ترانو دريځ ته وگورو.

   (١) شيمسا، دکتر سيروس،سير غزل در شعر فارسى،تهران،١٠٧ مخ.)

(٢)- د خوشال کليات،ناشر، فهيم عظيم،٣٧٢مخ.

(٣) له يوې افغاني ويبپاڼې سره د لايق مرکه.

(٤)- سليمان لايق، چونغر ،شعر ټولگه،دوهم چاپ،کابل،سريزه.

٥- چونغر،دلايق دشعر لومړنۍ ټولگه،لومړى چاپ١٣٤١ لمريزکال،کابل،د استاد شپون سريزه.

5 COMMENTS

  1. ولې دې ټولې لارې پرانيستلې؟
    د شيطانانو د لښکر مخې ته
    لایق
    هو! شاغلی لایق؛ زه هم، همداپوښتنه در څخه کوم، چې زما په ارام او خواږه افغانستان دې ولی زړه ونه خوږاوه، تاسو او ستاسو خودخواه او د قدرت لیونیو پښتنو ملګرو په خپلو لاسو کې، زما وطن ته له پردي نغري ولي داور بڅرکې راوړل او دخپل کور په کمبله مو د ګرد ناخبره کهول په منځ کې ولي ور پوه کړل، زما پر وطن، غیرت، ولس او عقیدي مین« لیونی» سردار مو بې له کومې ګناه، سره له چوچ و پوچه په سره غرمه راته په خپلو وینو ولمباوه او بیا مو، وهمدي په خپل لاس بل کړي اور ته د ګرم شه لا ګرم شه په اصطلاح «ملي ترانه» چې ستاسو ابتکار او ویاړ و کلونه و کلونه وغږوله؟!
    «د لايق په اړه ليکنه ځکه ګرانه ده،چې هغه هم ملا دى، هم چپ لارى،،هم پوهان دى هم اديب،هم اکاډميسين دى هم شاعر،هم په اسلامي تصوف پوهېږي او هم په ماتريالستي ديالتيک او تاريخ»
    ښه لیکوال بهاند صاحب؛
    پدي کې شک نه سته چې لایق یو شه قلموال دی،اوس سپین ږیری هم دی، نو ځکه پر موږ حقداره دی، خو هغومره هم نه چې تاسو یې ارزو لرئ، پورته مې خپله یوه ګیله ورته کاږلي ده!
    تر هغي چې موږه کم سواده وباسواده پټانانو خپل ځان ته دځان په ستر ګو نه وي کتلي، ښو ته مو ښه او بدو ته مو بد نه وي ویلي، هغه که خپل وي او یا پردی باک یې نه شته، خدای که به يې سره شل کړو او یا به ښه ورځ وګورو! بده یې لا دا چې موږه په لوی لاس ځیني قلموال له کچي ایستلي، ځان او کهول مو ورڅخه هیر کړی او ان د نابغه ګې تر جعلي پاڼ مو لاندي کړي، د اغیارو د خندا وړ مو ګرزولي او بیامو خپله هم کټ، کټ ورباندي خندلي !
    راخئ نور وهغه قلم ته چې کردګار ورباندي قسم کړی، ناسم ونه اوسو، قلم او قدم مو د ادم د اولادي او پښتني پرګني د ښیګڼي او خوښئ لپاره وکاروو، نه د هغه و دغه بنیادم دخوښئ لپاره!
    په پښتني ادب او اخلاص
    کابلی

  2. کابلی باید په خپل اصلې نوم و نه شرمیږی او ځان را و پیژنې چی څوک دی او څوک یې تر شا ولاړ دې . د وطن ټیکه داران خو باید ډارن نه وې.
    زما په اند د دغه ډول تبصرو خپرول په مستعار نامه د ټولو ژورنا لستیکو اصولو خلاف عمل دی . لومړې باید د تاند ګران مسو لین جواب و وایې
    .

    • د مستعار او غیر مستعار نوم پېژندل اسانه کار نه دی. افغانستان شاوخوا ۳۰ ملیونه نفوس لري په دېرش ملیونو انسانانو کې د مستعار نوم پېژندل ناممکنه دي. تاند ته دا مهمه نه ده چې څوک په مستعار یا غیر مستعار نوم لیکنه یا تبصره کوي خو دا ورته اهمیت لري چې د چا توهین ونه شي. البته انتقاد او توهین طبعاً توپیر لري.
      تاند

  3. It is not important what is the name or who is the person; what matters here is the opinion or argument put forward. What if this person is Ahmad or Mahmmood, does it make any difference. He just does not agree with other party, so he is entitled to his opinion…

    Taand is right not to filter people and it has nothing to do with journalistic standards….

    Regards,

    Mullah Habibullah

  4. شاغلی فدا نظري ته:
    زموږ کلیوالو به ویل چې وږم دې چیرته او ډبا دې چیرته ده!
    ورور کیه؛ دلیکلو او بیا ن طرز خو دي چپ اندی را پیزني.هک حیران دي کړم. ددې پر ځای چې له شاغلی سلیمان لایق څخه زما د پوښتنو په تړاو څه وکاږي، لمړی پرما ستالیني ګ‌ذار کوي،ډارن،د وطن ټیکدار ، څوک مې تر شا ولاړ دي..بس داسي په غصه یې ته وا د اګسا یا خاد مستنطق یې او په پلچرخي جیل کې استنطاق را څخه کوي!
    ور پسي هم ما او هم د تاند مسلکي ژورنالستو مخکښانو ته د ژور نالیستیکي اصولو د مراعات ګوت څنډنه کوي! تاند ته تر له وزي او ځواب هم ورڅخه غواړي!
    تاند خپل ځواب درته په زغرده کښ کړی، کور ودانی یې پر ما حق دی. خو زه به په لنډو ځان در وپیژنم :
    نه خلقی، نه پرچمی یم، نه ملا نه اخوانی یم + یو ساده پټان افغان یم کابلی یم کابلی یم
    له پاک پروردګاره، خپل اولس او خپل وطن څخه ور ها خوا په هیچا پوری تړاو نه لرم او ستا څخه هم زما پوښتنه هماغه ده:
    چې زما په ارام او خواږه افغانستان دې ولی زړه ونه خوږاوه، تاسو او ستاسو خودخواه او د قدرت لیونیو پښتنو ملګرو په خپلو لاسو کې، زما وطن ته له پردي نغري ولي داور بڅرکې راوړل او دخپل کور په کمبله مو د ګرد ناخبره کهول په منځ کې ولي ور پوه کړل، زما پر وطن، غیرت، ولس او عقیدي مین« لیونی» ســــــــــــــــــــــــــــــــــــردار مو د کوم انسانی اصل له مخي بې له کومې ګناه، سره له چوچ و پوچه په سره غرمه راته په خپلو وینو ولمباوه؟
    او بیا مو، وهمدي په خپل لاس بل کړي اور ته د ګـــــــــرم شـــــــــــــــه لا ګـــــــرم شــــــــــــــــــه په اصطلاح «ملـــــــــــــــــي ترانه» چې ستاسو ابتکار او ویاړ و، کلونه کلونه ولي راته وغږوله؟
    ځواب غواړم!
    کابلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب