پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونه‏د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د خبریالانو لپاره فضاء تیاره شوې

‏د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د خبریالانو لپاره فضاء تیاره شوې

تاند ( پنج شنبه د قوس ۱) د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په یوه خبرپاڼه کې د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي،هڅه کوې چې افغانستان کې د اوسنیو حاکمانو تر واک لاندې د ټلوېزیون او رسنیو ناوړه او ځپونکي وضعیت ته د نړیوالو پام را اړوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان انځوریزې رسنۍ له شدیدو بندیزونو سره مخامخ شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان زیاته کړې:” اوسنیو حاکمانو د پراخ سانسور په پلي کولو، د رسنیو د تړلو او د خبریالانو په ګواښلو سره د بیان ازادي او د اطلاعاتو ازاده فضا محدوده کړې ده. ګڼ شمېر ټلوېزیوني چینلونه اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي او یا د اوسني رژیم له ایډیالوژۍ سره سم نشرات ولري.”

خبرپاڼه کاږي چې په افغانستان کې د ټلویزوني خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره فضا ډېره تنګه او تیاره شوې ده.

سرچینه زیاتوي: ” پر هېواد د اوسني رژیم له واک ته رسېدو وروسته په پراخه کچه ښځينه خبريالانې له کاره محرومې شوي او په ځينو مواردو کې ان اړې شوې چې هېواد پرېږدي.”

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو او رسنیزو بنسټونو څخه غوښتنه کوي څو د افغانستان رسنیو او خبریالانو لپاره خپل عملي او سملاسي ملاتړ پیاوړی کړي.

همداراز یاد سازمان د طالبانو له حکومته څخه غواړي چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی ولري، د رسنیو ازاد چاپېریال خوندي وساتي او نور د خبریالانو پر وړاندې ګواښ ته د پای ټکی کېږدي.

یاد سازمان زیاتوي، چې د افغانستان ټلوېزیونونو او رسنیو له ملاتړ پرته په افغانستان کې د بیان او اطلاعاتو د ازادۍ راتلونکی تر جدي ګواښ لاندې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب