د هجري شپېتم کالونه وو چې د باران په نامه یوې ځوانې ډلې پخپلو خوږو غږونو او لاسونو غورځولو د تلویزون پرده ونڅوله، د کابل کوڅې یې پخپل شور مستې کړې، که هر ماښام نه و، خو یو ماښام ترمنځ به خامخا ددې ډلې مستۍ د خلکو زړونه تخنول، ځوانان یې په جذبو راوستل او موږ غوندې ماشومانو به یې پېښې کولې. دا پېښې یوازې په کوټه کې نه وې، کله به چې سپینو زرو بامونه درانه کړه، رشپېلونه به ور ته په وازدو/وازګو او یا ډیزلو غوړ شول، سپور مخ به یې تازه شو، د هر بام له سره به یې چې سپینزر ښکته غورځول، نو راشپېل به ددې ډلې په سندریز شور سر اسمان ته ونیو:
عجب هوای داره کابل
عجب خواجه صفای داره کابل
بګردم عاشقان و عارفانش
عجب شیر بچههای داره کابل
ای ومن و ای من
دلبر شد آشنای من
پرسان کده بیایی
کابل جان است جای من
د باران دا ډله تازه غوړېدلې وه، د ځوانۍ له مستو پېکيو یې لفظونه لکه څاڅکي پر زړونو ورېدل، نورسې پېغلې او ځوانان یې د سپینو زرو توږلو ته هڅول.
دا داسې وخت و چې موږ ټول ترونه او تره زامن د چهلستون د اغلي شمس (آغا علی شمس) د موسهي کلي په یوه کور کې را ټول شوي وو، تره مې د تلویزون او موټر خاوند و، خو زموږ لاس تورې سپۍ او د معلمۍ تنخا څټلی و، نوک په نوک ګوزاره وه، زما او د پلار چې موږ کاکا باله، تور کاکل سندرو ته اوښته را اوښته، کاکا مې تر ما هم ډېر شوقي و، ایله به یې کله ناکله د ټیپ یوه پیته (کسټ) را پیدا کړه، نو پر باڼه کټ به یې غځولې پښې را ټولې او پنجصد سی ټیپت ته به یې اړم کړې، دا وخت زما چرګ اذان نه و کړی، مور به مې شونډې ته کتل چې څه وخت به تورېږي، ځکه د ړندې سترګې اوښکه یې وم، ما به په نري غږ ( لالا ګادیوان ـ تو ګادی ته بګردان او یوه نیمه بله سندره زمزمه کوله، د باران ډلې د یوه تن دا سندره مې هم پټه پټه او کله کله پر بام له وړوکي راشپېل غورځولو سره زمزمه کوله، کاکا به څارلم، د غږ په اورېدو به مې په برېتو کې موسکی شو، ببۍ ( مور) به را ته له خوشحالۍ ټوپونه وهل. کله کله به چې کاکا (پلار) مې د تره په کوټه راننوت او دا سندره به د تلویزون په پرده راغله، نو موسک به شو او ما ته به یې راوکتل، بیا به یې تره زما مخاطب کړ:
ـ ډاکتره دا سندره لعل باچا ښه یايي.
هغه به له لنډي کېنټ سګرټه شنې لوخوړې پورته کړې او د کوپړۍ په دوه تاره وېښتو به یې لاس راښکه:
ـ دا اوسني ځوانان به له دې سندرو څه جوړئ ( جوړوي)
کاکا به د لاس په ورغوي برېت تازه کړه:
ـ اوس خو ډول او دور د دوی دی.
ډاکتر کاکا به د ګوتو په ټک له سګرټه ایره ټکوهله، ورو غوندې به یې وویل:
ـ ښه دي، خو …
په (خو) پسې به یې پاتې خبره وخوړله، هغه زړې هندي سندرې اروېدې، کاکا به مې غمزده رحیم چې نږدې ملګری یې و، احمد ظاهر او همدا طلايي بخم پېکی اورېده.
د باران څلورکسیزې ډلې په منځ کې به چې طلايي بخن پیکي شړک وواهه، نو کاکا به موسک شو او پرته له پوښتنې به یې وویل:
ـ دا هلک همدلته په آغاعلی شمس (چهلستون) کې اوسېده، تکړه هلک و.
له دې خبرې سره سم ډاکتر کاکا ور ته ځیر شو:
ـ غږ یې ښه دی، څېرې نه داسې ښکاري چې هزاره دی.
ـ نه، هزاره نه دی په خټه او سټه د کندهار سدوزی دی، خو خپله د کابل په ده افغانانو کې زېږېدلی دی. پلار یې هم نېک سړی دی، هلک هم ډېر باادبه هلک دی.
کاکا بیا د ۱۳۵۷ کال د سرو شعارونو دورې ته لاړ، دی هغه وخت تازه د قلع فتح الله ښوونځي مدیر شوی و، د کنسروتونو خبره یې کوله:
ـ دې هلک زمونږ کنسرتونه تاوده کړي وو.
ـ ته ورسره څنګه بلد شوې، معلمه؟
ـ ده په آغاعلي شمس کې د بوکس یو وړوکی کلپ لاره، زه به هم هلته ورتلم. هلته سره خواږه شوو.
ـ درس یې ویلی؟
ـ یو وخت همدلته د واصل آباد په عمراخان لیسه کې زده کوونکی و، بیا حبیبی لیسې ته لاړ.
ـ درس کې څنګه و؟
ـ له درسونو نه زیات په سندرو کې بوخت و.
ډاکتر کاکا سګرټ په ایرنۍ کې وزبېښه:
ـ ستا ملګرتوب ورسره تر کومه و؟
ـ انقلابي دور و، دی تکړه هلک و، انقلابي او عامې سندرې یې ویلې، زما ملګرتوب ورسره تر شپېتم کاله پورې و. همدلته مونږ سره نږدې په اقاعلي شمس کې اوسېده، دلته مو ډېر لیده کاته سره کېدل.
د تره او کاکا(پلاره) دا مکالمه مې په حافظه کې پرته وه، کله ناکله به چې دغه طلايي بخن وېښته د تلویزون پر پرده ونڅېدل، یا به د وارو توږلو وخت شو او یا به د باران د څاڅکو شور مې تر غوږ شو، نو دا ډله او په تېره طلايي بخن کاکل به مې د ذهن پر پرده خپل انځور تازه کړ.
تا امدنت دل پریشان است
از نامدنت خانه ویران است
دده خوږ غږ او کلیوالو سندرو مې په زړه خوله لګولې وه، ځینو کابلیانو به دده پر غږ د ځوانیمرګ احمد ظاهر چې د کابل پر فضا یې سندریز کاکل حکومت کاوه، مینه هم ماتوله.
ددغه طلايي کاکل شور مې د حافظې پر پرده اوښته را اوښت چې په ۱۳۶۸ لمریز کال مې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي درسي ودانۍ تر مخې چمن ته ولید، ګڼ محصلین ترې راتاو وو، ما دا وخت د پښتو څانګې شمله پر سر کږه وړله، دی د خپل طلايي بخن کاکل په څېر د شنو سترګو په څانګه کې د توریش (ملګری)، ویشکه( جنۍ) نومونه، کک و زوت ( نوم دې څه دی)، ککدېله ( څنګه یې؟) کوده تو بیا ربوته( څه کار کوې؟) جملې په خوله ګرځولې، ده دا وخت د ماسترۍ خولۍ پر سر کږه ایښې وه او موږ تازه د لېسانس پر ټغر پلتۍ وهلې وه، وخت ناوخت به کوت، د وارولو توږل او کاکا خبرې به را یادېدې.
یوه ورځ چې کاکل یې تازه د جنکو د کاکل له رپا کرار شوی و او مهالوېش ته یې کتل، نو سلام مې پرې واچاوه، ده مخ را واړاوه، لکه غږ مې چې ور ته اشنا و:
ـ خوب هستی؟
ـ تشکر، من بچه وطن خېل هستم.
زنه یې د ښي لاس په برسېرنه او غټه ګوته ونیوه، پېکی یې وپړکېد:
ـ خو خو، همو (همان) که دراز دراز بروت داشت، آدم قد بلند و چهارشانه بود.
ـ بلی
ـ کجا هست؟
ـ کابل هست.
ـ کجا کابل؟
ـ چهلستون
ـ حالا هم خان اش در چهلستون است؟
ـ بلی
ـ در همو آغاعلی شمس؟
ـ بلی
ـ چی غایتا یی بود، جای بیسار خوب بود، خانه ما هم یک وقت در همانجا بود، پدرم خریده بود.
ـ پدرم ای (این) قصه را برای من کرده بود.
ـ ها والله، من انجا یک کلپ بکس داشتم. بیسار خورد بود، پدرت انجا میامد، او اوغیتا در مکتب محراب الدین معلم بود.
ـ بلی باز در سال ۱۳۵۷ مدیر قلع فتح الله شد.
ـ بلی یادم است، یکبار مرا انجا به یک کنسرت دعوت کرده بود.
پېکی یې وڅانډه:
ـ ادم نیک بود، حالا چه کار میکنه (میکند)؟
ـ یک شرکت تجارتی داره (دارد)
ـ خو معلمی را ماند.
ـ بلی
ـ برو خوب کرد، زنده ګی اش حالا خوب است؟
ـ بلی، شکر خدا است.
بیا یې وپوښتلم:
ـ تو در کدام دریمپارتمنت هستی؟
ـ پشتو
ـ الله آهنګهای پشتو بیسار خوش ام میایه( میاید)
ـ یک چند آهنګ پشتو بخان (بخوان)
ـ حالی می خوانم، در تلفظ اشعار باز همراهم کمک کن.
ـ بچشم
ـ چشمت را قربان
زه او دی په همدې خبرو کې وو چې یوه ډله جنکۍ راغلې او نور دی هغوی سره بوخت شو، ما ته یې وویل:
ـ باز ما و تو ګپ میزنیم.
بیا داسې ورځ رانغله، بیا پر کابل د تورو کارغانو وزرې وپړکېدې، د ګلونو پر ځمکه اوسپنې وورېدې، نه د ژمي هغه زر پاتې شول، نه د کونډې زوی سریال اسلمي اتل په وینا د کابل هغه سپینې پونډۍ، ګرم حمامونه، نه د باران د څاڅکو شور چې پڼې په پښو کړي او ځمکه وشرنګوي او ورېځي راولي:
ابرا( ابرها) اګر بباره
زمینه ګل بکاره
پرنده ها به خانه، سرود سبزه زاره
کالونه وروسته مې بیا دده دا پښتو سندره واورېده:
خومار مې نه ماتېږي شرابونه بېګانه دي
ساقي را ته اشنا دی خو جامونه بېګانه دي
دا د عبدالباري جهاني غزل و.
ده د کابل په کوڅو کې د بګۍ د آسونو د پښو په ټک ټک له زړو سندرو ګردونه څنډ وهل، د کابل زاړه یادونه یې تازه کړل او د خپل مستانه پېکي ښکالو یې پرې وغوړوله.
نن د باران هغه څاڅکی چې د طلايي بخن پېکي مستي یې ځمکه شرنګوله، د ګور د چینجیو خوراک شو. د طلايي ستوني هغه غږ (وحید صابري) یادوم چې د وطن په کوڅو، کچه او پخو سړکونو به یې سندریز طلايي پېکی بګۍ ( ټانګه) مستوله:
لالا ګادیوان تو ګادی ته بګردان