ډاکتر ش میرهکی
دا دواړه ناروغۍ د نوم له پلوه یو بل ته ورته دي، خو د رامنځته کېدو لاملونه، د بدن اغېزمن غړي، نښې نښانې او درملنه یې توپیر لري.
تر ټولو مهم توپیر یې دا دی:
Diabetes Mellitus (DM) – د وینې د شکر ناروغي: په دې ناروغۍ کې د وینې د ګلوکوز (Glucose) یا شکر اندازه لوړېږي، ځکه چې انسولین (Insulin) کم وي یا بدن یې په سمه توګه نه شي کارولی.
Diabetes Insipidus (DI) – د ادرار د زیاتوالي ناروغي: په دې ناروغۍ کې د بدن د اوبو د ساتلو سیستم ستونزه لري، چې له امله یې ناروغ ډېر ادرار کوي او ډېره تنده احساسوي. دا ناروغي د وینې د شکر له زیاتوالي سره مستقیم تړاو نه لري.
۱. ډیابت میلیتوس (Diabetes Mellitus)
یا د وینې د شکر ناروغي:
دا یوه میتابولیکه ناروغي (Metabolic Disease) ده چې په وینه کې د ګلوکوز اندازه د نورمال حد څخه لوړېږي.

د رامنځته کېدو لاملونه (Causes):
د دې ناروغۍ اصلي لامل د انسولین د تولید یا د انسولین د فعالیت ستونزه ده.
انسولین (Insulin): هغه هارمون دی چې د پانقراس (Pancreas – لوزالمعدې) له خوا تولیدېږي او د وینې ګلوکوز حجرو ته داخلوي، ترڅو بدن ترې انرژي واخلي.
د ډیابت میلیتوس درې مهم ډولونه لري:
Type 1 Diabetes Mellitus: په دې ډول کې د بدن دفاعي ځواک ( معافیت ) د پانقراس د انسولین جوړوونکې حجرې له منځه وړي، نو انسولین ډېر کم یا هېڅ نه تولیدېږي.
Type 2 Diabetes Mellitus: په دې ډول کې بدن د انسولین پر وړاندې مقاومت پیدا کوي (Insulin Resistance) او وروسته د انسولین تولید هم کمېدای شي.
Gestational Diabetes Mellitus: د میندوارۍ پر مهال د وینې د شکر لوړوالی.
نښې نښانې (Signs and Symptoms) :
Polyuria – د ادرار زیاتوالی: ناروغ ډېر ادرار کوي.
Polydipsia – ډېره تنده: ناروغ ډېرې اوبه څښي.
Polyphagia – د ډېرې لوږې احساس: ناروغ تل د لوږې
احساس کوي .
Weight Loss – د وزن کمېدل: په ځانګړي ډول په لومړي ډول ډیابت کې.
Fatigue – ستړیا او بېحالي.
Blurred Vision – د سترګو د لید کمښت .
Slow Wound Healing – د زخمونو ناوخته رغېدل.
Frequent Infections – په مکرر ډول انتانات.
Numbness and Tingling – د لاسونو او پښو بېحسي او ګزګز.
اختلاطات (Complications) :
که د وینې شکر د اوږدې مودې لپاره کنټرول نه شي، لاندې اختلاطات رامنځته کولای شي:
Diabetic Retinopathy: د سترګو د شبکیې زیان او د لید کمزوري.
Diabetic Nephropathy: د پښتورګو زیان او د پښتورګو د فعالیت خرابوالی.
Diabetic Neuropathy: د اعصابو زیان، بېحسي او درد.
Cardiovascular Disease: د زړه او رګونو ناروغۍ.
Diabetic Foot: د پښو زخمونه او د نسجونو خرابوالی.
Hypoglycemia: د وینې د شکر غیرطبیعي ټیټوالی، په ځانګړي ډول د درملنې پر مهال.
Diabetic Ketoacidosis (DKA): د وینې د تیزابیت خطرناک لوړوالی، په ځانګړي ډول په Type 1 کې.
Hyperosmolar Hyperglycemic State (HHS): د وینې د شکر ډېر لوړوالی او شدیدې اوبهضایع کېدل، په ځانګړي ډول Typ 2 کې .
مخنیوی (Prevention) :
د Type 2 ډیابت د خطر کمولو لپاره:
د بدن مناسب وزن ساتل.
هره ورځ منظم فزیکي فعالیت.
د خوږو مشروباتو او زیاتو خوږو خوړو کمول.
د سبزیجاتو او فایبر لرونکو خوړو استعمال.
د وینې د شکر منظم معاینه، په ځانګړي ډول د خطر لرونکو کسانو لپاره.
د سګرټو نه استعمال.
یادونه:
د Type 1 ډیابت لپاره تر اوسه ثابت او عام مخنیوی نشته.
پرهیز او مناسب خواړه (Diet) :

مناسب خواړه:
شنې پاڼې لرونکې سبزیجات.
لوبیا، نخود او دال نخود .
بشپړ غلې دانې (Whole Grains).
کبان او بېپوستکي چرګ.
مغز لرونکي مواد لکه بادام او غوزان ( چهارمغز ).
د مناسبو اندازو په توګه مېوې.
کافي اوبه.
هغه خواړه چې باید محدود شي:
بوره، شربت او خواږه مشروبات.
خواږه او کیکونه.
سپینه ډوډۍ او ډېرې تصفیه شوې غلې دانې.
غوړ او ژر تیارېدونکي خواړه.
په زیاته اندازه خواږه او پروسس شوي خوراکونه.
درملنه (Treatment) :
درملنه د ډیابت د ډول او د ناروغ د وضعیت له مخې ټاکل کېږي .
د درملنې نومم او تشریح
Insulin د انسولین پېچکاري؛ په Type 1 کې حتمي ده
Metformin د وینې د شکر د کمولو درمل
GLP-1 Receptor Agonists د شکر کنټرول او ځینو ناروغانو کې د وزن کمولو درمل
SGLT2 Inhibitors د پښتورګو له لارې د اضافي ګلوکوز ایستلو درمل
Sulfonylureas د پانقراس څخه د انسولین د تولید زیاتولو درمل
د درملو انتخاب باید ډاکټر وکړي؛ ټول درمل د هر ناروغ لپاره مناسب نه دي.
۲. ډیابت انسیپیدوس ( Diabete Insipidus) :

د اوبو د تنظیم او د ادرار د زیاتوالي ناروغي :
دا یوه نسبتاً نادره ناروغي ده چې په هغې کې پښتورګي (Kidneys) د بدن اوبه په سمه توګه نه شي ساتلی. له همدې امله ناروغ په زیاته اندازه رقیق یا اوبلن ادرار کوي.
د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو لاملونه (Causes):
د دې ناروغۍ اصلي اړیکه له یوه مهم هارمون سره ده:
ADH (Antidiuretic Hormone) – د ادرار ضد هارمون
دې ته Vasopressin (وازوپریسین) هم وایي.
دا هارمون په هایپوتالاموس (Hypothalamus – د مغز د لاندې برخې تنظیموونکې برخه) کې جوړېږي او د هیپوفیز (Pituitary Gland – د مغز لاندې کوچنۍ غده) له شاتنۍ برخې څخه وینې ته خوشې کېږي.
دنده یې دا ده چې پښتورګو ته لارښوونه وکړي، څو اوبه بېرته جذب او په بدن کې وساتي.
که دا هارمون کم وي، یا پښتورګي ورته ځواب ورنه کړي، نو ډېرې اوبه له ادرار سره خارجیږي .
د ډیابت انسیپیدوس ډولونه (Types):
1. Central Diabetes Insipidus (مرکزي ډیابت انسیپیدوس):
د ADH هورمون تولید یا خوشې کېدل کم وي.
د مغز، هایپوتالاموس یا هیپوفیز د زیان له امله رامنځته کېدای شي.
د سر ټپ، جراحي، تومور او ځینې انتانات یې لاملونه دي.
2. Nephrogenic Diabetes Insipidus (د پښتورګو اړوند ډیابت انسیپیدوس):
ADH هورمون موجود وي، خو پښتورګي ورته مناسب ځواب نه ورکوي.
د پښتورګو ځینې ناروغۍ، د کلسیم زیاتوالی، د پوتاشیم کموالی او ځینې درمل لکه Lithium یې لامل کېدای شي.
3. Dipsogenic Diabetes Insipidus (د تندې د تنظیم اړوند ډول):
د مغز د تندې د تنظیم سیستم ستونزه پیدا کوي.
ناروغ له اړتیا څخه زیاتې اوبه څښي.
4. Gestational Diabetes Insipidus (د میندوارۍ اړوند ډیابت انسیپیدوس):
د میندوارۍ پر مهال رامنځته کېږي.
د پلاسنتا (Placenta – جفت) له خوا د داسې انزایم زیات تولید له امله وي چې ADH ماتوي.
نښې نښانې (Signs and Symptoms) :

1. Polyuria – د ادرار ډېر زیاتوالی: په ورځ او شپه کې په زیاته اندازه ادرار کول.
2. Polydipsia – شدیده تنده: ناروغ په دوامداره توګه د اوبو څښلو اړتیا احساسوي.
3. Nocturia – د شپې له خوبه د ادرار لپاره څو ځله پاڅېدل.
4. Dilute Urine – رقیق یا ډېر روڼ ادرار: ادرار د اوبو په څېر وي.
5. Dehydration – د بدن د اوبو کمښت.
6. Dry Mouth – د خولې وچوالی.
7. Dizziness – سر ګرځېدل.
8. Fatigue – ستړیا او کمزوري.
9. Hypernatremia – په وینه کې د سوډیم زیاتوالی: په ځانګړي ډول هغه وخت چې ناروغ کافي اوبه ونه څښي.
اختلاطات (Complications):
د ډیابت انسیپیدوس مهم اختلاطات عبارت دي له:
Dehydration: د بدن د اوبو شدید کمښت.
Hypernatremia: په وینه کې د سوډیم لوړوالی.
Electrolyte Imbalance: د بدن د منرالونو او الکترولایتونو ګډوډي.
Hypovolemic Circulatory Problems: د وینې د حجم کمېدل او د دوران ستونزې.
Seizures (تشنجات): د سوډیم د شدید لوړوالي یا د اوبو د سخت کمښت له امله.
Altered Mental Status: د شعور ګډوډېدل.
Hypovolemic Shock: د وینې د حجم د شدید کمښت
مخنیوی (Prevention) :
د ډیابت انسیپیدوس د ټولو ډولونو مخنیوی ممکن نه دی، ځکه ځینې ډولونه یې ارثي یا د مغز او پښتورګو د زیان له امله وي.
خو د خطر د کمولو لپاره:
د بدن د اوبو اړتیا پوره کول.
د سر له سختو ټپونو څخه مخنیوی.
د پښتورګو د ناروغیو درملنه.
د کلسیم او پوتاشیم غیرطبیعي کچې اصلاح کول.
د Lithium په څېر درمل یوازې د ډاکټر تر څارنې لاندې استعمالول.
د ادرار د زیاتوالي په صورت کې ژر طبي معاینه کول.
پرهیز او مناسب خواړه (Diet ):

په دې ناروغۍ کې د خوړو سپارښتنې د ناروغ د ډول او د پښتورګو د فعالیت له مخې توپیر لري.
مناسب سپارښتنې:
د ډاکټر په لارښوونه کافي اوبه څښل.
د مالګې استعمال کمول.
د پروټین لرونکو خوړو اندازه د ډاکټر په مشوره تنظیمول.
د بدن د سوډیم، پوتاشیم او کلسیم معاینه کول.
مهمه یادونه:
د ډیابت انسیپیدوس ناروغ باید د ډاکټر له مشورې پرته د اوبو څښل محدود نه کړي. د اوبو محدودول د شدید Dehydration او Hypernatremia لامل کېدای شي.
درملنه (Treatment):
درملنه یې د ناروغۍ د ډول له مخې ترسره کېږي:
درمل پښتو تشریح:
Desmopressin (DDAVP) د ADH مصنوعي بدیل؛ په مرکزي ډول کې کارېږي
Thiazide Diuretics د پښتورګو د ادرار تولید کموي، په ځانګړي ډول په Nephrogenic ډول کې
Indomethacin په ځینو ځانګړو ناروغانو کې د ادرار اندازه کموي
Fluid Replacement د بدن د له لاسه تللو اوبو بېرته پوره کول
په مرکزي ډول کې Desmopressin ډېر مهم درمل دي. په Nephrogenic ډول کې د اصلي لامل درملنه، د مالګې او پروټین کمول او ځینې ځانګړي درمل کارول کېږي.
احتیاط: Desmopressin باید د ډاکټر له څارنې پرته استعمال نه شي؛ ځکه د زیاتې اوبهساتنې له امله د وینې سوډیم خطرناک ټیټوالی (Hyponatremia) رامنځته کولای شي .
۳. د دواړو ناروغیو ترمنځ اساسي توپیرونه: