Home+د غور اصلي اوسېدونکي، ترکان، پښتانه که تاجکان؟

د غور اصلي اوسېدونکي، ترکان، پښتانه که تاجکان؟

۸برخه

استادشهسوار سنګروال

د غوریانو ټولواکمنۍ ځوړتیا

لکه څرنګه چې غوري ټولواکمنۍ له وړو وړو سیمه ییزو واکمنو څخه جوړه راغله، همدا راز دپه یو شمېر لاملونو دغه ستره ټولواکمنۍ چې له افغانستانه تر هندوستانه، له پارسه تر خراسانه او همغسې ترکستانه پورې غوځېدلې وه، د سلطان غوري شهاب الدین محمد له وژلو وروسته، ډېر ژر په سیمه ییزو واکمنیو ووېشل شوه، چې څو بېلګې یې داسې دي:

۱ـ د غوري ټولواکمنۍ د ځواک او واک سترتیا هغه وخت پیل شوه چې غوري غیاث الدین محمد او غوري معزالدین‌محمد سام یو د بل پسې سلطنت ته ورسېدل.

ولې کله چې شهاب الدین محمد (معزالدین) ووژل شو، دغه ستره ټولواکمنۍ په جلا جلا سیمه ییزو واکمنیو، چې د هرې سیمې سپه سالار د هغې سیمې پاچا و، ټوټه ټوټه شوه.

د غیاث الدین محمد زوې محمود د خپلې ورختایې له کبله هم علاوالدین محمد خوارزم ته سرخوځوه او هم یې کوښښ کاوه، چې یو شمېر سیمه ییزه واکمن د ځان ملګري کړي.

د حسین خرمیل له وژلو وروسته ملک سعدالدین د هرات والي ټاکل شوي وو او کله چې د خپلواکۍ اعلان وکړ محمود کوښښ کاوه، چې هغه د ځان ملګری کړي خو د علاوالدین خوارزم له خوا په دار وځړول شو.

یو بل پسې د سیمه ییزو واکمنیو د جوړیدو ستر لامل د غیاث الدین محمود سیاسي او پوځي کمزوري وه چې دمخه یې یادونه وشوه او په پاې کې د همدې کمزوریو قرباني شو او پرځاې بهاوالدین سام واک ته ورسېد.

۲- د محمود سام له وژلو وروسته زوی یې بهاوالدین سام، د غور درباریانو او سردارانو له خوا په پاچاهۍ وټاکل شو.

دده له واکه لا درې میاشتې نه وې تېرې، چې علاوالدین اتسز د علاوالدین حسین جهان سوز زوی پرې یرغل وکړ، هغه د خوارزمشاه په سلا و مشوره، د هرات او فیروز کوه حاکمان تر برید لاندې ونیول.

۳- د خوارزمشاهانو ځواک دومره هم پياوړی نه وو، چې غوریانو ته ماته ورکړي، خو کله چې شهاب الدین محمد ووژل شو، د غوریانو له خپل مینځي اختلاف نه علاوالدین خوارزم ګټه واخسته او یو د بل پسې د غوریانو د واک سیمی لاندې کړې.

علاوالدین آتسز، چې یو مهال په غزني کې له غوري شهاب الدین محمد سره استوګن وو او ډير څه یې له هغه نه زده کړي وو. ان تر دې چې یو مهال معزالدین محمد ناروغه شو، سردارانو وپتیله که هغه جوړ نشي نو ځای ناستی به یې دی وي. کله چې هغه بیرته روغتیا ترلاسه کړه نو دی یې بامیانو ته واستوو.

د سلطان شهاب الدین له مرګه وروسته په دې فکر کې وو چې د غور سلطان شي. نو ځکه یې په ۶۰۷ ق کال د خوارزمشاه په مرسته په فیروز کوه یرغل وکړاو دا ځل ځکه بریالی شو، چې د ۶۰۴ ق کال د ناکام برید تجربه ورسره وه.

سره د دې چې د غور سلطان شو، خو د هغه اختلاف له مخی، چې د غزني له سیمه ییز واکمن تاج الدین یلدوز سره یې درلود، له «۴» کالو سلطنت وروسته فیروز کوه د یلدوز جنګیالېیو ونیو.

۴- د غوري کورنۍ یو بل تن د شجاع الدین علي زوي سلطان علاوالدین محمد دی چې د سلطان غیاث الدین زوم کېده او د هغه د واک په مهال نیشاپور والي وو، چې د غوري شهاب الدین د واک په مهال چې پلازمېنه یې غزني وو، دی یې د فیروز کوه حکمران وټاکه.

خو دی د سلطان غیاث الدین زوی محمود په غرستان کې بندي کړ، چې بیا د علاوالدین اتسز له خوا خوشې شو.

تاج الدین یلدوز چې فیروز کوه ونیو، دی د سلطان په نوم فیروز کوه ته ولېږه سره د دې چې سکه دده په نوم وهل شوې وه بیا هم غور یې علاوالدین خوارزم ته تسلیم کړ.

۵- د سلطان غیاث الدین محمد کاکا فخر الدین مسعود، چې دده له خوا د بامیانو والي وټاکل شو او تر پایه یې هلته حکومت وکړ، چې له ده نه وروسته زوې شمس الدین محمد دده ځاې ناستی شو او له ده نه وروسته زوې، چې د سلطان غیاث الدین د خور زوی کېده او هغه دی د بهاوالدین سام په نوم ونوماوه، د پلار له مرګه وروسته (۵۸۸ ق کال) واک ته ورسېد.

د جوزجاني له انده ده په ترمذ، بلخ، کاشغر، ان تر کشمیره پورې حکومت کاوه او ان سکه هم دده په نوم ووهل شوه.

بهاوالدین سام غوښتل، چې د شهاب الدین له مرګه وروسته غزني لاندې کړی، خو په لاره کې ومړ.

۶- د بهاوالدین سام له مرګه وروسته زوی یې علاوالدین د پلار له وصیت سره سم د هغه ځای ناستی ونومول شو. ده وغوښتل چې د پلار نا تمامه کار بشپړ کړي له خپل ورور جلال الدین سره یو ځای غزني ته لاړ او په تخت کیناست. ده د غزني خزانه له خپل ورور سره په مساوي توګه ووېشله او د جوزجاني د څرګندونو پر بنسټ:

د جلال الدین برخه په «۲۵۰» اوښانو بار شوه چې په دې کې سره زر، قیمتي ظروف او نور ارزښناکه توکي شامل وو او بیا یې بامیانو ته ولېږدول.»

د غزني ترکان د بهاوالدین د زامنو له واکمنۍ له لومړي سره خوشحاله نه وه، نو بیا یې تاج الدین یلدوز ته بلنه ورکړه، چې په غزني برید وکړي. هغه هم یو لښکر، چې په دې کې ترکي، غز او خلج جنګیالي شامل وو. منظم کړل او مخ په غزني راغلل.

د ابن اثیر او جوزجاني په وینا وو د تاج الدین یلدوز جنګیالیو، هر څه لوټ کړل، او بیا یې هغه له غزني څخه، چې یوازې خپل ساده کالي يې په تن ول ووېست او پرته له کومو تشریفاتو بامیانو ته لاړ.

هلته له خپل ورور جلال الدین سره یو ځاې شو او د خپلو ځواکونو پر مټ د یلدوز لښکر ته ماته ورکړه او علاوالدین د دویم ځل لپاره د غزني په تخت کیناست او ورور یې بیرته بامیانو ته ستون شو. »

ابن اثیر د دې خبرې پخلی هم کړی، چې علاوالدین، هغسې هم د ترکانو له نیت نه خبر وه نو د غزني ښاریان یې ډېر وځورول، چې ان یو شمېر ترکانو دومره څه نه درلودل چې وې خوری، نو بیا یې خپل اولادونه پلورل.

تاج الدین یلدوز بل ځل بیا برید وکړ، سره د دې چې ورور یې جلال الدین مرستی ته راغی خو په دې برید کې نه یوازې د جلال الدین او علاوالدین ځواکونو ته ماته ورکړه، بلکې هغوئ یې یرغمل کړل.

۷- تاج الدین یلدوز د اته (۸) کالو په شاوخوا کې (۶۰۳-۶۱۲ ق) په غزني حکومت وکړ. دی لکه د قطب الدین ایبک، التمش او نورو په څېر د غوري شهاب الدین مملوک او غلام وو، چې د هغه په دربار کې روزل شوی وو.

یلدوز تر هغه مهال په غزني حکومت وکړ، چې په پاې کې سلطان محمد خوارزمشاه پرې یرغل وکړ، ده ته یې ماته ورکړه او له خپلو یو شمېر پلویانو سره د «سورۍ تیګې» له لارې د هند نیمې وچې ته واووښت.

هلته یې د ناصر الدین قباچه پر وړاندې پاڅون وکړ لاهور یې لاندې کړ او بیا یې د ډیلي حکمران شمس الدین التمش تر ګواښ لاندې ونیو خو نوموړی د التمش له خوا ووژل شول.

د غوریانو سیاسي، اقتصادي او کلتوري مناسبات

غوریانود زیږدي دولسمې پېړۍ له نیمایي نه د دیارلسمې پېړۍ ، تر یوې نیمې لسیزې پورې تر ډېره بریده له افغانستانه سربیره د سیمې هېوادونو په یو شمېر سیمو حکومت وکړ.

که څه هم د غوریانو ټولواکمنۍ د یوه باثباته مرکزي حکومت په ارزښت ولاړه وه، ولې بیا هم د غوریانو د سلطنتي کورنۍ غړو د ملک په نوم د سیمه ییزی واکمنۍ د ټینګښت لپاره هڅې کولې او ان ملاماتوونکې مالیې یې له خلکو نه ټولولې.

په دغه ترڅ کې دغو سیمه ییزو واکمنو افغانستان ته ډېر لوې زیان واړوه اوپه ځانګړي ډول، کله چې سلطان شهاب الدین محمد سام ووژل شو. همدغو سیمه ییزو ملکانو د خپل واک د ځواکمنتیا لپاره مټې رابډ وهلی او یو د بل پر وړاندې ودرېدل، چې موږ ملک رکن الدین، ملک اتسز ، ملک علاوالدین (د نیشاپور والي)، ملک نصر الدین حسین، تاج الدین یلدوز او په لسګونو نور لوې او واړه سیمه ییزه واکمن د بېلګې په توګه یادولی شو.

غوریانو له پيل نه تر پایه پورې تر ډېره بریده کوښښ کاوه، چې شنسبي کورنۍ په واک کې وي، که څه هم غوري شهاب الدین، چې خپل زوې یې نه درلود، د خپلي واکمنۍ چارې، په ځانګړي ډول د هند په نیمه وچه کې خپلو غلامانو ته سپارلې وې او د فدرالي ادارې بڼه یې خپله کړې وه.

غوري سلطنتي کورنۍ په تیره غوري شهاب الدین پخپله په ملک او هېواد کې د عدالت څارنه کوله، چې وروسته هندي واکمنو هم د غوریانو دغه دود پاله .
د ابن اثیر په قول غیاث الدین بلبن د ټولنیز عدالت په موخه پخپله یو «دیوان» او دفتر درلود او پخپله یې د ظلمونو څارنه کوله.

نامتو تاریخپوه «هندوشاه» کښلي دي چي : «غیاث الدین بلبن (د هند مملوک سلطان) به خپل زوې ته وېل، چې شمس الدین التمش به داسې غبرګو له، ما دوه وارې له غزنوي مبارک سلطان معزالدین محمد بن بهاوالدین سام نه واورېدل، چې وېل به یې:

هغه څه چې پاچایان یې کوي د څښتن تعالی په مرسته وي او د خلکو د هوساینې لپاره وي او سلطان نه پریږدي، چې په هېواد کې فساد او ناوړه کړه وړه وي، بله دا چې دخلکو له کړو وړو خبر وي او همداراز انصاف او عدل ته پاملرنه ولري او ظلم ته لاره اواره نه کړي او په ټوله کې په څلورو ټکو ټینګار کاوه.»

غوري واکمن له سیمه ییزې واکمنۍ نه راواخله تر ټولواکمنۍ پورې کولی شو په دوه برخو ووېشو:

په لومړي سر کې د غور د جغرافیوي ارزښت له مخې غوریانو سیمه ییزه واکمنۍ ساتلې وه او بیا تر ډېره بریده د غور سیمه ییزو واکمنو ،غزنوي واکمنو او بیا وروسته سلطان سنجر ته باج ورکاوه، چې موږ کولی شو د دغو کسانو شمېر چې د امیر لقب یې درلود، دیارلس (۱۳) تنه وښېیو.

دویمه ډله، چې په خپلواکه توګه یې د هېواد چارې مخته وړلې، هغوئ د سلطان په نوم د واک او ځواک څښتنان وو، چې موږ په دغه لړ کې سلطان غیاث الدین او سلطان شهاب الدین محمد د ساري په توګه یادولې شو.

د دوئ دولتې تشکیلات هم غزنویانو، سامانیانو او خراسانیانو ته ورته وو، لکه: د دیوان وزیر، د وزیرانو شورا ریس، چې د هېواد د مالیاتي چارې مخته وړلې، ادارې او سیاسي دیوان، د اشرافو دیوان، استخبارات او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.

له دغو ادارو پرته چې سیاسي او اقتصادي چارې سر ته رسولی، د عدالت په تړاو یې، د قضا چارې هم د یو شمېر قاضیانو د ګمارلو پر بنسټ څارلې، چې د دغو قاضیانو ریس یې د «قاضي قضات» په نوم یادوه.

له قضايي قوي پرته غوریانو آمنیتي چارو ته هم ډېره ټینګه پاملرنه درلوده، کله به چې دوېته استخباراتو رپوټونه راورسول، نو بیا یې د اطلاعاتو د څرنګوالي او څومره والي له مخې پریکړه کوله.

د غوریانو پوځ په ټوله کې له دوه برخو جوړ وو، لومړی هماغه آمنیتی او دفاعي چارې وې، چې د دغه ځواک له مخې به کابو کېدې، دوئ په منظم ډول په نظام کې تلپاتې شتون درلود او ورځنې چارې یې کنترولولې.

دویم هغه جنګیالی ځواک وو، چې کله به هېواد له کومې لوې آمنیتي ستونزې او ګواښ سره مخ شو، نو بیا به یې په ولس غږ وکړ او له دغو جنګیالیو به یې یو ستر لښکر ورغوه او بیا به یې سیال لوری پرې وګواښه.

«هندوشاه»، جوزجاني او همداني د غوریانو د پوځ په تشکیل کې د بیلابیلو قومونو یادونه کړې ده او دوئ په دې اړه لیکلي دي:

«غوریانو د خپل واک د پرمختیا لپاره پخپل پوځ کې افغانان، هندیان، غزان، تاجیکان، خلجیان او ترکان جنګیالي نیولی ول» د دغو پوځونو په جوړښت کې سواره او پلی ځواکونه هم شامل وو، چې د ځمکی جغرافیوي جوړښت له مخې به یې ځاې پر ځاې کول.

له ګڼو څاروېیو نه یې په جګړه ییزو چارو کې ګټه اخسته او ان دا چې له فیلانو نه یې هم استفاده کوله.

فخر مدبر لیکلی دي چې، «غوري پاچایانو په چړو، تورو او نیزو ډېره جګړه کوله.» جوزجاني بیا دغوري پوځ په کالېیو غږیدلی دی او په دی يې ټینګار کړیدی، چې پوځ ځانګړې پوځي جامې درلودی، چې دوئ به «کارولې» ، دوئ له هر ډول د فاعي او ژغور نیزو چارو د تعرض او برید له بیلابیلو تکتیکونو نه ګټه اخسته.

د عروضی سمرقندي د روایتونو له مخې غوریانو د دې وس او ځواک درلود چې فلزي توکي له معدنیاتو ترلاسه کړي لکه اوسپنه، سرب او نور د یادولو وړ دي، چې وسلې به یې ترې تیارولې.

جوزجاني د غوریانو د خزانې په تړاو لیکلی دي چې: «د شهاب الدین محمد غوري د واک په مهال یوازې یو زرو پنځه سوه (۱۵۰۰) منه الماس په خزانه کې موجود وو.»

له لرغونو اریایانو نیولې تر دغه پېره چې غوریان د غیاث الدین غوري او معزالدین محمد سام په مشرۍ د یوې سترې ټولواکمنۍ څښتن شو، وګړو یې بیلابېلې کلتوري او مذهبي اړیکې درلودی.

کله چې اریایان د افغانستان د نورو سیمو په څېر غور ته ورسېدل دوی هم لکه د نورو خلکو په څېر د یو شمېر توکو لمانځنه کوله، چې موږ ستور لمانځنه، اور لمانځنه، توپان لمانځنه، لمر لمانځنه او د نورو طبعي توکو لمانځنه یادولی شو چې خلکو ته یې هم ګته رسېده او هم زیان.

ولې کله چې په هند کې اشوکا او په افغانستان کې کنشکا واک ته ورسېدل بودیزم ډيره پراختیا او پرمختیا ومونده او ان تر غوره پورې وده او پرمختګ وکړ. یانې په دې مانا چې غوریان په لومړي سر کې زرتشتان او وروسته یې بودیزم ته مخه کړه.

کله چې د اسلام سپېڅلې دین ترغوره راورسېد، له سیمه ییز واکمن شنسب نه راواخله تر غیاث الدین محمد سام پورې، د دغی سیمې وګړو بیلابیل مذهبي دودونه خپل کړي وو.

د جوزجاني د څرګندونو پر بنسټ: «په غور کې د «شیش» او د شنسب کورنیو تر مینځ چې د واک په سر یې اختلاف درلود، د عباسي خلیفه هارون الرشید (۱۷۱-۱۹۳ق) دربار ته لاړل او د هغه له مقام نه یې دغه فرمان ترلاسه کړ، چې د هېواد مشري دی د شنسبیانو په غاړه وی او پوځي چارو مسولیت دې د شیش وي.»

هغه شمېر تاریخپوهانو چې تر ډېره بریده د غزنویانو د پېر په شاوخوا کې یا وروسته ژوند کاوه او بیا یې څه لیکلي دي، د ساري په توګه، چې په غور کې د اسلام دین د سلطان محمود غزنوي د واک او ځواک په مهال خپور شویدی ، دغه څرګندونې د تامل وړ دي، چې څو بېلګې یې داسې په ګوته کولی شو.

۱ـ اصطخري وايي: « غور یوه غرنۍ سیمه ده، چې شاوخوا ته یې د نورو ولایتونو وګړي مسلمانان، خو دوئ کاپران دي …»

۲- ابن حوقل : «غوریان کاپران دي ، دا چې په یو شمېر لیکنو کې یاد شویدي، چې لږو نه لږ مسلمانان دي.»

۳- یو شمېر تاریخپوهانو، د دې لپاره چې د سلطان محمود برید ونوته د جهاد بڼه ورکړي او د غور برید ته لاره اواره کړي، د غور وګړي یې تر ۴۰۱ ق کال پورې کاپران معرفي کړیدی. چې په دغه لړ کې عتبي دوېته د کاپرانو خطاب کړی دی.

۴- بیهقي: «سلطان محمود په ۴۰۵ ق کال غور ته جوخت په بست او زمین داوربرید وکړ، چې هلته پلید کاپران ډېر ځواکمن ول.» په یوه بل ځای کې لیکی: «اسلام د سلطان محمود د واک تر مهال غور ته نه وو رسیدلی …»

۵- ابن اثیر په دې اند دی: «غوریان په څرګنده توګه کاپران او په فساد ککړ وو.» له دې سربیره نورو هم لکه طبقات ناصری، خواندمیر او نورو ورته څرګندونې کړیدي، چې تر ډېره د سلطان محمود له ستاینو سره یې تړاو درلود.

ولې ګڼ شمېر څېړونکي په دې اند دي، چې «د دریم یزدګرد له مرګه وروسته (۳۱ ق) د اسلام دین غور ته رسیدلی دی.»

همدغه ډله څېړونکي په دې ټینګار کوي، چې حضرت علي (رض) د خلافت په مهال د اسلام سپېڅلی دین غور ته رسیدلی وه.

ولې حقیقت دا دی، کله چې سلطان محمود په غور برید وکړ، د غور پاچا (د جوزجاني په قول) د غور امیر محمد بن سوری وو، چې پخپله د محمد نوم د اسلام څرګند ثبوت دی. نو دا چې پاچا ېې مسلمان وو. خو هرومرو د غور اوسیدونکی هم تر ډېره بریده مسلمانان ول.

په راوروسته پېرونو کې غوري واکمن دسني او شېعه عقیدوتراغیز لاندې راغلل د مثال په ډول علاوالدین حسین جهان سوز، د حمید الله مستوفي په اند «سني مذهبه وو» او یو شمېر نور بیا دا سمعیلي، شافعی، حنیفی او کرامیته عقایدو پیروان وو، چې موږ سلطان غیاث الدین محمد او شهاب الدین محمد سام د بېلګې په توګه یادولی شو، چې غیاث الدین شافعی مذهب او شهاب الدین محمد سنی وه له یادو مذاهبو سربیره یهودي مذهبه وګړی هم په غور کې میشت او ودان وو.

نه یوازې په غور کې ډول ډول مذهبي او کلتوري ارزښتونو شتون درلود بلکې دارنګه د بیلابیلو ټولنیزو مناسباتو او د بیلابیلو قومونو شتون هم د پام وړ ګڼلی شو او په ځانګړي ډول د سلطان شهاب الدین محمد په پوځ کې د افغانانو، ترکانو، خلجیانو، غزانو، تاجیکانو او د نورو قومونو د جنګیالیو شتون د یادولو وړ ګڼلی شو.

د دغو قومونو په ترڅ کې موږ د خلجیانو یادونه وکړه او تر ډېره بریده په ځنو متونو کې خلجیان د غلجیانو مترادف او کله هم یو د بل مخالف اومقابل په ګوته شویدی، غوره به وي، چې د دغو قومونو (خلجی که غلجی) په اړه څرګندونی ولرو.

هندو شاه لومړی ټوک ۷۶ مخ (چاپ ۱۳۰۱ ق)
) همدغه اثر ۵۷ مخ، جوزجاني لومړی ټوک ۳۴۶ مخ او فضل الله همداني ۳۳۷ مخ
) فخر مدبر ۲۷۲-۲۷۳ مخونه (چاپ ۱۳۴۶ ق)
) جوزجاني لومړی ټوک ۳۴۶ مخ (۱۳۶۳ ق)
) همدغه اثر ۳۲۴-۳۲۵ مخونه
) اصطخري ۲۲۰ مخ (۱۳۶۸ ق کال)
) حدود العالم ۱۰۱-۱۰۳ مخونه
) بیهقي ۱۱۴ مخ (۱۳۷۰ ق کال)
) ابن حوقل (۱۵۵-۱۷۸ مخونه)
) ابن اثیر ۹ ټوک ۲۲۱ مخ (۱۳۶۸ ق کال)
) فدایی اصفهاني، ترکتازان هند ۷۳ مخ (چاپ ۱۳۴۱ ق کال)
جوزجاني لومړی ټوک ۳۹۰ مخ (۱۳۶۳ کال) او میرخواند ۴ ټوک ۶۴۴ مخ (۱۳۳۹ کال چاپ)
) ابن اثیر ۱۲ ټوک ۲۳۴ مخ (۱۳۸۶ ق)، جوزجاني لومړی ټوک، ۴۰۹ مخ (۱۳۶۳ ق).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...