ځگ د سمندر، بې آبه پښې ږدي د آبدار په سر
نن سبا په بحر و بر مﺯې د سپکو، ورکو دي.
درمل
پورتني بيت ته په اول ځل کتلو پوهيږو چې شاعر په درنو او باشخصيته خلکو باندې د سپکو او پست فطرته خلکو له فوقيته غږېدلى (شکايت يې کړى).
د دې معنا د رسولو لپاره چې کوم وسايل او تخنيکونه کارېدلې دي په لاندې توګه تحليلېداى شي:
۱- سپک يا پست فطرته خلک د سمندر له ځګ او درانه يا با ظرفه خلک له ملغلرې (ګوهر) سره تشبيه شوي دي.
۲- د تشبيه وجوهات: د ځک استقرار د سمندر په سطحه يا پورتنۍ برخې باندې سره له دې چې هېڅ ارﺯښت او منفعت نلري حتې چې وجود يې هم ډېر ثابت نه دى. (د کم ظرفو استيلاء، شهرت، کاميابي…)
د ګوهر غرقېدل او ورکېدل د سمندر په تل کې سره له دې چې ارﺯښت لري، امتياﺯ او استعداد لري يا دا چې ډېر نادر دى. ( د درنو او باظرفه خلکو ګمنامې، مغلوبيت، نه قدرداني…) په پايله کې ځک د ګوهر له له پاسه واقع کيږي، ګويا په سر يې پښې ور ايښي دي.
په بيت کې راغلې تشبيه پرسنفکېشن يعنې تشخيص دى چې پکې ځک او ملغلرې ته شخصيتونه ورکړل شوي دي او موږ پوهېږو چې هر تشخيص په خپل ﺫات کې يوه استعاره ده. ځکه مستعارمنه ( ځګ) د مستعارله (سپک شخص) له يوې ځانګړنې ( پښې اېښودلو) سره او بيا هم مستارمنه (ګوهر) د مستعارله(درانه شخص) له يوې ځانګړنې (سر تر پښو لاندې کېدل) سره راوړل شوي دي چې دا ځانګړنې د استعارې قرائن دي. خو که دقت وشي نو په بيت کې د يوې بلې استعارې شتون هم احساسوو. ځکه شاعر مستقيماً مستعار منه (ګوهر) نه دى ياد کړى بلکه د هغه يوه ځانګړنه يې د قرينې په توګه راوړې چې هغه د آب درلودل دي او دا موږ ته لارښونه کوي چې د شاعر مقصود ګوهر دي. يعنې په دې ځاى کې يوه مرکبه استعاره يا په استعاره کې استعاره رامنځته شوې چې ډېر ﺯيات ظرافت لري.
له کلماتو سره د شاعر چلند ډېر استادانه دي چې د لفظي او معنوي ښکلا او همدارنکه د داخلي موسيقي د ايجاد سبب شوى. د مثال په ډول ياد بيت داسې هم ليکل کېداى شو:
(ځګ د سمندر، بې آبه پښې ږدي د ګوهر په سر
نن سبا په بحر و بر مﺯې د سپکو ورکو دي)
په دې صورت کې به هم پرته له شکه چې د ګوهر کلمې د سمندر بحر، بر، سر، له کلماتو سره د وﺯن او د مشترک توري (ر) د تکرار له امله خوندور آهنګ رامنځته کړى و. مګر په اوسني حالت کې چې د (آبدار) کلمه د (بې آبه) په مقابل کې کارېدلې نه يواﺯې دا چې له تکراره يې آهنګ ﺯېږدلې بلکې د معنوي تضاد سره سره يې يو لفظي تضاد هم جوړ کړى دى، چې دا د کلماتو په ټاکنه کې د درمل د استادۍ او مهارت لوى ثبوت دى. د قافيې له کلمې (ورکو) سره د (سپکو) د کلمې راوړل هم د يادونې وړ ده.
په عين مضمون کې ډاکټر صاحب درمل يو بل نسبتاً مشابه بيت هم لري:
ځګ دې که پښې کېښوې په سر صبر سمندره
څه وکړو آسمان د بې هنرو په طرف دى
په مينه او مننه
ځلاند