Homeخبرونهټرمپ وايي، د څو هیوادونو د مشرانو په غوښتنه یې پر ایران...

ټرمپ وايي، د څو هیوادونو د مشرانو په غوښتنه یې پر ایران حمله ځنډولې ده

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې پر ایران پوځي برید، چې د سبا لپاره پلان شوی و، د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه یې ځنډولی دی.

ټرمپ په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشیل» کې لیکلي چې د قطر تمیم بن حمد الثاني، د سعودي عربستان محمد بن سلمان او د متحده عربي اماراتو محمدبن زید النهیان ورڅخه غوښتي چې د ایران پر ضد پلان شوی برید وځنډوي، ځکه اوس جدي خبرې روانې دي او هغوی باور لري چې داسې یو تړون به وشي چې د امریکا، د منځني ختیځ د هېوادونو او نورو لپاره به د منلو وړ وي.

هغه زیاته کړې چې د دغه احتمالي تړون مهم ټکی دا دی چې ایران به هیڅ اتومي وسله ونه لري.

ټرمپ همداراز ویلي چې د دغو مشرانو په درناوي یې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسیت، د ګډو ځواکونو د لوی درستیز ډانیل کاین او امریکايي پوځ ته امر کړی چې سبا به پر ایران پلان شوی برید نه کوي.

خو هغه خبرداری ورکړی چې که د منلو وړ هوکړه و نه شي، امریکايي ځواکونه به چمتو وي څو په ډېر لنډ وخت کې پر ایران پراخ او بشپړ برید پیل کړي.

1 COMMENT

  1. کېنه کرار خوشی ګوزونه مه وله.
    د یو متکبر بادار غوږ نیول د خپلو حقیرو مزدورانو غوښتنو ته خپله یو دول حقارت ګڼل کیږی. پر ایران باندی د بلی په اصطلاح ویرانوونکی حملی نتیجه به دا وی چی:
    اروپا لا څه چی حتی یو امریکائی مثلا ۹۰ کلن بوډا به هم د تیلو د بیی د جګیدو له وجی د زړو خلګو په هال کی د خپلی میشتی ماندینی د لیدو لپاره پر زنانه بایسکل سپور شی البته د خلیج د فاسدو عربی شیخانو لمنی به هم بدی څیری او ګردی چلتارونه به ئی مثلثی بڼه واخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب